پر کابل د توغنديو په بريد کې د يو کور درې تنه ووژل شول
07.09.2009 12:21تيره شپه د کابل په خوشال خان مېنه پر يوه کور دوه تو غندي ولګيدل چې له امله يې د يوې کورنۍ درې غړى ووژل شول.
دکا بل امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي چې دغه تو غندي دپغمان ولسوالۍ اړونده سيموڅخه توغول شوې او په يو کور کې يې يو سړی، د هغه ميرمن او د هغه ماشومه لور وژلي.په دې پېښه کې يوه بله وړه جلۍ ټپې شوې هم ده.
چارواکو د دې پيښې پړه پر چا نه ده اچولي.
د يادونې وړه ده چې دتيرې يوې مياشتې په ترڅ کې پر کابل ښار دا پنځم راکټي بريد دی.

