ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


طالبان: د کابل په یو هوټل حمله کونکي درې مسلح کسان وژل شوي، حمله ختمه ده

روېټرز خبري اداره وايي پ شهر نو کې د حملې نه یوه ورځ وړاندې په کابل کې د چین سفیر د طالبانو موقتي نایب خارجه وزیر سره ولیدل، د امنیت او په نورو موضوعاتو یې ورسره خبرې وکړې او د خپل سفارت د امنیت دپاره يې د نورې توجه غوښتنه وکړه

12.12.2022 ډیوه

د فوټبال نړیوال جام کوربه قطر اروپايي پارلمان غړو ته په بډو ورکولو تورن شوی

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۱۲ (لیندۍ ۲۱) وویل چې د اروپا په پارلمان کې د خپل انځور د ښه کولو لپاره د نړیوال جام د کوربه قطر لخوا د رشوت ورکولو تورونه "اندېښمن کونکي" دي.  

12.12.2022 امریکا غږ

د پي ټي ايي د خېبرپښتونخوا، پنجاب او ګلګت حکومتونو مرکز تورن کړی چې پېسې ورته نه ورکوي

د پاکستان تحريک انصاف ګوند د خېبرپښتونخوا، پنجاب او ګلګت بلتستان حکومتونو په مرکز کې د پي ډي ايم په حکومت تور لګولی چې د دوي صوبې د وسيلو د برخو ترقياتي فنډونه نه ورکوي، خو مرکزي حکومت دغه تورونه رد کړي دي.

12.12.2022 ډیوه

له افغانستانه وتلې معلولې ورزشکارانې بهر کې خپل ورزشي فعاليتونه کوي

یو شمېر معلولې ښځینه ورزشکارانې، چې له افغانستانه وتلي لا هم خپلو ورزشي فعالیتونو ته دوام ورکوي. پروانه عارفي هغه افغانه ورزشکاره ده، چې اوس په کاناډا کې ژوند کوي. پروانه وايي، له ورزش سره د هغې لېوالتیا د دې لامل شوه چې تر سختو ازموینو ورسته په کاناډا کې د معلولینو د ولچیر بسکټبال یوې لوبډلې ته لاره پیدا کړي. نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "له ډېرو هڅو سره په دې وتوانېدم چې له یوې میاشتې ازموینې او نوې لوبډلې او لوبغاړو سره تر مخامخ کېدو وروسته، هغوی چې لوبه ورسره اسانه نه وه، وتوانېدم چې د کلګري د ولچیر بسکټبال لوبډلې ته لار ومومم." پروانې زیاته کړه چې د خوښې سپورټ یې پاور لفټنګ دی او غواړي په راتلونکي کې په دې برخه کې هم لاسته راوړنې ولري. خاطره صافۍ بیا د ولچیر باسکټبال د ملي لوبډلې مخیکنۍ غړې ده، له لسو کلونو څخه زیاته موده، کېږي چې په دې څانګه کې لوبېدلې. نوموړې اوس په هسپانیه کې ژوند کوي او توانېدلې چې په هغه هېواد کې د معلولو نجونو د ولچیر باسکټبال یوې لوبډلې ته لار ومومي. نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "زما لپاره په دې هېواد کې د سپورت لپاره زمینه او فرصت برابر شوی دی، خو دا چې زما هیله د افغانستان د درانه بیرغ رپول دي، غواړم په خپل هېواد کې ورزش وکړم او ورزش د ټولو خلکو په ځانګړې توګه د معلولو کسانو لپاره د روغتیا او هوساینې تضمین دی. هغه کسان چې معلول دي لږ فعاليت لري، په ورزش سره د پښتورګو له ناروغۍ د هډکو له پوکۍ او داسې نورو نه ژغورل کېږي." خو خاطره د نورو ورزشکارو نجونو برخلیک ته په اندېښنه کې ده، هغوی چې اوس هم په افغانستان کې دي او نور نه‌شي کولی چې ورزش وکړي. طالبانو پر افغانستان تر بیاځلي واکمنېدو ورسته د نورو محدودیتونو ترڅنګ د ښځو د ورزش برخه هم لغوه کړې ده. هغه انجلۍ چې د ولچیر باسکټبال لوبډله کې یې په لوبو کولو سره د معلولیت ترخې هېرې کړي دي او ویاړونه یې د خپل هیواد په برخه کړي دي. دې چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه‌غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته یې وویل، په دې توانېدلې وه چې د ورزش په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې ولري. نوموړې وويل: "نوی مو ورزش پیل کړی و، غوښتل مو پرمختګ وکړو، ډېرې هیلې مو درلودلې ډېر پلانونه مو درلودل، خپله مو او د پاراالمپيک له‌خوا ډېر پلانونه و چې عملي نه‌شول. له افغانستانه بهر او په هېواد کې دننه مو د ولایتي سیالیو لپاره چمتووالی نیولی و که نظام نه وای بدل شوی، ډاډه وم هغه هڅې چې موږ معلولینو درلودلې سل سلنه خپلو موخو ته رسېدلو." د افغانستان د ښځو د باسکټبال د ولچیر لوبډلې یوې بلې غړې چې په هېواد کې ده او دې هم ونه غوښتل د ورته ستونزې له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې، د طالبانو له‌خوا د ښځو پر ورزش له بندیز وروسته د دوی ټولې هیلې نیمګړې پاتې شوې. يادې ورزشکارې وويل: "اوس مهال د حکومت له سقوط څخه وروسته زموږ تمرینونه بند شوې دي، مخکې مو په اونۍ کې دوه ورځې د سره صليب په کمېټه کې باسکټبال او د پاراالمپيک په کمېټه کې په اونۍ کې دوه ورځې هينډبال لوبه کوله، خو اوس طالبان اجازه نه راکوي دوی وویل چې نجونې نور د تمرین اجازه نه‌لري." په همدې حال کې د افغانستان د پارالمپیک پخواني مسوول عبدالحسین حصاری وايي، د ښځو پر ورزش د طالبانو بندیز، ټولو مېرمنو، په ځانګړي ډول معلولو ښځو سره چې په ټولنه کې تر ټولو زیانمنې دي، غیر عادلانه چلند دي. نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "دوی د هېواد مډال ګټونکې او وياړمنې وې، دوی غوښتل چې هېواد ته وياړ او مډال راوړي او تشويق شي، ښه به وه چې د ښځو مخه يې نه وای نيولې. له اسلامي امارت څخه مو غوښتنه دا ده چې دغو معلولينو ته اجازه ورکړي، ښځې باید خپلو ورزشونو ته دوام ورکړي، دوی باید په ټولنه کې ونډه واخلي، وهڅول شي او فعالې شي، ځکه چې د دې مېرمنو ګوښه کېدل د دوی لپاره د ناروغیو او رواني ستونزو لامل کېږي." ومو غوښتل چې د معلولو ښځینه ورزشکارانو د اندېښنو او د افغانستان د پاراالمپیک د پخوانیو چارواکو د غوښتنو په اړه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې نظر هم ولرو، خو د دغې کمېټې مسوولینو په دې اړه زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه. طالبانو افغانستان کې د خپلې واکمنۍ له پیلېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورې د نجونو پر مخ ښوونځي وتړل، په ډېرو دولتي ادارو کې یې د مېرمنو پر کار بندېز ولګاوه، ښځې یې له محرم پرته له لرې واټڼ سفره منع کړې، حجاب یې ورته اجباري کړ او په وروستۍ پرېکړه کې یې ښځې له ورزشي کلبونو، حمامونو او تفریحي پارکونو څخه هم منع کړې. د طالب حکومت دا کړنې په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونو سره مخ شوې دي، خو تر دې دمه د دوی په پرېکړو کې کوم بدلون نه‌دی راغلی.

12.12.2022 ازادي راډیو

وسله والو په کابل کې په یو هوټل برید کړی

په کابل کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي چې نن دوشنبه ډسمبر ۱۲(لیندۍ۲۱) یو شمېر وسله والو په یو هوټل باندې برید کړی دی او دوی هڅه کوي مهار یې کړي.

12.12.2022 امریکا غږ

د امریکا او افریقا مشران د اړیکو ښه کولو دپاره غونډه کوي

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن سبا سه شنبې دسمبر ۱۳ (لیندۍ ۲۲) په واشنګټن ډي سي کې د امریکا د متحدو ایالتونو او افریقا د سرمشریزې کوربه وي. 

12.12.2022 امریکا غږ

د IFJ غوښتنه: خبریالانو د ازادۍ د خوندیتوب لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړی شي

د جرنالسټانو د حقونو ادارې، IFJ د خبریالانو د خوندیتوب او ازادۍ د خوندیتوب لپاره د کوټلو ګامونو پورته کولو غوښتنه بیا تکرار کړې ځکه چې په روان کال کې د وژل شویو یا نیول شویو خبریالانو په شمېره کې زیاتوب ریکارډ شوی دی، د ايي ایف جې ترمخه تېر کال 47 خبریالان وژل شوي وو.

12.12.2022 ډیوه

په کابل کې چاودنه او د غیرملکیانو د استوګنې په ودانۍ کې ډزې شوي

د روېټرز ترمخه، د شهر نو اوسېدونکو وویل حمله په هغه ودانۍ شوې چې چینايي او نور غیر ملکیان پکې عموماً اوسېږي

12.12.2022 ډیوه

انګلېنډ په دویمه ټېسټ سيالۍ کې هم پاکستان ته ماتې ورکړه

انګلېنډ په دويمه ټېسټ/پينځه ورځنۍ کرکټ سیالۍ کې پاکستان ته په 26 رنزونو ماتې ورکړه، کوربه پاکستانۍ لوبډلې د انګلېنډ سره د دريو سياليو په سیریز/ لړۍ کې دويمه سیالي وبايلله.

12.12.2022 ډیوه

څيړونکي: د ترهګرۍ او تندروۍ ضد کوټلې بیانيه بايد مخکې راوړل شوی وی

څيړونکي وايي، د خېبرپښتونخوا حکومت چې د کال 2015 د ترهګرۍ ضد مبارزې دپاره د جوړ نيشنل ايکشن پلان يا تګلارې لاندې کوم مرکز جوړ کړی بايد په مرکز او صوبه کې دا ګامونه ډېر وړاندې پورته کړی شوی د ترهګرۍ او انتهاپسندۍ ضد کوټلې بيانيه راوړل شوی او په نيشنل ايکشن پلان عمل شوی وی.

12.12.2022 ډیوه

افغانه اکېډمېسنه په اټلي کې خپل خوبونه بیا راژوندي کوي

د طالبانو د واکمنۍ مخکې بتول حیدري د کابل په یو پوهنتون کې د سیکسولوژي ( د انسانانو د مباشرت یا جنسي عمل زدکړې) د ېوې وتلې پروفیسرې په توګه کار کولو.  هغې د نارینه او ښځینه زده کونکو مخلوط ټولګیو ته درسونه ورکول، او د هغو ناروغانو سره یې مرستې کولې چې د جنسیت پیژندنې مسلو سره مخ وو.  د هغې د میړه د قالینونو یا غالیو خپله کارخانه وه،  دوی په ګډه خپل 18 کلن زوی او دوو لوڼو، چې عمرونه یې 13 او 8 دي ته ښه تعلیمونه ورکول.  کله چې د اسلام سخت تعبیر خوښونکي پخواني یاغیان، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو ورستو بیرته 2021 کال د اګست په پینځلسمه  واک ته ورسیدل نو دويي دا خوشاله ژوند ناڅاپي په ټپه ودرېد.  حیدري د هغو زرګونو افغان مېرمنو څخه یوه ده چې غواړي وس په هغو هېوادونو کې فعاله ټولنیزه ونډه ولري چې دوی خپل کړي دي.  حیدري او د هغې مېړه  د بېلابېلو ټولنو په مالي ملاتړ د اټلي ژبه زده کوي. هغه په خپل هیواد کې د ښځینه سازمانونو سره په اړیکه کې ده او هڅه کوي چې د انټرنیټ له لارې د خپلو ځینو ناروغانو سره اړیکه وساتي.  37 کلنه حیدري د هغو ګڼو ښځو له ډلې څخه وه چې د 1990لسیزې په وروستیو کې د خپلې پخوانۍ واکمنۍ دودونو ته د بېرته ستنېدو له وېرې د طالبانو له لیکو تښتېدلې وه. هغه د ایټلي د رضاکارانو په مرسته د پاکستان له لارې د 2021 په اخر کې روم ته ورسیده. هغې وويل:  "ژوندي پاتې کېدل پخپله د مزاحمت يوه بیلګه ده"  هغې زياته کړه غواړي چې د هغې اولادونه د افغانستان په راتلونکي کې ونډه واخلي، چېرته چې هغه ډاډه ده چې کورنۍ به يې يوه ورځ راستنه شي.  هغې وویل: "کله چې زما زوي د روم په یو پوهنتون کې د طب زدکړو ته د ازموېنې امتحان ورکړو، زما لپاره دا یو ښه خبر و."  په مرکزي روم کې خپل کلاس (ټولګي) ته د سفر په وخت هغې وویل.  " زما یو اروپايي هیواد ته د هجرت لومړی هدف زما د ماشومانو د راتلونکي لپاره ؤ."  په 2021 کې د افغانستان د نیولو ورستو طالبانو په سر کې لوظ وکړو چې د ښځو او اقلیتونو حقونو ته به درناوی ورکوي.  خو د خپل لوظ پوره کولو په ځای دوی په قلاره قلاره ډول د شپږم ټولګي څخه وروسته د نجونو په زده کړه بندیز ولګاوه، ښځې یې د کار له ډیرو برخو څخه لیرې وساتلې، او دوی یې مجبور کړل چې په عامه ځایونو کې د سر څخه تر پښو جامې واغوندي.  حیدري هڅه وکړه چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له خپلې کورنۍ سره په کابل کې پاتې شي. هغه د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې یوه فعاله غړې وه چې د ښځو د زده کړې، کار او سیاسي ګډون لپاره یې مبارزه کوله.  خو خطرونه ډېر زیات شول. حیدري نه یوازې یوه لوستې ښځینه فعاله وه، بلکې د هزاره توکمي غړې هم وه.  هزاره اقليت د طالبانو له واکمنۍ راهيسې په پرله پسې ډول د تاوتريخوالي ښکار شوي دي. ډیری یې شیعه مسلمانان دي، چې د اسلامي دولت ډلې په څیر د سني وسله والو لخوا بې ابرو شوي او په نښه شوي، او په سني اکثریت هیواد کې د توپیري چلند سره مخ دي.  حیدري ته په افغان ټولنه کې د حساسو مسلو د څیړنې په سر د مرګ ګواښونه وشول او اخر د 2021 په دسمبر کې یې پریکړه وکړه چې هیواد پریږدي. هغه له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته تللې وه، او یوې ایټالوي خبریالې ماریا ګرازیا مازولا له پاکستان څخه ایټلیې ته په رسولو کې له هغې سره مرسته وکړه.  مزولا وویل:  ”مونږ واوریدل چې طالبان خپلو ځایونو ته نږدې کورونه لټوي او ورباندې ډزې کوي” هغې وویل:  "موږ په پاکستان کې د ایټلیې د سفارت خانې سره له افغانستانه په پټو لارو په هېبت کې رابطې کولې مونږ به په هرو دریو ورځو کې خپل ځای بدلولو."  د ايټلي حکومت د طالبانو تر واکمنۍ سمدستي وروسته له 5000 څخه زيات افغانان په پوځي جهازونو کې اوويستل. ددغې وروسته، د ایټلي د فیمینستانو( د ښځو د حقونو ځانګړی سازمان)، کیتولیک او انجیل مننونکو کلیساونو او لکه د مازولا  په شان رضاکارانو د ښیګړې کارونه تیز کړل او په راتلونکی کال کې یې په ایټلي کې د مهاجرینو میلمه پالنه شورو کړه.  مازولا چې د ایټلي د  RAI تلویزیون لپاره کار کوي او د اسلامي بنسټ پالنې کارپوهه ده، دې د ټولنې یوه اداره جوړه کړه چې د 70 افغانانو کوربه توب وکړي، چې ډیری یې هزاره ښځینه فعالانې او د دوی کورنۍ دي.   اوس چې کډوال په ایټلي کې دي او په تدریجي ډول پناه ترلاسه کوي، مازولا وویل، لومړیتوب د دوی لپاره د دوی د پوهنتون درجې یا نورو وړتیاو رسمي پیژندل دي چې دوی سره د باعزته کار موندلو کې مرسته وکړي.   مزولا وويل:  "د بتول  په څېر يوه ښځه نه شي کولى چې په ښوونځي کې د صفایئ کونکې په توګه کار وکړي. دا به زموږ د ټولنې لپاره هم یو زیان  وي. هغه يوه ارواپوهه ده او د دې وړ ده چې همداسې کار ته دوام ورکړي."   حیدري وايي چې هغې ته د کابل د خوشاله ژوند او لارې کوڅې یادېږي:  "خو تر ټولو مهمه خبره چې ماته یادېږي هغه داده چې ما هلته وړتیا درلوده”  (دا خبر د ایسوسي ایټېډ پرېس څخه اخستل شوی )        

12.12.2022 ډیوه

ایران د مظاهرو په تړاو دوهم کس اعدام کړ

ایراني رسنۍ وایي مجید رضا رهنورد نن دوشنبې د مشهد په ښار کې په عام محضر کې په دار وځړول شو.

12.12.2022 امریکا غږ

چین په افغانستان کې د خپل سفارت د امنیت ټینګولو غوښتنه کړې

په کابل کې د پاکستان پر سفارت تر برید شاوخوا دوې اونۍ وروسته، د چین سفیر د طالبانو حکومت له چارواکو څخه غوښتي چې په دغه هیواد کې د چین د سیاسي نمایندګیو د امنیت ټینګولو برخه کې هڅې وکړي.

12.12.2022 امریکا غږ

ایران د احتجاجونو سره په تړلي تور یو بل تیزندي کړو

ایران د ګل- دوشنبې په ورځ ویلي دي چې دوی د سپتمبر په میاشت کې د ټول هیواد په کچه د لاریونونو سره په تړلي تور دویم زنداني تن هم تیزندي کړلو . د ایران د عدالت لاندې خبري ادارې میزان ویلي چې مجیدرضا رهنورد ته د ګل په ورځ په مشهد ښار کې د اولس په وړاندې تیزندي ورکړی شوه  رهنورد تېره میاشت په مشهد کې د امنیتي ځواکونو د دوو غړو په وژلو تورن ؤ. تر دې وړاندې تېره هفته ایران د حکومتي ضد احتجاجونو په سر یو بل تن تیزندي کړلو چې نړېوال غبرګونونه یېراوپارولي وو. تیره ورځ د بشري حقونو تنظیمونو خبرداری ورکړی ؤ چې په ټول ایران کې د وروستیو احتجاجونو په سریو شمېر ایرانیان د تیرندیو د خطر سره مخ دي. خبرونه وايی ورستیو احتحاجونو د ایران آخوندي نظام لړزولی دی. فعالان وايي، ایران د تړلو دروازو ترشا لږ تر لږه دولس تنه تیزندي کړي دي. په ایران کې د پراخو احتجاجونو د شورو کیدلو درې میاشتې وشوې. لاریونونه د پولیسو په ولقه کې د دوه ویشت کلنې مهسا امیني د مړینې په غبرګون کې شورو شوي وو. مهسا د ایران د اخلاقي پولیسو د دې هېواد د جامو له اصولو څخه د سرغړونې په تور نیول شوې وه، چې پر سر یې د پولیسو مطابق ناسمه حجاب اغوستې ؤ. د کال 1979 راهیسي چې په ایران کې د اخوندي ملایانو حکومت راغلی دی، ورستي پراخ احتجاجونه دغه رژیم ته تر ټولو ستر چلېنج ګڼلی شوی دی. د ایران حکومت دغو مظاهرو ته د "بغاوت" نوم ورکړی دی. ایران تور پورې کوي چې د دې مظاهرو تر شا د بهرنیو دښمنانو لاس دی. ایران احتجاج کوونکي چقوي. د بشري حقونو کارکنان وایي د دې کار مقصد په اولس کې یره خورول دي . رپورټونه وايپ په وروستیو احتجاجونو کې 458 تنان امنیتي عسکرو وژلي دي. لږ تر لږه 14000 ایرانیان ګرفتاره کړی شوي دي. ددې خبر ځیني معلومات د خبري ادارو ایسوسي ایټېډ پریس، ای ایف پي او رایټرز څخه اخستل شوي  

12.12.2022 ډیوه

بلاول بوټو: د افغان نجونو زده‌کړو په برخه کې کار روان دی

۴۴۸ ورځې وشوې چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو ښوونځي تړلي او لا یې د پرانیستو هیڅ هیله نه‌شته. که څه هم د طالبانو حکومت د ښوونځیو د پرانيستو په اړه هیڅ هم نه‌وايي، خو د افغانستان د دې لویې ستونزې په اړه اسلام‌اباد غږېدلی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي، د افغان نجونو د تعلیم په برخه کې کار روان دى. هغه دا څرګندونې د اسلامي همکاریو سازمان له عمومي منشي سره ګډ خبري کنفرانس کې کړي، خو په دې اړه یې جزییات نه‌دي ورکړي. د طالبانو حکومت له ویاندویانو او د پوهنې وزارت له چارواکو مو وپوښتل چې بالاخره کله به د افغان نجونو ښوونځي پرانیزي، خو ځواب یې را نه‌کړ. خو وړاندې یې بېلابېلو چارواکو په دې اړه نظرونه ورکړي و، وروستۍ څرګندونې د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد وې چې میاشت وړاندې یې په ترکیه کې د دیني عالمانو یوې غونډې ته وکړې. هغې ژمنه کړې وه چې ژر به له شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو ښوونځي پرانيستل شي، خو لا داسې کومه نښه نه لیدل کېږي. د یادونې ده، چې مخکې له دې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ۲۰۲۲ ميلادي کال د اګست په ۲۵مه نېټه د جرمني له شپیګل مجلې سره په مرکه کې ادعا کړې وه، پاکستان له زده‌کړو او تحصيل څخه د افغان نجونو په محرومولو کې لاس لري او په خبره یې طالبانو د نجونو ښوونځي د پاکستان په امر تړلي دي. د افغان نجونو د ښوونځیو ترڅنګ په افغانستان کې بشري وضعیت د بلاول بوټو او د اسلامي همکاریو سازمان د عمومي منشي د بحث بل ټکی و. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو دې کنفرانس ته ویلي، افغانستان کې ۹۷ سلنه وګړي د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. نوموړي ويلي: "په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان دفتر پرانيستل شوی، د دې دفتر لپاره منابع برابرې شوي او د اسلامي همکارۍ سازمان ځانګړی استازی د غړو هېوادونو له‌خوا مشخص شوی دی. زه هیله‌مند یم چې د افغانستان د ملاتړ لپاره یو میکانېزم جوړ شي. د سعودي عربستان په ګډون، ځینې هېوادونو په بشري برخه کې مرسته کړې. زه ټینګار کوم چې افغانان د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو ملاتړ ته اړتیا لري." هاخوا د اسلامي همکاریو سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طه‌ هم د افغانانو په بشري وضعیت اندېښنه ښودلې. هغه زیاته کړې، دا سازمان هڅه کوي چې، په افغانستان کې د روان بشري وضعیت د ښه‌والي په برخه کې مرسته وکړي. د ملګرو ملتونو رسمي شمېرې ښيي چې ۲۰ میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او که سږ سوړ ژمي کې یې لاس‌نیوی و نه‌شي، افغانستان کې به لوی بشري ناورین راشي. واک ته د طالبانو له رسېد وروسته، افغانستان په اقتصادي، تعلیمي، سیاسي او ټولنیزه برخه کې له کړکېچن وضعیت سره مخ دی، خو طالبان وايي، هر څه د دوی تر کنټرول لاندې او سم دي.

12.12.2022 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more