ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پي ډي اېم د عوامي نيشنل ګوند په اړه د اعجاز شاه په بيان احتجاج کړی

د پاکستان تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوندونو غورځنګ پي ډي اېم [پاکستان ډېمو کرېټک مومنټ] د کورنيو چارو وزير اعجاز شاه په بيان احتجاج کړی دی او د مولانا فضل الرحمان په وېنا اعجاز شاه اعتراف کړی دی چې په پاکستان کې اصل ترهګر څوک دي.

09.11.2020 ډیوه

د کندهار میوند کې موټر بم برید مرګ ژوبله اړولې

په کندهار کې د پوليسو پر یوه مرکز په ځانمرګي موټر بم برید کې پوليسو او ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

09.11.2020 امریکا غږ

د پاریس سولې مجمع ته د غني وینا: افغانستان کې د کرونا له امله مړینه نسبتاً کمه وه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د حکومت د بېلابېلو اقداماتو په نتیجه کې د کرونا له امله د نورو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې د مړینې کچه نسبتاً ټیټه وه. ښاغلي غني تازه د دې وبا په مدیریت کې خپله اداره داسې مهال برلاسې یاده کړې چې ګڼو افغانانو هغه وخت چې کرونا وبا په خپل اوج کې وه د معاینې او روغتیايي خدمتونو له نشتوالي یا محدودیتونو شکایت درلود. ښاغلي غني دا خبرې د پاریس د سولې مجمع ته په یوه وار دمخه ثبت کړي وېډیويي پیغام کې کړې دي. محمد اشرف غني د پاریس د سولې مجمع ته په وېډیويي پیغام کې ویلي: "زموږ د چټک غبرګون او د ډول ډول اقداماتو په پایله کې د کرونا ویروس له امله د مړینو کچه د نورو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې نسبتاً ټیټه وه. خوشبختانه د دې وبا په مرکز باندې بدل نه‌شوو." ښاغلي غني په دغه وېډیويي پیغام کې د خپلې ادارې له‌خوا د کرونا ویروس د مدیریت لپاره د پلي شویو تګلارو یادونه وکړه او ویې‌ویل چې خلکو ته په بېلابېلو ولایتونو کې وچه ډوډۍ ووېشل شوه او په لنډ مهالو پروژو سره کارونه پیدا شول. د پاریس د سولې مجمع سږکال د نومبر له ۱۱مې تر ۱۳مې همدا چهارشنبه تر جمعې ترسره کېږي. دا وار په دې مجمع کې نړیوالې ننګونې په سر کې د کرونا ویروس په اړه بحث کېږي. د افغانستان عامې روغتیا وزارت د راپورونو په اساس په دغه هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۴۲ زره او ۱۵۹ ته رسېږي چې له ډلې یې شااوخوا ۱،۵۶۰ کسان مړه شوي. د دغه وزارت ویاند ډاکتر اکمل سمسور ازادي راډیو ته وویل چې له څو اوونیو د مثبتو پېښو شمېر زیات شوی او خلک باید روغتیايي سپارښتنې جدي په پام کې ونیسي. ښاغلي سمسور زیاته کړه: "متأسفانه له ۳۵ اوونیو راهیسې په افغانستان کې د 'کووېډ-۱۹' واقعات په زیاتېدو دي. که څه هم دا اضافه ډېره زیاته نه‌ده، خو تېره اوونۍ ۶۰۸ واقعې په ټولو ۳۴ ولایتونو کې ثبت شوي. د روغتیا وزارت خواست له ټولو وطنوالو دا دی چې د ماسک په استفادې سره موږ د کرونا ویروس خپرېدل کنټرولولی شو. که موږ ماسک واغوندو د ګڼې ګوڼې ځایونو ته ولاړ نه‌شو لاسونه مکرراً ووینځو بیا دا امکان لري چې موږ په افغانستان کې د کرونا ویروس له خپرېدو مخنیوی وکړو." د افغانستان جمهور رئیس د پاریس د سولې مجمع ته په استولي وېډیويي پيغام کې د کرونا له امله په نړیواله کچه رامنځته شویو ګډوډیو ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې دې وبا ټولو ته وښوده چې باید د ناورینونو په مدیریت کې اغېزمنې او کارنده تګلارې تر لاس لاندې ولري. هغه زیاته کړه: "«کووېډ-۱۹» وبا د پېړۍ یوه له نادرو سختو پېښو ده. زموږ دا له یو بل سره تړلې نړۍ یې په ګډوډۍ، ابهام او بې‌مخینې خطر کې غوټه کړه. زموږ په سیستمونو او عادي حالتونو کې د زیان مننې او نیمګړتیاوو برخې رابرسېره کړې. ژوند او روزګار یې وران کړ په تېره بیا د بې‌وزلو او محرومو خلکو." د پاریس د سولې مجمع داسې وخت د کرونا وبا له امله په رامنځته شویو ننګونو بحثونه جوړوي چې اروپا او ګڼ نور هېوادونه د کرونا له دوهمې څپې سره مخ دي. اکثرو اروپايي هېوادونو ټولبندونه پلي کړي او په اوسط ډول راپور کېدونکې مثبتې پېښې د اندېښنې وړ بلل شوي. په ټوله نړۍ کې د نومبر تر اتمې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر له ۵۰ میلیونو کسانو پورته تللی چې له ډلې یې څه باندې ۱۲ نیم لکه کسان مړه شوي.

09.11.2020 ازادي راډیو

پخواني رېپبلېکن صدر جارج ډبلیو بش هم بایډن ته مبارکي وویله

د امریکا پخواني رېپبلېکن صدر جارج ډبلیو بش د اتوار/یکشنبې په ورځ جو بایډن ته چې د تېرې هفتې په صدارتي انتخاباتو کې یې د ګټلو اټکل شوی دی، مبارکي ورکړه او ویې ویل چې منتخب ډېموکرېټ صدر «زمونږ د ملک د مشري کولو او متحد کولو دپاره خپله موقع ګټلې ده». جارج ډبلیو بش چې پخپله یې د ۲۰۱۱ کال نه واخله د ۲۰۰۹ کال تر اولې میاشتې پورې د امریکا ولسمشر پاته شوی و، ویلي دي چې له بایډن سره «سیاسي اختلافات» لري، خو بیا یې هم ویلي چې «د هغه د کامیابۍ دپاره دعاګانې کوم او وعده کوم چې هرڅه مې د لاسه راشي، ورسره به مرسته وکړم.» ښاغلي بش همدا راز د بایډن مرستیالې، منتخبې نایب صدرې کامله هېرېس ته ټلیفون کړی او ورته یې د کامیابۍ مبارکي ویلې ده. بش زیاته کړې ده چې د بایډن نه یې د هغه د «وطن پرستانه پیغام» له کبله چي د خالي/شنبې ورځې په ماښام کې د ډېلوېر ریاست په وېلمنګټن ښار کې ورکړ، مننه کړې ده. بایډن په هغه وینا کې د برحاله رېپبلېکن صدر ډانلډ ټرمپ په وړاندې د کامیابۍ اعلان وکړ او د امریکا خلک یې یووالي او اتحاد ته راوبلل. یاده دې وي چې برحاله صدر ډانلډ ټرمپ تر اوسه په دې انتخاباتو کې خپله ماته نده منلې او وایي چې ورسره درغلي شوې او دا به عدالت ته ځي. بل اړخ ته پخواني رېپبلېکن صدر جارج ډبلیو بش پخپل پېغام کې د دې ترڅنګ چې بایډن ته یې مبارکي ویلې ده، دا یې هم لیکلي چې په دې انتخاباتو کې د ټرمپ لخوا د څه باندې اویا (۷۰) میلینه ووټونو اخیستنه «یوه غیرمعمولي سیاسي لاس ته راوړنه» وه. د رپوټونو ترمخه، په دې انتخاباتو کې بایډن شاوخوا څلور اویا (۷۴) میلینه او ټرمپ څه باندې اویا (۷۰) میلینه ووټونه اخیستي دي. ټرمپ د ماتې خوړلو نه انکار کوي او څو څو دعوې یې په عدالتونو کې درجې کړي دي. هغه دعوه کوي چې د رایو په شمارنه کې خلافکارۍ شوي دي، که نه نو د هغه په باور، دا ټاکنې هغه ګټلي دي. جارج ډبلیو بش پخپل پېغام کې دې موضوع ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې ټرمپ «دا حق لري چې د ووټونو بیا شمېرنه وغواړي او قانوني چلېنجونو ته مخه کړي، او په ناحل شوو مسئلو به په مناسبه توګه فیصلې کیږي.» خو ښاغلي بش دا هم زیاته کړې چې «د امریکا خلک کولی شي ډاډه اوسي چې دا انتخابات په بنیادي توګه منصفانه و، سالمیت به یې برقراره پاته وي، او نتیجه یې روښانه ده.»

09.11.2020 ډیوه

د آذربایجان او ارمېنیا جګړه تېزه شوې – آذربایجان د یو ښار د نیولو دعوه کوي

د آذربایجان صدر الهام علی یُف وایي ځواکونو یې د نګورنو-قره باغ دویم ستر ښار، شوشي نیولی دی. بل اړخ ته د ارمېنیا چارواکي بیا دا خبره نه مني، خو دا یې منلې چې د دغه ښار شاوخوا جګړه روانه ده. شوشي (چې په آذري کې ورته سوسا وایي)، د یوې غونډۍ په سر جوړ شوی ښار دی چې د نګورنو-قره باغ د اصلي لوی ښار، ستېپانه کرت نه بره پروت دی. په سوشل مېډیا کې داسې ويډیوګانې مخې ته راغلي چې پکې د ګاډو قطارونه، د نوامبر په اتمه، د ستېپانه کرت ښار نه د وتلو په حال کې لیدل کیږي. خو دا په کره توګه نده معلومه چې د ښار نه د وتونکو وګړو شمېر به څومره وي. د صدر علي یُف د اعلان نه پس، د آذربایجان په سرښار باکو کې خلک ډلې ډلې راغونډ شول او په خوشحالۍ سره یې بېرغونه رپول، د ګاډو هارنونه یې غږول، او نارې یې وهلې. په همدې ورځ، د ارمېنیا د دفاع وزارت استازي آرتسرون هافهانیسیان په خپل فیسبوک کې ولیکل چې «په شوشي کې جنګونه دوام لري، پاته شئ او په خپلو عسکرو باندې یقین وساتئ.» تر دې وړاندې، ارمېنیا ویلي و چې دې ښار ته نږدې «سخته جگړه» روانه ده. شوشي په هغې لارې پروت دی چې لوی ښار ستېپانه کرت د ارمېنیا له خاورې سره نښلوي، او ارمېنیا په سیمه کې د هغو جدایي غوښتونکو مرسته او ملاتړ کوي کوم چې د نګورنو- قره باغ د آزادۍ دپاره جنګیږي. د اذربایجان صدر الهام علي یُف په داسې وخت کې د شوشي ښار د نیول کېدو دعوه کړې ده چې تر دې یوه ورځ مخکې، د روس صدر ولادیمیر پوټین له خپلو ترکي او فرانسیسي سیالانو سره د نګورنو-قره باغ په اړه خبرې کړې وې.  د روس حکومت ویلي، پوټین د نوامبر په اوومه، د فرانس له صدر اېمانوېل مېکرون سره په ټلیفوني خبرو کې، په سیمه کې د ارمني نسله ډلو او د آذربایجاني عسکرو ترمنځ د سختو وسله واله جګړو، او په هغه جګړو کې بیا د شام او لیبیا نه د راغلو جنګیالیو د برخه درلودو په اړه سنجیده فکرمندي څرګنده کړه. دواړو مشرانو ویلي چې هغوی به د منځګړېتوب دپاره کوششونه جاري وساتي. د هغه نه پس، روس صدر ولادیمیر پوټین د ترکي له صدر رجب طیب اردوان سره هم وغږېد. د ترکي د حکومت وینا ده چې اردوان په دې خبرو کې صدر پوټین ته ویلي چې ارمېنیا ته په کار ده د آذربایجان له خاورې ووځي او مذاکراتو ته حاضر شي. نګورنو-قره باغ د آذربایجان او ارمېنیا ترمنځ پرته سیمه ده چې آذربایجان یې د خپلې خاورې یوه برخه ګڼي، لیکن په ۱۹۹۰ کلونو کې نګورنو-قره باغ ځان ته آزادي اعلانه کړه او بیا آذربایجان سره په شخړه کې شول، چې ترڅنګ هېواد، ارمېنیا د دغو آزادي غوښتونکو ملاتړ وکړ. دا جګړه همیشه نه وه روانه، خو په تېر ستمبر میاشت کې یوځل بیا توده شوه. په قریب شپږو هفتو کې د دې جګړې له امله کم از کم زر (۱۰۰۰) تنه او یا هم تر دې زیات، وژل شوي دي. څو ځله دا کوشش شوی چې ډزبندي وشي، خو دا کوششونه ناکام پاته شوي دي. په ترکي باندې دا تور دی چې د آذربایجان د مرستې دپاره، برته شوي وسله وال نګورنو قره باغ ته لیږي. څېړونکي وایي چې ترکي غواړي د نګورنو قره باغ په معامله باندې مذاکراتو کې انقرې ته هم یوه کرسۍ ورکړی شي، حال دا چې په دې اړه مذاکراتو کې تر اوسه د روس کردار زیات دی. ارمېنیا بیا د مرستې اخیستو دپاره خپل پخواني ملګري، روس ته مخه کړې ده. ارمېنیا د روس په مشرۍ د جمعي امنیت د تړون تنظیم غړی دی چې هغه یو پوځي اتحاد ګڼل کیږي.

09.11.2020 ډیوه

پېښور سره نږدې یو سپین ږیری احمدي په ډزو وژل شوی دی

وسله والو کسانو د پېښور په یوه لېرې پرته سیمه کې د احمدیه مذهبي ډلې یو تن په ډزو سره وژلی دی. ځایي پولیسو ویلي چې دا پېښه د اتوار/یکشنبې ورځې په سهار شوې ده، او زیاته کړې یې ده چې د ملزمانو د نیولو دپاره تحقیقات او کوششونه روان دي. چارواکي وايي، وژل شوی کس محبوب احمد خان نومېده چې دوه اتیا (۸۲) کاله یې عمر درلود او یو ریټایرډ حکومتي افسر و. د دې وژنې ذمه واري چا په غاړه نده اخیستې. په پاکستان کې د احمدیه ډلې ویاند، سلیم الدین وي او اې ته وویل: «خان د خپلې لور کور ته د تګ نه وروستو، غوښتل چې بېرته پېښور کې خپل کور ته ولاړ شي او بس ته انتظار و چې د تشدد دا پېښه ورباندې وشوه.» هغه دا برید وغنده او زیاته یې کړه چې محبوب احمد خان د خپلې عقیدي یا دیني باور له وجې وژلی شوی دی. سلیم الدین دا هم وویل چې په تېرو څو میاشتو کې د احمدیانو د ډلې څلور تنان په پېښور کې وژلی شوي دي. تېره میاشت، د احمدیانو په ډلې پورې تعلق لرونکی یو پروفیسر، پس له هغه چې د یو بل مسلمان پروفیسر سره یې په یوې مذهبي مسئلې تود بحث وکړ، یوه ورځ پس یې وویشتل شو او ووژل شو. احمدیان ځان ته مسلمانان وایي، مګر په دې باور دي چې د حضرت محمد ص نه وروستو یو بل پیغمبر هم راغلی دی. په اسلام کې د خدای آخرینی پیغمبر، حضرت محمد ګڼل کیږي. د بشري حقونو ډلې وایي چې د پاکستان په ۲۲۰ میلینه آبادۍ کې، شاوخوا څلور میلینه یې احمدیان دي، چې د څو لسیزو راهیسي د مرګ، اېرولو، او کرکې او نفرت له خطرو سره مخامخ پاته شوي دي. د پاکستان پارلمان په کال ۱۹۷۴ کې دا ډله غیرمسلمانه اعلانه کړه، او بیا په ۱۹۸۴ کې یې په قوانینو کې دا ترمیم راووست چې احمدیان نشي کولی نېغ په نېغه او یا غیرمستقیم ځانونه په مسلمانانو کې شمار کړي. هغوی باندې دا قدغن هم لګېدلی چې په برالا ډول به د خپلې عقیدې اظهار نشي کولی او نه به خپله عقیده نورو ته اشاعه کولی شي او نه هم په پاکستان کې ځانله عبادتځایونه جوړولی شي. منتقدین وایي چې دغه قانوني محدودیتونه د دې باعث شوي چې له هغه وخت راهیسي ګڼ شمېر احمدیان په ټول پاکستان کې ووژلی شي.

08.11.2020 ډیوه

که د امریکا انتخابات جنجالي شي، څه به پیښ شي؟ 

د امریکا د ۴۷ ایالتونو د رایو د شمیرنې په اساس جو بایډن ددې انتخاباتو ګټونکی اعلان شوی دی، خو د دونالد ټرمپ انتخاباتي ټیم د میشیګن او پنسلوانیا په ایالتونو کې د انتخاباتو د نتیجو پر ضد محکمې ته عرض کړی دی او د وسکانسن ایالت د رایو بیاشمیرل یې غوښتي دي.

08.11.2020 امریکا غږ

د حکومت اختیار اخیستو دپاره د بایډن فوري ګامونه – د هغه اولني کارونه به څه وي؟

د امریکا ډېموکرېټ سیاستوال جو بایډن چې اټکل کیږي د امریکا جنجالي صدارتي انتخابات یې د رېپبلېکن صدر ډانلډ ټرمپ په وړاندې ګټلي، د اتوار/یکشنبې په ورځ یې په تېزۍ سره د امریکا د حکومت د اختیار کې اخیستلو دپاره، چې د جنوري په شلمه به وي، په آمادګیو پیل وکړ. منتخب صدر جو بایډن او د هغه منتخبه نایب صدره کامله هېرېس، د حکومتي واک د راانتقالولو دپاره یو وېب سایټ پرانیست. بایډن او هېرس وایي چې هغوی به په فوري توګه د کروناوایرس په عالمي وبا، او د دې وبا د لاسه چې د نړۍ په ستر اقتصادي قوت یعنې امریکا کې مالي ستونزې راغلي دي، په موسمي بدلون، او د سیسټمیکې نسل پرستۍ په ستونزې باندې ترکیز وکړي. هغوی همدا راز ویلي چې، «مونږ لګیا یو آمادګي نیسو چې په هماغه اوله ورځ رهبري وکړو، دا یقیني کړو چې د بایډن-هېرېس انتظامیه د دې وړتیا لري چې زمونږ مخ ته راغلي تر ټولو بېړني چلېنجونو باندې کار وکړي.» د بایډن-هېرېس ډلې دا اعلان هم وکړ چې «مونږ د یو متحدې امریکا په توګه سره دریږو. د هغه څه نه چې پخوا و، تر هغه به لا پیاوړي رااوچت شو.» د بایډن نږدې همکاران وایي چې کله هغه واک تر لاسه کړي، نو بایډن خیال لري چې د واک په هماغه ړومبیو ورځو کې امریکا د پېرس موسمي بدلون تړون ته ورشامله کړي، او همدا شان د صحت نړېوال تنظیم (ډبلیو اېچ او) نه د وتلو په برخه کې د صدر ټرمپ فیصله هم بېرته منسوخه وګرځوي. ټرمپ چې واک ته ورسېد، د پېرس له تړون یې امریکا وایسته او دا فیصله یې هم وکړه چې د صحت له نړېوال تنظیمه به امریکا وځي. همدا شان ویل کیږي چې بایډن په پام کې لري هغه پابندي لېري کړي کوم چې صدر ټرمپ د ځینو مسلمانو ملکونو نه امریکا ته د خلکو په راتللو لګولي دي. بایډن به هغه منصوبه هم بېرته به حاله کړي کوم چې د ډریمرز په نوم ځوانانو ته په امریکا کې د پاته کېدو امکان برابروي. ډریمرز هغه کسانو ته ویل کیږي کوم چې په ماشوموالي کې په ناقانونه توګه امریکا ته راوستل شوي، خو وروسته دلته لوی شوي او اوس د اوسېدو دپاره سند نلري. بایډن د خپل انتخابي مهم په دوران کې دا هم ویلي و چې خیال لري د ایران د جوهري وسلو د مخنیوي دپاره، امریکا بېرته نړېوالې لوظنامې ته ورشامله کړي. ایران سره د نړېوالو له هغې لوظنامې نه، ټرمپ امریکا ایستلې او هغه لوظنامه یې غندلې ده. په امریکا کې چې صدارتي واک له یو صدر نه بل صدر ته انتقالیږي، نو د حکومت په پالیسیو کې د فوري تغیراتو راڅرګندېدل کومه نوې خبره نده، مګر دا ځل چې واک له ټرمپ نه بایډن ته انتقالیږي، نو په پالیسیو کې کې به بدلون ممکن ډېر د پام وړ وي چې د امریکا په دې وروستي سیاسي تاریخ کې به یې ساری نه وي لیدل شوی. د بایډن یو نږدې همکار له سي اېن اېن سره په خبرو کې وویل، «زمونږ په ټوله ډله کې، مونږ به دا کار جاري وساتو چې د بایډن-هېرېس آینده انتظامیې دپاره بنیادونه جوړ کړو چې په کامیابۍ وکړی شي زمونږ په ادارو باندې د خلکو اعتبار او اعتماد بېرته بحاله کړي او مرکزي حکومت رهبري کړي.»  ټرمپ تر اوسه په دې انتخاباتو کې خپله ماته نده منلې او نه یې هم بایډن ته د امبارکۍ دپاره ټلیفون کړی دی. هغه د انتخاباتو په نتایجو اعتراض لري او غواړي چې عدالت یې فیصله وکړي. ټرمپ، بغیر د دې چې کوم شواهد وړاندې کړي، دعوه لري چې په څو ایالتونو کې چې بایډن په کم توپیر سره بریالی ګڼل شوی، هلته ګني د ووټونو په شمارنې کې خلافکارۍ شوې دي. د ټرمپ په باور، د دې دعوې په اړه د عدالت فیصلې کولی شي نتایج بدل کړي او هغه د دویمې دورې دپاره صدر وپېژندل شي. د ټرمپ کمپېن د ګل/دوشنبې له ورځې راهیسي، په عدالتونو کې څو څو مقدمې پیلې کړي دي.

08.11.2020 ډیوه

طالبان د امریکا راتلونکي ولسمشر ته؛ د دوحې موافقې ته وفادار پاته شئ 

طالبانو نن د یکشنبې په ورځ نومبر اتمه (لړم ۱۸) وویل چې د امریکا د راتلونکي جمهور رئیس څخه غواړي چې د هغه موافقې درناوی وکړي چې د افغانستان څخه یې د امریکایي ځواکونو وتلو ته زمینه برابره کړې ده. 

08.11.2020 امریکا غږ

د آشنا تلویزیون د یکشنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

08.11.2020 امریکا غږ

ګڼو نړیوالو مشرانو جوباېډن او کامله هېرېس ته مبارکۍ ویلي

د نړۍ د یو شمیر مشرانو په شان سعودي عربستان مشرانو هم تر اوسه جو باېډن ته مبارکي نه ده ورکړې. د اسراېیل وزیراعظم بنجمن نېتن یاهو هم تراوسه په امریکايي‌ انتخاباتو غلی پاتې شوی.

08.11.2020 ډیوه

د اماراتو نوي مقررات؛ د شرابو له ازادۍ نه د مجردانو تر معاشرت 

متحده عربي اماراتو یو لړ عمده شخصي ازادۍ اعلان کړي چې د نه واده شویو جوړو یو ځای ژوند کول، د الکولو پر استعمال باندې د محدودیتونو کمول او د "ناموسي قتلونو" جرم ګڼل په کې شامل دي. 

08.11.2020 امریکا غږ

اذربایجان: د شوشا ښار مو ونیو، ارمنستان: جګړه لا هم روانه ده

اذربایجان د ارمني جلاغوښتونکو څخه د شوشا ستراتیژیک ښار د نیولو ادا کړې ده، خو ارمنستان وایي چې د قره باغ د سیمې په دغه ښار کې جګړه لا هم روانه ده. 

08.11.2020 امریکا غږ

د امریکا له نوي حکومت څخه افغانستان څه تمې لري؟

د امریکا په انتخاباتو کې د ډیموکراټ ګوند د کاندید جو بایډن د بریا له اعلان سره هم‌مهاله، افغان حکومت تمه ښودلې چې امریکا به افغانستان سره همکاریو ته دوام ورکړي.

08.11.2020 امریکا غږ

میاخېل: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل باید با مسوولیته وي

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د امریکا له نوي ولسمشره غوښتنه دا ده چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونه وتل باید با مسوولیته وي. هغه وايي، دا نه یوازې د افغانستان بلکې د نړۍ غوښتنه هم ده. اجمل تورمان له ښاغلي میاخېل سره مرکه کړې:

08.11.2020 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more