د كرزي سياسي تــدبــر
14.11.2008 21:57ما يوه ليكنه ټول افغان محترمې ادارې ته د خپرولو په خاطر ليږلې وه او هغه هم بې له ځنډه خپره شوه چې د محترمې ادارې څخه تــل منندوى يم او دعا كوم چې خداى دى واقعي او ريـښتيني افغانان دې سرلوړي ولري .
هلته بيا زما يو ورور البته مرور شوى وو چې ما ولې كرزى صاحب په سپكه ياد كړى نو په دې خاطر چې دا زما ورور لږ څه خوشال شوى وي نو دادى ما ورته صاحب وويل چې هيڅكله مې هم ورته په خوله نه راځي .
ګران او خوږ ورور ته مې لاندې يو څه ليكم خو هيله كوم چې بيا مرور نشي او په ښه سوچ دا لاندې ليكنه ووايي او دا چې د ماته ليكلى وو چې البته ما د احساساتو نه كار اخيستى او سوچ مې نه دى كړى او د ده په قول سياسي شعور هم نلرم خو كه ښه په دقت لاندې لنډه ليكنه وواياست نو ګومان كوم چې بيا به ماته بد ونه واياست ، خو كه ته ماته بد هم ووايې خو زه درته احترام لرم او ما هيڅكله خپل افغان ته په سپكه ندى كتلى خو چې ريښتينى وي او د ميرويس او خوشال بابا د نسله وي او هماغه كټ مټ خوشال او ميرويس وي .
اول خو دا پوښتنه كوم چې زما زړګيه دا سياسي تدبر ته څه ته وايې او آيا ته سياسي تدبر و دې ته وايې چې :
۱— ټول هغه د افغانانو قاتلان ته د ستر او مشر ورور په نامه يادوي او د ملي اتل نوم ورته وركوي .
۲— نور نو د اداري فساد د پاره داسې يوه لوړه او فاحشه مرحله نده پاتې كوم چې د ده د دولت په اداره كې وجود لري
۳—اخلاقي فساد هم نور نو تر دې نشي كولاى چې لوړې كچې ته ورسيږي ، د افغانستان په تاريخ كې هم داسې يوه پيښه نده شوې چې له كوچنۍ ماشومې سره ........وشي او بيا په قتل ورسيږي ،داسې يو كريه او منفور عمل چې قلم پرې شرميږي
۴—په سلګونو انسانان په قتل رسيږي او بيا ويل كيږي چې پلټنه دې وشي ، آيا دا كار پلټنې ته ضرورت لري ؟ او په پاى كې ويل كيږي چې موږ دا عمل غندو او بس
۵— فقر او لوږه داسې يوې فاحشې مرحلې ته ورسيدله چې حتى مور و دې ته حاضره كيږي چې خپل ماشوم او د زړه ټوټه په بل چا باندې خرڅ كړي ، آيا تا لږ شيبه فكر كړى او كه نه او كه ته اولاد نلرې او د اولاد په خوند تر اوسه نه پوهيږې نو مهرباني وكړه او د خپلې محترمې مور (زما خور) نه وپوښته چې اولاد څومره خوږوالى لري
همداسې په زرهاوو نور فسادونه او كړاوونه دي چې زما خلك يې تېروي خو دلته يواځې خواشينۍ ده چې څرګنده كيږي او بس .
آيا تا د نژدې د هغو كسانو حالت ليدلى چې ورباندې په ناحقه بمباريانې كيږي او كورونه يې سوځي ، ښځه او اولاد او سپينږيرى پلار يې په وينو رنګ او تر خاورو لاندې وي او دى يې يو يو راباسي او ورته ګوري ،آيا تا يوه شيبه د دوى په حا ل سوچ كړى چې دا به څه محشر وي .
آيا تا هغه حالت ليدلى او لږ شانته سوچ پرې كړى دى چې يهودي د تا د ورور كور ته په نيمه شپه كې ورننوځي او دوى د خواږه خوب نه په ډېر وحشت راپورته كړي او بيا په ښځو كې ګرځي او بيا په بكسونو كې د ښځو په كالو كې هو ز ما او ستا د خور او مور په كالو كې لويدلى وي او په چټلو او پليتو لاسونو باندې هغه وشيني تر څو په بكس كې د ننه تروريست ومومي او هغه هم د كالو په منځ كې
كوچنى ماشوم د مور او پلاره سره يو ځاى د شپې له خوا چې دوى په خواږه خوب ويده وو د همدغه چټل يهودي له خوا ووژل شول او په بدل كې خواشينۍ څرګنده شوله .
ماشوم مكتب ته نشي تلاى ولې كه ولاړ شي نو بيا به اختطاف شي او په بدل كې بيا دومره پيسې وغوښتل شي چې دى يې نشي موندلاى او په پاى كې ماشوم يې ووژل شي او چې اختطاف كوونكي ونيول شي هم خو څو ورځې وروسته بيرته خوشې شي او بيرته په خپل كار پيل كړي
آيا په دومره كارونه چې ما فقط يو څو د هغه درته وليكل ته كوم سياسي تدبر وينې چې ماته يې راوښيې ؟ او كه ته دا ټول فساد او تباهۍ ته تدبر وايې .
ګرانه وروره نو كه ما سهو كړې وي او د ده سياسي تدبر ته پام نه وي كړى خو مهرباني وكړه او راته يې ووايه چې د دا تدبر په كوم ځاى كې استعمال كړى چې موږ يې نه وينو .
دا چې ته وايې ما به د كوم احساساتو پر مبنى هغه تېره ليكنه كړې وه خو داسې نده بلكه ما فقط د خپلو وروڼو پام ورواړول چې كرزي صاحب بيا خواشينى شوى دى په دې خاطر چې په شاولي كوټ كې په لسګونو انسانان شهيدان شوي وو .
بل دا چې دا مه وايه زموږ پښتانه سياسي شعور نلري خو كه زه درته بې شعور مالومېږم نه ټول مه يادوه په دې خاطر چې موږ پښتانه الحمد لله ښه د پوهى خاوندان لرو او بيا كه ما څه غلط ليكلى وي نو مهرباني وكړه او راته يې په ګوته كړه .
د مشر كلمه د داسې يو سست عنصر انسان پر سر ايښوول ګناه ده زما زړګيه ، مشر هغه ته وايي چې د كشر فكر او سوچ ورسره وي ، مشر هغه ته وايي چې مرګ قبلوي خو غلامۍ نه قبلوي .
په پاى كې دا وايم چې حقيقت هيڅكله هم نه پټيږي كه زه دا شى وليكم او كه نه خو خلك يې پيژني او تاريخ يې په خپله ښايسته حافظه كې ساتي .
يو ځل بيا بريالي دې وي ريښتيني افغانان

