ځانمرګی بريدکوونکی په ډزو ووژل شو
12.01.2009 11:20حماد حليمي- کابل
د ميدان وردګو ولايت د والي وياند آدم خان سيرت ويلي چې نن سهار شاوخوا لس بجې د سيد اباد په ولسوالۍ کې يو ځانمرګی بريد کوونکی د خارجي عسکرو په ډزو ووژل شو .
ښاغلی سيرت وايي چې ځانمرګی بريد کوونکی د افغان او فرانسوي عسکرو پر کاروان پسې په يوه کرولا ډوله موټر کې سپور و .
د ادم خان سيرت په قول بهرنيو عسکرو پر کرولا شک وکړ چې ښايي ځانمرګی بريد کوونکی پکې وي، ډزې يې ورباندې وکړې، موټرو چاودېده او پخپله ځانوژونکی پکې ووژل شو .
دغه پېښه د سيد اباد په سيسۍ سيمه کې شوې ده .

