د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملګرې ملتونه : په نړۍ كې يو مليار وګړي وږي دي

نجم الله شينوارى 15.10.2009 07:34

ټول افغان، قاهره - مصر:

د ملګرو ملتونو دخوراك او زراعت سازمان (فاو ) وايي چي په غريبو هيوادونو كي د خوراكي توكو د كمښت ستونزو او د روان نړيوال اقتصادي بحران له امله په نړيواله كچه د ولږي سره د مخ وګړو په شمير كي خوره زياتوالې راغلي چي په نړي كي د اساسي خوراكي توكو د نلرلو د وګړو شمير يو مليار ته رسوي.

د خوراك او زراعت نړيوال سازمان (فاو ) مشر جاك ضيوف او د خوراك دنړيوال پروګرام مشر جونيستي شيرين ددغه سازمان په كليز راپور كي ويلي چي په نړي كي هڅ داسي هيواد نشته چه د غذايي توكو د كمښت سره مخ نه وي خو بيا هم غريب هيوادونه او ولسونه تر نورو ډير كړيږي .

راپور وايي چي د ولږې سره د مخ وګړو په شمير كي زياتوالي د ډير مخكي نه را روان دي خو د خوراكي توكو د كمښت ستونزو او د راون اقتصادې بحران له كبله دغه شمير په ډير تيزې سره مخ په لوړيدو دې چي د1970 كال راپه ديخو دا د ولږي سره دمخ وګړو تر ټولو لوړه كچه ده .

د ايټالیې په پلازمينه كې د فاو دمقر نه په خپور شوي دغه راپور كي ويل شوي چي نړيواله ټولنه بايد ددغه ستر بحران مخه ونسې راپور كي ويل شوي چه د خوراك په راتلونكي سرمشريزه كي به د ولږي سره د مخ وګړو په زياتولي او مخنوي خبري وشي او ديو منظم پروګرام له مخي به د 2015 كال پورې د ولږې سره د مخ وګړو شمير د يو مليار نه تر 420 مليونو راټيټ كړاشي.

ددغه نړيوال راپور له مخي په اسيا كي د ولږې سره دمخ وګړو شمير خوره زيات دې چي (642 ) مليونونو ته رسي .
ورپسي د افريقا په جنوبي سيمو كي د ولږې سرهد مخ وګړو شمير (265 )مليونه دي .

دغه راپور په داسي حال كي خپور شوي چې د راتلونكي جمعې په ورځ دخوراك نړيواله ورځ لمانځل كيږي.