د غزې شاوخوا سيمو کې کوڅه په کوڅه جګړه روانه ده
14.01.2009 08:52حماد حليمي ـ کابل

له اسراييل نه رپوټونه وايي چې اشغالګر اسراييلي ځواکونه د غزې شاوخوا کليو ته ننوتلي او هلته په کوڅو کې له فلسطيني جنګياليو سره لاس په لستوڼي جګړه بوخت دي.
دا پر غزه د اسراييلي بريدونو نولسمه ورځ ده، چې ولسي وګړي پکې وژل کيږي.
نن سهار هم اسراييلي بمباريو يو فلسطينی وګړی شهيد او لسګونه نور يې ټپيان کړل .
په داسې حال کې چې تېره ورځ يې 40 فلسطينيان شهيدان کړي ول، چې 13 پکې د حماس ډلې جنګيالي او پاتې نور د ښځو او ماشومانو په ګډون ولسي وګړي وو .
په دې سره د اسراييلو په هوايي، سمندري او ځمکنيو بريدونو کې د فلسطيني شهيدانو شمېر 976 ته رسيږي او تر 4525 ډېر نور ټپيان شوي دي .
له غزې نه رپوټونه وايي چې اسراييلي بمباريو نن سهار هم د غزې منځ په نښه کړی دی .
عيني شاهدان وايي چې اشغالګرو صهيونيستي ځواکونو پرغزه اور غورځوونکي سپين فوسفور لرونکي بمونه غورځولي چې د غزې اسمان يې توره تياره کړ .
سيمې ته د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون روان شوي چې د مصر په پلازمېنه قاهره کې د جګړې درولو هلې ځلې ګړندۍ کړي .
په داسې حال کې چې د امريکا بهرنيو چاروته نومول شوې وزيرې هيلاري کلينټن د مشرانو جرګې په ناسته کې ويلي ترهغه به له حماس سره خبرو ته چمتو نشي څو چې حماس پر اسراييلو توغنديز بريدونه ونه دروي .
نوموړې دا هم ويلي چې امريکا بايد د اسراييلو ملاتړ وکړي.

