د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن ۱۴ کښت

پوهنمل محمود نظری 04.02.2009 21:48

یو چا د شیخ شبلي غیبت کاوه نو شیخ هغه ته یوپتنوس خرما واستوله او هغه ته يې وویل:
ما اوریدلي دي ته خپل ټوله عبادت ما ته ډالۍ کوې ما هم وغوښتل هغه تلافي کړم.
***
یو ملا پر منبر په وعظ کې د جنت صفتونه کول او د دوږخ په هکله يې څه نه ویل:
یو سړي له هغه څخه وپوښتل: تاسو ولې تل د جنت خبرې کوئ او ددوږخ په هکله څه نه وایاست؟
ملا یې په ځواب کې وویل: : هلته خپله ځئ نو ځکه دجنت صفتونه درته وایم .
***
یو پاچا یو سپین ږیږی ولید، چې په بې پروایي له یوې لوی ویالې څخه وغورځید، چې ان ځوان لا دا کار کولی نه شو.
پاچا هغه راوغوښت او په هېښتیا یې له هغه څخه وپوښتل :
ته په کوم زورله دې لوی ویالې څخه وغورځیدې؟
هغه په ځواب کې ورته وویل:ما تر ملا زر دیناره تړلي دي.
***
شيخ جنيد بغدادي په سفر ولاړ او هلته یې د بهلول پوښتنه کوله . د هغه مریدانو ورته وویل: هغه لیونی دی هغه څه کوې؟
شیخ ویل: دهغه سره کار لرم.
شیخ هغه په یوه دښته کې ولید چې یوه خښته یې په سر نیولې وه
شیخ هېښ پاته شو او هغه ته یې سلام وکړ
بهلول وپوښتل : څوک يې ؟
شیخ ځواب ورکړ: جنید بغدادي یم
بهلول وویل:
ته يې اي ابوالقاسم ؟
- هو
- ته هغه شیخ یې چې خلکو ته ارشاد کوې؟
- هو
- ووایه ته په ډوډۍ خوړولو پوهیږې؟
- هو
لومړی بسم الله کوم ؛ خپل له مخه ګوله اخلم ؛کوشنی ګوله اخلم؛ ګوله د خولې په راسته خوا کې ایږدم او کرار کرار يې ژویم.
د ډوډۍ خورولو په وخت کې د خدای(ج) د یاده نه غافل کیږم د نورو ګولو ته نه ګورم او د هر ې ګولې سره (الحمد الله) وایم.د خوړولو مخکې او وروسته لاسونه مینځم.
بهول ورته وویل: د خلکو مرشید یې خو په ډوډۍ خوړولو نه پوهیږې!. او رهي شو.
د شیخ مریدانو وویل:هغه لیونی دی!
شیخ جنید وویل:
که لیونی دی خو په خپل کار کې هوښیار دی رښتیا خبرې باید له هغه څخه واورو. نو د هغه پسې رهي شو
بهول یوې خرابی ته ورسید هلته کیناست
جنید هغه ته نژدې شو
بهلول وپوښتل څوک يې؟
هغه ورته وویل: شیخ بغدادی یم
بهلول ورته وویل:
ښه هغه يې ،چې په ډوډۍ خوړولو نه پوهیږې؟
چې په ډوډۍ خوړولو نه پوهیږې په خبرو پوهیږې؟
- هو
- څنګه خبرې کوې؟
شیخ وویل:
خبرې په اندازه کوم؛ بې وخته او بې کچې یې نه کوم ؛د اوریدونکو د فهم سره خبرې کوم؛ خلک دخدای (ج)او رسول (ص)لارې ته رابولم؛ داسې خبرې نه کوم، چې څوک وځوروي او هغه چې د کلام اداب وي هغه بیانوم.
بهلول ولاړ او رهي شو
د شیخ مریدانو شیخ ته وویل: موږ نه ویل هغه لیونی دی د لیوني څخه څه تمه لرې؟
شيخ جنيد وویل:
تاسو نه پوهیږئ زه دهغه سره کار لرم
او بیا د هغه پسې رهي شو
بهلول وویل:
ته زما نه څه غواړې ؟
په ډوډۍ خوړولو نه پوهیږی خبرې دې نه دي زده نو هرومرد ویدیدو په اداب پوهیږې؟
هغه ورته وویل : هو پوهیږم.
بهلول ورته وویل:
څنګه ویدیږې؟
شیخ وویل:
چې د ماخستن له لمانځه فارغ شم په بستر ننوځم
او هغه اداب چې مې د لویانو اوریدلي دي هغه مراعاتوم
بهلول وویل:
پوه شوم د خوب په ادابو هم نه پوهیږې!
بهلول غوښتل ولاړ شي خو جنید دهغه لمن ونیوله او هغه ته يې وویل:ته( قربه الي الله) ما ته دا را زده کړه!
بهلول ورته وویل :دا چې په خپله ناداني دي اقرار وکړ نو نه تښتم ، تا ته يې در زده کوم
دا چې تاوویل دا ټوله فرعي شیان دي
ډوډۍ باید حلاله وي چې سل واری د ډوډۍ اداب مراعات کړې ګټه نه لري د زړه د تیارې لامل ګرځي
جنيد وویل: (جزاك الله خير)
بهلول:
خو په خبرو کولو کې لومړی باید زړه پاک او نیت سم وي او د خدای درضا لپاره وي که غرضی یا مطلبی وی هغه خبری چټیات اوخوشي دي هغه ګناه لری نو ده هغه نه چوپه خوله ښه ده
د خوب په هکله باید په زړه کې د مسلمان ورور کینه ، بغض اوحسد نه وي ددنیا او مال حب دی په زړه کې نه وي د حق په ذکر کې ویده شي.
جنید د بهلول لاس مچ او هغه ته یې دعا وکړه
***
یو سړې له شیدو سره اوبه ګډي او پلورلې، وروسته له څو کالو یو سیلاب راغی د هغه ټوله رمه او مالونه يې یووړه
هغه د خپل زوی څخه وپوښتل: نه پوهیږم دا سیلاب له څه شي راپيدا شو؟
زوی یې ځواب ورکړ:
هغه اوبه دي چې په شیدوکې اچولې لږلږ سره یوځای اوسیلاب شو،ټوله شته یې یووړه.

شوری(۴۲) ایه ۳۰ «اصابکم من مصیبة فبما کسبت ایدیکم»
«دا مصیبتونه چې تاسو ته رسیږی د خپلو بدو عملونو څخه مو دی»

***


د مامون الرشید د خلافت په وخت کې یو مجرم وتښتید نو سپاهیانو دهغه ورور د هغه پر ځای ونیوی هغه يې مامون الرشید ته بوت.
مامون الرشید ورته ویل: وروردی پیدا کړه کنه تا د هغه پرځای وژنم
هغه وویل:اې خلیفه که ستا سپاهي وغواړې ما ووژني او ته امر وکړې چې ما خوشي کړې نو آیا ستا سپاهي ما خوشي کوي یا نه ؟
خلیفه وویل : هو تا خوشي کوي!
هغه ورته وویل: ما د پاچا حکم راوړي دی د هغه اطاعت پر تا لازم دی ما خوشي کړه!
مامون الرشید په هېښتیا وپوښتل: د چا حکم دي راوړی دی؟
هغه ځواب ورکړ : د خدای تعالی حکم چې وايي « دهیچ ګناه کوونکی ګناه بل ته نه ورکول کیږی » سوره انعام ۱۶۴
مامون الرشید غمجن شو او امر يې وکړ هغه خوشي کړي او ویل يې هغه صحیح حکم راوړی دی


اخځلیکونه
Daneshnamah.roshd.ir-1
Hawzah.net-2
Aftab.ir-3