ایران ته دنشه اي توکو دقاچاق مخنیوی وشو
05.11.2009 07:16دهرات ولايت پولیسو لس ګونه کیلو ګرامه نشه ای توکي دافغانستان او ایران پولې ته نیږدې نیولي دي .
امنيتي چارواکې وايي، قاچاق کوونکو هوډ در لود چی دغه 87 كيلو ګرامه نشه يې توكي و ایران ته قاچاق کړی.
د دهرات پوليسو وياند نورخان نيكزاد په وینا دغه نشه ای توکې دكهسان ولسوالۍ د قدوس اباد سیمه کې کشف شوی چې كرستال دي .
ويل شوي چې قاچاق كوونكي د شپې له تيارې څخه په استفادې په تيښته بريالي شوي دي.
په روان كال كي ډيره اندزه نشه ای توکي په هرات کې نیول شوي دي خو هر وخت ویل کیږي چې ( با استفاده از تاریکی شب موفق به فرار شدند) او تر اوسه داموضوع لا بې ځوابه پاتې ده .
لس روځی وړاندې هم په ګلران ولسوالۍ کې په لس ګونه کیلو ګرامه نشه ای توکې پوليسو ونيول خو دقاچاق په تور یې تر اوسه کوم کس ندی نیولی .

