د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

راشد خټک او کيمياګر !!!

زهير شينواری 23.12.2008 08:19

 

کيمياګر د برازيلي ليکوال  ( پاولو کويلهو)  په زلي ليکوال او شاعر  راشد خټک له انګليسي څخه پښتو ته ژباړلی دی
راشد خټک هغه يوازنی  پښتون ليکوال دی چې نه يوازې د نور ژبو څخه  يې پښتو ته، لنډې  کيسې او ناولونه ژباړلې بلکې پښتو لنډې کيسې او ناولونه يې هم نورو ژبو لکه  اردو او انګريزي ته  ژباړلي دي .د راٍشد خټک په چاپ شوو اثارو به بيا وغږيو خو اوس به دهغه د نوي ناول(  کيمياګر)  په اړه لنډه رڼا واجوو :
( "پاولو کويلهو)  د برازيل هغه جادوګر ليکوال دى، چې کتابونه يې له چاپېدو سره سم د نړۍ په ګڼو ژبو ژباړل کېږي او خپرېږي.
د پاولو کويلهو دا ناول “Alchemist" (کيمياګر) تر اوسه د نړۍ په پېنځه ويشت- دېرش ژبو ژباړل شوى او خپور شوى.
په ناول کې برخليک ته د رسېدو کيسه ده، شپون هلک تل په خوب کې خزانه ويني، يو څوک ورته وايي، ستا خزانه د مصر له اهرام لاندې ده، د سوداګر په لور مَېنېږي، له غلو سره مخ کېږي، د شيشه يي توکيو په دوکان کې نوکر کېږي، د ژوند ډېرې ستړې ستومانۍ  زغمي، د مصر تر اهرامونو ورځي؛ خو خزانه نه مومي بيا د هسپانيې په لور خپل اس زين کوي ....
زه له خپلې خوا  ښاغلی راشد خټک ته  ددې هڅې او زيار مبارکي وايم او په دې لاره کې ورته نور برياليتوبونه غواړم .