د ولسمشرۍ نوماندان په ملي جامو کې راڅرګند شول
27.07.2009 15:55۵ اسد ۱۳۸۸
د ولسمشرۍ نوماندان په ملي جامو کې راڅرګند شول
غواړم چې نن خپله لیکنه د پښتو ژبې د حماسې شاعر خدای بښلې ملنګ جان په دې شعر سره پیل کړم چې وایې:
چا غوږ کې راته وویل چې جانان مه یادوه
د سرو شونډو د پاڅه سور پیزوان مه یادوه
ټاکل شوي ده چې د روان کال د زمری په ۲۹مه په ګران هیواد افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتې شوری ګانو ټول ټاکنې تر سره شئ. په دغه لړ کې څه موده وړاندې د هیواد د ټاکنو خپلواک کمیسون د ولسمشرۍ او ولایتې شوری ګانو اړونده نوماندانو ته اجازه ورکړه چې د غبرګولې۲۶مې نیټې سره سم خپلې ټاکنیزې سیالۍ پیل کړي.
د ټاکنیزو سیالیو د نیټې د پیل سره سم مو ولیدل چې د هیواد په لویو ښارونو کې نږدې د ټولو نوماندانو ډول ډول عکسونه، لوحې ، خبرتیاوي او شعارونه خپاره شول او د ګرانو هیوادوالو د پام وړ وګرځیدل. دلته خو د خوښۍ خبره دا ده چې ډیر نوماندان د هیواد په ملي جامو لکه کمیس او پرتوګ، لونګۍ او واسکټ، قرقولې او چپن پوښلې (ملبس) دي او د دې ترڅنګ یې زړه راښکونکې شعارونه هم په خپلو خبرتیاو او پوسترونو کې لیکلې دي. نو په رښتیا چې د نوماندانو دا تود بازار، چټک کمپاین او ولس ته د دوي شعارونه او ژمنې د خلکو په زړونو کې د هیلو ولولې راپاروي.
ولي په خواشینۍ سره باید ووایم چې واک ته تر رسیدو ورسته بیا دا ژمنې او وعدې د ډیرو بریالیو کاندیدانو په یاد نه وي پاتې. که څه هم نه غواړم چې په دې اړه د بعضې ټولنیزو او امنیتې ملحوظاتو له امله ډیر تفصیلات ورکړم ځکه چې وایې (شیخ فریده پټه خوله دې بهترې ده) ولې د ګران هیواد او هیوادوالو په وړاندې د ملي او اخلاقې مسولیت په درلودو سره باید دا موضوع په لاندې توګه لږ څه روښانه کړم.
په هیواد کې تیرو تجربو دا ښودلې ده چې زمونږ دولتې چارواکې برسیره پر دې چې د هیواد په دننه کې د ډیرو ستونزو په حل کې پاتې راغلي دې، بلکه د خپلو بهرنیو سفرونو په محال او د افغانستان په نمایندګۍ په بهرنیو هیوادونو کې د رسمې مراسمو د ترسره کولو په محال نه خپل ملي لباس اغوندې او نه په خپلو رسمې ژبو خبري کوې! په داسې حال کې چې دا د یوي خوا د دوي حق دي چې د خپل هیواد په رسمې ژبو خبري وکړې او د بلې خوا به دوي په دې کار سره د نړیوالې ډپلوماسۍ په اسمان کې د مریخ او عطارد په شان ښکلې وځلیږې، دا ځکه چې په دې کار سره دوي خپل ملي هویت نړیوالو ته څرګند او ثابتولې شئ. دغه شان پوهان وایې چې یو ملت خپلو تار یخې ویاړونو، کلتورې ارزښتونو، دینې او مذهبې بنسټونو او تګلارو ته په پام او درناوۍ سره ژوندې پاتې کیږی.
پورتنیو اندیښنو ته په پام سره د افغانستان ډیر وګړې ټولو کاندیدانو ته دا وړاندیز کوي چې دوي دې د ولس په وړاندې خپلو ژمنو ته تل ژمن پاتې شئ، د واکمنۍ په محال دې د ولس د کړاوونو او ستونزو څخه تل ځان خبر کړي، خپلې اړیکې دې د افغانستان په کلیو او بانډو کې د ولس سره ټینګې وساتې، د هیواد په ابادۍ، د ولس په څوکالۍ او د خپل ملي هویت په پیاوړټیا او ځلیدو کې دې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړې.
د اوس لپاره دا لیکنه د پښتو په دې متل سره چې وایې (نه به ناصر خان وي تل او نه به یې سره اوښان وي تل) پاې ته رسوم.
د یوه سوکاله، ارامه او پرمختللې افغانستان په لور.
محمد فرید شګیوال

