دفاع وزارت : افغان ځواکونو د کرخ ولسوالۍ له طالبانو بیرته ونیوله
د افغانستان د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې نن د جمعې په ورځ جولای ۲۳ ( چنګاښ۱) ویلي،چې د هرات ولایت د کرخ ولسوالي یې بېرته له طالبانو نیولې ده.
پاکستان وايي هند حق نه لري چې د افغان سفير د لور په اړوند بيان ورکړي
پاکستان ويلي د افغان سفير د لور په اړوند د هند د غېر ضروري بيان غندنه کوي او زياته کړې يې ده هند حق نه لري چې په دغه معامله کې لاسوهنه وکړي. هند دغه پېښې ته بوږنوونکې ويلې وه.
افغانستان: امریکې په طالبانو هوايي بريدونه کړي
امريکې په تيرو 30 ورځو کې د افغانستان په بېلا بيلو برخو کې د افغان امنيتي ځواکونو په ملاتړ په طالبانو بريدونه کړي دي.
ازبیکستان: داسې دلیل نشته چې د امریکا ویزې ته د منتظرو افغانانو کوربه شو
ازبیکستان د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۲ (چنګاښ ۳۱) وویل چې داسې کوم قانوني اساس نشته چې د متحده ایالاتو په غوښتنه د زرګونو افغانانو موقتي کوربتوب وکړو چې د امریکا ویزې ته منتظر دي.
د امریکا د استازو خونې د امریکايي ځواکونو د افغان همکارانو د انتقال قانون تصویب کړ
د امریکا د کانګرس د استازو خونې غړو په قاطع اکثریت سره د هغه قانون طرحې ته رایه ورکړه چې په زرګونو افغانان چې په افغانستانکې یې د امریکایي ځواکونو او د امریکا د حکومت سره د ژباړونکو او یا نورو برخو کې کار کړی، امریکا ته انتقال شي.
د اروپا څه دپاسه نیمایي لویان د کرونا ضد واکسین شوي
اروپایي اعلان کړی چې ددې ټولنې د لویانو د نیمایي نفوس په ګډون ۲۰۰ میلونه اروپایان په بشپړه توګه د کروناویروس ضد واکسین شوي خو بیا هم د روان اوړي پورې د ۷۰ فیصدو اروپایانو د واکسین کولو هدف ندی ترلاسه شوی.
نوي ډهلي د کرونا وبا په وجه د میلیونونو هندیانو مړینه رد کړه
د هند حکومت د یوې نوې څیړنې موندنې رد کړي چې وایي ددې هیواد په میلیونونو وګړي په کروناویروس د اخته کیدو په وجه مړه شوي دي.
امریکا تاجیکستان او ګرجستان ته د کرونا وبا ضد واکسین ورکړل
سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۲ (چنکاښ ۳۱) وویل چې متحده ایالات تاجیکستان او ګرجستان ته د کروناویروس ضد واکسین ډالۍ کوي.
جل بایډن د ټوکیو د المپیک لوبو د پرانیستلو په مراسمو کې ګډون کوي
د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن میرمن، جل بایډن چې یو دیپلوماتیک هیت هم ورسره دی، د جاپان پایتخت ټوکیو ته تللې چې د ۲۰۲۰ کال د المپیک د سیالیو د پیل په مراسمو کې ګډون وکړي.
صالح پاکستان کې ټویټونو ته په ځواب کې د 1971 د ماتې پیغور ورکړی
واشنګټن - د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح هغه ټویټ سخت غبرګونونه راپارولي په کوم کې چې هغه لیکلي، مونږ د 1971 کال په څېر هند ته د پاکستاني سرتیرو د تسلیمۍ انځور نه لرو. ښاغلي صالح د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په دې اړه ټویټ کې لیکلي: "مونږ په خپل تاریخ کې دومره ننګین سند نه لرو او نه به یې ولرو. هو ما تېره ورځ هغه مهال یوه شېبه ټکان وخوړ کله چې د سر لپاسه راکټ تېر شو او څو متره لېرې ولګېد. د پاکستان د ټویټر ښاغلو بریدګرو، طالبان او ترهګر به ددې انځور نه د جوړ درد علاج و نه کړي. نورې لارې ومومئ." نوموړي دغه ټویټ په پاکستان کې په سلګونو هغو ټویټونو ته په ځواب کې لیکلی چې په اختر په لمانځه کې د راکټ لګېدو پر وخت د ښاغلي صالح لخوا د فطرتي ټکان خوړلو پورې خندا شوې. ښاغلي امرالله صالح په خپلې فیسبوک پاڼې باندې لیکلي دي چې، په زرګونو پاکستاني فعالانو د طالبانو په پرمختګ خوشحالي کړې ده چې له همدې امله مې دغه تصویر پر خپل ټویټر خپور کړ. د 1971 کال په دې تصویر کې د نیازي په نوم پاکستاني جنرال هندوستان ته د تسلیمۍ رسمي سند لاسلیک کوي چې له مخې یې 93000 پاکستاني سرتیري هند ته تسلیمیږي. د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف که څه هم د ښاغلي صالح نوم نه دی یاد کړی خو په همدې ورځ یې په خپل ټویټر باندې لیکلي، ځینې جګ پوړي افغان چارواکي په دوامداره توګه هڅه کوي په خپلو څرګندونو سره د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې خرابې کړي. "په کابل کې د ځینو تخریبونکو لخوا د ترخو نیوکو او دروغجنو بیانونو له امله چې له بده مرغه زمونږ په افغان ورونو او خویندو باندې تپل شوي دي، په دوامداره توګه هڅه کوي چې دوه اړخیزې اړیکې خرابې کړي تر څو یې له خپلو ناکامیو څخه د خلکو پام واړوي." ښاغلي یوسف دا هم لیکلي، چې "پاکستان د افغانستان همه شموله سیاسي جوړجاړي ته ژمن دی. په دې برخه کې لومړي وزیر عمران خان په دې وروستیو کې منلې ده چې له ولسمشر غني سره وویني تر څو په دې برخه کې کار ته دوام ورکړل شي." خو ښاغلي صالح وړاندې لیکلي،له پرون راهیسې د پاکستان پخوانیو وزیرانو، پانګه والو د یوه خصوصي بانک خاوند چې په امریکا کې یې زده کړې کړي، مشهورو خبریالانو او د مدني ټولنې غړو ټولو راته لیکلي چې منتظر واوسه چې مړی دې د برق په پایه ځوړند ووینو . هغه ویلي، یوه لیکلي طالبانو د پاکستان د ریښتینو دوستانو په توګه تاسو ته یوځل د عبرت درس درکړ او نجیب یې د برق پر پایه وځړاوه. امرالله صالح لیکلي، لطفا زما ټویټر ته سر ورښکاره کړئ چې درته معلومه شي پاکستان څومره ددې خاورې او افغانانو پر ضد د غچ او غصې حس لري . هغه زیاتوي، که څوک په دې اړه معمولي شک هم لري په یقین به بدل شي. یوه پاکستاني فعال چې په امریکا کې یې دکتورا (پي اچ ډي) کړې ده لیکلي، طالب ته مو روزنه ورکړه چې تاسو او ستاسو نظام له خاورې سره خاورې کړي ترڅو د افغان په نوم په خپل ګاونډ کې کوم نمک حرام ونه لرو. صالح لیکلي، څومره چې مو پر وړاندې د دښمن نیت او څیره روښانه کیږي هغومره مونږ ته پکار ده چې خپل هوډ غښتلی کړو. د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح زیاته کړې، طالب رسوا او ناکامیږي یواځې د وخت واټن په منځ کې دی.
پښتونخوا کې د زیاتو خلکو په هندي ډوله کرونا وایرس داخته کېدو اندېښنه ښودل شوې
خېبر پښتونخوا کې د روغتيا دچارو پوهان وايي دخلکو دبې غورۍ او د کرونا وايرس خورېدو دمخنيوي دپاره د وضعه کړل شوؤ سپارښتنو څخه دسرغړونې له امله کرونا وايرس په ټولنه کې ورځ تربلې يو ځل بيا په چټکتیا سره خورېږي.
افغانستان کې جګړې؛ تاجیکستان تر ټولو ستر پوځي تمرینونه وکړل
د افغانستان شمالي ګاونډي تاجیکستان د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۲ (چنګاښ ۳۱) تر ټولو ستر پوځي تمرینونه وکړل چې ددې هیواد ټول پوځ په کې دخیل و.
دوحه کې دسولې دبین الافغاني خبرو بله ناسته ترسره شوې
په قطر کې د افغان دولت اؤ طالبانو دمذاکراتي ډلو ترمنځ دبین الافغاني مذاکراتو په لړ کې نن د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا خبرې اترې شوي دي.
پوهنې وزارت: په ښوونځیو کې د ازموینې اخیستل راتلونکې اونۍ پیلېږي
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې د یوې ګډې طرحې په اساس په ښوونځیو کې د کلنۍ او څلورنیم میاشتنیو ازموينو بهیر راتلونکې اونۍ پیلېږي.
دچین سفیر شیخ رشید سره دداسو دبرید په اړه لېدنه کړې
د پاکستان لپاره د چین سفير نونګ رونګ دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شېخ رشيد سره ليدل کتل کړي او دهیواد سرکاري مطبوعات وايي په دې لېدنه کې د چين سفير په دوه اړخیزه اړيکو د خبرو سره د داسو بريد په اړه د روانو پلټنو زر تر زره سرته په رسولو اتفاق کړی دی.