ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


بایډن د روسیې جګړه 'نسل وژنه' او د اوکراین 'له منځه وړلو' لپاره ده

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن په خپلو تازه څرګندونو کې په اوکراین کې د روسیې جګړه «نسل وژنه» بللې او د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین یې تورن کړی چې د «اوکراین له منځه وړلو» هڅه کوي. 

13.04.2022 امریکا غږ

پاکستان کې په ټولنیزو رسنیو دملکي ادارو پرضد دکمپاین چلوونکو پرضد مقدمې درج کړل شوي دي

د پاکستان د پوځ لخوا دملکي ادارو په ضد په ټولنیزو رسنیو په پیل شوي کمپاين دناخوښۍ څرګندولو وروسته دپلټنو مرکزي ادارې ايف ایي ای ددغه کمپاین پرمخ بوتلو کې  دککړو تنانو په ضد ګامونه اخستل پيل کړي اؤ یو شمیر کسان یې نیولي دي . د تحريک انصاف ګوند مرکزي عمومي سيکتر اسد عمر په سوشل مپډيا فعاله د خپل ګوند دغړو د ګرفتارۍ پخلى کړى دى او ویلي یې دي، د دوئ ګوند به ددې نیونو پرضد عدالتونو ته ځي. تيره ورځ خبريالانو سره ملاقات کې وزير اعظم شهباز شريف هم د رياستي ادارو په ضد انلاين کمپاين کې دککړو تنانو په ضد د کارروایۍ خبردارى ورکړى ؤ. د پلټنو مرکزي ادارې ایف ایي ای  پخلی کړی چې نیول شوؤ دولس تنانو څخه د نهو پرضد مقدمې درج کړل شوي دي. داپوزیشن ګوندونو لخوا دبې باورۍ دتحریک دلارې دپخواني وزیراعظم عمران خان دحکومت ختمولو وروسته دهغه ګوند تحریک انصاف ګرد هیواد کې احتجاجونه پیل کړي اؤ په سوشل میډیا ددغو احتجاجونو مخې ته راغلو ویډيوګانو کې لیدل کیږي چې دتحریک انصاف ګوند پلویان دپوځ اؤ عدلیې پرضد کلک شعارونه ورکوي. ددې ترڅنګ په ټولنیزو رسنیو هم په پوځ اؤ عدلیه دنیوکو اؤ تورونو لړۍ پیل شوې چې تیره ورځ دپاکستان دپوځ دکورکمانډرانو غونډه کې په دې کمپاین ناخوښي ښودل شوې وه. دپوځ لخوا دناخوښۍ څرګندولو نه وروسته داسې رپورټونه مخې ته راغلي چې قانون پځائ کوونکو ادارو ګرد هیواد کې په ټولنیزو رسنیو د ملکي ادارو پرضد دکمپاین چلوونکو پرضد عملیات پیل کړي اؤ‌ دولس کسان یې نیولي دي.  دتحریک انصاف ګوند سره  یو وتلي مشر فيصل واوډه دپوځ په ضد دکمپاين غندنه کړې او ددې نه ېې لاتعلقي ښودلې خو بل لوري ته ددغه ګوند عمومي سیکتر اسد عمر اعلان کړی چې دخپل ګوند دفعالینو دنیول کیدو پرضد به محکمې ته ځي. د بشري حقونو فعاله پروفيسر عمار علي جان د پي ټي ایي د غړو د ګرفتارۍ غندنه کوي خو وايي ددې پړه د تحرېک انصاف په قيادت راځي چې دا سپيناوى وکړي د پوځ مخالفه بيانيه ردوي او که خپلوي. وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه زياته کړې که داسى نه کيږي نو دا به ګڼلى شي چې تحريک انصاف دوه مخې تګلاره لري او ددې له امله به د پارټۍ عام غړي د مشکلاتو سره مخ کيږي. د بشري حقونو ،وکيلانو او خبريالانو تنظيمونو په تير واکمن ګوند تحريک انصاف د رایې د اظهار په ضد دناوړه بندیزونو تورونه لګول او تيره اوونۍ اسلام اباد هايکورټ د هغى وخت تحريک انصاف حکومت لخوا د اليکټرانکي جرمونو د مخنيوى قانون کې د بدلون مسوده رد کړې وه. په عین حال کې  د سه شنبى په ورځ  اسلام اباد هايګوټ کي د پخواني وزير اعظم عمران خان د دوؤ سلاکارانو شهباز ګل او شهزاد اکبر د نومونو دسفري بنديزونو نوملړ کې د اچولو دقضيي اورېدنه شوې ده او مشر قاضي اطهر من الله د پلټنو ادارى ايف ایي ای امر کړی چې ددغو دواړو کسانو نومونه دې دسفر بندیزنو دنوملړ نه وویستل شي.  اطهر من الله زياته کړې عدالت به حکومت انتقامي کاروايو ته نه پريږدي. خو دهیواد نوي وزیراعظم شهباز شریف بیا له خپلې ټاکنې وروسته پخپله وړومبۍ وینا کې ویلي وؤ چې دچا پرضد به انتقامي کارروایي نه کوي اؤ نه به څوک زندانونو ته اچوي خو ویلي یې وؤ چې قانون به خپله لاره پخپله وباسي

13.04.2022 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

13.04.2022 امریکا غږ

امریکې او هند یوځل بیا پر پاکستان دترهګرو ډلو پرضد دکوټلو ګامونو اخستو غږ کړی دی

امریکا او هندوستان د سه شنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې د پاکستان څخه وغوښتل چې سمدستي دوامداره او نه بدلیدونکې اقدام وکړي ترڅو دا باوري کړې چې د دوئ د واک لاندې خاوره د ترهګریزو بریدونو د پاره ونه کارول شي. دغه اعلامیه چې تیره وځ په واشنګټن کې د هندوستان او امریکا د بهرنیو او دفاع د چارو د وزیرانو ترمنځ د شوؤ خبرو اترو د برخې په توګه خپره شوې، پکې هندوستان د پولې بل اړخ ته د ترهګرۍ دکیدونکو هر ډول ګامونو په کلکه غندنه کړې ده. ددې ترڅنګ هند د کال ۲۰۰۸ د ممیۍ د برید او کال ۲۰۱۶کې د پټانکوټ دبرید  ذمه وارو ته دسزا ورکولو غوښتنه هم کړې ده- بل لوري ته د پاکستان د بهرنیو چارو  وزارت د امریکا او هند دغه بیان په کلکه رد کړی او د پاکستان پر ضد شوې ادعاوې یې ناوړه ګرځولې دي چې د دوئ تر مخه د اعتبار وړ نه دي- د وي او ای ډیوه له پوښتنې وروسته دپاکستان دبهرنیو چارو د وزارت لخوا خپور شوې بیان کې ویل شوي چې دوه اړخیزو همکاریو میکانیزم د سیاسي مصلحت لپاره د دریم هیواد په نخښه کولو او د خلکو فکر د ریښتینې او راپورته کیدونکو ترهګریزو ګواښونو څخه اړولو لپاره کارول کیږي. بیان کې د شریکو هېوادونو څخه غوښتنه شوې چې په جنوبي اسیا کې د سولې او امنیت مسلو ته یو هدف مندانه  نظر ورکړي او د هغو دریځونو سره چې یو طرفه، سیاسي انګیزه لري او له ځمکنیو حقیقنونو څخه جدا وي، باید ډډه وکړي. بیان وایي چې پاکستان په تېرو دوو لسیزو کې د ترهګرۍ پر ضد په نړیواله مبارزه کې د نړیوالې ټولنې یو مهم، فعال او د باور وړملګری پاتې شوی دی. دبیان له مخې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان قربانۍ بې مثاله دي او د امریکا په ګډون نړیواله ټولنه یې په پراخه کچه اعتراف کوي. په سیمه کې هیڅ هیواد د سولې لپاره د پاکستان څخه زیاتې قربانۍ نه دي ورکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت تر مخه د امریکا-هند په اعلامیه کې د پاکستان په اړه اندېښنې او دهغې ردول د ډیپلوماټیکو لارو د امریکا لوري ته رسول شوي دي. دغه بیان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د پاکستان نوي وزیراعظم شهباز شریف تیره ورځ خپله وینا کې د ټولو ګاونډې هیوادونو سره د ښه اړیکو هیلې څرکندې کړې وې او ویلي یې وؤ پاکستان د هند سره سوله ایزې او په همکارۍ ولاړې اړیکې غواړي- د شهباز شریف پر ټاکنې د هندوستان وزیراعظم نریندرا مودي هم په یوه پیغام کې ویلې وؤ چې هند د ترهګرۍ څخه پاکه سیمه کې سوله او ثبات غواړي، ترڅو وکولی شي دخپلو خلکو سوکالي ډاډمنه کړي. هندوستان او امریکا دواړه د مودې راهسې د ملګرو ملتونو له اړخه دناچله ګرځول شوؤ ډلو لشکر طیبه ، جیش محمداو حزب المجاهدین پشمول د ټولو ترهګرو ډلو پر ضد د کوټلو ګامونو غوښتنه کوي- د اسلام اباد د اسلامي پوهنتون د نړیوالو چارو پروفیسر ډاکټر منظور اپریدی وې او ای ډیوه سره خبرو کې واېې، په پاکستان کې د نوي حکومت د راتګ سره ممکنه ده د هند سره د ترهګرۍ په شمولو پر نورو چارو خبرې وشي. هغه وویل  په افغانستان کې هم بدلون راغلی اوپه داسې حال کې د سیمې د سولې د پاره دواړه ګاونډي هیوادونه د ترهګرۍ د مخنیوې په اړه خبرو ته اړتیا لري- کال ۲۰۰۸م کې د نومبر په ۲۶مه نیټه د هندوستان ممبۍ ښار کې د ترهګرو پرله پسې بریدونو کې ۱۶۶ کسان وژل شوي وؤ. هم دغه ډول کال ۲۰۱۶م کې د جنورۍ په دوهمه نیټه دهند پټان کوټ کې په یو ترهګریز برید کې اووه امنیتي کسان او یو بهرملکی وګړی وژل شوي وؤ. هندوستان د دواړو بریدونو تور په پاکستان کې په میشت ترهګرو ډلو لګوي. بل پلو ته پاکستان د هندوستان سمجهوتا ایکسپریس د برید  ذمه واره کسانو ته دسزا ورکولو غوښته کوي.  کال ۲۰۰۷م کې مخې ته راغلي د غه برید کې د ۴۴ پاکستانیانو په شمولو ۶۸ کسان وژل شوي وؤ. پاکستان پر هندوستان په بلوچستان صوبه کې د لاس وهنې تورونه لګوي- البته داړه هیوادونه د یوبل دغه تورونه ردوي او په دې اړه د یوبل څخه د څرګنده ثبوتونو غوښتنې هم کوي. څیړونکي د هندوستان او امریکا دغه بیان پر پاکستان په داسې حال کې هم فشار ګرځوي چې په راتلونکې جون کې دغیر قانوني پیسو د لین دین دمخنیوي دنړیوالې ادارې فنانشل ایکشن ټاسک فورس  په غونډه کې د پاکستان دنوم د خړ لسټ څخه د ویستل کیدو یا نه ویستل کیدو په اړه پریکړه کیدای شي. د پاکستان پخوانی سفارت کار اصف دراني وي او ای ډیوه ته واېي پاکستان د ایف ای ټي ایف دپلان پر زیاتې برخې عمل کړی او امریکا فشار اچوي خو دهغه په وینا امریکا او پاکستان به د یوبل سره اړیکې خرابول  هم نه غواړي ولې چې دا به د یوه هیواد هم په ګټه کې نه وي- د  پاکستان نوم دکال ۲۰۱۸م د جون د میاشتې راهسې ایف ای ټي ایف په خړ فهرست کې شامل دی. د پاکستان وینا ده چې د کالعدم ګرځول شوو ډلو او د دوئ د مشرانو په ضد یې یو شمیر ګامونه پورته کړي دي اؤ  په دې لړ کې یې د کالعدم کرځول شوې ډلې جماعت الدعوه مشر حافظ سعید د کال ۲۰۲۰ راهسې نیولی اؤ هغه ته محکمې دغیر قانونې پیسو د لین دین په مقدمو کې په مجموعې توګه د۳۱ کالو دبند سزا اورولې ده- هندوستان حافظ سعید د ممبۍ د چاودنو منصوبه ساز ګرځوي-

13.04.2022 ډیوه

پاکستان وايي امریکا سره د "مهمو" اړیکو د قوي کولو په لټه کې دی

په پاکستان کې د شهباز شریف په مشرۍ نوي حکومت ویلي دي چې د سیمه ایزې سولې، امنیت او پراختیا د«ګډو اهدافو» د ترلاسه کولو لپاره د امریکا له متحدو ایالتونو سره «مثبت او رغوونکی» تعامل کوي. 

13.04.2022 امریکا غږ

د بخښنې سازمان: نړۍ باید له طالبانو سره خبرو کې د ښځو حقونه سره کرښه مطرح کړي

په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د ښځو د حقونو د نقض په اړه د اندېښنو په دوام، د بخښنې نړیوال سازمان وايي نړۍ باید له طالبانو سره د خبرو پر مهال د ښځو حقونه د سرو کرښو په توګه مطرح کړي. د افغانستان لپاره د دې سازمان کمپاینرې سمیرا حمیدي ازادي راډیو ته وویل، طالبانو د ښځو د حقونو په اړه په خپلو ژمنو عمل نه‌‌دی کړی او نړیواله ټولنه باید په دې اړه له طالبانو حساب وغواړي. مېرمن حمیدي زیاتوي: "د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښمن دی. موږ په افغانستان کې د ټولو انساني حقونو د له‌منځه تلو شاهد یو. طالبانو د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو په اړه په خپلې ژمنې عمل نه‌دی کړی. موږ په افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوو." د بخښنې نړیوال سازمان په جنوري میاشت کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره درې میاشتنی کمپاین پیل کړ او له ټولې نړۍ یې د افغان نجونو او ښځو د ملاتړ په هدف د نږدې ۸۰ زره لاسلیکونو له راټولولو وروسته، د دې کمپاین غوښتنې ملګرو ملتونو ته واستولې.  له بلې‌خوا فوزیه کوفي چې په قطر کې یې له طالبانو سره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي د ټیم د غړې په توګه خبرو کې ونډه درلوده وايي، طالبانو په خپلو هغو ژمنو عمل نه‌دی کړی چې د سولې د مذاکراتو پر مهال‌یې کړي. دا وايي: "هغه روایت چې نړیوالو جوړ کړی و دا و چې طالبان بدل شوي، خو په عمل کې ولیدل شول چې طالبان نه‌دي بدل شوي او هغوی چې بدل شوي، نه‌‌غواړي له خپلې فکري حلقې راووځي او د خلکو په ملاتړ په ځانګړي ډول د ښځو لپاره څه وکړي." په ورته وخت کې د ښځو د حقونو یوه فعاله مسعوده کوهستاني وايي: "زمونږ وړاندیز دا دی چې د طالبانو ټول چارواکي له استثنا پرته تر تحریم لاندې راشي، سفرونه‌یې منع او په بهر کې یې پانګې کنګل شي، هغه هېوادونه چې له دوی په یو ډول ملاتړ کوي باید تحریم شي، د طالبانو له‌خوا بشري جنایتونه باید د نړیوالې محکمې له‌خوا وڅېړل شي." خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د بخښنې نړیوال سازمان په ځواب کې وايي: "په افغانستان کې بشري حقونه تأمین دي، په هغه کچه چې په شریعت او اسلام کې ویل شوي، که څوک زموږ د څارنې لپاره وي موږ ستونزه نه‌لرو، موږ د بشر حقونو خوندیتوب ته ژمن یو، ستونزو ته په ورځني ډول رسېدنه کېږي، له هغو حقونو چې په ټوله نړۍ کې خلک برخه‌من دي دلته هم خلک برخه‌من دي او موږ کومه اندېښنه نه‌لرو." د طالبانو له واکمنۍ د اتو میاشتو په تېرېدو سره ښځې په ډېری دولتي بنسټونو کې له کار کولو بې‌برخې دي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړل شوي او په یو شمېر نورو برخو کې هم پر ښځو محدودیتونه لګېدلي چې په افغانستان کې دننه او بهر کې غبرګونونه راپارولي دي.

13.04.2022 ازادي راډیو

باجوړ:بمي چاودنه کې دسکول استاذ وژل شوی

افغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه باجوړ کې په یوه بمي چاودنه کې دسکول یو استاد وژل شوی دی. پولیس ددې چاودنې پخلی کړی اؤ وایي چاودنه دنهې په ورځ دباجوړ دماموندو په سیمه کې شوې ده. دسیمې نه دترلاسه شوؤ اطلاعاتو له دماموندو سیمې دیو سرکاري سکول استاد مفتي شفیع الله دنهې په ورځ دخپل کور نه سکول ته روان ؤ چې لاره کې پرې زمکه کې دښخ ماین چاودنه وشوه. سرچینې وایي دې چاودنه کې مفتي شفیع الله سخت ژوبل شوی ؤ خو کله چې هغه روغتون ته رسول ورسول شو نو هلته یې د زخمونو توان رانه وړو اؤ ساه یې ورکړه. په سمدستي توګه لا ددې چاودنې پړه کومې وسله والې ډلې پغاړه نه ده اخستې خو روانه اوونۍ د ماموندو لغړۍ سیمه کې ديو پخواني صوبېدار  د وژنې پړه وسله والې ډلې داعش پغاړه اخستې وه. پولیس ویلي وؤ دغه ریټایرډ صوبیدار کور ته په لار روان ؤ چې نامعلومه وسله والو پرې ډزې کړې اؤ هغه یې وژلی ؤ. دباجوړ دپولیسو ضلعي مشر دبیلابیلو رسنیو سره خبرو کې ماموند سیمه کې شوې چاودنه کې دسکول د استاد د وژل کیدو پخلی کړی  اؤ ویلي یې دي دپېښې سره سم پولیس ځائ ته رسیدلي اؤ ددې چاودنې پلټنې یې پیل کړي دي. هغه ویلي پولیس سیمه کې دپلټنو ترڅنګ دلټونې عملیات هم پیل کړي اؤ زر به ددې پېښې جرړو ته ورسیږي. دباجوړ ماموندو سیمه کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت په امنیتي ځواکونو،قامي مشرانو اؤ دولتي کارمندانو بریدونه شوي چې ګڼ شمیر کسان پکې وژل شوي اؤ‌ ژوبل شوي دي. باجوړ د افغانستان کونړ ولایت سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه ده اؤ ویل کیږي په کونړ دداعش ډلې غړې شتون لري او وخت په وخت په باجوړ کې هم کارروایۍ کوي،

13.04.2022 ډیوه

دمشال خان د وژنې پینځم کال،څېړونکي وایي ټولنه کې تندروه فکر نور هم خور شوی دی

دمردان په عبدالولي خان پوهنتون کی 5 کاله وړاندې د مذهب د سپکاوي په تور طالبعلم مشال خان وژل شوی ؤ او څېړونکي وایي دتندلاریتوب دغه سوچ او فکر اوس نور هم په ټولنه کې خور شوی دی او په سیاسي ګوندونو کې د یو بل په ضد په تشدد، عدم برداشت او تندلاريتوب کې اضافه شوې ده. پوهان وایي د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوی مشال خان هم د خپلو ګټو او عدم برداشت په بنیاد وژل شوی ؤ او په موجوده وخت کې سیاسي کارکونکي هم د خپلو ګټو دپاره په یو بل تشدد او بریدونه کوي . پوهان وایي دغه سوچ او فکر ته د ریاست له خوا تقویه ورکړل شوې ده او که ددې مخه ونه نیول شوه نو دا به پښتني ټولنې ته په غټه کچه تاوان ورسوي. پنځه کاله وړاندې  هم په نن ورځ  په عبدالولی خان پوهنتون  مردان کې د جرنلزم د څانګې طالب علم  مشال خان د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوی ؤ او د هغوئ وکیلان وایي نن هم په تشدد د وژل شوي مشال خان  دقضیې اوریدنه په سپریم کورټ د ځنډ ښکار ده. قانون پوهان وايي د مشال خان په ضد د مذهب د سپکاوي تور د خپلو ګټو او د عدم برداشت په بنیاد لګول شوی ؤ او هم دغه مفکوره نه یوازی په ټولنه کې بلکې په سیاسي ګوندونو کې په تیزۍ سره خوریږي او ددوئ تر منځه تشدد مخې ته راځي. په خیبر پښتونخوا کې په هغه وخت کې د مشال خان د وژنې قضیه کې د هایکوړټ د وکیلانو د پینل غړی طارق افغان  وایي د مشال خان قضیه اوس هم سپریم کورټ کې د ځنډ ښکار ده. هغه وایي مشال خان چې دکوم تندروه سوچ په اساس وژل شوی ؤ هغه سوچ او فکر په ټولنه کې اوس نور هم خور شوی او په سیاسي جوماتونو کې ددغه سوچ په بنیاد تشدد راوړاندې کیږي . "دمذهب د سپکاوي په تور د وژل شوي مشال خان پېښه کې هیڅ صداقت نه ؤ، دغه پېښه دعدم برداشت په بنیاد د خپلو ګټو دپاره کارول شوې وه ، زمونږ په ټولنه کې عدم برداشت دومره خور شوی چې که مونږ د یو سیاسي ګوند سره تعلق لرو نو دهغه هر څه راته سم ښکاري او د مخالف سیاسي ګوند  نظریات ورته زاړه او غلط ښکاري او دا عدم برداشت د ریاستي بیانیې لاندې خور شوی دی" په کال 2017م کې د اپریل په دریمه نیټه په عبدالولي خان پوهنتون کې دمذهب دسپکاوي په تور مشال خان وژل شوی ؤ او بیا پېښور هایکوړټ په ګرفتار کړل شوؤ 61 کسانو کې یو تن ته د تیزندی، 5 کسانو ته د عمر قید او 25 کسانو ته د4,4 کاله د بند سزا اورول وه . خو د مشال خان او سزا شوؤ کسانو  کورنیو دغه فیصله په سپریم کورټ کی چیلنج کړې ده.  په خیبر پښتونخوا کې ځایي څیړنکار او صحافي شاه رضا شاه وایي دتندلاريتوب سوچ او تشدد  په سیاسي ګوندونو کې  سیوا شوی دی او په سیاسي توګه ددغه مفکورې مخه نيولو ته اړتیا ده. وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل که په حکومتي او سیاسي بنیادونو په قامي ایکشن پلان عمل وشي نو ددې مخه نیول ګران نه دي.  په دې وروستیو کې پاکستان کې د سیاسي ګوندونو دفعالینو تر منځ د تشدد پېښې رامنځته شوي اؤ تیره ورځ په پلازمینه اسلام اباد کې دمختلفو سیاسې ګوندونو کارکوونکو په یو بل تشدد کړی ؤ. همدا راز تیره ورځ په عبد الولي خان پوهنتون کې  مختلفو سیاسئ ګوندونو سره دتړاؤ لرونکو طالب عالمانو تر منځ د تشدد په نتیجه کې 5کسان ژوبل شوي او ددې وړاندې په دیر ضلعه کې د تحریک انصاف غړو د احتجاج په وخت په یو جومات هم برید کړی ؤ .

13.04.2022 ډیوه

امریکا وایي دپاکستان پوځ سره پیاوړې عسکري اړیکي لري

دامریکې ددفاع محکمې یا پینټاګان ویاند جان کربي وایي امریکا دپاکستان پوځ سره پیاوړې عسکري اړیکې لري اؤ دې لړۍ ته د دوام ورکولو لپاره هرممکنه هیلې شته. ویاند ویلي سیمه کې دسلامتۍ اؤ ثبات په اړوند امریکا دپاکستان سره ګډې ګټې لري اؤ امریکا دا مني چې پاکستان په سیمه کې یو مهم رول لري. دپینټاګان ویاند دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې درې ورځې وړاندې دپاکستان دپخواني وزیراعظم عمران خان حکومت دبې باورۍ دتحریک کامیابېدو له امله نسکور شو اؤ دهغه پرځائ شهباز شریف دهیواد نوی وزیراعظم وټاکل شو. پخواني وزیراعظم عمران خان دخپل حکومت دنسکوریدو پړه په امریکا ور اړولې اؤ تور یې لګولی چې دهغه پرضد دبهر نه سازش شوی دی خو امریکې دعمران خان دا تورونه په کلکه رد کړي اؤ وایي پاکستان کې دیو جمهوري ،اییني اؤ قانوني عمل ملاتړ کوي. د پنټاګان د ویاند نه هم رسنیو سره دخبرو په مهال دعمران خان له لوري په امریکا دلګول شوؤ تورونو په اړه پوښتنه شوې ده خو جان کربي په دغه پوښتنه د څه رقم تبصرې نه انکار کړی دی. دهغه وینا وه "زه فکر کووم تاسې ټول پوهیږئ چې مونږ دپاکستان دکورني سیاست په اړه هیڅ رقم تبصره نه کوؤ" خو تر دې وړاندې دسپینې ماڼۍ مطبوعاتي سکترې جین ساکي ویلي وؤ" دامریکایي ګټو لپاره یو ډیموکراتیک پاکستان مهم دی" جېن ساکي زياته کړې وه، "مونږ يقينا د قانون سرلوړي او د قانون لاندې د برابرۍ د انصاف د اصولو تاييد کوو، مونږ د پاکستان سره د اوږدې د مرستو قدر کوو، او مونږ تل يو خوشال، او جمهوري پاکستان دامریکا د ګټو دپاره مهم ګڼلی دي، او په دې کې هيڅ بدلون نه دی راغلی که په واک کې هر څوک راځي، مونږ ورسره په نزدې رابطو کې يو" دا په داسې حال کې ده چې څېړونکي وایي دامریکې پرضد دپخواني وزیراعظم عمران خان وروستي تند وتیز بیانونه د دواړو هیوادونو داړیکو لپاره په ګټه تمامیږي خو ورسره څېړونکي دا هیلې هم ښایي چې دشهباز شریف دحکومت په رامنځته کیدو به اوس د واشنګټن اؤ اسلام اباد اړیکې تر یو څه حده ځائ ته راشي. په عین حال کې د شهباز شریف نوي حکومت امریکې سره ښو اړیکو ته لیوالتیا ښودلې اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي "مونږ غواړو چي د امريکا سره د برابرۍ د اوصولو او د خپل مينځي ګټو په اساس دا تعلقات جاري وساتو" د پاکستان د دولتي ریډیو ترمخه پاکستان ويلي، مونږ د سپينې ماڼۍ بيان په پام کې ساتلی او د امريکې لخوا د پاکستان سره د تعلقاتو هرکلی کوؤ. دپاکستان نوي حکومت لپاره به امریکا سره دپاکستان اړیکې ښه ساتل څومره ګران وي؟ په دې اړه د نړیوالو چارو کار پوهه پروفیسر ډاکټر اعجاز خټک تیره ورځ وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي وؤ ،دا به د نوي حکومت دپاره یو لویې چیلنج وي. داعجاز خټک په وینا د تیر حکومت په وروستیو ورځو کې مخې ته د راتلونکو بیانونو له سوبه د امریکا او پاکستان اړیکو ته زیان رسیدلی او اوسنی حکومت به ددې د بیا بحالۍ هځې کوي خو دی وایي نه ګڼی چې د پاکستان په بهرنۍ تګ لاره کې به د نوي وزیراعظم د راتګ سره څه بدلون راشي.

13.04.2022 ډیوه

افغانستان بانک له بانکونو څخه د مامورینو د معاشونو په ایستلو محدودیت لیري کړ

د افغانستان بانک وايي، له بانکونو څخه یې د دولتي او غیر دولتي کار کوونکو د معاشونو پر ایستلو لګېدلي محدودیتونه لیري کړل.

13.04.2022 امریکا غږ

امريکا: په کال 2021 کې پاکستان کې سياسي، مذهبي او صحافتي ازادۍ اغېزمنې شوي دي

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په کال 2021 کې په نړيواله کچه د بشري حقونو په اړوند خپور رپورټ کې ویلي، پاکستان کې د بشري حقونو سختې سرغړونې شوي دي. څيړونکي وايي پاکستان کې مذهب په نوم د سپکاوي په نوم وژنې اوس هم روانې دې چې مذهبي عدم برداشت څرګندوي. پوهان وايي دلته د خلکو ذهن سازي داسې شوې چې په ځانګړي ډول د مذهب مسله کې د شاهد، وکيل او جج کردار پخپله لوبول کيږي او د قانون منګولو ته نه سپارل کيږي. د نهې/ سه شنبې په ورځ چې د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن په موجودګۍ کې دغه رپوټ خپور کړی شوی، د پاکستان په اړوند پکې ويل شوي، دلته په غېر قانونه توګه يا د عدالت لرې وژنې، قېدو بند، په سياسي بنیادونو ګرفتارۍ، د خلکو تښتونې، وژنې او تشدد شوی، مذهبي او نسلي لږکۍ په هدف شوي دي. پاکستان په سمدستي توګه دغه رپوټ ته کوم ځواب نه دی ویلي، خو له دې وړاندې يې تل دريځ خپل کړی چې د پاکستان په ايين کې د ټولو بشري، مذهبي او سیاسي حقونو خبره شوې او ټولو ته خپل حقونه ورکول کيږي. ناصر زيدى چې پاکستان کې د صحافيانو د حقونو دتر ټولو لویې تنظیم پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس عمومي سکرټري دی، ډيوه ته ویلي کال 2021 د صحافيانو او اظهار د ازادۍ په حواله پاکستان کې تر ټولو بد کال ؤ. هغه وايي کال 2021 کې د هېواد دننه د ټولنیز رسنیو په اړه بدترین قوانین جوړ کړل شول او په هغې کې داسې ضابطې هم واچول شوې چې له کبله یې د اظهار او بیان ازادي د لا نور ګواښ سره مخ شوله. دغه امریکايي رپورټ په داسې حال کې مخې ته راغلی، چې د مارچ مياشت په اخر کې ه د خېبر پښتونخوا ډيره اسماعيل خان سيمه کې د مدرسې زده کونکو بله د مدرسې استاذه د مذهب د سپکاوي په تور وژلې وه. څيړونکي وايي دا اولنۍ پېښه وه چې د ښځو لخوا د توهين رسالت په نوم په خېبر پښتونخوا کې بله ښځه ووژل شوه، دغسې تېر کال د دسمبر مياشت په اخر کې د سري لنکا سره تعلق لرونکي په سيالکوټ کې خلکو د مذهب د سپکاوي په تور په وهلو ټکلو وژلې او بيا يې په اوور سوځولی وو. څيړونکې او د مذهبې سخت دريځۍ په اړه ليکونکي خادم حسېن ډيوه ته ويلي په دې ټولنه کې د مذهب په نوم سخت دريځي سېوا شوې ده، او د مذهب سپکاوې دلته د مذهبي ګوندونو او رياست لخوا د خپلو ګټو د پاره کارول شوې ده. "د ميډيا،د خلکو د خبرو له امله په ټولنه کې دومره خپوره شوې چې خلک ځان ته جواز پخپله ګوري، د مذهب د سپکاوي د پاره قانون شته خو چې کله خلک پخپله وکيل ،جج او پخپله مدعي جوړ شي نو دغسې پېښې مخې ته راځي". په پاکستان کې د لږکیو د حقونو لپاره کارکوونکي غېردولتي تنظيم سنټر فار سوشل جسټس د روان کال د فرورۍ په میاشت کې په خپل يو رپوټ کې ويلي وو چې په پاکستان کې په کال 2021 کې د مذهب د سپکاوي د قانون لاندې 84 مقدمې درج شوې وې. په خېبر پښتونخوا کې د بشري حقونو د کمېشن مشر اکبر خان نه چې وي او اې ډیوه وپوښتل د مذهبي سخت دريځۍ څه علتونه دي؟ نوموړي يې په ځواب کې وويل، " په بنیادي توګه رياست چې کومه بيانيه د افغانستان په اړه، د تحريک لبېک سره چې څنګه تګ لارې خپلې کړې نو خلکو ته جواز ترلاسه شي چې بيا د مذهب د سپکاوي د تور په صورت پخپله تورن تن ووژني" پاکستان کې د بشري حقونو د څار غېر دولتي تنظيم اېچ ار سي پى پخوانۍ مشره او اوسنۍ غړې ذهره يوسف ډيوه ته وېلي چي په کال 2021 کې د هېواد دننه د عيسوي او هندو لږکيو په عبادت خانو حملې شوي دي او په سیند صوبه کې د تنکو هندو جنيکو مذهب په جبر بدل کړې شوې دې. هغه وايي پاکستان کې چې څوک هم په پوځي ادارو تنقيد کوي نو هغوي په جبر لادرکه کېږي. څو ورځې وړاندې د اسلامي نظرياتي کونسل مشر ډاکټر قبله اياز وي او اې ډيوه ته ويلي وو د مذهب د سپکاوي په تور سزا ورکول د رياست کار دی. "اسلامي نظرياتي کونسل په دې اړه ډير وړاندې قراداد پاس کړې دې چې افرادو ته اجازت نشته په داسې قسمه واقعاتو باندې دا د رياست کار دې چې د عدالتي کاروايي نه پس پريکړه وکړې شي". څيړونکي وايي د مذهب سپکاوي په تور د وژنو او اشتعال پېښو کې د ځوانانو شمېر ډير وي. د فرورۍ په میاشت کې د پاکستان د سینیټ د بشري حقونو کمېټۍ ته ویل شوي وو چې په دې وروستیو کې د هېواد دننه د مذهب د سپکاوى په نامه د خونړي تشدد په پېښو کې90 فيصدي ځوان کول ککړ موندل شوی دی. ډاکټر قبله اياز وايي د مذهبي سپکاوي په تور د وژنو پېښې د مدرسو نه بهر هم کيږي، اوس ليدل کيږي چې دا الزام خلک د خپلو شخصي شخړو کې د بهانې په توګه کارول کيږي۔ نوموړي وويل بايد چې تعليمي ادارو، مدرسو او جماعتونو کې خلکو ته د انساني ژوند د احترام په اړه خلکو ته سبک ورکړل شي.

13.04.2022 ډیوه

سویډن له افغانستان سره څه باندې اووه میلیون ډالر مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د ۲۰۲۲ میلادي کال لپاره له افغانستان سره د سویډن د تازه مالي مرستې خبر ورکړ.

13.04.2022 امریکا غږ

پاکستان د امریکا سره ښو اړیکو ته د ودې ورکولو خواهش څرګند کړی

په پاکستان کې جوړ شوي نوي حکومت لېوالتيا څرګنده کړې ده چې په مثبته او تعميري بنيادونو د امريکا سره اړيکو ته وده ورکړي او په سيمه ييزه کچه امن، ثبات او پرمختيا مخ په وړاندې بوځي. د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه په يو حکومتي بيان کې ويل شوي مونږ غواړو چي د امريکا سره د برابرۍ د اوصولو او د خپل مينځي ګټو په اساس دا تعلقات جاري وساتو. دا بيان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې مخکنی وزيراعظم عمران خان د بې باورۍ د تحریک د لارې د حکومت څخه لرې کړی شوی او مخالفه ګوندونو په شريکه د مسلم ليګ ن مشر شهباز شریف وزيراعظم ټاکلی دی. عمران خان د خپل حکومت په وروستیو کې چې پرضد یې عدم اعتما وړاندې شوی ، تور لګولې وو چي امريکا د هغه د لرې کولو سازش کوي او مخالفه ګوندونه ورسره په دغه سازش کې شريک دي. خو امریکا دغه تورونه رد کړي او په پاکستان کې مخالفه ګوندونو د عمران خان دغه بيان دروغ بللی وو. د رېډيو پاکستان ترمخه پاکستان ويلي، مونږ د سپينې ماڼۍ بيان په پام کې ساتلی او د امريکې لخوا د پاکستان سره د تعلقاتو هرکلی کوي. د امریکا سپينې ماڼۍ ويلي، "مونږ (امریکا) په پرامنه طريقې سره د اييني او جمهوري اقدارو د سر لوړۍ ملاتړ کوو، او د يو سياسي ګوند د بل سياسي ګوند په مقابله کې ملاتړ نه کوو". د امریکې د سپينې ماڼۍ د وياندې جېن ساکي دغه خبره، په پاکستان کې د عمران خان د حکومت ختمېدو او شهباز شريف وزيراعظم جوړېدو وروسته د امریکا او پاکستان د اړيکو په اړه پوښتنې ته په ځواب کې کړې وه. جېن ساکي زياته کړې وه، "مونږ يقينا د قانون سرلوړي او د قانون لاندې د برابرۍ د انصاف د اصولو تاييد کوو، مونږ د پاکستان سره د اوږدې د مرستو قدر کوو، او مونږ تل يو خوشال، او جمهوري پاکستان دامریکا د ګټو دپاره مهم ګڼلی دي، او په دې کې هيڅ بدلون نه دی راغلی که په واک کې هر څوک راځي، مونږ ورسره په نزدې رابطو کې يو".  هغې دا هم ويلي د پاکستان سره د امريکې د اوږدې مودې کلکې اړيکې دي، د امنيت په اړه هم ورسره اړيکې لرې او هغه به د پاکستان د نوي مشرتابه سره هم روانې وي. او شهباز شریف چې په قومي اسمبلۍ کې وزیراعظم وټاکل شو، په خپله لومړۍ وېنا کې يې ويلي وو، پاکستان د امريکې سره د برابرۍ په کچه د اړيکو خواهش لري، او د امريکې سره زمونږ په اړيکو کې لوړې ژورې راغلي دي. څيړونکي وايي د عمران خان په حکومت کې د امریکې او پاکستان اړيکې ښې نه دي پاتې شوي او په وروستيو کې چې عمران خان په امریکا تور لګولی، د دې سره دغه اړيکې نورې هم ترينګلې شوي، دا به کتل وي چې د پاکستان نوی حکومت دغه اړيکې څنګه په ځای کوي.

13.04.2022 ډیوه

ايا پښتونخوا کې وسله وال مضبوط شوي؟ چې په يوه اوونۍ کې يې د پوځي افسر او نهه پوليسو سره 14 کسان ووژل؟

د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو ډېره اسماعيل خان، کرک، بنو، شمالي او جنوبي وزیرستان کې په تیره یوه اوونۍ کې ترسره شوو پرله پسې وسله  والو بریدونو کې نهه پوليس، دوه پوځيان، يو د ملېشې عسکر او دوه ځایي کسان په هدفي بریدنو کې وژل شوي دي، په وژل شوو کې يو د پوځ لوړپوړی افسر هم شامل دی. څیړونکي وایي پاکستان کې ښکاري طالبان بیا مضبوط شوي او دغه بریدونو د لارې دا ښودل غواړي چې دوی دلته منظم نیټ ورک لري. په اسلام اباد کې د قبایلي ضلعو څیړنیز مرکز مشر منصور مسید وایي په دې لنډه موده کې په وسله والو بریدونو کې دوه چنده اضافه شوې ده. هغه وویل نه یوازې په قبایلي ضلعو بلکې ورسره جوختو د صوبې په نورو ضلعو کې بريدونه سېوا شوي دي. هغه وویل وسله والو د تېر په پرتله طریقه کار بدل کړی او ګوریلا جنګ کوي چې پکې د عامو خلکو تاوان کم وي او خاص هدف یې امنیتي چارواکي وي. هغه وویل یو خو د تحریک نه بیل شوې ټولې ډلې بیا د مفتي نور ولي په مشرۍ کې په تحریک کې شاملې شوې بل په افغانستان کې د سقوط له امله د دوی ته ډاډ تر لاسه شوی او د اشرف غني د حکومت د بندي خانو نه د دوی پلویانو خوشي کېدو سره د دوی افرادي قوت سیوا شوی چې له وجې يې نور منظم شوي دي. هغه وویل تحریک طالبان پاکستان د افغان طالبانو سره نیزدې اړیکې لري او په افغانستان کې د دوی پرخلاف هیڅ ډول کارروایي نه کیږي. په پیښور کې وتلی خبریال مشتاق یوسفزی وایي دغه پرله پسې بریدونه دا څرګندوي چې وسله وال دغلته بیا مضبوط شوي ځکه چې دا بریدونه یوازې د افغان پولې سره جوختو پرتو سيمو کې نه، بلکې د پولې نه لرې د خیبر پښتونخوا په نورو ضلعو صوابۍ، مردان او نوښار کې هم کیږي. هغه وویل دوی په دې ضلعو کې د برید کولو وروسته وتښتي او پټ شي چې دا څرګنده کیږي چې دوي دغلته پاکستان کې دننه بیا منظم نیټ ورک لري. هغه زیاته کړه تیر د تحریک انصاف حکومت د ترهګرۍ ختمولو په ځایې د دوی سره خبرو کولو ته اړ وو خو کله به چې خبرې اخرنۍ مرحلې ته ورسیدې بیا به د ځنډ ښکار شوې. هغه زیاته کړه اوس به دې نوي حکومت ته کتل وي چې پکې ټولې سیاسي پارټۍ شاملې دي چې دوی څه لار خپلوي. د پاکستان د پوځ پخوانی افسر بریګډیر سید نظر وایي د وسله والو پرضد د عملیاتو په پایله کې ترهګري ختمه شوې نه ده خو ټیټه شوې ده. هغه وویل دا به وخت اخلي ترڅو افغانستان کې طالبانو په ټولو سیمو مکمله عملداري نه وي قايمه کړي. هغه دا هم وویل باید دا نوی حکومت د جنګ ځپلې علاقې خلکو ته هم لومړيتوب ورکړي دوی لپاره فنډونه او نورې ترقیاتي پروژې راوړي چې د دوی ژوند عامو خلکو سره برابر شي او د امنیټ ټیګنښت برقرار وساتل شي. خو د سیاسي چارو کارپوهه او د پېښور یونیورسټي  د جرنلېزم د څانګې استاز پروفیسر سید عرفان اشرف وایي دا نامنۍ پېښې سیوا کېدل دا ډیر تشویشناک صورتحال دی ځکه چې په افغانستان کې طالبان په خپله واکمن شوي او هلته نور ضرورت نه دی پاتې شوی دا خلک اوس دلته (پاکستان لوري ته) راغلي دي. هغه ښکاري وسله وال په پاکستان کې د هر ډول حالاتو نه ګټه پورته کوي، لکه په اسلام اباد کې د روان تاو تریخوالې نه فایده اخلي ځکه چې د  پوځ او ادارو دا وخت مکمله توجه په اسلام اباد کې روان سیاسي صورتحال پله ده. او که حالات دغسې روان وي دا به عام ولس او په ځانکړي ډول امنیتي عسکرو ته لویې خطر جوړ کړي. د عمران خان پرضد د بې باورۍ د تحریک کامیابېدو وروسته د شمالي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ د پارلیمان غونډې ته په وېنا کې د هدفي وژنود پیښو، په زوره بې درکه کولو او د ناامنۍ په نورو پیښو اندېښنه څرګنده کړې او د نوي حکومت نه يې دغه لور ته د پاملرنې غوښتنه کړې وه. په پارليمان کې د غونډې په څنډه کې د عوامي نيشنل ګوند غړي او د خېبرپښتونخوا پخواني وزیراعلا امير حېدر خان هوتي هم وي او اې ډیوه ته ويلي وو، چې کله د دوی حکومت وو دوی د وسله والو پرضد جګړې ته ودرېدلي وو، اوس به هم حکومت دغه جګړه خپله ګڼي، بيا په پارلیمان کې تګلاره وړاندې کړي او بيا په ولس کې د دغه جګړې په اړه پوهاوی راولي، څو پورې چې د يو عمل سره د حکومت، پارلیمان او ولس مرسته نه وي، د هغې پورې کاميابي ممکنه نه وي. (په دې خبر کې ځينې مالومات د وي او اې ډیوه خبريال فضل عزير شريک کړي دي).

13.04.2022 ډیوه

بلینکن: امریکا معتبر معلومات لري چې روسیه ممکن اوکراین کې 'کیمیاوي مواد' وکاروي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۲ (وري ۲۳) وویل متحده ایالت "موثق معلومات" لري چې روسیه ممکن د اوکراین د کلابند شوي ماریپول ښار د نیولو لپاره کیمیايي مواد وکاروي. دغه جګپوړي امریکایي دیپلومات وویل دی په داسې موقف کې ندی چې په سرحدي ماریپول ښار کې د مسکو له خوا د کیمیاوي وسلو د کاریدو ادعاوي تائید کړي.   خو نوموړي زیاته کړه:" موږ معتبر معلومات لرو چې روسي ځواکونه د ماریپول ښار د نیولو په برید کې ممکن د تاوتریخوالو د کنټرول مختلف مواد چې له کیمیاوي‌ موادو سره ګډ اوښکي‌ بښونکی ګاز هم شامل دي وکاروي، کوم چې کولی شي د اوکرایني پوځيانو او ملکي‌ وګړو د کمزورۍ او ناتوانۍ لامل شي."   ښاغلي بلینکن خبریالانو ته وویل دغه معلومات له اوکراین سره شریک کوي او اوس له خپلو شریکانو سره په خبرو کې دي څو معلومه شي واقعا څه پيښیږي، نوموړي زیاته کړه دا واقعي اندیښنه ده.  د لومړي ځل لپاره راپورونه د دوشنبې په ورځ خپاره شول چې روسي ډرون الوتکو په ماریپول ښار کې پر اوکرایني ځواکونو او ملکي کسانو یو ډول زهري مواد اچولي‌ دي. اوکرایني ځواکونو ادعا کړې چې خلک له تنفسي ستونزو او عصبي مشکلاتو سره مخ شوي دي.   د اوکرایني ځواکونو د یوه کنډک قومندان انډرې بلیټسکای په یوه ویډیویي پیغام کې ټلیګرام ته ویلي دي:"درې کسان د جنګي کیمیایي وسلو د کاریدو له امله د مسمومیت روښانه علایم لري.خو له فاجعه رامنځ‌ ته کوونکو عواقبو پرته." د فرانسې خبري‌ آژانس ونه توانید دغه ادعاوي چې د اوکرایني قانون جوړونکو له خوا شریکې شوي تائید کړي.‌ ماریپول ښار د څو اوونیو راهیسې محاصره دی او اوکرایني ځواکونه یې په نږدې وختونو کې د سقوط خبرداری ورکوي.

13.04.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more