د قانون واکمني
07.07.2009 12:58د قانون واکمني :
قانون : په ټولنه کې دهغو لازمي او کلي قواعدو مجموعه د چې په يوه ټاکلې زمانه کې، د انسان په ټولنيز ژوند حکومت کوي او د تطبيق ملاتړ يې ددولت له خوا کيږي .
قانون او مستبد واکمنان د تاريخ په اوږدو کې خوا په خوا روان پاتې شوي دي کله چې يې خپلې ګټې په خطر کې ليدلي ، په ډيرې سادګې يې هغه قانون مات کړي خو د رعيت له پاره به بيا قانون د يو واجب الاحترام سندپه توګه تل د اجرا وړ پاتې شوی دی .
په مستبدو دولتونو کې د واکمنانو له پاره قانون د ( زوي ) او د رعيت له پاره د ( پلار) حيثيت لري . پلار چې زوي ته څنګه حکم کوي زوي يې په پټو سترګومني ،خو زوي بيا دهغه احترام مخې چې پلار ته يې لري غږ غوږ نه شي کولی .
په هغو ولسي حکومتونو کې چې د ټول ولس د ازادو، مستقيمو او پټو رايو له مخې منځ ته راځي ، دټولنې يو عادي وګړی او ستر واکمن دواړه د قانون په وړاندې يو شان او برابر مسوليت لري . چې همدې ته د ( قانون واکمني ) ويل کيږي.
د قانون واکمني دهر ډول سياسي ،اجتماعي او اقتصادي حقوقو څخه کلک ملاتړکوي .
د قانون واکمني په دې معنی ده چې هيڅ څوک هغه که د ټولنې يو عادي وګړی وي او که ولسمش ( ريس جمهور ) د قانون نه لوړ نه وي .ولسي حکومت خپل واک او قدرت د قانون له لارې ټينګوي او پخپله هم دهغه په اطاعت ځان مکلف ګڼي
قانون بايد د ولس او خلکو د غوښتنو او هيلو ترجمان وي ، نه د پادشاهانو ، نظاميانو زورواکانو ، مذهبي اودګوندونو د مشرانو د غوښتنو او هوسونو .
خلک په ولسي حکومتونو کې د قانون اطاعت په ځان واجب ګڼي ځکه چې د هغوي په خوښه جوړ او دهغوي له ګټو څخه دفاع کوي
د قانو ن د حاکميت او واکمنۍ له پاره يوې ازادې ،ځواکمنې او مستقلې قضايي دستګاه ته اړتيا وي ،چې هغوي وکولی شي په حکومت کې د زورورو نه زورور لوړ پوړي چارواکي هم ، د قانون څخه د تخلف او تيري په صورت کې د محاکمي ميزته راکش کړی شي .
دا په هغه وخت کې شونتيا لري چې خلک د محاکمې په عادلانه پريکړې او بېطرفي پوره باوري او ډاډمن وي .
دافغانستان په اساسي قانون کې ، د اتباعو يو لړ حقوق دقانون د واکمنۍ په چوکاټ کې خوندي ښودل شوي چې يادونه يې دلته ضرور ده .
_ جرم، يو شخصي عمل دى. د متهم تعقيبول، نيول، توقيفول او پرهغه باندې د جزا تطبيق بل هېچا ته سرايت نه كوي. .( ٢٦ ماده )
_ د انسان تعذيب منع دي. هېڅوك نه شي كولاى چې له بل شخص څخه حتى د حقايقو د ترلاسه كولو لپاره كه څه هم تر تعقيب، نيونې يا توقيف لاندې وي اويا په جزا محكوم وي، د هغه د تعذيب لپاره اقدام وكړي يا يې د تعذيب امر وركړي. د داسې جزا ټاكل چې د انساني كرامت مخالفه وي، منع دي. .( ٢٩ ماده )
_ هغه څرګندونې، اقرار يا شهادت چې له متهم يا بل شخص څخه په زور ترلاسه شي، اعتبار نه لري. په جرم اقرار، د متهم هغه اعتراف ته وايي چې په بشپړه خوښه او د عقلى روغتيا په حالت كې يې د باصلاحيته محكمې په وړاندې كړى وي. .(٣٠ ماده )
_ د اشخاصود مخابرې او ليكونو آزادي او محرميت كه په ليكلي ډول وي يا د ټلفون او تلګراف يا نورو وسيلو له لارې، له تېري څخه خوندي دي. دولت د اشخاصو د مخابرو او ليكونو د پلټنې حق نه لري مګر د قانون له حكمونو سره سم. .(٣٧ ماده )
_ د افغانستان هېڅ يو تبعه په جرم باندې د متهم كېدو له امله، بهرني دولت ته نه سپارل كېږي، مګرد ورته معاملې او د هغو نړيوالو تړونونو له مخې چې افغانستان ورسره تړاو لري. هېڅ افغان د تابعيت په سلبېدو او په افغانستان كې دننه يا بهر په شړل كېدو نه محكومېږي. ( ٢٨ ماده )
_ د شخص استوګنځى له تېري څخه خوندي دى. هېڅوك د دولت په ګډون نشي كولاى د استوګن له اجازې يا د واكمنې محكمې له پرېكړې پرته او بې له هغو حالاتو او لارو چې په قانون كې ښودل شوي، د چاكور ته ورننوزي يا يې وپلټي. د څرګند جرم په مورد كې مسوول مامور كولاى شي د محكمې له مخكينۍ اجازې پرته د شخص كورته ورننوزي يا هغه وپلټي. نوموړى مامور مكلف دى ، كور ته له ننوتو يا پلټنې وروسته ، په هغه موده كې چې قانون يې ټاكي د محكمې پرېكړه ترلاسه كړي. .( ٣٨ ماده )

