۱۹ طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ژوندي نيول شوي
07.08.2009 06:23تيره شپه په هلمندولايت کې دائتلافي ځواکونوپه عملياتو کې ددولت نولس وسله وال مخالفين وژل شوي او پنځلس نور نيول شوي.
دائتلافي ځواکونو په يوه مطبوعاتي اعلاميه کې راغلي چې دغه عمليات دنادعلي اومارجې ولسواليو کې ترسره شوي.اعلاميه زياتوي چې د عملياتو په پايله کې نولس ياغيان وژل شوي اوپنځلس نور ديو شمير وسلو سره نيول شوي دي.

