ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د طالبانو ویاند د تخلیې اړوند خپلو څرګندونو په اړه وضاحت ورکړ

بهر ته د افغانانو د تګ د بندیز په اړه د ګڼ شمېر کسانو تر اعتراض وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن سې شنبه مارچ لومړۍ (کب لسمه) د خپلو تیرو څرګندونو په اړه وضاحت ورکړ.

01.03.2022 امریکا غږ

اوکراین او د امریکې اقتصاد د صدر بایډن د سټېت اف دي یونین تقریر اهم ټکي ګڼل کېږي

د امریکې صدر جوبایډن د نهې، سه شنبې، په ورځ کانګرس ته "سټېټ اف دي یونین" تقریر کوي او امکان دی چې په اوکراین د روس یرغل، د امریکې اقتصاد او د کرونا وبا به یې د وېنا په اهم ټکو کې شامل وي.   سټېټ اف دي یونین نومې تقریر د اييني تقاضا وي چې ترمخه یې د امریکې صدر د کانګرس دواړو ایوانونو ته د خپل حکومت کار ګزاري بیانوي.   د کانګرس غونډې ته به صدر بایډن وېنا د واشنګټن په وخت د ماسخوتن نهه بجې کوي او ټېلې وژن چېنلې او د وایت هاوس د وېب پاڼې نه به نېغ په نېغه خپريږي.    د وي او ای د رپورټ ترمخه سږ کال صدر بایډن سټېټ اف دي یونین تقریر په خصوصي توګه حساس وخت کې کوي.     د امریکې د کانګرس په تحفظ مامور کېپيټل پولیس د اتوار، یکشنبې، په ورځ سټېټ اف دي یونین تقریر په موقع کانګرس د امنیت دپاره خصوصي ګامونه پورته کړی شوي دي.    د سټېټ اف دي یونین تقریر په اړه امریکايي چارواکو وي او ای ته وویل د صدر بایډن په تقریر کې به د کور دننه څلورو اقتصادي ترجیحاتو ته توجه ورکولی شي چې پکې د امریکې اقتصادي پېداوار زیاتول، د اقتصادي طلب او رسد لړۍ سمول، د بنیادي ضرورت شیانو قیمتونه کمول، وړو کاروبارونو ته تحفظ ورکول او د ښه معاش روزګارونو په لاړه کې خڼدان لرې کول دي. صدر بایډن به په اوکراین د روس د یرغل او په پراخه کچه نړۍ دپاره خپل نظر وړاندې کوي. د وایټ هاوس ترجمانې جېن ساکي وویل صدر بایډن به د اوکراین د کړکېچ په ګڼو اړخونو خبرې کوي. جېن ساکي وویل صدر بایډن به هغه اقدامات بیانوي چې هغه د جمهوریت او د اوکراین د ملاتړ دپاره اخېستي دي. هغه وویل صدر بایډن به د هغو ګامونو ذکر هم کوي چې په اوکراین د روس د یرغل اثرات په نړیوال اقتصاد او امریکایانو کم کړی شي. د وي او ای د رپورټ ترمخه ورستۍ نظر پوښتنې یا سروی ښيي په ولسي کچه د صدر بایډن د مقبولیت شرح کمه شوي ده. د هغه د صدارت په لومړو ورځو کې، د ګېلپ سروی ترمخه، 57 فیصد امریکایانو ګڼل چې د صدر بایډن ښه کار کوي. د دې میاشتې د ګېلپ سروی ترمخه 41 فیصد امریکایان ګڼي چې صدر بایډن ښه کار کوي.  د ګل، دوشنبې، په ورځ په ایوان نمایندګان یا هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز کې د حزب اختلاف ريپبلېکن پارټۍ د غړو مشر کېون مېک کارتي وویل د نهې، سه شنبې، په ماسپښین به د سټېټ اف دي یونین تقریر ته متوازي دستوره کوي او په هغو مسلو به خبري کوي چې د هغه په قول د صدر بایډن حکومت نظر انداز کړي دي چې پکې د امریکې په ښارونو کې د جرمونو زیاتېدل، د امریکې په جنوبي پوله ګډوډي، افراط زر یا ګراني او په تعلیم کې ځنډ.  د وي او ای رپورټ وايي په عمومي توګه امریکايي صدران په سټېټ اف دي یونین تقریر کې د کور دننه مسلو او په خپلو تګلارو خبرې کوي.  

01.03.2022 ډیوه

دپښتونخوا حکومت وایي افغانستان سره تجارت لپاره درې نورې لارې خلاصوي

 دخېبر پښتونخوا د تجارت وزير عبدالکريم خان ويلي حکومت په قبايلي ضلعه کرمه کې افغانستان سره د دريوؤ نورو تجارتي لارو پرانستو پلان لري۔ ځايي سوداګر وایي د افغانستان سره د تجارت د پاره خرلاچي لاره د وړاندې نه پرانستل شوې خو ځايي خلکو ته ډيري ګټې په لاس نه ورځي ځکه چې زياتره پرې يوازې برامدات کيږي۔ د تجارت وزير عبدالکريم خان کرمې ضلعې ته دسفر په مهال ځايي خلکو ته ويلي د خرلاچۍ ترڅنګ به درې نورې لارې د افغانستان سره د تجارت د پاره پرانستل کيږي، نوموړي وويل يوه لار د پاکستان وزيراعظم عمران خان څلورويشت ساعته پرانسته او دا نورې به د منتخب نماینده ګانو په ذريعه پرانستل کيږي. "په کومو لارو چې امنيت په ځايې دی هغه به د افغانستان سره د تجارت د پاره پرانستل کيږي او دې سره تجارت وده ومومي" ځايي خلکو ډيوه ته وويل قبايلي ضلعه کرمه د افغانستان درېوؤ بېلا بېلو ولایتونو سره پوله لري، په دغه پوله د خرلاچۍ لاره د وړاندې پرانستل شوې ده، ددې ترڅنګ تري مېنګل لار،بوړکۍ او شورکو لارې داسې دي چې د تجارت د پاره پرانستل کېدي شي، دسیمې دخلکو په وینا دغو لارو باندې به په پوله د ازغن تار لګېدو نه وړاندې تجارت کيدو خو بيا د امنيت د خرابې وضعې او ازغن تار لګېدو له امله دغه لارې بندې کړی شوې، په کرمه کې د سوداګرو د اتحاديې نایب صدر نذير احمد ډيوه ته وويل د افغانستان سره د تجارت د لارو د پرانستو هرکلی کوي خو دغې نه ځایي خلکو او سوداګرو ته کومه ډيره ګټه نه رسيږي، نوموړي وويل په خرلاچي لاره د پاکستان سبزي، ميوې او نور ګڼ شمېر مالونه افغانستان ته وړل کيږي، خو بيا د افغانستان نه يوازې دکویلې یا سکرو راوړلو اجازت دی کوم چې ځايې خلکو او سوداګرو ته کومه ګټه نه رسوي۔ "یوازې کویله د افغانستان نه راوړل کيږي، دغه لویې سوداګر راوړي، ځايې خلک او سوداګر دغه لارو پرانستو نه ګټه نه شي پورته کولی تر څو چي د افغانستان نه هم د برامداتو اجازت نه وي ورکړل شوی" د کرمې نه د قامي اسمبلۍ غړي فخر زمان ډيوه ته وويل د افغانستان نه په برامداتو کوم بنديز نشته کوم څيز چي قانوني وي هغه راوړل کيدي شي، نوموړي وويل د ځايي سوداګرو د پاره  پولې ته نزدې د منډهۍ جوړول يې په پام کې دي او په هغې کار روان دی ، چې ورسره به د افغانستان سوداګر او د کرمې ځايي سوداګر هغه بازار ته د خرڅ د پاره سامانونه راوړي چې ورسره به دواړو خواؤ سوداګرو ته ګټه رسي او اسانۍ به پېدا کیږي۔ "په پوله د بازار جوړولو وړانديز مو کړی دی، د سيمي خلک به خپل پېدوار دغه بازار ته راوړي دلته به د افغانستان سوداګر هم راځي، او د دواړو خواؤ سوداګر به ترې ګټې پورته کوي" د افغانستان سره دا وخت د چمن، غلام خان،خرلاچۍ،انګور اډې او تورخم لارې پرانستې دي، د مومندو ګورسل او د باجوړ نواپاس لاري لا اوس هم تړلې پرتي دي، په دې وروستيو کې د پاکستان او  افغانستان د ګډ چېمبر اف کامرس مشرانو ويلي  د دواړو هېوادونو دتجارت کچه په نزديو کې د يو بيلېن ډالره نه هم راکمه شوې ده، وړاندي دا کچه د پينځوؤ بيلینو ډالرو پورې  ؤ خو بيا د پولو تړل کیدو، د افغانستان دبېنکي نظام دبندیزونو سره دمخ کیدو او نورو ګڼ شمېر وجوهاتو له امله د تجارت دغه کچه راکمه شوې ده،

01.03.2022 ډیوه

پر ښځو محدودیتونه او کور په کور تالاشي؛ پر طالبانو انتقادونه په زیاتېدو دي

د سفر په برخه کې د طالبانو له لوري پر افغان ښځو محددویتونه او په کابل کې د کور په کور تالاشۍ په اړه انتقادونه مخ پر ډېرېدو دي. یوه مېرمنه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي، کلونه یې په افغانستان کې د بهرنیو ادارو سره کار کړی او تمه یې وه چې نږدې وخت کې له افغانستانه ووځي، خو په خبره یې بهر ته د طالبانو له لوري په سفر محدودیتونو یې اندېښنې لا پسې زیاتې کړي دي. دا چې فکر کوي افغانستان کې يې له اقتصادي او امنیتي اړخه ژوند نه دی تظمین، له طالبانو غواړي، بهر ته د مېرمنو په سفر محدودیتونه لېرې کړي. نوموړې زیاتوي: "موږ دلته په یو بد روحي، اقتصادي او امنیتي حالت کې یو، ان یوه مړۍ ډوډۍ نه شو پیدا کولی، نه پوهېږو په دې شکل څنګه خپل ژوند مخته یوسو؟" په ورته کې وخت کې په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره او د مېرمنو د حقونو فعاله شکریه بارکزۍ وایي، بهر ته سفر کول د هر افغان حق دی او طالبان نه باید له خلکو دا حق واخلي. اغلې بارکزۍ زیاتوي: "دا چې طالبان له خلکو دا حق اخلي او د خلکو په حقونو پښې ږدي موجه دلیل او غیر موجه دلیلونه ورته لټوي دا په حقیقت کې هغه څه دي چې طالبان غواړي په دې شکل ټول افغانان یرغمل کړي." د طالبانو حکومت تېره اونۍ اعلان وکړ چې له دې وروسته ښځې له شرعي محرم پرته نه شي کولی له افغانستانه بهر سفر وکړي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، د هغو افغانانو چې له کوم موجه دلیل پرته بهرنیو هېوادونو ته د تګ اراده لري، مخه ونیول شي. د طالبانو دا پرېکړه په نړیواله کچه هم غندل شوې. مخکې تردې د بشري حقونو د څار سازمان هیومن رایټس واچ  د ښځو د چارو مسولې هیدر بار ازادي راډيو ته ویلي و چې د طالبانو دغه نوی اقدام په افغانستان کې پر ښځو د محدودیتونو د زیاتوالي څرګندونه کوي او د اندېښنې وړ دي. تازه بیا د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت شارژدافیر هوګو شارټر بهرته پر افغان مېرمنو د سفر د محدودیت په اړه اندېښنه ښودلې او لیکلي یې دي چې نړۍ لاهم د طالبانو کړنې څاري. نوموړي لیکلي: "زه پر طالبانو غږ کوم چې ژر تر ژره دې د خپلو څرګندونو په اړه وضاحت ورکړي، نړۍ اوس هم د طالبانو چلند څاري، د طالبانو دا ډول کړنې له نړیوالې ټولنې سره کړیو ژمنو او د افغانانو باور ته زیان رسوي." د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت شارژدافیر دغه شان په کابل کې د طالبانو د تصفیوي عملیاتو په اړه هم ژوره اندېښنه ښودلې. هوګو شارټر په پر خپل ټویټر لیکلي دي چې د کورونو تالاشي، تهدیدول، نیول او له خلکو سره تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی باید طالبان خپله دا چاره ژر تر ژره ودروي. طالبان که څه هم تازه په دې اړه څه نه وایي، خو وړاندې یې ویلي و چې دغه عملیات په کابل کې د ورانکاره فعالیتونو او جنایتونو د مخنیوي په هدف پیل شوي او په ترڅ کې یې د نوموړي په خبره انسان تښتونکي، غله او نور جنایت کاران نیول کېږي.

01.03.2022 ازادي راډیو

د دوحې د توافقنامې دوهمه کالیزه؛ طالبان له نړۍ سره نیکې اړیکې غواړي

د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر له خلکو په ځانګړي ډول له مسلکي کسانو او ځوانانو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې پاتې شي.

01.03.2022 امریکا غږ

عمران خان تېل او بجلي ارزان کړي خو پېسې به یې د کوم ځای نه ورکوي

د پاکستان وزيراعظم عمران خان په ملک کې د تيلو يو ليټر لس روپۍ او بجلۍ پينځه روپۍ ارزانولو اعلان کړی، خو د نوموړي په دغه اعلان پوښتنې راولاړې شوي چې د دې پېسې به د کوم ځای نه ورکوي. عمران خان تېره شپه (په 28 فرورۍ) په ټيلي ويژن قام ته په وېنا کې وويل، د نورو ملکونو په پرتله په پاکستان کې د تیلو بيعې اوس هم کمې دي. هغه وویل د تيلو او ګېس د انتظام ادارې ورته سمري لېږلې چې د پټرولو او ډيزلو بيعې به ورته لس روپۍ سېوا کول وي ځکه چې په دنیا کې تېل ګران شوي دي. خو نوموړي وویل، "د لسو روپو سېوا کولو په ځای مونږ فېصله کړې ده چې د پټرولو او ډيزلو بيعې لس روپۍ راکموو". عمران زياته کړه، "بجلي 60 فيصده د بهر نه راغوښتونکو تيلو باندې جوړيږي"، هغه د بجلۍ د بيعو کمولو هم وويل چې، " مونږ دا فېصله هم کړې ده، چې د بجلۍ د يو يونټ بيعه پينځه روپۍ راکموو او د دې سره به د 20 فيصده نه تر 50 فيصده پورې بلونه راکم شي". د عمران خان د دغه وېنا وروسته په ټولنيزو رسنیو که يو لور ته د عمران خان د تیلو او بجلۍ د بيعو کمول ستایل کیږی نو بل لور ته خلک دا پوښتنې هم راولاړوي چې د پاکستان اقتصاد د وړاندې د مشکلاتو سره مخ دی د دې پېسې به د چرته نه ورکوي. جرنلسټ فهد حسېن دغه پوښتنه په ټویټر ليکلې ده چې، "وزيراعظم عمران خان د اقدامات اعلان وکړو، خو د دې دپاره به پېسې د چرته نه راوړي". جرنلسټ او د اقتصادي چارو کار پوهه وکیل الرحمان وايي، عمران خان دا سياسي اعلانونه کړي دي، ځکه چې په ملک کې د پاکستان تحریک انصاف د حکومت پرضد مخالفه ګوندونه لاريونه او احتجاجونه کوي. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، حکومت به د نورو شعبو نه دې پله پېسې راړوي، او په راتلونکې کې به د ټېکس د لارې دغه پېسې جمع کوي. نوموړي زياته کړه د دې نتيجې به په بجټ کې ليدل کیږي او اثر به يې مخې ته راځي ځکه چې مخامخ داسې څه نه ښکاري، چې تېل ارزان شوي يا ارزانيږي. هغه وویل، حکومت به د پرمختيايي کارونو رفتار راکم کړي، او احساس پروګرام کې ښايي دوی مخکې کوم بل پروګرام پېل نه کړي، او د تېلو د دې اوسنۍ ارزانۍ اثر به کال يا شپږ میاشتې پس په داسې حال کې وليدل شي چې د ټېکس هدف به پسې زياتولی شي. د تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوند مسلم ليګ ن هم په عمران خان نيوکې کړي چې "د خپلې نوکرۍ بچ کولو دپاره یې د بجلۍ او تيلو د قيمتونو راکمولو ناکامه کوشش کړی دی". خو عمران خان په خپله وېنا کې دا هم ويلي، چې که د مخالفه ګوندونو سره د قيمتونو راکمولو يا په ځای ساتلو کومه لار وي هغه دې ورته وښايي.

01.03.2022 ډیوه

اوکراين او روس د خبرو دوېم پړاو ته تيار دي

د روس او اوکراين دواړو حکومتونو ويلي، ماسکو او کيف به د سولې د خبرو دوېم پړاو کوي، په داسې حال کې چې د ګل/ دوشنبې په ورځ د بېلاروس په پوله د خبرو په لومړي پړاو کې د اوکرايني پلاوي مشرانو په سمدستي ډول د ډز بندۍ او د روس د پوځ د بيرته ويستلو غوښتنه کړې ده. د دواړو هېوادونو د لومړي پړاو په پينځه ساعته خبرو کې ډز بندي نه ده شوې، د اوکراين د کورنیو چارو وزارت ويلي، په کیف کې د روس په بمبارۍ کې ګڼ شمېر عام ملکي وګړي وژل شوي او په لسګونو ژوبل شوي دي. امریکايي چارواکو د دواړو ملکونو په خبرو کې د روس په ارادو شک څرګند کړی دی. د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند نېډ پرايس ویلي، "د ټوپک او ټېنک په شپېلۍ يا په زور سفارتکاري سمه سفارتکاري نه ده، مونږ تيار يو او غواړو، څنګه چې اوکراين او يورپي اتحاديان د سمې سفارتکارۍ د لارې د شخړې ختمول غواړي". بل لور ته د روس د خبرو استازي ولاديمیر مېډنسکي د ګل په ورځ ويلي، د روس هدف دی چې داسې لوظنامه وشي چې د داړو غاړو په ګټه وي. د امریکا د دفاع يو لوړ پوړي چارواکي ويلي، د اوکراين مزاحمت د روس د پوځ مخه نيولې او د پينځه ورځو د جګړې وروسته هم روس د اوکراين يو ښار نه دی نيولی. بل لور ته د اوکراين صدر ولاديمیر زيلنسکي د ګل په ورځ په يورپي يونين غږ کړی دی چې هېواد ته يې په سمدستي ډول د بلاک غړيتوب ورکړي. نوموړي په يو ويډيو پېغام کې د اوکراين په يورپي يونين کې د شاملېدو خواست لاسليک کړی دی. د نېټو سيکرټري جنرل سټولټنبرګ ویلي، د اوکراين د مشر سره يې په ټيليفون خبرې کړي، د نېټو اتحاد اوکراين ته د ډيفنس میزايلي، د ټېنک ضد وسلې، بشري او مالي مرستې ورکوي. روس د اوکراين پرضد جګړې په پينځمه ورځ هم د سفارتي او اقتصادي فشار سره مخ دی، او په مرکزي بېنک يې د بندېزونو له امله پېسه نوره غورځېدلې ده. يورپي يونين د ګل په ورځ په نورو 26 روسيانو بندېزونه لګولي، چې ورسره د دغه هېواد د بندېزونو سره مخ کسانو شمېره 680 ته رسېدلې ده. روس پرون اعلان کړی چې د 36 ملکونو دپاره یې خپل هوايي حدود تړلي دي، دا وروسته له هغې چې يورپي يونين د روسي الوتکو دپاره فضايي حدود بند کړي دي. هلته د ګل په ورځ د امریکا صدر جوبايډن هم د اتحاديانو سره خبرې کړي چې د اوکراين ملاتړ دوامداره وساتي، په روس نور بندېزونه ولګوي او حساب ترې واخلي. د روس د کريملن ویاند ډيمتري پيسکوف د ګل په ورځ خبريالانو ته ویلي، "يورپي يونین د روس سره د دشمنۍ په رويه بوخت دی او اوکراين ته وسله ورکوي او دا کار ډېر خطرناک او د بې ثباتۍ سبب جوړيږي".

01.03.2022 ډیوه

عمران خان ويلي، د روس نه به غنم او ګېس درامد کوي

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي، د روس نه به دوه ملينه/ 20 لکه ټنه غنم او ګېس درامد کوي او د روس سره يې دوه اړخيزه معاهدې کړي دي. عمران خان د زيارت په ورځ د روس په سفر کې د صدر ولاديمير پيوټن سره ليدلي، دغه ليدنه په داسې حال کې شوې چې روس په اوکراين يرغل کړی، او د د لويديځ هېوادونه په اوکراين د بريد په سر د روس په يواځې کولو ټينګار کوي. پاکستان کې د وزیراعظم عمران خان د روس په سفر نيوکې کيږي چې دغه سفر به پاکستان ته د ګټو رسولو په ځای د تاوان سبب وګرځي. خو عمران خان تېره شپه (په 28 فرورۍ) په ټيلي ویژن قام ته په وېنا کې وويل، روس ته ځکه تللی وو چې د هلته نه به دوه ملينه ټنه غنم درامد کوي، يا راغواړي، او دوېمه دا چې د روس سره یې معاهده شوې د هلته نه به ګېس هم درامد کوي. عمران خان وويل، وخت به په خپله اووايي، چې د دوی د روس په سفر کې ګټور بحث شوی وو. په اوکراين د بريد وروسته په روس، امريکې او د لویديځ هېوادونو بندېزونه لګولي دي، ځکه تنقيد کوونکي د اسلام اباد او ماسکو په اقتصادي همکارۍ شک کوي. د پيوټن سره د عمران خان د ليدنې وروسته پاکستان ويلي وو، وزيراعظم د روس او اوکراين ترمنځ په تازه شخړه افسوس څرګند کړی او ويلي وو پاکستان تمه لري چې دغه شخړه به د پوځي طاقت په ځای د سفارتکارۍ د لارې هواره شي. پاکستان د دغه سفر په اړه ويلي، دا د وړاندې نه ټاکل شوې دوره وه. عمران خان په خپله وېنا کې دا هم وويل، چې د نړۍ حالات په تېزۍ سره بدليږي او اغېزې يې په پاکستان هم کيږي، هغه وويل چې د يو خپلواکه هېواد خارجه پاليسي د ملکي ګټو دپاره وي، او هغه تل ازاده خارجه پاليسي غوښتې ده. عمران خان د روس پرضد افغان جګړه کې د امريکا په ملاتړ او ترهګرۍ پرضد جګړه کې د پاکستان په برخه اخستو نيوکې وکړې او وې يې ويل دغې پاليسۍ پاکستان ته غټ ځاني او مالي تاوان اړولی دی. خو څيړونکي وايي د پاکستان خارجه پاليسي نه پخوا او نه اوس ازاده ده،د څيړونکو په نظر د پاکستان خارجه پاليسي وړاندې هم او اوس هم د پوځ او اسټبلشمنټ په لاسو کې پاتې شوې ده، چا چې پاکستان په لومړي ځل د ډلو سياست ته بوتللی دی. د پېښور پوهنتون د نړيوالو چارو د څانګې استاز ډاکټر خورشيد خان وي او اې ډيوه ته ويلي، د پاکستان خارجه پاليسي په تاريخ کې کله ازاده نه ده پاتې شوې او زما په خيال اوس هم ازاده نه ده. هغه وويل، که وګورو د پاکستان که د چين سره د مغرب سره، د افغانستان او هند سره تعلقات دي نو دا پاليسي ادارې جوړوي. عمران خان په ملک کې د تيلو او بجلۍ د کمولو اعلان وکړو او وې ويل د تيلو او ګېس د انتظام ادارې (اوګرا) ورته د لسو روپو ګرانولو سپارښتنه کړې خو د تيلو د بيعو سېوا کولو په ځای لس روپۍ تېل ارزانوي، او د بجلۍ قيمتونه پينځه روپۍ کموي او حکومت به په دغې سبسډي ورکوي. نوموړي په ملک کې د الېکټرانيکي جرمونو په قانون پيکا 2016 کې د بدلون دفاع وکړه او وې يې ويل، پاکستان کې د صحافت د ازادۍ په نوم مافيا ناسته ده، او زياته يې کړه پيکا قانون ځکه ضروري دی چې دلته څوک د تپوس نشته. هغه وويل د پيکا قانون د صحافت د ازادۍ سره هيڅ تعلق نشته، او ښه صحافيان په دې قانون خوشاله دي. خو پاکستان کې د جرنلسټانو تنظيمونه په پيکا قانون کې بدلون رد کړی او پرضد يې احتجاجونه پېل کړي دي. عمران خان په خپله وېنا کې د خپل حکومت د معاشي پاليسيانو دفاع وکړه او د ځينو پروګرامونو اعلانونه يې هم وکړل. (په دې خبر کې ځينې مالومات د وي او اې انګرېزۍ د خبريال اياز ګل او ډيوه خبريال الياس خان د رپوټونو څخه شامل کړی شوي دي).

01.03.2022 ډیوه

امریکا کې یو تن خپل ځان او درې اولادونه وژلي

د امریکا په متحده ایالاتو کې پولیس وایي یو تن په کلیسا کې دننه لومړی خپل درې اولادونه او بیا خپل ځان ویشتی او وژلی دی.

01.03.2022 امریکا غږ

کولمبیا او امریکا د لومړي ځل لپاره د اتومي اوبتلونو ګډ نظامي تمرینات کوي

پداسې حال کې چې په اوکراین کې د روسیې په یرغل کې جمهور رئیس ولادمیر پوتین خپلو اتومي ځواکونو ته د تیارسۍ امر کړی، متحده ایالاتو د کولمبیا سره په اتومي وسلو د سمبالو اوبتلو ګډ نظامي تمرینات پیل کړي.

01.03.2022 امریکا غږ

امریکا په ملګرو ملتونو کې ۱۲ روسي دپلوماتان د جاسوسۍ په تور باسي

متحده ایالاتو دوشنبه فبروري ۲۸ ( کب۹) ویلي چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د مسکو د استازولۍ ۱۲ دپلوماتان د جاسوسۍ د فعالیتونو په خاطر د امریکا څخه باسي.

01.03.2022 امریکا غږ

پر افغان ښځو د سفر محدودیتونه؛ بار: بېرونکې ده چې ښځې په بندیانو بدلې شوې

د بشري حقونو د څار سازمان هیومن رایټس واچ پر افغان ښځو د سفر کولو په برخه کې د طالبانو له خوا نوي لګول شوي محدودیتونه د اندېښنې وړ بولي.  د دغه سازمان د ښځو د چارو مسولې هیدربار تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو دغه نوی اقدام په افغانستان کې پر ښځو د محدودیتونو د زیاتوالي څرګندونه کوي.  نوموړې وايي: "مهمه ده چې دا په یاد ولرو چې که له کوره د وتلو ازادي او اجازه ونه لرئ، نه شئ کولی چې په نورو حقوقي مسایلو کې ښکېل شئ. یعنې نه شئ کولئ، کار، ښوونځي او روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ولرئ او له کورني تاوتریخوالي خوندي شئ. دا ډېره بېرونکې ده چې ښځې په خپلو کورونو کې په بندیانو بدلې شوي دي."  د طالبانو حکومت د تېرې یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له دې وروسته ښځې له شرعي محرم پرته نه شي کولی چې له افغانستانه بهر سفر وکړي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، د هغو افغانانو چې له کوم موجه دلیل پرته بهرنیو هېوادونو ته د تګ اراده لري، مخه ونیول شي. د طالبانو له دغه اقدام سره هممهاله په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د کور په کور تلاشیو هم غبرګونونه پارولي. د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر اندرېس فون برانټ له طالبانو غوښتي چې د تلاشي دغه عملیات سمدستي ودروي.  هغه په یوه ټویټ کې ویلي چې اروپا په اوکراین کې د پوتین پر جګړې سربېره د طالبانو کړه وړه هم څاري.  د افغانستان لپاره د جرمني سفیر مارکوس پوتزل هم ویلي چې د کور په کور تلاشیو او د هغو کسانو پر وړاندې چې جنایتکار بلل کېږي، د وېرې او تاوتریخوالي د ایجادولو په اړه ترلاسه شوېو راپورونو ته اندېښمن دی.  هغه پرون دوشنبې په یوه ټویټ کې ولیکل، د طالبانو د حکومت دغه اقدام به تر ډېره حده په افغانستان کې عادي خلک زیانمن کړي.  د کابل یو شمېر اوسېدونکو ویلي چې طالبان په ښار کې په جدي توګه د کور په کور تلاشۍ مخ ته وړي.  د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، دغه عملیات په کابل کې د ورانکاره فعالیتونو او جنایتونو د مخنیوي په هدف پیل شوي او په ترڅ کې یې د نوموړي په خبره انسان تښونکي، غله او نور جنایت کاران نیول کېږي، خو دې ته په پام چې یو شمېر نړیوالو ادارو او دولتونو په افغانستان کې په دې وروستیو میاشتو کې د یو شمېر ښځینه فعالانه د لا درکه کېدو په اړه د خطرزنګ وهلی، ښایي دغه عملیات د هغو ښځینه فعالانو خوندیتوب لا له خطر سره مخامخ کړي چې د طالبانو ضد د خپلو حقونو لپاره غږ اوچتوي.   

28.02.2022 ازادي راډیو

د دوحې هوکړه ۲کلنه شوه؛ معصوم ستانکزی: لا هم دا هوکړه په ازمون کې ده

پوره دوه کاله وړاندې له اتلس کلنې جګړې وروسته د امریکا او طالبانو د پلاوېو ترمنځ هوکړه، هغه هوکړه چې د ډېرو په باور د بهرنیو ځواکونو وتلو او دغه شان افغانستان کې یې د جمهوري نظام د کمزوري کېدو او دغه هېواد کې د طالبانو بیا واکمنېدو ته یې زمینه برابره کړه.  د طالبانو په استازیتوب په قطر کې د دوی د هغه مهال د سیاسي دفتر مرستیال ملا عبدالغني برادر او د امریکا په استازیتوب د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دغه تړون لاسلیک کړ.   دې هوکړه کې چې د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري په ۲۹مه نېټه دوحه کې لاسلیک شوه، امریکا ژمنه وکړه چې د ۲۰۲۱ کال د "مې" میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې به خپل ټول ځواکونه له افغانستان وباسي او طالبانو بیا له امریکا سره هوکړه وکړه چې د القاعدې په ګډون له ټولو تروریستي ډلو سره خپلې اړیکې پرې کوي.     که څه هم چې د افغانستان تېر جمهوري نظام دا ادعا درلوده چې د هوکړې په جریان کې نه دي پرېښودل شوي، خو هوکړه کې راغلي و چې د افغانستان حکومت به ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي او له هوکړې درې میاشتې وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیل شي.   د دغه مواردو په شمول دې تړون کې په اوربند او د تاوتریخوالي په کمښت هم ټینګار شوی و، خو د دې تړون هېڅ یوه برخه هم په خپل ټاکلي وخت عملي نه شوه، امریکایي ځواکونه په درې میاشتني ځنډ له افغانستانه ووتل، د طالبانو ۵۰۰۰ بندیانو له شپږ میاشتني ځنډ وروسته خوشې شول، بین الافغاني مذاکرات هم په شپږ میاشتني ځنډ سره پیل شوه، طالبانو تاوتریخوالی هم کم نه کړ او د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ القاعده شبکې سره یې خپلې اړیکې هم پرې نه کړې، که څه هم طالبان ورستی مورد ردوي.   د افغانستان د تېر جمهوري نظام د سولې د مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی ازادي راډیو ته وویل چې د هوکړې د رامنځته کېدو په بهیر کې د افغانستان جمهوري نظام څنډې ته کړل شو نو ځکه د دې تړون د تطبیق پر وړاندې ستونزې رامنځته شوې، او له امله یې په افغانستان کې روان وضعیت رامنځته شو. ستانکزي زیاته کړه: "دوهم دا چې د عملي کېدو او د تطبیق برخه کې ستونزې موجودې وې، هغه برخه چې د بین الافغاني مذاکراتو یوې نتیجې ته د رسېدو په خاطر وه او په دې خاطر وه چې د یو سیاسي جوړجاړي له لارې نه هر اړخیز او همه شموله چوکاټ کې ټولو ته د ګډون زمینه برابره شي او افغانستان کې د یو مشروع له لارې نه واک ولېږدول شي دا برخه نه تنها دا چې عملي نه شوه بلکې نیمګړې پاتې شوه او درېیمه دا چې مخکې له دې چې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي، په ډېره عجله په نظامي برخې باندې فشار راوستل شو او له همغه لارې واک ترلاسه شو."  د افغانستان د مخکیني نطام د سولې مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي هم وايي چې د دوحې تړون د افغانستان د جمهوري نظام سقوط ته لاره هواره کړه: "د سولې خبرو کې د افغانستان د نظام څنډې ته کولو سره د طالبانو راتګ ته زمینه برابره شوه؛ ما خپله د مذاکراتو په لړ کې د طالبانو په چلند کې بدلون لیده. په تړون کې راغلي و چې 'اسلامي امارت'، د دې کلمې ذکر کول په تړون کې د جمهوري نظام لپاره یو بدیل و."     که څه هم د دوحې په تړون کې یوه مهمه برخه د بین الافغاني مذاکراتو پیل و او د دې کار لپاره د دواړو لوریو له خوا پلاوي هم جوړ شو، خو دغه مذاکرات هېڅکله په دوامداره توګه ترسره نه شوه.     له دې سره سیاسي ګوندونو هم د پلاوی په جورښت نیوکې درلودې او مرکچي پلاوی یې ټول شموله نه ګاڼه.     د حزب اسلامي د رهبري شورا غړی همایون جریر وایي چې د دوحې تړون تر ډېره د امریکا له خوا عملي نه شو: "بین الافغاني مذاکرات باید پیل شوي وای او د افغانستان ټولو سیاسي خواوو باید په کې ګډون کړی وای او له سولې وروسته د نظام په تړاو باید هوکړې ته رسېدلي وای، په وار-وار زمینه مذاکراتو ته برابره شوه، خو ښاغلي غني دغه بهیر خراب کړ. امریکایانو کولی شو چې له بېلابېلو لارو له خپل نفوذه استفاده وکړي او ښاغلی غني سولې ته چمتو کړي، خو دا کار یې ونه کړ، ځکه د امریکا سیاست دا و چې افغانستان کې پراکندګي رامنځته شي او د دوحې تړون ټولې برخې پلي نه شي."    خو مخکیني جمهوري نظام او په ځانګړي ډول ګوښه شوي جمهور رییس غني ته تل ویل، چې بین الافغاني سولې ته ژمن دی.     که څه هم چې د امریکا د بهرنیو چارو مخکیني وزیر مایک پمپیو هماغه مهال 'اې. بي. اېس' ټلوېزوني شبکې سره د خبرو پرمهال ویلي و چې د دوحې تړون دوه محرمې برخې هم لري چې'کانګرس' ته به وړاندې شي، خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه هوکړه لیک د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۱۱مه نېټه د رایو په قاطع اکثریت تصویب کړ، خو د دوو کلونو په تیرېدو سره لاهم د دې هوکړه لیک د دوه محرمو برخو د جزییاتو په تړاو څه نه دي ویل شوي.   ازادي راډیو د افغانستان د مخکیني نظام د مرکچي پلاوي له مشر معصوم ستانکزي نه پوښتنه وکړه چې دغه دوه محرمې برخې څه وې؟ خو ښاغلي ستانکزي د دې پوښتنې په ځواب کې په لیکنې بڼه وویل چې په دې تړاو به بل وخت خبرې وکړي.   خو اوس مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دقتر مشر سهیل شاهین چې د دوحې تړون د لاسلیک کېدو پرمهال د دې پلاوي غړی و، ازادي راډیو ته یې وویل: "نه داسې څه نشته. توافقنامه دوه برخې لري، یوه په خپله توافقنامه ده او بل یې مېکانېزم یا تشریح ده. له دې علاوه، موږ له امریکایانو سره لیکلي بل څه نه لرو."  د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم وایي چې د دوی د دوحې تړون ټولې برخې پلي کړي، خو د امریکا له خوا  تر اوسه دغه تړون په بشپړه توګه نه ده پلې شوې.  مجاهد زیاتوي: "د اسلامي امارت د ټولو مشرانو چې په تور لېستونو کې دي، د دې لېستونو ختمول تر اوسه نه دي شوي. د افغانستان لپاره چې اوس کوم خارجیان چې بېرته راځي هغوی سره د ښه تعامل د زمینې مساعدېدل په ډپلوماټیکه برخه کې، تراوسه دا کار نه دی شوی او بله خبره دا چې افغانستان  چې کوم مالي بندیزونه لګېدلي دي یا زموږ په سرمایو او تاجرانو باندې جې کوم بندیزونه وو او یا زموږ په پشتیبانه باندې بندیزونه، دا هغه څه دي چې دوحې تړون سره اړخ نه لري او اوس هم موږ امیدواره یو چې د ښه اړیکو لپاره ګامونه واخېستل شي."    دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنېدو وروسته هم په دوی د نړیوالو له خوا دا انتقادونه موجود دي چې له ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول القاعده شبکې سره یې اړیکې نه دي پرې کړي.   له دې ټولو سره-سره د افغانستان د مخکیني نظام د سولې د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي وايي، اوس هم د دوحې تړون په ازمون کې دی.     هغه ازادي راډیو ته وویل: "د دوحې تړون ظاهراً اوس هم د امتحان په حال کې دی، د افغانستان خلک اوس هم له بشري ناورینه ځوریږي. افغانستان کې چې کله هم نوی نظام راغلی، خپلو مخالفینو لپاره یې یوه بهانه لټولې ده، موږ هغه مهال تل پاتې سولې ته رسېږو چې افغانان د مصؤنیت احساس وکړي."     که څه هم د دوحې له تړون وروسته افغانستان کې هېڅ امریکایي سرتیری ونه وژل شو خو د اګسټ په میاشت کې په بېړه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال ۱۳ امریکايي سرتیري ووژل شول. دغه امریکايي سرتیري د داعش په برید کې چې د ۱۷۰ افغانانو ژوند یې هم واخېست ووژل شول او بلاخره د دوحې هوکړې د عملي کېدو نتیجه دا شوه چې امریکايي ځواکونه له افغانستان ووتل، دغه هېواد کې جمهوري نظام ړنګ او طالبان واک ته ورسېدل.  

28.02.2022 ازادي راډیو

کوم هېوادونه له روسیې سره جګړې کې اوکراین ته وسلې ورکوي؟

نن دوشنبه په اوکراین باندې د روسیې د یرغل پنځمه ورځ ده. امریکا او اروپايی ټولنې دا برید غندلی دی.

28.02.2022 امریکا غږ

په اردن کې د ډبرو یا ګټو تر ټولو زړې معلومې ودانۍ موندل شوي

د اردن په سویل ختیځ دښته کې لرغونپوهانو د 9,000 کلونو یو پخوانی دودیز ودانی پیدا کړی دی. دا تر ټولو لومړنی معلوم ودانی دی چې د نیو لیتک ښکاریانو اباد کړی ؤ. ماهرین وايي چې دا ودانی داسې اشارې ورکوي چې د زوړ تمدن په هکله د وسنيو دعوو نه لا هم ډیرپخوا په منځني ختیځ کې تمدن موجود ؤ. د اردن د لرغونو اثارو وزارت په دې وروستیو کې د جبل خشابیه د جنوب ختیځ دښتې د پلټو په سیمه کې د 9,000 کلونو پخواني او د تاریخ ترټولو زوړ انساني کاڼو، ګټو یا ډبرو د یو “وداني” موندلو اعلان وکړو. د اردن لرغونپوه وائل ابو عزيزه خبريالانو ته وويل: "دا تر اوسه د انسانانو په لاسو جوړ شوي تر ټولو زاړه کارونه یا ابادۍ دي." هغه وویل چې د نیو لیتیک ښکاریانو چې 9,000 کاله پخوا ژوند کولو نو دويي به د ځنګلي ځناورو د ښکار لپاره په ډله ایزه توګه کارکولو او د ځنارو د نیولو لپاره به یې د ګټو لوی لوی دیوالونه یا پوشتۍ جوړولې. په عمان کې د امریکایی څیړنیز مرکز لرغونپوه پیرس پاول کریسمن د دې انکشاف په اړه په خپله تبصره کې وویل چې دا ممکن ده چې دا وداني په اردن کې د موندل شوي د عین غزال مجسمې ودانیو څخه زاړه وي. "په دې کې هیڅ شک نشته چې دا د پام وړ موندنه ده. د عین غزال مجسمې په دودیز ډول یو څه زاړه او انساني اشکال ډېر مهم ګڼل کیږي، خو ممکن ده دا یو څه نور زوړ وي.” د نړیوالو لرغونپوهانو یوه ډله چې د امریکا څخه هم په کې شامل دي وايي دا انکشافونه ښیي چې څنګه د نوولیتیک وختونو ښکاریانو او د عراق د څو زره کلونو پخوانیو آشوریانو کارونه د پرمختللي تمدن لومړنۍ نښې نښانې ښودلې. په دې ځای کې د ماشومانو د لوبو هغه شیان هم موندل شوي چې د دې ښکاریانو لخوا جوړ شوي وو، ددې نه پرته د عربو په دښتوکې د ښکار لپاره د اوږدو سفرونو په حال کې په تیږو یا ګټو کې د انسانانو مخونه هم وښکل شوي. کرېسمېن وايي "دا په بشپړ ډول د یوې نیټې څخه د پیچلي فعالیت ثبوت دی چې د یوې کچې سازمان ترسره کوي چې موږ په هغه وخت کې په ټول ځای کې نه وینو او د هغه څه دمخه یو ډول دی چې موږ به یې نن ورځ د تمدن په توګه فکر وکړو" لرغونپوهانو وویل چې دا لوی موندنه کولی شي په مینځني ختیځ کې د لومړني انساني تمدن تصور بدل کړي.

28.02.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more