د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرزی: که امريکا پوځي تجهيزات رانکړي، بل چا ته به لاس اوږد کړو

حماد حليمي 26.01.2009 07:02

حماد حليمي 

کابل مېشتی خبريال

افغان پوځيان

افغانستان هڅه کوي چې خپل پوځ پياوړی کړي او پرخپل ځان بسيا شي .

 

افغان ولسمشر حامد کر زي د هېواد د ملي پوځي ادکاديمۍ د لومړۍ دورې فارغانو ته د فراغت سندونه ورکړل .

 

د افغانستان د ولسمشرۍ له دفتره په يوه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې ولسمشر حامد کرزي په  خپل لاس د ملي پوځي اکاديمۍ د لومړۍ دورې فارغانوته ديپلومونه ورکړل .

 

د ملي پوليسو د فراغت مراسم د ملي پوځي اکاديمۍ په تالار کې د تېرې يکشنبې په ورځ ترسره شول .

 

دغه اکاديمي څو کاله وړاندې په کابل کې  پرانيستل شوه .

 

افغان ولسمشر حامد کرزي وويل چې: ((وياړم چې نن په داسې يوه غونډه کې ګډون کوم چې هغه په خپلو پښو ولاړ  او د امن لرونکي افغانستان لپاره يو مهم او حياتي ګام ګڼل کېږي.))

 

ولسمشر کرزي زياته کړه چې تاسو د هغو ميندو او پلرونو هيله ترسره کړه چې د درېيو لسيزو جګړو په ترڅ کې د دې خاورې د دفاع لپاره خپل دوستان له لاسه ورکړي دي .

 

حامد کرزي وويل: ((دې خاورې اردو درلوده، څلورسوه الوتکې او څلورزره ټانکونه يې لرل، يو پياوړی اساس يې لاره، خو نن د هغو تجهيزاتو، الوتکو او ټانکونو هېڅ نښه نه شته، دا څه شول، او دا زموږ خاوره ولې تر پښو لاندې شوه.))

 

 

افغان ولسمشر د دې ټولو لامل بې اتفاقي او خپلمنځي بدمرغۍ، د بې ګانه وو راتګ او زموږ د ملي تجهيزاتو او ملي اردو

 

جمهورريس ټينګار وکړ چې ژربه هغه ځای ته ځان رسو و چې نوره دافغانستان په کليو کې جګړه ختمه او دملکي تلفاتو مخه ونيسو.

 

حامد کرزي نوي فارغ افسران بيابيا وهڅول چې په خپلو مسلکونو کې باید دنړۍ په کچه غوره منصب داران واوسي.

 

حامد کرزي په پای کې له ټولو هغو هېوادونو څخه مننه وکړه چې دافغانستان دملي پوځي اکادمۍ  د محصلينو په روزلو او ددغې اکاډمۍ په سمبالولو کې یې همکاري کړې ده.

 

د يادونې وړده چې دافغانستان ملي پوځي اکاډمي څلورکاله وړاندې جوړه او نن يې د پی‎ياده، توپچي، هوايي، لوژستيک، مخابرې، انجنيرۍ، کمپیوټر ساينس او حقوقو په برخه کې ۸۴ تنه فارغ کړل

ددغې غونډې بشپړ رپوټ له خبري سرويس وروسته خپريږي .