مينه مجله چاپ او په ليکه شوه
17.08.2009 18:33مينه مجله چاپ او په ليکه شوه
د پښتونخوا له زړۀ پېښور نه په پښتو او اردو ژبه خپرېدونکې مياشتنۍ ميني مجلې د دويم کال پنځمه او شپږمه ګڼه يعنې د ١٣٨٨ هجري نمريز کال د زمري او وږي د مياشتې پرله پسې ګڼه چاپ او په ليکه شوه. هيله ده د قدرمنو مينه والو د پام او استفادې وړ به وګرځې او مونږ ته به د پښتو او اردو دواړو برخو په حقله خپل نظرونه ، وړانديزونه، انتقادونه او راې راولېږي. مونږ به يې په سر سترګو ومنو. همدا شان له ټولو قدرمنو لوستونکو په خاصه توګه د قلم له خاوندانو څخه غواړو چې د راتلونکې ګڼې لپاره خپلې د هر ډول نثري او نظمي مذهبي، قومي، ادبي، کلتوري، اجتماعي او سائېنسي ليکنې راوليږي چې پرې راتلونکې ګڼه لا زياته ښائسته او ښکلې کړو.
د يادونې ده چې دا ځل د مينې مجلې د وېبپاڼې په وړومبي مخ باندې مختلفې ليکنې په کامله توګه نه خپريږي بلکې په وړومبي مخ باندې د هغې ليکنې يوه برخه خپرول کيږي او قدرمن لوستونکے کولې شي د هغې په اخېره کښې (( د ليکنې تفصيل )) جملې باندې په کلېک کولو سره هغه ټوله ليکنه ولولي.
ستاسو د هر ډول ليکنو ته سترګې په لاره
د مينې مجلې چلوونکې ډله
پته: مياشتنۍ (( مينه )) پوسټ بکس نمبر 346پېښور (پښتونخوا)
پښتو برېښناليک: meena_pukhto@yahoo.com
پښتو وېبپاڼه: http://meenapukhto.blogfa.com
اردو برېښناليک: meenaurdu@yahoo.com
اردو وېبپاڼه: http://meenaurdu.blogfa.com
ټېلفون:7114546 ګرځنده:3459047584

