د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په فراه ولایت کې څلور تنه ووژل شول

محي الدین نوري 28.09.2009 14:34

په فراه ولایت کې دطالب وسله والو او امنیتې ځواکونو په یوه نښته کې څلور تنه مړه او ټپیان شوې دي.

امنیتې چار واکې واېې دغه نښته تیر ماښام ددی ولایت په بالابلوک ولسوالې کې پیل او تر اوسه دوام لرې.

د ۲۰۷ ظفره قول اردو ویاند ډګرمن عبدالبصیر غوری په وینا په دغه نښته کې تر اوسه دو طالبان مړه او دملې اردو دوه سرتیري ټپیان شوي دي.

غورې واېې: ( دغه نښته دمګړۍ هم دوام لري او کمکې ځواکونه هم و سیمی ته رسېدلي دي.)

دبالابلوک ولسوالۍ دشیوان کلې اوسیدونکو رسنیوته دتلیفون پر کښه ویلې دې چی دغه نښته په یو مسکونۍ سیمه کې رامینځ ته شوې او ملکېانو ته یی هم مرګ ژوبله اړولې ده . تر اوسه دغه ادعا دولتې چارواکو نده تایید کړې.

طالب وسله والو تر اوسه په دې هکله څه ندې وېلې.

تیرورځ هم په فراه ولایت کې دماین دچاودنې له کبله اوو ملکیان مړه او ژوبل شول.