د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټايمز: اسراييلو پرغزه کيمياوي بمونه ورولي دي

حماد حليمي 10.01.2009 11:38

 حماد حليمي- افغان ازاد ژورنالېست

فوسفوري بمونه

د برتانيا ټايمز ورځپاڼې په خپل يوه رپوټ کې ليکلي چې د اسراييلو پوځ پر غزې کيمياوي بمونه ورولي، چې يو انځور يې هم چاپ کړی دی، خو اسراييل دا ډول ادعاګانې نه مني.

ياده شوې ورځپاڼه ليکي چې د يادو شويو کيمياوي بمونو ډېری عکسونه يې ترلاسه کړي، چې د غزې په ځنډو کې د اسراييلي پوځ د ننه اخيستل شوي دي .

رپوټ وايي چې د فلسطين ولسي وګړي د دې ډول وژونکو وسلو له کارولو تر پوزې راغلي دي .

ورځپاڼه دا هم وايي چې د نړيوال قانون له مخې له فسفور څخه جوړ او کيمياوي بمونو کارول منع شوي دي او کاروونکي يې د بشرضد دښمنان بلل شوي .

د ټايمز ورځپاڼه دا هم وايي د څېړنو په نتيجه کې دا جوته شوې چې دغه بمونه آبي رنګ لري، او ورباندې ليکلي چې (A 1, 825) او داسې ښکاري چې په متحدو ايالتونو کې جوړ شوي دي .

سپين فوسفور له آکسيجنو سره د يو ځای کېدو پرمهال اور رامنځ ته کوي، چې اسراييلي يرغلګرو د خپلو ځمکنيو ځواکونو د مخ ته تګ لپاره کارولي.

ددغو کيمياوي موادو له اور سره د دوګي لوخړه هم جوړېږي تر اسمانه يې لوخړې پورته کېږي او هېڅ شی نه ښکاري، چې غالباً په دې وخت اسراييلي پوځيان د دوګي په واسطه مخ ته ځي .

روغتيايي مامورين وايي چې دوی ته داسې ټپيان راوړل شوي چې درملنه يې ډېره ناشونې ده او ښايي چې د کيمياوي بمونو له کبله داسې شوي وي .

خو د ټايمز ورځپاڼه د اسراييلو د پوځ د يوه وياند له خولې ليکي چې دوی کيمياوي بمونه په خپلو بريدونو کې نه دي کارولي، دوی وايي دوی تش بمونه کارولي چې هېڅ فوسفور مواد يې نه درلودل .

وياند زياتوي چې دوی له بريد وړاندې دا ډول بمونه او توغندي پرانيزي او بيا بريد کوي .

بل خوا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څارنې ادارې ويلي چې د فوسفور لرونکو بمونو او توغنديو ويشتل په نړيواله کچه محرم او منع دي .

ملګري ملتونه هم هک حيران دي چې اسراييل خو د جينيوا تړون هم لاسليک کړی، که ريښتيا يې دا ناوړه کار کړی وي، نو په لوی لاس د جنيوا له تړون څخه سرغړاوی دی .

د جنيوا په تړون کې راغلي چې د جګړې پرمهال د کيمياوي موادو کارول ناروا دي، او د جګړې پرمهال بايد دواړه غاړې تر خپله وسه د ولسي وګړو ژوند به پام کې ونيول شي .