ډبلیو اېچ او: کرونا به آخري وبا نه وي، د نورو وباګانو دپاره آمادګي ضروري ده
د صحت عالمي ادارې (ډبلیو اېچ او) د وبا دپاره د آمادګۍ د نړېوالې ورځې په لمانځنې سره، له ټولو ملکونو غوښتي دي چې د آینده وباګانو دپاره دې آمادګي ولري.
د بلوچستان په هرنائي کې په اېف سي ځواکونو مرګونی برید شوی دی
د بلوچستان صوبې په هرنایي سيمه کې د ايف سي ځواک پر پوستې وسلوال بريد شوی دی چې د لېویز چارواکو د معلوماتو له مخې، په هغه کې ۷ عسکر وژل شوي ۱۲ ټپيان شوي دي.
د آشنا تلویزیون د یکشنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
د آشنا تلویزیون د یکشنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
د پي ډي اېم مشرانو د بې نظیر بټو د تلین په مهال یو وارې بیا په عمران خان نیوکې کړي
د بې نظیر بټو ځوی او د پیپلز ګوند اوسني مشر بلاول بټو زرداري د خپلې مور د تلین په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، بې نظیر بټو نه یواځې د نرانو په ټولنه کې د ښځو حوصلې اوچتې کړې بلکې په زړورتیا سره یې د جمهوریت او بشري حقونو لپاره هم مبارزه کړې.
ګڼو اروپايي هیوادونو کې د کرونا وایرس پرضد وېکسین ورکول پېل شول
په یو شمیر اروپايي هیوادونو کې د نن نه د وېکسینو ورکولو دا کار په داسې وخت پېلیږي چې د کرونا وایرس یو بل خطرناک او په تیزۍ سره خوریدونکی قسم په نړۍ کې په خوریدو دی چې له سببه یې د صحت نړیوالې ادارې دا خبرداری هم ورکړی چې کرونا وبا به په نړۍ کې اخیرۍ وبا نه وي.
بلوچستان کې د پاکستان نیمه پوځیان وژل شوي
د پاکستان پوځ وايي د بلوچستان د مرکز کویټه په ۱۰۵ کیلیو مېترۍ کې د هارناې په سیمه کې د دغه هېواد په نیمه پوځيانو برید شوی او اوه تنه یې وژل شوي دي.
اروپایي ټولنه کې د کروناویروس ضد واکسین پیل شو
د اروپایي ټولنې په غړو هېوادونو کې د یکشنبې په ورځ دسمبر ۲۷ (مرغومي ۷) په براخه توګه د کروناویروس ضد واکسین تطبیق پیل شو.
اروپايي هېوادونو د "کوېډ۱۹" ضد واکسین د تطبیق کمپاین پیل کړی
اروپايي هېوادونه نن د ډسمبر په ۲۷ مه نېټه د کوېډ۱۹ ناروغۍ پر ضد د واکسینو پراخ کمپاین پیل کړ. د واکسینو دې پروګرام ته، د دې نړیوالې وبا د ختمولو د یو چانس په سترګه کتل کېږي. د یکشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې غړیو هېوادونو کې د کرونا ضد واکسینو په ډوزونو بار لارۍ د د زړو خلکو د پالنې مرکزونو ته واستول شوې. روغتیايي کارکونکي هم په هغه لومړیو کسانو کې دي چې د کرونا پر ضد واکسین به ورته ورکړل شي. اروپايي ټولنې مشرانو دا د " بریا ورځ " یاده کړې، او د ۲۰۲۱ م کال په اوږدو کې یې د دې ټولنې په ۲۷ غړیو هېوادونو کې ټولو لویانو ته د کرونا د واکسین د تطبیقولو ژمنه کړې. دوی همدارنګه ویلي، چې ټوله اروپايي ټولنه کې به دې واکسینو د خلکو یو ډول لاسرسی باوري کړي. اجمل اند په دې موضوع په جرمني کې له مېشت افغان ډاکټر او د عمومي طب له متخصص متین ساپي سره مرکه کړې. په سر کې یې ترې پوښتلي چې ولې اروپايي هېوادونه لومړی دا واکسین د ډېر عمر لرونکو کسانو او روغتیايي کارکونکو ته ورکوي؟ د لاندې لینک په کېکاږلو سره دغه مرکه اوریدلی شئ:
ټرمپ د کوویډ۱۹ د مرستو او حکومتي لګښتونو طرحه امضا نکړه
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ تر تېرې نیمايي شپې ډسمبر۲۷ (مرغومې۷) د کروناویروس د مرستو او حکومت د لګښتونو تصویب شوې طرحه توشیح نکړه.
د افغانستان روغتیا وزارت: تر اوسه د کرونا د نوې بڼې مثبته پېښه نهده ثبت شوې
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې تر اوسه په دې هېواد کې د کرونا ویروس د نوې بڼې کومه مثبته پېښه نهده ثبت شوې. کرونا ویروس چې نړۍ یې له لوی سرخوږي سره مخ کړې او اوسیې دوهمه بڼه په نړۍ کې په چټک ډول د خپرېدو په حال کې ده، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې لا له وړاندې یې د مخینوي لپاره جدي تدابیر لري. د دغه وزارت مرستیال ویاند نورالله ترهکي ازادي راډیو ته وویل: "مثبته پېښه نهشته، خو تدابیر ورته جدي نیول شوي، د بېلګې په توګه په جناح روغتون کې په ۲۴ ساعتونو کې ۱،۲۰۰ بالونه اکسیجن تولیدېږي، ۱۴،۰۰۰ بسترونه مو چمتو کړي، د معاینې لپاره په کافي اندازه کېټونه شته، ۱۲۰ د تنفس مصنوعي دستګاوو ماشینونه لرو، په زیات شمېر کې ډاکتران روزل شوي دي." ښاغلی ترهکی وايي چې د کرونا ویروس د دوهمې څپې شااوخوا دوه اوونۍ اوړي، خو اوس دغه ویروس په افغانستان کې ثابت حالت غوره کړی. د افغانستان د عامې روغتیا چارواکي وايي چې په تېرو ۵۲ اوونیو کې چې کرونا ویروس افغانستان کې خپور شوی، تر دې دمهیې ۵۲،۰۰۷ کسان نیولي چې له ډلې یې ۲،۱۷۰ مړه شوي او نور بېرته رغېدلي دي. د دغه وزارت تازه ارقام ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په خصوصي او دولتي روغتونونو کې د کرونا ویروس ۱۶۰ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له املهيې ۱۲ کسان مړه شوي دي. روغتیا پالان له خلکو غواړي چې له کوره دباندې ماسک وکاروي، له روغبړ ډډه وکړي، تولنیز واټن مراعت کړي، څو د کرونا ویروس په مخنیوي کې مرسته وکړي. د افغان جاپان روغتون پخوانی مشر ډاکتر حکیمالله صالح د کرونا ویروس د نوې بڼې د مخنیوي لپاره ازادي راډیو ته وویل: "د ویروس تغییر او تدبیل یوه عادي خبره ده، همدا رنګ د کرونا ویروس هم بدلون کوي، نوې بڼهیې په ډېره چټکۍ سره خپرېږي، د خطر کچه تر اوسه نامعلومه ده، د نوي ویروس علایم له پخواني سره یو ډول دي، دولت باید پولې وتړي، هغه کسان چې افغانستان ته راځي باید جدي معاینه شي، هر وګړی باید وقایوي تدابیر ونیسي، لاسونه ومینځي، ټولنیز واټن مراعت کړي." دا په داسې حال کې ده چې په ګڼو هېوادونو کې د کرونا نوې بڼه چې لومړی په بریتانیا کې تثبیت شوې، په چټکۍ سره خپرېږي. له بریتانیا دباندې د دغه ویروس نوې پېښې په سویډن، اسپانیا، هانګ کانګ، سنګاپور، استرالیا، فرانسې او جاپان کې ثبت شوي. د روغتیا پالانو په وینا د کرونا دا نوې بڼه ډېر ژر خپرېږي ، خو د مخکېني په شان، وژونکې نهده. په نړۍ کې د کرونا ویروس واکسین داسې مهال د تطبیق په حال کې دی چې د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې د کرونا له امله د مړو شویو کسانو شمېر له یو میلیون او اته لکو واوښت.
تیر ۲۴ ساعتونه؛ افغانستان کې کرونا وبا ۱۲ تنه مړه کړي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۶۰ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۱۲ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.
قبائیلي سیمو سره دانضمام نه وړاندې شوې ژمنې ولې پوره نه شوې؟
دقبائیلي سیمو خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډیدو دوه کاله شوي دي او د انضمام په وخت ددغه سیمې خلقو سره د اساسي قانون لاندې ژمنه شوې وه چې راتلونکو لسو کالو کې به هر کال ددغې علاقې د پرمختګ لپاره سل اربه روپۍ ورکړی کیږي.
د سولې خبرو اترو دوهم پړاو به په قطر کې پیل شي ـ عبدالله
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي چې د سولې خبرو اترو دویم پړاو به په قطر هېواد کې پیل شي.
صالح قضايي قوې ته: ترهګرو او مجرمینو ته ژر سزا ورکړئ
د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح د دغه هېواد پر قضایي قوې باندې د نیوکې ترڅنګ ویلي چې ترهګر او جنایتکاران دې ژر تر ژره د قانون منګلو ته وسپارل شي.