اسراييل وايي لا هم د جګړې درېيم پړاو نه دی پيل شوی
12.01.2009 11:29حماد حليمي ـ کابل

په داسې حال کې چې د غزې پر مظلومو خلکو د اسراييلو وحشي بريدونه اوولسمې ورځې ته ننوتي دي، اسراييلو له ځمکنيو، سمندريزو او هوايي ځواکونو سربېره خپل احتياطي ځواکونه هم د جګړې ميدان ته راوستلي دي .
اسراييل وايي چې دوی پر غزې د بريد په پيل کې درې پړاوونه په نيت کې نيولي وو:
يو يې هوايي بريدونه، دويم ځمکني او درېيم غزې ته ننوتل.
دوی ويلي چې لومړي دوه پای ته رسېدونکي دي خو درېيم يې لا نه دی پيل شوی .
فلسطين کې طبي سرچينې وايي چې د اسراييلو په بريدونو کې ډېری ولسي وګړي، په تېره بيا ښځې او ماشومان ټپيان شوي دي او اوس يې دوی له درملنې سره هک حيران دي .
طبي سرچينې وايي دوی له يوې خوا دارو درمل نه لري او له بل پلوه اسراييلو ټولې لارې ورباندې تړلې دي .
نن سهار هم د اسراييلو په بمبارۍ کې د غزې شپږ ولسي وګړي ووژل شول .
له دې سره د اسراييلي په وحشيانه بريدونو کې د وژل شويو ولسي وګړو شمېر د غزې تر اوسېدونکو اوړي .
900 کسان د اسراييلي بريدونو وژلي او څه کم څلور زره نور يې ټپيان کړي دي .
او د اسراييلو ايله 13 عکسر وژل شوي دي .
د اسراييلو لومړي وزير ايهود اولمرټ تېره ورځ ويلي وو چې دوی اوس د خپلو بريدونو اهدافو ته نژدې شوي دي، خو جګړه به دوام لري .
اسراييلي پوځ ويلي چې د تېرې شپې راهيسې يې د فلسطيني وسله والو پر اهدافو دوولس هوايي بريدونه کړي دي.
د غزې بېلابېل عکسونه دلته ليدلی شۍ

