ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پاکستان: د سپريم کورټ پرېکړې د انصاف هيلې را اوچتې کړي

د پاکستان سپريم کورټ چې پرون د قومي اسمبلۍ د مرستيال سپيکر د بې باورۍ د تحریک، او اسمبلۍ ماتولو په اړه کومه پرېکړه کړې، سیاستوالو، د بشري حقونو فعالو، وکيلانو او نورو ګڼو خلکو يې ستاينې کړې خو ورسره يې هيله څرګنده کړې چې دا عدالتونه به د بې درکه خلکو د قضيو په ګډون د نورو بشري بنيادي اييني، قانوني حقونو په لړ کې هم انصاف ورکړي. د پاکستان پييپلز ګوند يو مشر او پخواني سېنيټر فرحت الله بابر په ټويټر ويلي، "نن د سپريم کورټ فېصلې دا امېدونه را اوچت کړي دي چې هم دغسې زړه ورې فېصلې به د کلونو راهسې په زوره د بې درکه کسانو په لړ کې هم وکړي، کومه چې د خلکو د بنيادي حقونو د اوږدې مسله ده". تېره ورځ د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر او شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په اسلام اباد کې د مخالفه ګوندونو ګډې خبري غونډې ته په وېنا کې د سپريم کورټ پرونۍ پرېکړې ته تاريخي ویلي دي، خو ورسره يې زياته کړې چې زمونږ امتحان به اوس د دې نه وروسته شورو شي. "زمونږ مسلې دومره حد ته رسيدلي چې په هغې کې ، ايکشن ان اېډ سول پاور ريګولېشن دی، ميليټرايزېشن دې، دلته په پښتونخوا، بلوچستان او کراچۍ او باقي علاقو کې د بې درکه کسانومسله ده، دا ټولې مسلې به اوس حل کول، او د دې مسلو د حل کولو زمه واري اوس په مونږ راځي، قوم چې کومې تمې لري هيله زمونږ مشرتابه (سياسي مشرتابه) به دغه تمې او هيلې پوره کړي". د پاکستان سپريم کورټ پرونۍ فېصله زياترو خلکو په دې الفاظ ستايلې چې دغه تاريخي فېصله د کوم ګوند يا شخصيتونو ګټه نه ده بلکې ګټه د ايين او جمهوريت شوې ده. قانون پوهه وکيل رحیم وزیر وايي، د سپریم کورټ فېصله په ډېرو حوالو د ستاينې وړ ده، خو د دې سره د سپریم کورټ ججانو له اوس په دې هم سوچ پکار دی چې د پاکستان ايين عام ولس ته کوم بنيادي حقونه ورکړي دي او هغه خلکو ته نه دي ترلاسه او ډېر حقونه تروړل شوي دي پکار ده چې عدالت عامو خلکو ته هم دغه انصاف ورکړي. وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "سپريم کورټ چې د قومي اسمبلۍ د قضيې په اړه د 184 مادې لاندې کوم خپل ځاني نوټس اخستی وو دغه ماده د ټول ملک دپاره ده او سپريم کورټ د دغه مادې لاندې په ټول ملک کې په هره مسله د خپله انده نوټس اخستی شي". نوموړي زیاته کړه "دوی وايي چې سپريم کورټ اختيار لري، او اساسي قانون (ايين) دومره واضحه دی او هر څه پکې په ډاګه دي چې څوک د چا نه  ژوند نه شي اخستلی څوک وژنې نه نشي کولی، څوک بې د کوم جرم نه ګرفتارولی او په بند کې ساتلی هم نه شي، دا ټول هر څه چې کيږي په قانون کې هر څه ښکاره مالوم دي". هغه وويل که څوک قانون په لاس کې اخلي نود هغې مطلب دا دی چې د ايين سرغړونه ده، نو پکار  ده چې عدالتونه دغه رنګ د غېر قانونه او غېر اييني کارونو مخه هم ونيسي. يو بل قانون پوهه وکيل رحيم شاه اپریدی اېډوکېټ هم وايي سپريم کورټ په ظاهره ډيره سمه پريکړه کړې ده خو دلته ډيرې خبرې شکمنې دې په راتلونکي کې به پته لګې چې د دې په شا څه وو. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل"زما په خيال عدالتونه دومره له ازاد نه دي چې د رياستي ادارو خلاف فېصلې وکړي، دلته د بهټو د مرګ فېصله داسې پرته ده، دلته د جسټس وقار کېس فېصله پاتې ده، عدالت دلته داسې فېصله چرته هم نه کوي چې ادارې ترې خفه شي، خو دا يو فېصله راله او دوي يې هرکلی کوي". په ټويټر اولس يار نومې تن ليکلي، "چې تمه لري چې سپريم کورټ به د انټرم سنټرو او پوځي عدالتونو کېس ته هم کتنه وکړي کوم چې د تيرو دوه ، دوه نيمو کالو نه د ځنډ ښکار دي". په فرورۍ کې په پاکستان کې د بې درکه کسانو دپاره جوړ حکومتي کمېشن په وېب پاڼه د ورکړی شوو شمېرو ترمخه په ملک کې د 31 جنورۍ 2022 پورې د بې درکه کسانو ټول کېسونه 8415 وو، ويل شوي په دغو کې 3269 کورونو ته بيرته ستانه شوي، 939 په حراستي مرکزونو او 581 په جېلونو کې دي. د يادو شمېرو ترمخه د 228 بې درکه کسانو مړي ترلاسه شوي، 5017 کېسونو کې کسان مالوم شوي، او 1146 خارج کړی شوي دي. په وېب پاڼه ورکړی شوو شمېرو کې ويل شوي په ملک کې تر ټولو زيات د بې درکه کسانو شمېره په خېبرپښتونخوا کې او دغلته 3176 کسان، په سيند صوبه کې 1692، په پنجاب کې 1498، په بلوچستان کې 1662 او په اسلام اباد کې 318 کسان بې درکه وو او کمېشن ته رپورټ شوي دي. ویل شوي په خېبرپښتونخوا کې 540 کسان کورونو ته بيرته ستانه شوي، 780 په حراستي مرکزونو او 107 په جېلونو کې دي، د دې ترڅنګ د 61 مړي موندل شوي، او ټول 1146 کسان مالوم شوي دي. د کمېشن ترمخه دا وخت د 2252 بې درکسانو په پلټنو کار روان دی.

08.04.2022 ډیوه

اروپايي پارلمان: افغانستان کې د نجونو پر زده کړو محدودیتونه باید لغوه شي

افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د بند پاتې کیدو په دوام د اروپايي ټولنې پارلمان د طالبانو څخه غوښتي، چې د نجونو پر زده کړو باندې لګیدلي بندیزونه دې پای ته ورسوي او هغوی ته دې د زده کړواجازه ورکړي.

08.04.2022 امریکا غږ

یورپي پارلمان له طالبانو غوښتي د نجونو پر سکولونو بندیزونه دې سمدستي ختم کړي

یورپي پارلمان د پنجشنبې- زیارت په ورځ ناوخته په یو پرېکړه لیک کې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو بندیز وغانده او د زده کړو پر روانو حالاتو یې ژور خفګان څرګند کړ. یورپي پارلمان په دې پریکړه لیک کې ویلي، چې مخکې طالبانو زدکړو ته د ټولو افغانانو د لاسرسي ژمنه کړې وه. د یورپي ټولنې پارلمان په افغانستان کې د ښځو او نجونو مخ په خرابیدونکي حالت باندې خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د طالبانو زیاته توجه د ژوند له ټولو برخو د ښځو ګوښه کول دي: "د ښځو د تعلیم، کار، سفر او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په ګډون د ښځو له حقونو څخه د طالبانو د ډلې انکار د غندنې وړ دی". د یورپي ټولنې په دې پرېکړه لیک کې د هغو نجونو او ښځو د میړانې ستاینه کړې، چې د دغو بندیزونو پر وړاندې یې په سړکونو کې لاریونونه کړي او له یورپي ټولنې او د دغې ټولنې له غړو هیوادونو یې غوښتي چې په افغانستان کې ښځو د حقونو د فعالانو ملاتړ زیات کړي. په دې وروستیو اونیو کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نجونو د ښوونځیو بندیدو ته په نړیواله کچه غبرګونونه ښودل شوي دي. ملګروملتونو او د بخښنې نړیوال سازمان هم د طالبانو له خوا د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو تړلو باندې ژوره اندیښنه ښودلې او دا پریکړه یې له بنیادي‌ بشري حقونو سرغړونه بللې ده. بل لور ته د امریکا اووه تنه ښځو تيره اوونۍ د کال سفر کړی، باوجود د دې چې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت افغانستان ته د امنیتي وضعې له امله سفري خبرداری جاری کړی، دغو اووه تنو ښځو د طالبانو د مشرانو سره ليدلي دي. دغه ښځې چې د بېلابيلو ادارو سره تړاو لري، پکې يوه د (کوډ پينک) په نوم ادارې شريکه مشره ده هم کابل ته تللې وه. هغې په واپسۍ وي او اې ته ويلي، دوی د طالبانو چارواکو، ځايي خلکو، ښځو او حقونو د فعالو سره ليدلي، خو دوی بيرته کورته "مايوسه" ستنې شوي دي. د کوډ پينک شريکې مشرې مېډيا بېنجمن ويلي، د دوی افغانستان ته د تلو هدف هلته د جينکو د سکولونو بيرته پرانستلو خوشالي نمانځل وو، خو د دوی د سفر نه دوه ورځې وړاندې دوی ته وويل شو چې طالبانو چې وړاندې د سکولونو پرانستو کومه ژمنه کړې وه په غېر متوقع توګه دوی بيا د جينکو په سکولونو بندېز ولګولو. هغې ويلي، "مونږ د تګ په اړه بحث وکړو چې تلل پکار دي که نه دي، او بیا مو پرېکړه وکړه چې د جينکو دپاره زمونږ ملاتړ ضروري دی او چې هڅه وکړو چې طالبان اماده کړو او ورته اووایو چې د دوی دغه پرېکړه ډېره بده ده". بېنجمن زياته کړې طالب چارواکو ورته په ليدنو کې ويلي، د جینکو په سکولونو بندېز وقتي دی. امریکايي ښځې زياته کړې په سفر کې يې د جينکو سره ليدلي او دغه جينکۍ مايوسه دي چې د تعلیم خوب او هيلې يې نيمګړې پاتې کیږي. په 23 مارچ طالبانو د جينکو دپاره تعليمي ادارې پرانستې خو بيا يې تړلې او ويلي يې وو، د جينکو دپاره به تعليمي ادارې تر هغې تړلې وي څو پورې چې د تعليمي ادارو د بيا پرانستو دپاره د اسلامي شرعي قانون لاندې پلان نه وي جوړ شوی. امریکې د طالبانو په دغه پرېکړه په دوحه کې د طالبانو سره ټاکل شوې خبرې ختمې کړې وې. امریکا، برتانیې او يورپي هيوادونو هم د طالبانو دغه پرېکړه غندلې او په طالبانو یې غږ کړی چې په سمدستي ډول د جينکو دپاره د سکولونو تړلو پرېکړه بیرته واخلي او سکولونه پرانيزي. د ملګرو ملتونو امنيتي شورا په افغانستان کې خپلې ځانګړې استازې ډيبورا لوينز ته ويلي، چې د جينکو د سکولونو په مامله د افغان چارواکو سره خبرې وکړي او بيرته رپوټ ورکړي. په افغانستان کې په 15 اګست طالبان په واک کې راغلي خو تراوسه پورې يې حکومت يو هيواد هم په رسميت نه دی پېژندلی. د مرستندويه ادارو ترمخه په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په دغه هېواد کې خلک د لوږې سره مخ دي، او ويل شوي د 36 ملينه خلکو د ابادۍ 94 فيصده برخه يې د اغېز لاندې ده. دغه امریکايي ښځې چې د افغانستان سفر يې کړی ويلي يې دي د کابل په کوڅو کې يې سخت غربت لیدلی دی.

08.04.2022 ډیوه

بنو: په جاني خېلو کې د ملېشې ځواک عسکر وژل شوی

د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې بنو جاني خېل سیمه کې بیا هدفي وژنه شوې او په رخصتۍ کورته ته راغلی د ملېشې ځواک عسکر وژل شوی دی. په جاني خېل کې دا پیښه په داسې حال کې شوې چې د علاقې خلک له تیر یو کال نه د نا امنۍ پرضد احتجاجي مظاهرې کوي او د هدفي وژنو د مخنيوي غوښتنه کوي. د جاني خېل تاڼې پولیسو دا پیښه تاید کړه او د علاقې د پولیسو مشر ایس ایچ او سید رحمان وویل دا پیښه  ماښام د جاني خېل په نورنګ خېل سیمه کې شوې او یو ځوان د کور مخې ته په ډزو ویشتل شوی دی. هغه وویل وژل شوی ځوان ظاهر خان نومیږي او ملېشه ځواک کې عسکر وو او په چهټۍ کور ته راغلی وو. د پولیس افسر په خبره پولیس سمدستي د پیښې ځایې ته رسېدلي مقدمه یې د نا مالومو کسانو پرضد د ترهګرۍ ضد پولیسو ته لیږلې او پلټنې یې پیل کړي دي. د علاقې یو تن ریحان پښتین وویل دا پیښه هغه وخت وشوه چې نوموړي دکور مخې ته په موبایل انټرنیټ چلولو په پټ مخ کسان راغلل او په هغه یې ډزې وکړې. هغه وویل وژل شوی تنکی ځوان وو چا سره شخصي دوښمني نه لرله، د غریبې کورنۍ سره يې تعلق وو او د ټولې کورنۍ د معاش یواځينۍ سرچینه وو. ریحان زیاته کړه په علاقه کې  هدفي وژنو سخت پریشانه کړي او په ژوند تیرولو اندیښمن کړي دي. هغه وویل د پریشانۍ او حیرانتیا خبره دغه ده چې په علاقه کې پرله پسې د هدفي وژنو پیښې کیږي چې پکې د علاقې تنکي ځوانان وژل کیږي. او په پټ مخ کسان بیا په تیښته کې بریالي شي او تر اوسه په دغو پېښو کې څوک مالوم نه کړی شو. جاني خېل د بنو ښار نه نزدې 30 کلومیټره لرې شمال لويديځ سیمه ده چې پولې يې د شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان او لکي مروت ضلعو سره لګیدلي دي. جاني خېل پرله پسې دامنیت د غوښتنې، علاقه د وسله والو نه پاکولو دپاره احتجاجي مظاهرې کوي او د تیر کال د مارچ په مياشت کې د څلور تنکيو هلکانو د مړو موندلووروسته اته ورځې او بیا د مې په میاشت کې د یو قبایلي مشر تر وژل کېدو وروسته 28 ورځې پرلت وهلی وو. دا دوه پرلتونو وروسته له هغې ځنډول شوي ووچې د صوبې وزيراعلا محمود خان او بيا د قامي مشرانو په منځګړیتوب د صوبې د يو وزیر او ضلعې انتظامي د جاني خېلو سره معاهدې کړې وې او د دوی غوښتنې يې منلې وې. د وزیراعلا په مشرۍ معاهده کې په علاقه کې د امنیت ټينګولو، علاقه د وسله والو څخه پاکولو، د هلکانو په وژنه کې ککړو کسانو نيولو او سزا ورکولو، او د علاقې نه د بې درکه کسانو مالومولو ويل شوي وو. په علاقه کې د پي ټي ایم فعال او د جاني خېل قامې جرګې غړی لطیف وزیري وايي د دوی په غوښتو تر اوسه هیڅ عمل نه دی شوی. هغه وویل دوی سره وعدې شوې وې چې دا علاقه به د هرقسمه ناامنۍ نه پاکولی شي، د تنکي ځوانانو په وژنه کې ککړ کسان به نیول کیږي او سزاګانې به ورته ورکول کیږي، د احتجاجي پرلت پرمهال په احتجاج کونکو جوړې مقدمې به ختمولی شي او د علاقې نه بې درکه شوي کسان به خوشي کولی شي. هغه وویل دا یوه غوښتنه نه ده منل شوې او تر اوسه یوازې څو بې درکه کسان خوشي کړې شوي او دوی ته د مرستو ورکولو ویل کیږي کومه چې د دوی غوښتنه نه ده دا د ریاستي ادارو زمه واري ده چې علاقې ته به وده ورکوي. لطیف وزیری زیاته کړه د دوی تر ټولو لویه ستونزه په علاقه کې هدفي وژنې دي، چې د علاقې خلک یې د پرېشانۍ سره مخ کړي دي، خو حکومت یې د نا امنۍ د مخنوي غوښتنه نه مني او د مرستو ورکولو ورته وویل کیږي. وي او ای ډیواه د بنو پولیسو او انتظامیه مشرانو سره د رابطې هڅه کړې خو څه ځواب نه دی ویل شوي. یو چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل د دوی سره شوې ژمنې په ځای دي او په عملي کولو یې پېل کړی.  هغه ویل وژل شوی کسانو کورنیو ته مرستې ورکړل شوي او نیزدې دیرش کسان د انټرمنټ مرکزونو نه خوشي کړی شوي دي. دسمبر په میاشته کې د بنو د مرستیال کمیشنر دفترمطبوعاتو سره په شریک کړي بیان کې ویلي وو د جاني خېلو سره شوې وعدې په ځای دي او په عملي کولو يې پېل شوی دی. په بيان کې ويل شوي وو، د صوبې اعلا وزیر محمود خان د جانې خېلو سره کړې وعدې سره سم د علاقې د ترقۍ لپاره څلور اربه 15کروړه 21لکه روپۍ فنډ منظور کړی دی، چې په دوه اربه په جنوبي وزیرستان کې د ډېم جوړولو سره په علاقه کې سکولونه، د روغتیا مرکزونه، سړکونو، نکاس او یو شمیر نور کارونه کولی شي.

08.04.2022 ډیوه

م م: د بشري حقونو د شورا څخه د روس غړیتوب معطل کړی شوی

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه/ جنرل اسمبلۍ کې د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د روس پرضد د بشري حقونو د کونسل د غړيتوب معطل کولو دپاره رايې ورکړی شوې چې روس په اوکراين کې ظلمونه کوي. د روس د غړیتوب د معطل کولو دپاره په 193 رايو کې 93 په دې حق کې رايې ورکړې چې د روس غړيتوب دې معطل کړی شي، 24 يې مخالفت کړی او 58 غړي د رايې ورکولو په وخت حاضر نه وو. راپورونه وايي چين د روس د غړيتوب معطل کولو پرضد ووټ ورکړی دی. هغه هيوادونه چې د رايې ورکولو په وخت غېر حاضر وو، پکې د پاکستان او هند په ګډون د سويلي اسيا هېوادونه، سعودي عرب، متحده عرب امارات، جنوبي افريقه او برازيل هم شامل دي. د روس د بشري حقونو د شورا د غړيتوب معطل کولو دپاره په جمع کړی شوي قرارداد کې ويل شوي، په اوکراين کې بشري بحران روان دی، او هلته د بشري حقونو د چقولو په اړه د ملګرو ملتونو عمومي غونډه اندېښنه لري. د روس د غړيتوب معطل کولو په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لنډ تهومس ګرين فيلډ ويلي، روس ته دغه خبره کول ضروري دي چې روس څه غواړي په خلاص مټ يې کوي او ورسره دا هم وايي بشري حقونو ته احترام هم لري. د رویټرز ترمخه له دې وړاندې روس غړي هيوادونه خبردار کړي وو چې پرضد يې چا رايې ورکړه هغه به غېر دوستانه عمل ګڼلی شي او په دوه اړخيزه اړيکو به يې اغېزې وي.

08.04.2022 ډیوه

په لومړي ځل یوه افریقایۍ-امریکایۍ د امریکا د سترې محکمې قاضۍ شوه

د امریکا متحدو ایالتونو د سنا غړو د پنجشنبې په ورځ اپریل اوومه (وري۱۸) د ۵۳ موافقو او ۴۷ مخالفو رایو په ورکولو سره کیتانجي براون جکسن د امریکا د ستري محکمې قاضۍ انتخاب کړه.

08.04.2022 امریکا غږ

د اروپا پارلمان: طالبان دې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي

د اروپایي پارلمان غړو، د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته نجونو له زده‌کړو د بې‌برخې کولو په خاطر په کلکه وغانده. دوی د نجونو پر زده‌کړې د طالبانو د لګول شویو محدودیتونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او د طالبانو له حکومت څخه‌یې وغوښتل چې خپله پرېکړه بدله کړي. اروپایي پارلمان پرون پنجشنبه د یوه پرېکړه‌لیک په صادرولو سره له طالبانو وغوښتل چې د تېرو ژمنو پر اساس دې لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي او ډاډ دې ورکړي چې د افغانستان ټول وګړي زده‌کړې ته لاسرسی ولري. د یاد پارلمان استازو په خبره په افغانستان کې د نجونو او ښځو وضعیت ته اندېښنه لري او له زده‌کړې او کار څخه د نجونو او ښځو د محرومولو په اړه د طالبانو اقدام غندي. په پرېکړه‌لیک کې دغه‌راز غوښتنه شوې چې ټولو نجونو او ښځو ته دې اساسي حقونه ورکړل شي. دغه‌راز په دغه پرېکړه‌لیک کې له ۷۲ کیلومتره لیرې سیمې ته له شرعي محرم پرته د ښځو پر سفر د بندیز په خاطر هم پر طالبانو سخت انتقاد شوی دی. تر دې یوه ورځ مخکې د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل په یوه بله غونډه کې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او د طالبانو له حکومت څخه‌یې وغوښتل چې د افغانستان د ټولو وګړو د حقونو درناوی وکړي. ده زیاته کړه: "طالبان باید خپله پرېکړه بېرته واخلي. هغه پرېکړه دې چې د نجونو زده‌کړې محدودوي، نه د موږ او نه هم د نړیوالې ټولنې لپاره، بلکې د افغانستان د خلکو د راتلونکې لپاره بدله کړي." طالبانو پر افغانستان د بیا ځلي واکمنېدو راهیسې په تېرو څه باندې ۲۰۰ ورځو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې نه‌دي پرېښي چې ښوونځي ته لاړې شي. د نجونو زده‌کړه او د ښځو کار کول د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې یوه اساسي غوښتنه ده. د طالبانو حکومت ویلي تر هغو به د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو او لېسو ورونه تړلي وي چې یوه طرحه نه‌وي جوړه شوې. له دې مخکې هم د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو یو شمېر ډلو د طالبانو له حکومت څخه غوښتي و چې د نجونو پر مخ ټول ښوونځي بېرته پرانیزي. د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو چارو مسؤلې هیدر بار په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته وویل چې د نړۍ پر مخ افغانستان یوازنی هېواد دی چې د جنسیت له مخې نجونې له زده‌کړې په‌کې منع کړای شوې دي.

08.04.2022 ازادي راډیو

رووف د طالبانو له بند تر ازادیدو وروسته: هیله لرم یوه ورځ بېرته افغانستان ته ستون شوم

بایډن د طالبانو له بنده خوشي شوي‌امریکايي سره په تیلیفون خبرې وکړې

08.04.2022 امریکا غږ

د نیویارک لویه څارنواله: ټرمپ باید د ورځې ۱۰زره ډالر جریمه شي

د امریکا د نیویارک لوی څارنوال له محکمې څخه وغوښتل چې مخکنی ولسمشر دونالډ ټرمپ د احضار حکم ته د نه درناوي او د خپلو سوداګریزو فعالیتونو په اړه د اسنادو د نه وړاندې کولو له کبله د ورځې ۱۰ډالر نقدي‌ جریمه کړي.

08.04.2022 امریکا غږ

جنرال میلي نغواړي د ترهګرو سازمانو له لست څخه د ایران د قدس ځواکونو نوم لېرې شي

د امریکا د متحدو ایالتونو د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز جنرال مارک میلي د امریکا د بهرنیو ترهګرو سازمانو له لست څخه د ایران د اسلامي انقلابي ګارد د قدس ځواکونو د نوم له ایستلو سره مخالفت کړی دی.

08.04.2022 امریکا غږ

د امریکا د استازو د خونې مشره پلوسي د کرونا په ویرس اخته شوې

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو د خونې مشره نانسي پلوسي د کرونا په ویروس اخته شوې ده.

08.04.2022 امریکا غږ

جرمني د اوکراینیانو د وژل کیدو په هکله د روسیې د نظامیانو رادیویي اړیکې تر لاسه کړي

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې چې د امریکا د متحده ایالاتو څخه خپریږي د څو سرچینو په حوالې لیکلي چې د جرمني د بهرنیو اطلاعاتو ادارې داسې رادیویی پیغامونه تر لاسه کړي چې د روسیې نظامیان په اوکراین کې د ملکیانو د وژل کیدو په هکله غږیږي.

07.04.2022 امریکا غږ

د بشر د حقونو په نړیوالې شورا کې د روسیې غړیتوب وځنډول شو 

د ملګرو ملتونو عمومي شورا نن پنجشنبه اپریل ۷ (وري ۱۸) پر اوکراین د روسیې د برید او ملکي خلکو د وژنې له کبله د روسیې توبیخ کولو په موخه د بشر د حقونو په نړیوالې شورا کې ددغه هیواد غړیتوب وځنډولو.  د نن ورځې په راې اچوونې کې د ملګرو ملتونو له ۱۹۳ غړیو هیوادونو له ډلې څخه ۹۳ هیوادونو د روسیې خلاف او ۲۴ هیوادونو د روسیې په ملاتړ راۍ ورکړه. همداراز ۵۸ هیوادونو ممتنع رایه وکاروله.  د بشر د حقونو په نړیوالې شورا کې د یو هېواد غړیتوب له ممتنع رایو پرته د دوه پر درېیمه برخه رایو ځنډېدلی شي.  اوکرایني چارواکو او خلکو ویلي چې روسي ځواکونو د بوچا ښار څخه د وتلو پر مهال په سلګونو ملکي خلک وژلي دي. د بوچا له ښار څخه خپاره شویو عکسونو کې هم لیدل شوي چې د ملکي خلکو مړي په داسې حال کې په سړکونو پراته دي چې لاسونه یې د شا لخوا تړل شوي و. خو روسیه بیا په بوچا کې د غیر نظامي خلکو وژل کیدو تور ردوي.  روسیه دویم هیواد دی چې د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو په شورا کې یې غړیتوب ځنډول کیږي. تر روسیې وړاندې د لیبیا غړیتوب په کال ۲۰۱۱ کې د معمر القذافي ځواکونو لخوا د حکومت په مخالفو مظاهره کوونکو د تاوتریخوالي د پيښو له کبله ځنډول شوی و.  په هغه پریکړه لیک کې چې نن تصویب شو، په اوکراین کې د بشري بحران او د روسیې لخوا د بشر د حقونو د نقض کیدو خبرونو په اړه اندیښنه څرګنده شوې.   د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، روسیې تر دې وړاندې اخطار ورکړی و چې هر هیواد چې په دغې رای ګیری کې د موافق رایه وکاروي او یا هم د رای ورکولو څخه ډډه وکړي، د روسیې لخوا به "غیردوست" هیواد وګڼل شي او هغو هیوادونو سره به د روسیې دوه اړخیزه اړیکو کې د بدلون شاهدان وي. 

07.04.2022 امریکا غږ

  د یوکراېن یو چارواکي وايي روسي ځواکونه اېټمي تابکارۍ وهلي دي

د يوکراېن یو چارواکي وایس آف امريکا ته داسې ډول خصوصي تصويرونه رالېږلي دي چې د هغه په قول دا څرګندوي چې روسیانو د يوکراېن د تباه شوي چرنوبل نومې  اېټمي پلانټ ته نزدې ژورې کندې کنستلي دي. د شوري اتحاد په زمانه کې په کال ۱۹۸۶م کې د اپرېل په ۲۶مه نېټه د چرنوبل په اېټمي پلانټ کې خونړۍ حادثه شوي وه چې پکې ۳۱ کسان په موقع مړه شوي و او د پلانټ نه چاپیره  تر ۳۰ کلومېټره پورې سیمه د خلکو نه خالي کړی شوي وه. ايوجن کرامارېنکوف چې د چرنوبل جوهري بټۍ نه چاپېره د تابکارۍ ځپل شوې سيمې د انتظام د ادارې مشر دی، وي او ای سره یې د شورو، چهارشنبې، په ورځ هغه تصويرونه شریک کړل چې هغه پخپله ويستلي دي. د روسي ځواکونو د دغه ځآی نه د وتلو پس دا د نوموړي سره د خپلو ملګرو د چرنوبل د پلانټ لومړۍ دوره وه، روسي ځواکونو د فرورۍ په ۲۴مه نېټه په يوکراېن د پوځي بريد وروسته تر ۳۱م مارچ پورې دغه سيمه قبضه کړې وه. ښاغلي کرامارېنکوف د واېس آف امريکا سره په ټېلي فون مرکه کې ويلي روسي ځواکونو د درنې مشينرۍ د لارې د چرنوبل په ځمکه ژورې کندې کنستلي دي چې د تباه شوي  څلورم نمبر اېټمي پلانټ هغه ځمکه يې برڅېره کړې ده چې تابکارۍ ځپلې وه او د پاسه پرې شنه واخه ولاړ وو.  دغه تصويرونه د هغه نړيوالو رپوټونو قوي ثبوت دی چې وايي قابض روسي پوځونو د چرنوبل ايټمي پلانټ د تابکارۍ په ځپل شوي مېدانونو کې کندي کني چې ورسره د تابکارۍ ډکه دوړه په ټوله خلا کې خوريږي. د مارچ په ۳۱مه نېټه د يوکراېن سرکاري خبري اېجنسۍ ويلي وو چې د روس ګڼ شمېر پوځيان د چرنوبل اېټمي پلانټ تابکارۍ ځپلي وو او د هلته نه په تېښته وتلي‌ دي. واېس آف امريکا  د روس د پوځيانو په اېټمي تابکارۍ کې د ځپل کېدلو د خبر د آزادو سرچينو نه پخلی نه دی کړی خو په بېلاروس کې د ساېنس خبريال بېسراب واېس آف امريکا ته ويلي‌، " مونږه ته پته ده چې د روس پوځ د چرنوبل د څلورم نمبر پلانټ په هغه ځمکه کې کندې کنستلې چې د جوهري تابکارۍ درې واړه خطرناک قسمونه الفا، بيټا او ګاما لري" د دغې جوهري پلانټ د څار د ادارې ډاېرېکټر کراما رېنکوف ويلي،"د روس کوم پوځيان چې د چرنوبل د تابکارۍ نه د ځپل کېدلو وروسته بېلاروس ته اوړېدلي د هغوي په جامو ګاډو او نور سازو سامان پورې به  د دغې خطرناکې اېټمي تابکارۍ زرې انښتې وي او هلته به هم د نورو ډېرو خلکو ژوند په خطر کې واچوي." په چرنوبل اېټمي پلانټ کارکونکي دوه يوکرايني وګړو د نوم نه ښودلو په شرط ويلي کومو روسي پوځيانو چې دغلته کندې کنستلې هغوي ماسکونه نه وو لګولي. د يوکراېن د دفاع وزارت دغه کار د يو قاتل رياست د انساني ژوند سره د لوبو کولو يو لوي مثال بللی.  

07.04.2022 ډیوه

دسپریم کورټ پرېکړې ته دحکومت،اپوزیشن ګوندونو اؤ څېړونکو غبرګون څه دی؟

پاکستان کې حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو، خبریالانو اؤ دمدني ټولنې غړو دسپریم کورټ لخوا دقامي اسمبلۍ دبحالولو پرېکړه دایین،جمهوریت اؤ پارلیمان دسرلوړۍ زیری بللی اؤ وایي سترې محکمې دخپلې دې پرېکړې سره د ضرورت نظریه تل لپاره په زمکه کې ښخه کړې ده. خو په عین حال کې بیا ځېنې څېړونکو دا پوښتنې هم راولاړې کړي چې سپریم کورټ د ډپټي اسپیکر، وزیراعظم اؤ صدر لخوا اخستل شوي ګامونه خو غیراییني بایللي خو اوس به دهغه چا سرنوشت څه وي چاچې ایین مات کړی دی؟ دزیارت په ماسخوتن دمشرقاضي په مشرۍ دسپریم کورټ پینځه کسیز بینچ په متفقه ډول په دریم اپریل دپاکستان دقامي اسمبلۍ دډپټي اسپیکر قاسم سوري لخوا د وزیراعظم پرضد وړاندې کړل شوي دبې باورۍ تحریک مسترد کولو اقدام غیراییني بللی اؤ ددې ترڅنګ یې دصدر لخوا ماته کړل شوې اسمبلي هم بیا بحال کړې ده. سترې محکمې په نهم اپریل دقامي اسمبلۍ دغونډې رابللو اؤ وزیراعظم عمران خان ته اسمبلۍ نه د باور درایې ترلاسه کولو امر کړی دی. اپوزیشن ګوندونه دعوه کوي چې عمران خان قامي اسمبلۍ کې خپل اکثریت دلاسه ورکړی دی اؤ دوئ کولی شي چې خپل وزیراعظم راولي. په دغه پرېکړه خپل غبرګون کې د وزیراعظم دمنصب لپاره نومول شوي قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر شهباز شریف ویلي سترې محکمې داسې غوره پرېکړه وکړه چې نه یوازې دهیواد ایین نه بلکې ټول هیواد یې وژغورلو. دسترې محکمې مخې ته رسنیو سره خبرو کې شهباز شریف وویل سپریم کورټ نن پخپله پرېکړه د پاکستان د۲۲ کروړه ولس دخواهشاتو عکاسي کړې ده،دپارلیمان سرلوړي یې خوندي کړه اؤ ایین یې سرلوړی کړو. دجمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان دسپریم کورټ په دې پرېکړه خپل غبرګون کې ویلي هغه نن په دې پرېکړه ټول قام ته مبارکي ورکوي. خبریالانو سره دخبرو په مهال مولانا فضل الرحمان وویل دسپریم کورټ ننۍ پرېکړه دایین، قام اؤ جمهوریت فتحه ده ،عدلیه دقام په هیلو پوره وختله اؤ د ډاډ وړ پریکړه یې وکړه هغه وویل دوئ چې سبا دجمعې په ورځ په قام داحتجاج کوم غږ کړی ؤ اوس خپل دغه احتجاج په شکر بدلوي اؤ سبا به ټول هیواد کې دشکرانې ورځ نمانڅي. دپیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري دسترې محکمې له پرېکړې سمدستي وروسته په ټویټر دخپلې مور بې نظیربوټو د خولې وتلی دا مشهور قول په ټویټر ولیکلو چې "جمهوریت تر ټولو غوره انتقام دی" دجماعت اسلامي مشر سراج الحق په ټویټر لیکلي سپریم کورټ دضرورت نظریه ښخه کړه اؤ ټول قام ددې پریکړې هرکلی کوي. دپاکستان داطلاعاتو اؤ قانون مرکزي وزیر دسپریم کورټ دې پرېکړې ته دبدقسمتۍ پرېکړه ویلې ده اؤ وایي ددې له امله سیاسي بحران نور هم زیات شوی دی. په ټویټر خپل غبرګون کې فواد چوهدري لیکلي په سمدستي توګه ټولټاکنو هیواد ته ثبات وربخښلی شو خو له بده مرغه د ولس ارزښت له نظره وغورځول شو اؤ اوس به کتل شي چې معامله څنګه پرمخ ځي؟ دعمران خان دګوند یو مهم مشر اؤ مرکزي وزیر عثمان ډار هم دسپریم کورټ په دې پرېکړه خپل غبرګون کې وایي چې دسترې محکمې پرېکړه په سرسترګو خو دې پرېکړه کې بې شمیره زمکني حقیقتونه له نظره غورځول شوي دي. په ټویټر عثمان ډار لیکلي چې غیرملکي سازش،دقامي سلامتیا دکمیټۍ اعلامیه اؤ سیندهاوس کې دضمیرونو په منډهۍ خاموشي دحیرانۍ خبره ده اؤ تاریخ به ددې پرېکړې په اړه خپل جواب پخپله وکروي . پخپله وزیراعظم عمران خان له په سمدستي توګه دسپریم کورټ په پریکړه غبرګون نه دی ښکاره کړی خو عثمان ډار لیکلي چې دعمران خان راتلونکي اعلان ته دې انتظار وکړل شي. خبریال ابصار عالم بیا دسپریم کورټ له پرېکړې وروسته دایین دارټیکل ۶م خبره په ټویټر راپورته کړې اؤ وایي عارف علوي،عمران خان ،فواد چوهدري،قاسم سوري اؤ بابر اعوان دې دایین شپږم ارټیکل ته ځانونه تیار کړي. هغه وایي دایین دشپږمې مادې په اساس څوک چې ایین مات کړي اؤ څوک ورسره په دې لړ کې مرسته وکړي نو هغوئ دسنګین بغاوت مجرمان ګڼل کیږي اؤ دپاکستان په قانون کې ددې سزا تیزندۍ یا عمري بند دی. خبریال رفعت اورکزئ هم په ټویټر پوښتنه کړې ده چې ایا نوی حکومت به دډپټي اسپیکر اؤ صدرمملکت پرضد دایین دشپږمې مادې لاندې کارووایي وکړي؟ خو د اپوزیشن ډلو مشر اؤ د وزیراعظم دمنصب راتلونکي کاندید شهباز شریف نه چې کله خبریالانو د غدارۍ دکارروایۍ په هکله پوښتنه وکړه نو هغه واضحه ونه ویل چې تګلاره به یې څه وي خو وئ ویل هرڅه دایین مقام وشول اؤ دایین مطابق به روان وي.

07.04.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more