ننګرهار کې ځانمرګی بريد شوی
17.01.2009 14:01حماد حليمي - کابل
د ختيز ننګرهار ولايت د والي وياند احمد ضياء عبدالزی وايي چې نن شاوخوا دوولس نيمې بجې د چپرهار ولسوالۍ په ماڼو سيمه کې په بهرنيو ځواکونو ځانوژونکې حمله وشوه.
د عبدالزي په وينا په دغه حمله کې يو ولسي وګړی وژل شوی او د 3 پوليسو په ګډون شپږ ولسي وګړي هم ټپيان شوي دي.
بريد داسې مهال شوی چې له سيمې څخه د ايتلاف ځواکونه د تېريدو په حال کې وو.
رپوټونه وايي چې په بريد کې بهرنيو قواوو ته زيان نه دی اوښتی.
بريد له بهرنيو ځواکونو سره د افغان پوليسو پر رنجر موټر شوی دی .
ځانمرګي بريد کوونکي خپل له چاوديدونکو توکيو څخه ډک موټر د پوليسو له رنجر سره جنګولی دی.

