د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ناټو : ايران دې د افغان لانجې په هواري کې برخه واخلي

حماد حليمي 27.01.2009 08:07

حماد حليمي -کابل

د ناټو مشر ياپ دي هوپ شيفر

د ناټو مشر ياپ دي هوپ شيفر تېره شپه ويلي چې ايران بايد د افغانستان د لانجې د هواري لپاره په ديپلوماسۍ کې برخه واخلي .

ښاغلي شيفر دغه خبرې د ناټو دفاعي ځواک ته کولې او زياته يې کړه چې د افغانستان ټول ګاونډي هېوادونه بايد د دغه هېواد د کړکېچ د هواري په برخه کې برخه واخلي .

د ناټو مشر وويل چې د امريکا نوی ولسمشر بارک اوباما هم افغانستان د خپلو لومړيتوبونو په سر کې راولي او په افغانستان کې د سيمه ييزو اورپکو ډلو داسې يوه شبکه شته، چې هېڅ پوله نه پيژني او کابل ته ډيره خطرناکه ده .
که څه هم د ناټو مشر د  خپلو خبرو پرمهال ‎په افغانستان د ايران لاسوهنې ته اشاره ونه کړه، خو دا يې وويل چې ايران بايد نېغ په نېغه د افغانستان د لانجې په هواري کې له نورو ګاونډيو هېوادونو سره لاس يو کړي .
د امريکا د پخواني ولسمشر جورج بوش ادارې خو ايران د ټولې نړۍ لپاره ګواښ باله او دا تور يې پرې لګاوه چې په منځني ختيځ کې سخت دريځو اسلام پالو ډلو ته وسلې ورکوي .
د ناټو مشر ويلي که موږ په دې لوبه (افغانستان جګړه) کې بريالي شو، نو موږ به دا لوبه په حقه پيل کړې وي.
ده وويل چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه، لکه پاکستان، ايران، روسيه، چين او هند بايد په دې لوبه کې ګډون وکړي .

 

 

                     تاسو په کې څه واياست؟