په کابل ښار کې ځانمرګی بريد شوی دی
01.02.2009 07:59د کابل امنيتي مقاماتو ويلي چې نن سهار شاوخوا نهه نيمي بجې د کابل ښار په لويديزه برخه کمپنۍ کې پله نژدې پر بهرنيو ځواکونو ځانوژونکې حمله شوې ده .
ويل کيږي چې په دغه بريد کې څلور کسان ټپيان شوي دي، خو د وژل شويو په اړه څه نه دي ويل شوي .
د بريد مسووليت طالبانو پرغاړه اخيستی دی او بهرنيو ځواکونو ته يې د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کړې ده.

