د چین پخوانی لومړی وزیر 'د بیجېنګ قصاب' ومړ
چینايي رسنۍ وايي، د چین پخوانی لومړی و یر لي پېنګ چې په د ۱۹۸۹ کال تیاننمین میدان کې په ټولوژنه د "د بیجینګ قصاب" شهرت هم لري، د ۹۰ کلونو په عمر ومړ. هغه د تېرې پېړۍ ۸۰مو کلونو کې په لوړو څوکیو کار کړی
عمران خان: له طالب مشرانو سره به ګورم او سولې ته به یې هڅوم
د پاکستان لومړي وزیر د سې شنبې پر ورځ په واشنګټن کې د امریکا د سولې انسټیټیوټ کې په خپله وینا کې وویل، پاکستان ته له ستنېدو وروسته به د افغان طالبانو له پلاوي سره ګوري او هڅه به کوي چې دا ډله له افغان حکومت سره مخامخ خبر ته چمتو کړي.
بورېس جانسن د برتانیا نوی لومړی وزیر شو
د برتانیا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د لندن پخوانی ښاروال بورېس جانسن نن چارشنبه له ملکې الېزابت سره له کتنې وروسته رسماً د برتیا لومړی وزیر شو. نوموړی پرون سه شنبه د واکمن محافظه کاره ګوند مشر ټاکل شوی و. ښاغلی جانسن به اوس ډېر ژر خپله کابینه اعلانوي
ارګ له سپينې ماڼۍ د ټرمپ څرګندونو په اړه سپيناوی غوښتی
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ددې هېواد په اړه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو وضاحت غوښتی دی. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ددې هېواد په اړه د امریکا د ولسمشر ورستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، افغان ملت هېڅ بهرني قدرت ته د خپل برخلیک د ټاکلو اجازه نه ده ورکړې او نه به یې ورکړي.
سوریه کې هوايي بریدونو ۳۱ کسان وژلي
مرسته کوونکي او ټولنیز فعالان وايي چې د سوریې په شمالي برخه کې پر یو بازار هوايي برید ۳۱ کسان وژلي دي. دا سیمه د حکومت د وسله والو مخالفینو په ولکه کې ده. دوی وايي د ادلب په سویل معرة النعمان ښار کې جنګي الوتکو بمباریو کې لږ تر لږه پنځوس کسان ټپیان شوي دي او پراخه ویجاړي یې رامنځ ته کړې.
ټرمپ: د جګړې ګټلو لپاره افغانستان له نقشې ورکولی شم
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دوشنبې پر ورځ په واشنګټن کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره ناسته کې خبریالانو ته وویل، که دی وغواړي نو د افغانستان جګړه په یوه اوونۍ کې ختمولی شي او افغانستان د نړۍ له نقشې ورکولی شي، خو نه غواړي چې داسې وکړي
د افغان سولې خبرو کې له پرمختګ سره جګړه ولې توده شوې؟
د افغانستان د سولې بهیر کې د ښکېلو اړخونو د تېرو څو میاشتو هلو ځلو له کبله په افغانستان کې د سولې په اړه یو ځل بیا هیلي پیدا شوې دي. خو ورسره د جګړې په ډګر کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د دې لامل شوی چې د سولې روان بهیر تر پوښتنې لاندې راولي
پرتګال کې د اور وژنې لپاره پراخ عملیات پیل شوي
د پرتګال د اور وژنې سلګونه کسان تېره یکشنبه ورځ د دې هېواد د مرکز غرنیزې سیمې ځنګل کې د طبیعي اورلګېدې د پراخېدو مخنیوي لپاره تېره کړې. د رپوټونو له مخې په کاسټلو برانکو سیمه کې یادې اورلګېدنې اته نظامي او دولس ملکیان ټبیان کړي دي.
'د ښوونځیو ماشومان باید رسمي غونډو کې د مېلمنو هرکلی ته ونه درول شي'
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، له دې وروسته هیڅ دولتي چارواکی حق نه لري چې د ښوونځيو ماشومان رسمي غونډو یا د هرکلي مراسمو کې ودروي. د افغانستان پوهنې وزارت چارواکي وايي، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي، چې د دغه امر له پلي کولو سر غړونه وکړي.
استیناف محکمې د ماشومې مهسا 'قاتلانو' ته ۳۰ کاله بند سزا تائيد کړه
د کابل استیناف محکمې د مهسا په نوم ماشومې د 'قاتلانو' لپاره د ۳۰ کاله بند حکم تایید کړ. دې محکمې په ننۍ (چنګاښ ۳۰) غونډه کې د مهسا د وژنې په تور دوه کسانو ته د ابتدایه محکمې حکم تایید کړ. د کابل ابتدایه محکمې د جوزا په پنځمه په علني ناسته کې دوی هر یو ته د ۳۰ کاله بند سزا اورولې وه
ټوېټر د بهایانو ځورولو له کبله د ایران ځینې رسمي حسابونه ځنډولي
ټوېټر د ایران د "صدا او سیما" او "مهر" په ګډون د ایران حکومتي رسنیو ځینې حسابونه له دې کبله ځنډولي، چې بهايي وګړو ته یې له ځورولو ډکې څرګندونې خپرولې.
'لس میلیونه افغانان لیک لوست نه شي کولای'
د افغانستان پوهنې وزارت چارواکي وايي، دغه هېواد کې نژدې لس میلیونه کسان لیک لوست نه شي کولای، چې عمرونه یې له ۱۵ کلنۍ پورته دي او د هر کال له تېرېدو سره دا شمېر ډېرېږي. بل لور ته نن افغان چارواکو د یوه داسې پروګرام اعلان وکړ چې په رضاکارانه توګه به یې ګډونوال خلک لیک لوست ته هڅوي.
پاکستان کې پر ځغاستلیکه الوتکه د پیلوټ له کنټروله ووتله
د پاکستان هوايي چلند یوه اړونده الوتکه د ګلګت پر هوايي ډګر یوه الوتکه د کښېناستو پرمهال د پیلوټ له کنټروله وتلې ده او له ځغاستلیکې وتلې او په یوه ډاګ کې کېنول شوې ده. الوتکه کې ۴۸ مسافر له اسلام اباده ګلګت ته روان وو.
امریکا-ایران تاو تریخوالی: امریکا سعودي عرب کې پوځ ځای پر ځای کوي
د امریکا متحدو ایالتونو دفاع وزارت وايي، سعودي عربستان کې خپل پوځیان د دې لپاره ځای پر ځای کوي، چې په وینا یې د امریکايي ګټو پر ضد 'د راټوکېدونکي باوري خطر مخنیوي' وشي. دغه اقدام په خلیج کې له ایران سره د بحري بار چالانۍ پر سر د تاو تریخوالي له ډېرېدو وروسته کېږي.
"ایراني ځواکونو خلیج کې د تېلو دوه برتانوۍ بېړۍ ونیولې"
ایراني رسنۍ وایي، د دې هېواد د انقلابي ګارډ ځواکونو جمعه ناوخته د خلیج په اوبو کې د برتانیا د تېلو دوه لېږدوونکې بېړۍ یا ټانکرونه نیولي. وروستي رپوټونه وایي چې یوه بېړۍ بېرته پرېښول شوې خو دویمه د ایران پر لور روانه کړل شوې. لندن کې د برتانیا حکومت د کابینې بېړنۍ غونډه رابللې وه چې د روان وضعیت په اړه خبرې وکړي