د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ټاکل شوواستازو مسؤليتونه

انجنير ستانه مير زهير 09.08.2009 10:52

 

د ټاکل شوواستازو مسؤليتونه

 په ازادو او عادلانه ټاکنو کې ، دولس له خوا ټاکل شوي استازي د خپلو کاري دندو په بهير کې يو لړ مسوليتونه هم لري چې په ټوله کې دغه مسوليتونه په دوه ډوله دي .

لومړی د خپلې  ټولنې د اړتياو ددرک اوپيژندنې مسوليت ، دوهم د حکومت او ولس په وړاندې د خپلو کړنو او اجراتو د ځواب ورکونې مسوليت .

١- دټولنی د اړتياو د پيژندنې مسوليت :

د ولس له خوا ټاکل شوي ولسمشر او د هغه کاري ډله ، په ملي شورا  ،ولايتي او دولسواليو په شورا ګانوټاکل شوي استازي مسوليت لري  چې د هيواد  د ابادۍ او د خلکو هوساينی په برخليک کې رغنده ونډه لری. دغه مسوليت هغه وخت ترسره کيږي چې هغوي  دخپلی ټولنی سره پوره او بشپړه اشنايي ولري او په هيواد کې د نافذه قوانينو څخه خبر وي .

- د ټولنی سره بشپړه بلدتيا:

انسان د خپل عمر  زياته برخه په ډله ايزژوند کې تيروي  . لکه د يوې کورنۍ د غړو په منځ کې ، ديوې سيمې ، کلي ، ښار د اوسيدونکوپه منځ کې، د قومي ،مذهبي ډلو په منځ کې ، د ورته کسب او کاري ډلو په منځ کې  او بلاخيره په يوه هيواد کې  د  يوه ولس يا يوه ملت په منځ کی .

ښايي ځنې کسان  اګاهانه دا فکر ونه لري  چې هغه دې  په کومې ډلې پورې تړلی وي خو دهغه له کړو وړو  لکه : دلباس له اغوستلو ، د خوراک له ډول ،عقيدې ، دود او دستورنه معلوميږي چې هغه دې  په يو ځانګړې ډلې پورې تړلی وي .

هغه کسان چې د خپلې ټولنې سره پوره او بشپړه بلدتيالري ، هغوي کولی شي د هرې سيمې ، د هرقوم ،د هرې عقيدې ، دهرکسب او کار  خلک  ، بې له دې نه چې هغوي ورته خپل ځان معرفي کړي ، له کړو وړو ، څيرې ، لباس او نورو ځانګړتياو نه يې  وپيژني . 

د خپلې ټولنې د پيژندلو ارزښت په دې کې دی چې هره ډله يا قشر يو لړځانګړې غوښتنې اوورته ستونزې لري ¸ ددغو ستونزو حل د قانون په چوکا ټ کې ، د هر ولسي حکومت مکلفيت او  دنده ده .

د ولس له خوا  ټاکل شوی استازی هم دولت په واکمنه مقننه قوه او نورو مشورتي شوراګانو  کې کارکوي ،که هغوي دخپلې ټولنې د،سياسي ،  فرهنګی، اجتماعی او اقتصادی حالاتوسره نا خبره وي،  طبعي خبره ده چې شته ستونزې به په خپل حال پاتې وي  او ولس به له خپلو استازو نا خوښه وي .

 

- د نافذه قوانينو څخه خبرتيا :

هرهيواد دخپلو اتباعو د خپل منځي اړيکو د تنظيم ،  د هغوي د حقونو او مسوليتونو ، ددولت  ( حکومت ، مقننه ، او قضايې قوې )  جوړښت  او واکونو له پاره ، يوه  قانون ته اړتيا لری. دا ډول قانون دهغه هيواد  د اساسی قانون په نامه ياديږي.د اساسي قانون څخه خبرتيا د هر تبعه او په ځانګړې توګه د هرټاکل شوي استازي مسوليت او مکلفيت دی .

په ټولنه کې د ښه نظم او ټيکاو له پاره ، د اساسي قانون تر څنګ ، يو لړ نورو قوانينو ته هم اړتيا وې شته  لکه: د جزا او جرمونو قانون،  مدني  قانون، د مطبوعاتو او رسنيو قانون، د ملکيت  د حق او ماليی د ورکولو قانون، د سوداګرۍ قانون ، دښاروالۍ قانون ، د عسکری دورې  د مکلفيت قانون او داسې  نور په لسګونو قوانين بايد موجود  وی.

دغه ټول قوانين د هيواد د اساسي قانون د احکامو سره سم  جوړيږي  . ځکه خو اساسي قانون ته د نور وقوانينو مور ويل کيږي . 

حکومت د ژوند په بيلابيلو برخوکې ،  د اړتياو له مخې  لومړی د ځا نګړو قوانينو مصوبې جوړوي ، بيا يې د تصويب له پارملی شورا ته ليږی، دملي شورا له تصويب نه وروسته ، ولسمشر ته ځی. د ولسمشر د موافقی او لاس ليک وروسته نافذ او په ټول هيواد کې د اجرا وړ وي.

ټاکل شوی استازی، چې کاری دنده يې د قوانينو تصويب او په ورځنی ژوند کې د هغو تطبيق او څارنه ده، مسؤليت او مکلفيت لری چې په خپل هيواد کې د ټولو نافذه قوانينو څخه خبر وی، د نافذه قوانينو څخه  بې خبري عذر نه ګڼل کيږي.

2- دحکومت او ولس  په وړاندې د ځواب ورکولو مسوليت.

د خپلو اجرأ تواو کړنو په اړه د نورو پوښتنو ته  ځواب ورکول د هر مسول چارواکي مکلفيت او مسوليت دی . هغه که د يوه هيواد ولسمشر وي، که د حکومت وزيران او يا هم د ملي شورا او د ولايتي شورا ګانو غړي . خو د ځواب ورکونې په وخت  څه بايد په نظر کې ونيول شي ، لاندې عنوانو ته پام وکړی .

= د ملی ګټو په نظر کې نيول:

هغه څه چې نن  ورځ  په يوه ټولنه کې د انسانانو بيلابيل قومونه ، نژادونه ، دبيلابيلو ژبو ويونکي ، د بيلابيلو مذهبونو او سياسي نظريو درلودنکي ، ورورولۍ ، ګډ ژوند، ملي يوالي ته را بولي ، هغه د هيواد ملي ګټو ته درناوی او احترام دی . په ځانګړې توګه هغه هيوادونه چې له بيلابيلو قومونو او نژادونو څخه  جوړ وي .

 ټاکل شوي استازي  چې دخپل ولس له خوا  يې ،د صادقو، رښتينو او پوه اشخاصو په توګه د باور رايه تر لاسه کړې ده  ، له  هر چا نه زيات بايددغه حساسيتونه درک کړي .

د ځواب ورکولو په وخت کې  ، استازي او نورمسول چارواکي بايد د هغو څه  له ويلو ډډه وکړي چې هغه دهيواد د ملي ګټوسره په ټکر کې راځی. د ملی ګټو ضد چلند په هيواد کې دجګړی اور بلوي  او په دې اورکې ټول هيواد تبا کيږي .،٢- د مسوليت منل.:

د ولسواکو نظامونو ،  له غوره ارزښتونو  څخه ، يوهم د حکومتي چارواکو او يا هم داجرايي  چارو سنبالونکو له پاره ، دقصدي غطۍ ، بې غورۍ اوياهم دسهوې په حالت کې  دخپلو پړواو ملامتيو  منل اوپه مقابل کې  بخښنه غوښتل دي .

 تاسو به ډيرځلې له خبري رسنيو  اوريدلي وي چې په پلانکي هيواد کې پلانکي لوړ پوړي  دولتي چارواکي د هغې سهوې يا اشتباه له امله چې يا په قصدي توګه او يا هم په بې غورۍ  کې ورنه ترسره شوې،  له خپلې دندې استعفا ورکړې  او خپل مسوليت يې منلی دی او په اړه يې د ټول ملت نه بخښنه غوښتې ده .

 . دخپلې ملامتۍ اوپړې  منل  که له يوې خوايوه اخلاقي دنده او مسوليت  دی، له بلې خوا د چارواکو شهامت او قانون ته داحترم او پابندي ښکارندويي هم  کوي .

ټاکل شوي استازي ، د ولس او حکومت په وړاندې د ځواب ورکونې په بهير کې دغه ستر  اخلاقي مسوليت بايد  له پامه ونه غورځوي  خپل مسوليتونه قبول  اوپه خپلو  برياو ووياړي .

- دستونزو په ګوته کول  او د هواري  ژمنې :

د ژوند په هر ډګر او هره کاری دنده کې ستونزی اومشکلات  وي . ځنې ستونزې کيدای شي په اسانۍ هوارې شي خو د ځنو په وړاندې بيا يو لړخنډونه وي چې له منځه وړل يې ساده کار نه وي . ځواب ورکونکی مسول بايد د دغو خنډونو لاملونه،  په منطقي او بې غرضه توګه  نورو ته وړاندې کړي .څو د مقابل لوري قناعت پرې حاصل شي.

ځواب ورکونکی که وغواړي د شخصي ګټو او يا هم د سياسي ، قومي او مذهبي تمايلاتو له مخې ، په ټولنه کې د شتو ستونزو غلط انځوروړاندې کوي ، طبعي خبره چې هغه ورسره څوک نه مني . په دغسې حالاتو کې نه داچې اصلي ستونزه نه هواريږي بلکې نورې نوې  ستونزې هم زيږوي د ځواب ورکولو په وخت ستونزې بايد په اصلي بڼه وښودل شي .

يوازې د ستونزو په ګوته کول  څه ګټه نه لري ، په کار دی چې دحل په لارو  چارو يې هم معلومات وړاندې شي  او د له منځو وړلو ژمنه  او څارنه يې هم ورسره مله وي