په هرات کې ځانمرګي بريد دوه پوليس ووژل
21.01.2009 07:24حماد حليمي ـ کابل

د افغانستان د ملي دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويل شوي چې نن سهار 7:50 د هرات په ښار کې ځانوژونکې حملې د ملي اردو دوه پوځيان وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.
د دفاع وزارت وايي چې بريد هغه مهال شوی چې د ملي اردو سرتېري د خپل کار پر لور روان وو چې د ميرداود په سيمه کې پرې ځانوژونکې حمله وشوه .
دوی وايي چې بريد د يوه توررنګې کرولا موټر په وسيله شوی چې موټر او بريد کوونکی دواړه په بشپړ ډول له منځه تللي دي او د پېژندلو نه دي .
په ټپيانو کې د يوه حالت د اندېښنی وړ ښودل شوی دی او تر درملنې لاندې دي .

