"افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې زیاتې شوي او روغتیايي حالت ګواښونکی کېږي"
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د کرونا په دویمه څپه کې د دغه ویروس مثبتې پېښې زیاتې شوي دي. دا وزارت وایي چې د کرونا د مثبتو پېښو په زیاتېدو د دې هېواد روغتیايي حالت ګواښونکی کېږي. د دې وزارت مرستیالې ویاندې معصومه جعفري د چهارشنبې (د مرغومي ۳مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "که څه هم د لومړۍ څپې پرتله چمتوالی او د دې ویروس په اړه عامه پوهاوی زیات دی، خو اوس چې ژمی دی او خلک ډېر کله په تړلې فضا کې راټولېږي، د فصلي ریزوشونو او ناروغیو، د انفولانزا ویروس شتون او د هوا ککړتیا کولای شي د دغه وضعیت په خرابېدو کې رول ولوبوي." مېرمن جعفري وایي، لا هم د کوېډ -۱۹ ناروغۍ د دویمې څپې په دوام کې د اخته کسانو پېښې مخ په زیاتېدو دي. دا په داسې حال کې ده چې په ژمي کې د ښارونو هوا تر بل هر وخت زیاته ککړه وي او علت یې هم د لوړو ودانیو، حمامونو، خرابو ماشین لرونکو موټرو او د ډېریو کورونو له لوري د ناپاکو سونګ توکو سوځول او مرکز ګرمیو لپاره د تصفیې ماشیونو نه لګول دي چې ډېر کله خلکو ته تنفسي ستونزې او رېزوشه، زکام او ستوني درد ناروغۍ باندې اخته کوي. د ډاکټرانو خبردارۍ بل خوا ځینې ډاکټران خلکو ته په دې موسم کې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د ګواښ خبرداری ورکوي او له خلکو غواړي چې روغتیایي وړاندیز شوې لارښوونې دې عملي کړي. د افغان جاپان روغتون پخوانی مشر او د رواني متخصصینو ټولنې اوسنی مشر حکیم الله صالح په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "خلک باید هرځای ته خپل تګ راتګ محدود کړي، په ټولنیزو مجالسو کې دې له ګډونه ډډه وکړي، ټولنیز واټن دې په پام کې وساتي، ماسک کارول او پرلپسې د لاسونو مینځل د ټولو لپاره مهم دي." ډاکټر صالح وایي، هغه کسان چې زکام دي هڅه دې وکړي چې ځانونه قرنطین کړي. د افغانستان روغتیا وزارت د تازه شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو د کرونا ویروس له امله د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې یویشت تنه مړه شوي دي. دغه راز دوه سوه یو اویا تنه نوي په دې ناروغۍ اخته شوي چې په دې سره په افغانستان کې په دې ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۱۳۶۰ کسانو ته ورسېده.
دخېبر پښتونخوا حکومت دشخړو دهواري متبادل قانون هائیکورټ کې چیلینج کړل شو
هائیکورټ ته په شوې عریضه کې د عدالت نه غوښتنه شوې چې دغه قانون باید غېر آئیني وګرځول شي ځکه چې په ياد قانون کې د عدالتونو واک انتظاميې ته ورکړل شوی دی.
دپاکستان اؤ برتانیې ترمنځ دغیرقانونه پیسو لیږد پاکستان ته څه زیانونونه رسولی شي؟
د برطانيې د حکومت لخوا خپور کړل شوي يو رپورټ کې وېل شوي چې د کال 2020م په مهال هم د پاکستان او برطانيې ترمينځ د غېرقانوني لارو په ذريعه د پېسو لېږدونه روانه وه .
سندرغاړې دلراج:دمېنې کیسو ته هډو جوړه شوې نه یمه
دپښتو وتلې سندرغاړې دلراج چې دښکلي غږ ترڅنګ پریمانه حسن هم لري وایي، دماشوموالي نه سندرو کې اخته ده اؤ هډو د مینې کیسو ته جوړه شوې نه ده.
افغانستان کې تازه ۲۷۱ تنه کرونا نیولي،۲۱ تنه نور مړه شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۲۷۱مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۲۱کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.
دافغانستان دبې پلوه اؤ رڼو ټاکنو دبنسټ مشر یوسف رشید ووژل شو
چارواکي وایي دافغانستان د بې پلوه اؤ عادلانه ټاکنو دبنسټ مشر یوسف رشید پلازمینه کابل کې په یو وسله وال برید کې وژل شوی اؤ دهغه ډرائیور ژوبل شوی دی.
د تورخم په پوله د کرونا ټېسټ لازمي کولو پرضد احتجاجونه پېل شوي
د افغانستان سره د تورخم په پوله خواري کوونکو مزدورانو احتجاجونه پېل کړي او د پاکستان د حکومت نه غوښتنه کوي چې په پوله دې د دوی دپاره دکرونا ټېسټ يا معاينې شرط ختم کړی شي ځکه چې دوی د ورځې څو ځله په پوله اوړي راوړي او بيا بيا ورته ټېسټ کول ممکن نه دي.
بلخ کې د پیازو ۳۰۰ زېرمتونونه جوړ شوي ـ کرنې وزارت
د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې بلخ ولایت کې د پیازو ۳۰۰ زېرمتونونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
پاکستان اېچ ار سي پي: بې وسه خلک او په ځانګړي ډول ښځې دې د کمېشن نه ویړيا قانوني مرستې ترلاسه کړي
د بشري حقونو د کمېشن دفتر ويلي، څوک چې ويړیا قانوني مرستو ته اړتیا لري هغه کولی شي د پېښور دفتر ته راشي او د ويړیا قانوني مرستو لپاره خواست ورکړي.
د زابل د اټغر ولسوالۍ د سقوط اړه ضد او نقیض راپورونه
ځاییي اوسیدونکي وايي چې تېر ماښام د زابل د اټغر ولسوالۍ له مرکز څخه د پوځ یوه مهمه قرارګاه په ګاونډ کې د شینکۍ ولسوالۍ ته انتقال شوې چې ورسره سم د یادي ولسوالۍ مرکز هم سقوط شو.
په غزني ولایت کې د یو بل خبریال وژنه
رحمت الله نیکزاد د دوشنبې په ورځ ماښام ناوخته په غزني ښار کې په یو وسله وال برید کې ووژل شو. دا څلورم خبریال دی، چې په بېلابېلو بریدونو او چاودنو کې وژل کېږي. نور په راپور کې:
سي پي جی: په کال 2020 کې د خبريالانو وژنې دوه چنده سېوا شوي
په نيويارک کې د خبریالانو د تحفظ ادارې [کمېټي ټو پروټېکټ، سي پي جی] ويلي په کال 2020 کې د خبريالانو وژنې دوه چنده سېوا شوي، جرمي او تندلارې وسله والې ډلې غواړي چې د تشدد د لارې د دوی اواز غلی کړي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ مشر یوسف رشید ووژل شو
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرائيوي رئيس یوسف رشید په وسله وال برید کې وژل شوی دی.
د امریکې د دفاع وزارت سرپرست د کابل سفر کړی، اشرف غني سره يې د سولې او امنيت په موضوعاتو خبرې کړي
د امریکې د دفاع وزارت سرپرست [قايم مقام] کرسټوفر میلر د کابل سفر کړی د افغان ولسمشر اشرف غني سره یې په دغه هېواد کې "د سولې پروسې، د افغانستان او سیمې د وضعیت او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د لازیات ملاتړ په اړه بحث او خبرې" کړي دي.
امریکا: بريتانيايي مسافر د کرونا ویروس منفي ټيسټ ته اړتیا نه لري
د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت په پام کې نه لري له بریتانیا پر راغلو مسافرو د کرونا ویروس د ټیسټ منفي ثابتولو موضوع وتپي. په سپینه ماڼۍ کې د کرونا ويروس په وړاندې د مبارزې ډلې د دوشنبې ورځې تر کتنې وروسته د دې موضوع ملاتړ کړی و، هغه مسافر چې له بریتانیا راځي د کرونا ویروس د منفي ټیسټ نتیجه دې وښيي. خو درېیو باخبره اشخاصو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره سم د لاسه په پام کې نه لري، چې دا مهال دې داسې کوم اقدام وشي. وروسته له هغې چې په بریتانیا کې د کرونا ويروس په نوې بڼه ځینې کسان اخته شول، زیاتو هېوادونو له بریتانیا سره الوتنې او تګ راتګ وځنډاوه. د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن او د دغه هېواد متخصصانو ویلي، چې د کرونا ویروس د نوې بڼې د خپرېدو امکان د پخواني هغه پر تله ۷۰ فیصده زیات دی. بلخوا د کاناډا د عامه خوندیتوب وزیر بل بلېیر د سې شنبې په ورځ وویل، حکومت یې کاناډا ته له بریتانیا او نورو هېوادونو د راروانو مسافرو د جدي کنټرول لپاره تازه مقررات لګوي. اروپايي ټولنې د سې شنبې په ورځ سپارښتنه وکړه، د دې ټولنې ټول غړي هېوادونه دې محدودیتونه کم کړي، چې سفرونه پیل شي او خلک وکړای شي د کرسمس یا د عیسویانو په جشن کې د ګډون لپاره خپلو کورونو او خپل-خپلوانو ته لاړ شي. څو هوايي شرکتونه چې له بریتانیا مسافر نیویارک ته لېږدوي، دېته انتظار دي، چې د کرونا وایروس منفي ټیسټ وړاندې کړي. د امریکا ټاکلي ولسمشر جوبایډن ویلي، د جنورۍ میاشتې تر شلمې وروسته په الوتکو، رېلګاډو او بس موټرو کې به د ماسکونو کارول جبري شي، هغه اقدام چې تر اوسه د ډونالډ ټرمپ ادارې نه دی کړی. د امریکا د حساسیت او ساري ناروغیو د ملي انسټیټیوټ رئیس انتوني فاوچي، اې، بي، سي ټلویزیون ته ویلي، ممکن د کرونا ویروس نوې بڼه په امریکا کې هم خپره شوې وي. د کوېډ١٩ ناروغۍ په برخه کې د جو بایډن سلاکار مایکل اوستره د سې شنبې په ورځ وویل، له بریتانیا د کرونا ویروس د نوې بڼې د خپرېدو د مخنیوي لپاره پر ټولو انتخابونو غور کېږي. هغه د ډونالډ ټرمپ له ادارې هم غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې ځینې طرحې وړاندې کړي.