د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اشغالګر ځواکونه غزې ته د ننوتلو په حال کې دي

حماد حليمي 13.01.2009 10:47

حماد حليمي ـ کابل

اسراييلي اشغالګر ځواکونو غزې ته نژدې شوي دي .

د خبرونو په قول اسراييل د تېرو دوشنبو او سې شنبو په شپو هم پر غزې خپل هوايي، ځمکني او سمندري بريدونه جاري ساتلي وو .

اسراييلو د غزې ښار سربېره پر رفح او يو شمېر نورو فلسطيني ښارونو هم بريدونه کړي دي .

له غزې نه رپوټونه وايي چې د اسراييلو ځمکني ځواکونه غزې ته نژدې شوي او ورو ورو دغه ښارته د ننوتلو په حال کې دي.

عيني شاهدانو ويلي چې نن سهار اسراييلي ځواکونو د غزې ښار ته نژدې شوي او که غزې ته ننوزي ښايي چې د ولسي وګړو وينه لا نوره تويي شي .

بل خوا د حماس ډلې ويلي چې اسراييل به پرې نږدي چې غزې ته ننوزي.

په داسې حال کې چې د اسراييلو د دفاع وزارت يوه وياند پيټر ليرنر ويلي چې ځواکونه به يې جګړه د ګرېنېچ پروخت له اوو بجو تر لسو پورې درې ساعته ودروي .

ټاکل شوې ده چې د اوربند په دغه لنډمهاله وخت کې به 109 بار وړونکې لارۍ له خوراکي توکو او درملو ډلې له اسراييل نه د کاريم شالوم له تنګي نه غزې ته ورسول شي .

عيني شاهدان وايي چې اسراييلي ټانکونه د غزې ښار جنوبي سيمې تل الهوا ته په زور ننوتي او د حماس له وسله والو سره په نښته بوخت دي .

د اسراييلو پوځ هم منلې چې په يادو شويو سيمو کې د سې شنبې په ورځ جګړه پيل شوې، خو په اړه يې ډېر جزيات نه دي ورکړي .

د القسام جنګيالۍ ډلې ويلي چې د اسراييلو دوه ټانکونه يې د الزيتون په سيةه کې په ار پي جي راکټونو ويجاړ کړي دي .

دوی وايي چې له اسراييل سره پر پوله په خان يونس ته څېرمه د خزاعه په کلي کې يې يو شمېر اسراييلي پوځيان هم وژلي دي.

خو د اسراييلو د پوځ يوه تن وياند دا خبرې رد کړې او ويلي يې دي چې نه د اسراييلو ټانکونه ويجاړ شوي او نه يې هم کوم عسکر وژل شوي دي .

په اسراييلي بريدونو کې فلسطيني شهيدان

دا په داسې حال کې ده چې اسراييلو له هوايي، سمندري او ځمکنيو ځواکونو سربېره له خپل احتياطي ځواکونو نه هم کار اخيستی دی .

دا مهال د اسراييلو په بريدونو کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر نهه سوو اوړي او شاوخوا څلور زره په کې نور ټپيان شوي دي .

په داسې حال کې چې ايله 13 اسراييليان وژل شوي، چې لس يې پوځيان او  درې نور ولسي وګړي دي .

د لا نورو عکسونو لپاره دغه ځای ته ټک ورکړئ