د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مصر:دګانا ځوانان دفوټبال د ځوانانو د نړيوال جام اتلان شول

نجم الله شينوارى 18.10.2009 07:44

ټول افغان، قاهره - مصر:

بيګا ماښام په مصر كي د 20 كالو نه د ټيټ عمر ځوانانو دفوټبال نړيوال جام چي د نړۍ 24 هيوادونو پكي ګډون درلود په پاي لوبه ( فاينل ) د ګانا د قوټبال دځوانانو لوبډلې د برازيل دځوانانو دفوټبال لوبډلي ته په 4/3 ماتي وركړه او د 2009 كال د 20كالو نه د ټيټ عمره ځوانانو نړبوال جام يي د ګاناد ځوانانو په نوم كړ.

دا د ګانا د ځوانانو دفوټبال د لوبډلې اول ځل دی چي دغه نړيوال جام ګټې اوهم د ګانالوبډله يواځينۍ افريقايي لوبډله شوه چي دغه اعزاز يي تر لاسه كړ.

د ګانا دفوټبال د ځوانانولوبډله 2 ځل مخكي هم پاي لوبه يا فاينل كي لوبيدلي وه خود جام په ګټلو كي پاتي وه .
د ګانا لوبډلي د فوټبال په دغه اتلولۍ كي په ټولو پړاوونو كي خپلي لوبي ګټلي وي يواځي يوه لوبه يي بيلودي وه.
ديادوني وړ ده چي برازيل دغه نړيوال جام څلور4 ځله خپل کړی دی.