ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


مور خپلې دوې لوڼې په ۹۸۰ ‌ډالرو خرڅولې

نایجریايي چارواکو هغه مېرمن نیولې، چې د خپلو دوو غبرګونو لوڼو د خرڅولو هڅه یې کړې وه. د دوی عمرونه تر یوې میاشتې کم وو. یادې ښځې خپلې دوې لوڼې د ۹۸۰ ډالرو مقابل کې خرڅلاو ته چمتو کړې وې.

14.12.2017 BBC

نتنیاهو: د استانبول سرمشريزه د قدس په اړه د ټرمپ پر پرېکړه اغېز نه کوي

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، د اسلامی هېوادونو د مشرانو هغو څرګندونو پرې اغېز نه دی کړی چې د اسراییلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس په رسمیت پېژندنې له کبله په امریکايي ولسمشر ډونلډ پکې سختې نیوکې وشوې.

14.12.2017 BBC

قطر: د طالبانو دفتر یوازې خبرو لپاره دی

قطرۍ ورځپاڼې ګلف ټایمز لیکلي د قطر استازي د افغانستان په اړه د تماس غونډې په جلسه کې چې په ناروې کې جوړه شوې وه، برخه اخیستې او ګډونوالو ته یې ویلي چې هېواد یې د طالبانو دفتر ته یوازې د خبرو لپاره ځای ورکړی.

14.12.2017 BBC

''ځانمرګي بریدګرو ته نشه يي ګولۍ ورکول کېږي''

له نشه يي موادو سره د مبارزې نړیواله اداره وايي، د ځانمرګي بریدګرو جېبونو کې داسې ټابلیټ موندل کېږي، چې معمولاً د ارام کېدو لپاره ورکول کېږي.

13.12.2017 BBC

د ناسا بيا تازه کول

ولسمشر ټرمپ د امريکا دې فضايي اېجنسۍ ته امر کړی چې سپوږمۍ ته د انسان استولو کار بيا پيل کړي او مريخ ته يې هم تلو ته هڅولي.

13.12.2017 BBC

خپلو کورونو کې بنديان

. کوټه کې د هغو هزاره لږکيو حال اخلو، چې له بريدونو يې د خوندي کولو هڅې د څومره ژورو درزونو لامل شوې

13.12.2017 BBC

د بلې ژبې زده کړه

د بلې ژبې زده کړه، ډېری افغانان او پښتانه چې نورو هېوادونو ته تللي، اوس هلته ځايي ژبې ده کوي، موږ يې فنلډ کې د مېشتو افغانانو حال اخلو.

13.12.2017 BBC

نوې زېږېدلې نجلۍ چې زړه یې بهر و

په برتانیا کې جراحانو د هغې ماشومې بریالي عملیات کړي چې زړه يې له سينې بهر و. دا عملیات د انګلستان د لېستر ښار په ګلېنفيلډ روغتون کې ترسره شول.

13.12.2017 BBC

ولې هلکان د نجونو په نامه فېسبوک جوړوي؟

پر فېسبوک چې د نجلۍ له لوري د ملگرتيا بلنه راشي، نو پرته له ځنډه یې منم. خو له يوې مودې وروسته ګورم چې اصل کې دا نجلۍ نه بلکې کوم نارینه د ښځې په نامه فېسبوکي حساب جوړ کړی وي. خو ولې هلکان د نجونو په نامه فېسبوکپاڼط جوړوي.

13.12.2017 BBC

هند لومړی ځل افغان پوځیانې روزي

د هند پوځ لومړی ځل د جګړې ډګر لپاره د افغان ښځینه پوځیانو یوه ۲۰ کسیزه ډله روزي. په دغه ډله کې ۳ د هوايي ځواک افسرانې دي. ویل کېږي دغه روزنه به درې اونۍ روانه وي چې د چارواکو په وینا د راتلونکي کال بشپړ روزنیز پلان لپاره یو ډول چمتووالی دی.

13.12.2017 BBC

نوې زېږېدلې نجلۍ چې زړه یې بهر و

په برتانیا کې جراحانو د هغې ماشومې بریالي عملیات کړي چې زړه يې له سينې بهر و. ماشومه له درې عملیاتو تېره شوه چې جراحانو یې زړه په سینه کې ورته کېښود. مور او پلار یې د لور د ضایع کولو له توصیې سره موافقه نه وه کړې.

13.12.2017 BBC

د افغان-ترک ښوونځیو تړلو لانجه د څه له کبله ده؟

په افغانستان کې د افغان - ترک ښوونځیو چارواکي واييو څلور ښوونکي یې، چې درې ترکي او یو افغان دی، د سې شنبې په ګهیځ (لیندۍ ۲۱مه) کابل کې تري تم شوي دي.

13.12.2017 BBC

"افغان زندانونو کې لاهم بندیان ربړول کېږي"

افغانستان کې د فنلنډ سفیر وایي، لا هم د دې هيواد په زندانو کې بندیان ربړول کېږي. د بشري حقونو فعالان او د بشري حقونو کمېسون هم وایي، د پوښتنو ګرویږونو پرمهال تورن کسان شکنجه یا ربړول کېږي.

13.12.2017 BBC

د قدس په اړه د عربانو پر 'کمزوري' دریځ د ترکیې نیوکې

د ترکیې ولسمشر د اسلامي هېوادونو سرمشریزه کې د قدس په اړه د ټرمپ د دریځ په تړاو د عربي هېوادونو پر 'کمزوري' غبرګون نیوکه وکړه، چې په وینا یې ښايي دا هېوادونه به د واشنګټن له قهرېدلو وېرېږي. د رجب طیب اردوغان څرګنده اشاره سعودي عربستان، اماراتو او مصر ته وه.

13.12.2017 BBC

له سویډنه ۹ مجرد افغان کډوال کابل ته استول شوي

د افغان کډوالو یوه نهه کسيزه ډله له سویډنه کابل ته واستول شوه. په سویډن کې د افغان سفیر په وینا، د دې ټولو کډوالو عمرونه له اتلسو کلونو لوړ وو او ټول مجرد نارینه وو. وروسته بیا په همدې الوتنه نهه تنه نور کډوال له اتریشه هم کابل ته واستول شول.

13.12.2017 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more