ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


امریکا اوکراین ته د ۸۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت اضافه تسلیحات استوي

متحدو ایالتونو نن چهار شنبې اپریل ۱۲ (وري ۲۴) وویل چې له اوکراین سره د ۸۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت په امنیتي‌ مرستې سربیره د تسلیحاتو او مهماتو مرسته کوي څو دا هیواد وکړای شي د روسیې د برید په وړاندې له ځانه دفاع وکړي. جمهور رئیس جوبایډن د اوکراین له جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي سره په یو ساعته ټلفوني مکالمه کې ددغې نوې مرستې په اړه معلومات ورکړل او وروسته سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل هغه تسلیحات چې واشنګټن کیف ته برابر کړي له روسیې سره یې په جګړه کې ویجاړونکی تاثیر درلود. بایډن وویل په داسې حال کې چې روسیه په دونباس سیمه کې د برید د زیاتیدو لپاره چمتوالی نیسي، متحده ایالات کیف ته د وړتیاوو برابریدو ته دوام ورکوي. اوکراین ته د ډیرو هلیکوپترو او وسلو د لیږلو په اړه د بایډن هوکړه وروسته له هغه وشوه چې جمهور رئیس زیلینکسي په یوه ویډیویي پیغام کې د ډیرو وسلو غوښتنه وکړه او ویې ویل:" آزادي باید له وسله وال ظلم څخه ښه ووسي. له ډیرو وسلو پرته به دا جګړه د وینو په بې پایانه حمام بدله شي او بدبختۍ، رنځ او ویجاړۍ به خپرې کړي." جمهور ريیس بایډن وویل چې له اوکراین سره د لودیځ دوامداره تسلیحاتي‌ مرستې د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین په مقاومت کې مهم رول لوبولی دی او د اوکراین د کنټرول لپاره یې د پوتین د ابتدایي جګړې له ناکامه کیدو سره مرسته کړېده. بایډن وویل"اوس نشو کولی ارام پاتې شو." دا په داسې حال کې ده چې نن د پولنډ، لتوانیا ، لتویا او استونیا جمهورو رئیسانو چې د ناټو غړي هیوادونه دي او له اوکراین سره پوله لري، له اوکراین څخه د ملاتړ د څرګندولو لپاره، د ریل ګاډي په مرسته کیف ته ولاړل. ددغو څلورو هیوادونو مشران اندیښنه لري که روسیه اوکراین ونیسي، مسکو به پر هغوی هم برید وکړي. د فبروري له ۲۴ نیټې څخه پر اوکراین د روسیې د برید له پیله د ملکي وګړو په ګډون په زرګونه کسان مړه او ټپیان شوي او په میلیونونه نور د خپلو کورونو پریښودلو ته اړ شوي‌ دي.

14.04.2022 امریکا غږ

نړیوال بانک: که طالبان وغواړي، د افغانستان اقتصاد سقوط نه کوي

نړیوال بانک وایي د افغانستان له اقتصادي سقوط څخه مخنیوی کیدای شي که نړیوال هیوادونه ډاډمن شي چې د طالبانو حکومت بشري حقونو ته درناوی کوي او خپلې مالي چارې په سمه مدیریت کوي. نړیوال بانک نن چهار شنبې اپریل ۱۳ (وري ۲۴) د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د امنیت ښه والي، د کرنې سکټور، طبیعي منابعو او ځوان جمعیت ته په شارې سره وویل چې د افغانستان د اقتصاد لپاره بدیل مسیر موجود دی. په امریکا کې میشت دغه بانک وویل دغه مسیر به په راتلونکې کې د نړیوالې ټولنې او د طالبانو د حکومت اقداماتو ته اړتیا ولري. نړیوال بانک زیاته کړې چې مرسته کوونکي هیوادونه او سازمانونه توقع لري د طالبانو موقته اداره له میرمنو او نجونو سره د چلند اساسي معیارونه مراعت کړي، بشري حقونو ته درناوی وکړي او د افغانستان اقتصادي چارې په سمه مدیریت کړي. له هغه وخته چې طالبان د دویم ځل لپاره واک ته رسیدلي یادې ډلې د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال مودې په نسبت د نرم او متفاوت چلند په اړه په خپلو ژمنو عمل ندی کړی ځکه د نجونو متوسطه او لیسه ښوونځي تړلي دی، میرمنې د سفر اجازه نلري‌ او ښځې یوازې په څو محدودو ادارو کې کار کوي. سره له دې چې یو لړ مرستې بیرته پیل شوي خو واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د افغانستان د شتمنیو له کنګلیدو او د بهرنیو مرستو په بندیدو سره  یاد هیواد له شدید اقتصادي کړکیچ سره مخ دی. د طالبانو حکومت څو ځله له نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول له متحدو ایالتونو غوښتي دي چې د افغانستان کنګل شوي شتمنۍ آزادې کړي. د اتو میاشتو په تیریدو سره تر اوسه هم د نړۍ هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت پيژندلی ندی. له دې وړاندې امریکا او غربي هیوادونو یادې ډلي ته ویلي وو که د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کیدو‌ لټه کې ده باید ټول شموله حکومت جوړ کړي ، د نجونو، میرمنو او اقلیتونو په ګډون د افغانستان د ټولو اتباعو حقونو ته درناوی وکړي. خو طالبان دا د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله بولي او وایي چې هیڅ ډول فشار ته به غاړه کینږدي. له دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ویلي وو:"هغه څه چې په هیواد کې کوو ، په هیڅ شرایطو او یا هم د چا په فشار سره یې نه ترسره کوو او د خپل پلان او سیاست له مخې کوم چې د تعلیم، اقتصاد او نورې برخې دي، پر مخ ځو." نړیوال بانک ویلي دي چې په اوسني وضعیت کې د افغانستان د اقتصاد بیارغونه، ستونزمنه بریښي او وړاندوینه یې کړېده چې د یاد هیواد د ناخالص کورني سرانه عاید کچه به د روان کال تر پایه د ۲۰۲۰ کال په پرتله ۲۰ سلنه کم شي او داسې معلومیږي چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان سرانه درامد یو پر دې کم شوی دی. نړیوال بانک همدارنګه ویلي دي اوسمهال د افغانستان اقتصاد کولی شي په هغه اندازه وده وکړي چې پکې د خلکو د ژوند سطحه ښه شي او یا هم هر کال هغو ۶۰۰۰ کسانو ته چې د کار کولو پر شرایطو برابر دي، د کار زمینه مساعده کړي. له دې مخکې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ویلي وو چې د افغانستان د بانکداري نظام د پاشل کیدو اقتصادي لګښت او پر هغه هیواد یې ناوړه منفي پایلې "ډیرې پراخې" وي.

14.04.2022 امریکا غږ

تدروس: څومره پام چې اوکراین ته شوی، یوه برخه یې هم افغانستان او نورو هېوادونو ته نه دی شوی  

تدروس: څومره پام چې اوکراین ته شوی، یوه برخه یې هم افغانستان او نورو هېوادونو ته نه دی شوی

13.04.2022 امریکا غږ

سروی: د پاکستانیانو اکثریت د عمران خان په لېرې کېدو خوشحاله دي

په پاکستان کې په یوه سروی یا نظر پوښتنه کې د برخه اخیسونکو پاکستانیانو اکثریت د وزیراعظمۍ د چوکۍ نه د عمران خان په لېرې کېدو خوښي څرګنده کړې ده خو د عمران خان د حکومت په ختمیدو تر ټولو زیاته خفګان په خېبرپښتونخوا کې څرګنده کړی شوی دی. ګېلپ نومې ادارې د خپلې سروی نتېجې د ټوېټر دلارې شریکې کړي دي. نظر پوښتنې موندلي چې ۵۷ فیصد پاکستانیان په قومي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد د تحریک په نتیجه کې د عمران خان د حکومت په ختمیدو خوښ وو. د عمران خان په تګ خوشحالي کونکو د دې بنیادي سبب په ګرانۍ قابو موندلو کې د هغه د حکومت ناکامي بللې ده. ۴۳ فیصد کسانو د عمران خان د حکومت په ختمېدو خفګان څرګند کړی دی. د سروی ترمخه هغه کسان چې اقتدار نه د عمران خان په لېرې کېدو یې د خفګان څرګندونه کړې، وايي عمران خان یو دیانتدار تن او ښه مشر و. ګېلپ وویل د منځنۍ درجې یا اعلا تعلیم یافته ښځو او سړو اکثریت د عمران خان د حکومت په ختمېدو غصه وو او په دط لړ کې تر ټولو زیات افسوس په خېبر پښتونخوا کې موندل کېدو او نوي ووټران یا ځوانان هم په دې اړه خفه وو. ګېلپ وویل سروی یې د ټېلې فون دلارې د پاکستان په ۱۰۰ ضلعو کې کړې ده او ۱۰۰۰ ښځو او سړو پکې شرکت کړی دی .  

13.04.2022 ډیوه

جنګي جرایم، بشریت ضد جنایت او نسل وژنه سره څه توپیر لري؟ 

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن په اوکراین کې د روسیې جګړه «نسل وژنه» بللې او د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین یې تورن کړی چې د «اوکراین د نابود کولو» هڅه کوي. 

13.04.2022 امریکا غږ

د اوکرين په اپيل امريکا ياد هېواد ته نورې پوځي مرستې برابروي

د امريکا حکومت امکان دی ډېر ژر اوکرين ته د 750 ميلين ډالرو اضافي پوځي مرستې اعلان کړي چې د اوکرين ولسمشر ويلاډيمير زېلېنسکي يې د يرغلګرو روسي ځواکونو د ملک نه د ويستلو د پاره اپيل کړی. د کانګرس يو سينير غړي رايټرز خبري ايجنسۍ ته ويلي په پوره پيکيج خو لا بحث روان دی خو دا امکان شته چې د غټې توپخانې نظام سره سره هويټزرز هم ولېږل شي. د وزارت دفاع يو لوړپوړي چارواکي ويلي د اوکرين ځواکونو ته هغه 100 سوېچبليډ ډرونز ورکړل شوي چې په ټينک شکن وسلو سمبال دي. دا د وړومبنۍ اعلان شوې 300 ميلين ډالرو امنيتي مرستې برخه ده. د اضافي ټينک شکن جيولېن ميزايلو سره سره پاتې ډرونز به د راروانې اوونې پورې اوکرين ته ورسيږي. وايټ هاوس په خپل يو بيان کې ويلي د امريکا ولسمشر جو بايډن او د برتانيه ولسمشر بورېس جانسن تېره ورځ ژمنه کړې چې د روس د يرغل په مقابل کې به د اوکرين پوځي او بشري مرستې روانې ساتي. په وروستيو کې د امريکا ولسمشر بايډن د ايوا ايالت د دورې په وخت په روسي صدر ويلاډيمير پوټين سختې نيوکې کړي او د اوکرين يرغل ته يې د اوکرين د خلکو نسل وژنه ويلې. د خپلې وينا په دفاع کې چې د روس يرغل ته يې نسل وژنه ويلې ولسمشر بايډن ميډيا ته وويل “زه دې ته نسل وژنه ځکه وايم چې ورځ تر بله دا ښکاره کيږي چې پوټين دا خيال د سره ورکول غواړي چې څوک ځان ته اوکريني ووايي او د دې ثبوتونه لا پسې زياتيږي”. هغه وويل “دا به نړيوال قانون پوهانو ته پرېږدو چې د هغوی په نزد دا څه دي خو ماته دا نسل وژنه ښکاري”. بايډن په بيا بيا په پوټين نيوکې کړي او هغه يې د جنګي جرمونو مجرم ياد کړی او غوښتنه يې کړې د سرښار کيو سره نزدې په بوشا سيمه کې د روسي ځواکونو د ظلمونو ثبوته پوره دي چې د پوټين خلاف پرې مقدمه وچليږي. د اوکرين ولسمشر زېلېنسکي په يو ټويټ کې ليکلي “د بدو د مخنيوي د پاره مهمه ده بدو ته بد ووايې. مونږ د امريکا منندوی يو چې کومې مرستې يې کړي خو مونږ په اجله توګه نورو غټو وسلو ته اړتيا لرو چې د روس د ظلم مخنيوی وکړو”. بل خوا د روس صدر پوټين په واسټوچني سپيس لانچ فيسيليټي کې کارمندانو ته په وينا کې دا تاثر ختم کړو چې ګني په نزدې وخت کې امکان شته روسي ځواکونه د اوکرين اوځي او هغه وويل دا عمليات به تر هغې روان وي چې روسي ځواکونه خپل غټ اهداف تر لاسه کړي. پوټين ويلي روسي ځواکونه په قلاره او خاموشۍ وړاندې ځي او د امن د خبرو د خرابولو تور يې په اوکرين پورې کړو. د امن د خبرو په اړه يې وويل “په اوسني حالاتو کې په دې حقله مونږ په بنده کوڅه کې يو

13.04.2022 ډیوه

د نجونو پر زده‌کړو د محدودیتونو دوام؛ د ۱۴۰۱ کال د کانکور برخلیک نامعلوم دی

د طالبانو حکومت له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو د محدودیتونو په دوام، د ۱۴۰۱ کال د کانکور برخلیک هم نامعلوم دی. هغه ښځينه زده‌کوونکو چې له يو کال راهيسې د سږني کانکور ازموينې ته چمتووالی نیولی، اوس وايي څرګنده نه‌ده چې د کانکور ازموينه به ترسره شي که نه.  دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د ۱۴۰۰ کال د کانکور د کامیابه شویو زده‌کوونکو درسونه هم نه‌دي پیل شوي. تبسم په تېر کال کې له ټولو ننګونو سره سره د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموینې ته چمتووالی نیولی دی.  خو نوموړې وايي چې د طالبانو د واکمنۍ په راتګ او د نجونو پر مخ د لېسو د دروازو تړل‌یې د زده‌کړو د دوام او پوهنتون ته د تللو هيلې مړاوې کړي. تبسم وايي، که څه هم د کانکور ازموينې ته دوه مياشتې پاتې دي، خو په خبره‌یې د دې مهمې ازموينې د ترسره کېدو په اړه ورته څه نه‌دي ويل شوي. تبسم زیاتوي: "دا لا څرګنده نه‌ده چې د کانکور ازموينه به اخيستل کېږي او که نه، تر اوسه حتی په ولايتي کچه هم د کانکور ازموينه نه‌ده اخيستل شوې، موږ ډېر اندېښمن يو چې څه به کېږي؟ کله چې یې نجونې ښوونځيو ته پرې نه‌ښودلې، دا څرګنده نه‌ده چې څه به کېږي، کېدای شي د کانکور په ازموینه کې هم همداسې وکړي." په وروستیو کلونو کې، د کانکور ازموینه د اوړي په میاشتو کې اخیستل کېده او د مني په سمستر کې به د نوي بریالي شویو زده‌کوونکو لپاره درسونه پیل کېدل. خو سږکال د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت تر اوسه د کانکور ازموینې د اخیستلو په اړه څه نه‌دي ویلي.  د دې ترڅنګ، څه موده وړاندې د ۱۴۰۱ تعلیمي کال له پیل څخه لږ مخکې، دغه وزارت اعلان وکړ چې د تېر کال د کانکور ازموینې د بریالې شویو کسانو درسونه به د وري په میاشت کې پیل شي. خو لا تر اوسه د دغو نویو محصلانو لپاره د درسونو د پیل په اړه څه نه‌دي ویل شوي.  صادقه شېرزاد په ۱۴۰۰ کانکور ازموينه کې د هرات پوهنتون د انګليسي ادبياتو پوهنځي ته بريالۍ شوې ده. دا وايي چې د روانې مياشتې په پيل کې يې د نوم‌ليکنې لپاره اړوندې څانګې ته ورغلې وه، خو ورته ويل شوي و چې تر راتلونکې خبرتيا پورې به‌يې ټولګي تعطیل وي. صادقه وايي: "کله چې ما واورېدل چې پوهنتونونه پیل شوي، ورغلم، ما ته وویل شوه چې د نوي بریالي شویو کسانو درسونه لا نه‌دي پیل شوي او لا تر اوسه زموږ د درسونو د پیل کېدو خبر نه‌دی راغلی، زه د یوې نجلۍ په توګه او د هغه چا په توګه چې پوهنتون ته د بریالي کېدو لپاره مې زیاتې هلې ځلې کړي، هیله لرم چې درسونه ژر تر ژره پیل شي."  هڅه مو وکړه چې د ١٤٠١ کال د کانکور ازموینې د نېټې په اړه د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت نظر واخلو، خو د دغه وزارت وياند احمد تقي زموږ پوښتنو ته ځواب ونه‌وایه. طالبانو د ټولو ښوونځیو د بیا پرانیستلو د ژمنې خلاف، له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کوونکې ښوونځي ته له تلو منع کړې دي. دوی د خپلې دغه پرېکړې دلیل د مشرتابه امر بولي او وایې چې دوی د ښځینه زده‌کوونکو او ښوونکو د یونیفورم د اسلامي کولو لپاره په یوه پلان کار کوي، هغه اقدام څه چې په کور دننه او بهر په پراخه کچه له نیوکو سره مخ شو. اوس د کانکور په ازموینه کې د ګډون کوونکو نجونو ترمنځ هم دا وېره خپره ده چې د کانکور په ازموينه کې د ګډون او پوهنتون ته د تلو اجازه به ورنه‌کړل شي.

13.04.2022 ازادي راډیو

د هاګ محکمه: اوکراین د جنایت یوه صحنه ده 

د جرمونو د نړیوالې محکمې «هاګ» لوی څارنوال د اوکراین د بوچا ښار له لیدلو وروسته وویل چې په اوکراین کې شوي‌ جنګي جرمونه به پلټل کېږي. 

13.04.2022 امریکا غږ

بایډن د روسیې جګړه 'نسل وژنه' او د اوکراین 'له منځه وړلو' لپاره ده

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن په خپلو تازه څرګندونو کې په اوکراین کې د روسیې جګړه «نسل وژنه» بللې او د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین یې تورن کړی چې د «اوکراین له منځه وړلو» هڅه کوي. 

13.04.2022 امریکا غږ

پاکستان کې په ټولنیزو رسنیو دملکي ادارو پرضد دکمپاین چلوونکو پرضد مقدمې درج کړل شوي دي

د پاکستان د پوځ لخوا دملکي ادارو په ضد په ټولنیزو رسنیو په پیل شوي کمپاين دناخوښۍ څرګندولو وروسته دپلټنو مرکزي ادارې ايف ایي ای ددغه کمپاین پرمخ بوتلو کې  دککړو تنانو په ضد ګامونه اخستل پيل کړي اؤ یو شمیر کسان یې نیولي دي . د تحريک انصاف ګوند مرکزي عمومي سيکتر اسد عمر په سوشل مپډيا فعاله د خپل ګوند دغړو د ګرفتارۍ پخلى کړى دى او ویلي یې دي، د دوئ ګوند به ددې نیونو پرضد عدالتونو ته ځي. تيره ورځ خبريالانو سره ملاقات کې وزير اعظم شهباز شريف هم د رياستي ادارو په ضد انلاين کمپاين کې دککړو تنانو په ضد د کارروایۍ خبردارى ورکړى ؤ. د پلټنو مرکزي ادارې ایف ایي ای  پخلی کړی چې نیول شوؤ دولس تنانو څخه د نهو پرضد مقدمې درج کړل شوي دي. داپوزیشن ګوندونو لخوا دبې باورۍ دتحریک دلارې دپخواني وزیراعظم عمران خان دحکومت ختمولو وروسته دهغه ګوند تحریک انصاف ګرد هیواد کې احتجاجونه پیل کړي اؤ په سوشل میډیا ددغو احتجاجونو مخې ته راغلو ویډيوګانو کې لیدل کیږي چې دتحریک انصاف ګوند پلویان دپوځ اؤ عدلیې پرضد کلک شعارونه ورکوي. ددې ترڅنګ په ټولنیزو رسنیو هم په پوځ اؤ عدلیه دنیوکو اؤ تورونو لړۍ پیل شوې چې تیره ورځ دپاکستان دپوځ دکورکمانډرانو غونډه کې په دې کمپاین ناخوښي ښودل شوې وه. دپوځ لخوا دناخوښۍ څرګندولو نه وروسته داسې رپورټونه مخې ته راغلي چې قانون پځائ کوونکو ادارو ګرد هیواد کې په ټولنیزو رسنیو د ملکي ادارو پرضد دکمپاین چلوونکو پرضد عملیات پیل کړي اؤ‌ دولس کسان یې نیولي دي.  دتحریک انصاف ګوند سره  یو وتلي مشر فيصل واوډه دپوځ په ضد دکمپاين غندنه کړې او ددې نه ېې لاتعلقي ښودلې خو بل لوري ته ددغه ګوند عمومي سیکتر اسد عمر اعلان کړی چې دخپل ګوند دفعالینو دنیول کیدو پرضد به محکمې ته ځي. د بشري حقونو فعاله پروفيسر عمار علي جان د پي ټي ایي د غړو د ګرفتارۍ غندنه کوي خو وايي ددې پړه د تحرېک انصاف په قيادت راځي چې دا سپيناوى وکړي د پوځ مخالفه بيانيه ردوي او که خپلوي. وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه زياته کړې که داسى نه کيږي نو دا به ګڼلى شي چې تحريک انصاف دوه مخې تګلاره لري او ددې له امله به د پارټۍ عام غړي د مشکلاتو سره مخ کيږي. د بشري حقونو ،وکيلانو او خبريالانو تنظيمونو په تير واکمن ګوند تحريک انصاف د رایې د اظهار په ضد دناوړه بندیزونو تورونه لګول او تيره اوونۍ اسلام اباد هايکورټ د هغى وخت تحريک انصاف حکومت لخوا د اليکټرانکي جرمونو د مخنيوى قانون کې د بدلون مسوده رد کړې وه. په عین حال کې  د سه شنبى په ورځ  اسلام اباد هايګوټ کي د پخواني وزير اعظم عمران خان د دوؤ سلاکارانو شهباز ګل او شهزاد اکبر د نومونو دسفري بنديزونو نوملړ کې د اچولو دقضيي اورېدنه شوې ده او مشر قاضي اطهر من الله د پلټنو ادارى ايف ایي ای امر کړی چې ددغو دواړو کسانو نومونه دې دسفر بندیزنو دنوملړ نه وویستل شي.  اطهر من الله زياته کړې عدالت به حکومت انتقامي کاروايو ته نه پريږدي. خو دهیواد نوي وزیراعظم شهباز شریف بیا له خپلې ټاکنې وروسته پخپله وړومبۍ وینا کې ویلي وؤ چې دچا پرضد به انتقامي کارروایي نه کوي اؤ نه به څوک زندانونو ته اچوي خو ویلي یې وؤ چې قانون به خپله لاره پخپله وباسي

13.04.2022 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

13.04.2022 امریکا غږ

امریکې او هند یوځل بیا پر پاکستان دترهګرو ډلو پرضد دکوټلو ګامونو اخستو غږ کړی دی

امریکا او هندوستان د سه شنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې د پاکستان څخه وغوښتل چې سمدستي دوامداره او نه بدلیدونکې اقدام وکړي ترڅو دا باوري کړې چې د دوئ د واک لاندې خاوره د ترهګریزو بریدونو د پاره ونه کارول شي. دغه اعلامیه چې تیره وځ په واشنګټن کې د هندوستان او امریکا د بهرنیو او دفاع د چارو د وزیرانو ترمنځ د شوؤ خبرو اترو د برخې په توګه خپره شوې، پکې هندوستان د پولې بل اړخ ته د ترهګرۍ دکیدونکو هر ډول ګامونو په کلکه غندنه کړې ده. ددې ترڅنګ هند د کال ۲۰۰۸ د ممیۍ د برید او کال ۲۰۱۶کې د پټانکوټ دبرید  ذمه وارو ته دسزا ورکولو غوښتنه هم کړې ده- بل لوري ته د پاکستان د بهرنیو چارو  وزارت د امریکا او هند دغه بیان په کلکه رد کړی او د پاکستان پر ضد شوې ادعاوې یې ناوړه ګرځولې دي چې د دوئ تر مخه د اعتبار وړ نه دي- د وي او ای ډیوه له پوښتنې وروسته دپاکستان دبهرنیو چارو د وزارت لخوا خپور شوې بیان کې ویل شوي چې دوه اړخیزو همکاریو میکانیزم د سیاسي مصلحت لپاره د دریم هیواد په نخښه کولو او د خلکو فکر د ریښتینې او راپورته کیدونکو ترهګریزو ګواښونو څخه اړولو لپاره کارول کیږي. بیان کې د شریکو هېوادونو څخه غوښتنه شوې چې په جنوبي اسیا کې د سولې او امنیت مسلو ته یو هدف مندانه  نظر ورکړي او د هغو دریځونو سره چې یو طرفه، سیاسي انګیزه لري او له ځمکنیو حقیقنونو څخه جدا وي، باید ډډه وکړي. بیان وایي چې پاکستان په تېرو دوو لسیزو کې د ترهګرۍ پر ضد په نړیواله مبارزه کې د نړیوالې ټولنې یو مهم، فعال او د باور وړملګری پاتې شوی دی. دبیان له مخې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان قربانۍ بې مثاله دي او د امریکا په ګډون نړیواله ټولنه یې په پراخه کچه اعتراف کوي. په سیمه کې هیڅ هیواد د سولې لپاره د پاکستان څخه زیاتې قربانۍ نه دي ورکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت تر مخه د امریکا-هند په اعلامیه کې د پاکستان په اړه اندېښنې او دهغې ردول د ډیپلوماټیکو لارو د امریکا لوري ته رسول شوي دي. دغه بیان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د پاکستان نوي وزیراعظم شهباز شریف تیره ورځ خپله وینا کې د ټولو ګاونډې هیوادونو سره د ښه اړیکو هیلې څرکندې کړې وې او ویلي یې وؤ پاکستان د هند سره سوله ایزې او په همکارۍ ولاړې اړیکې غواړي- د شهباز شریف پر ټاکنې د هندوستان وزیراعظم نریندرا مودي هم په یوه پیغام کې ویلې وؤ چې هند د ترهګرۍ څخه پاکه سیمه کې سوله او ثبات غواړي، ترڅو وکولی شي دخپلو خلکو سوکالي ډاډمنه کړي. هندوستان او امریکا دواړه د مودې راهسې د ملګرو ملتونو له اړخه دناچله ګرځول شوؤ ډلو لشکر طیبه ، جیش محمداو حزب المجاهدین پشمول د ټولو ترهګرو ډلو پر ضد د کوټلو ګامونو غوښتنه کوي- د اسلام اباد د اسلامي پوهنتون د نړیوالو چارو پروفیسر ډاکټر منظور اپریدی وې او ای ډیوه سره خبرو کې واېې، په پاکستان کې د نوي حکومت د راتګ سره ممکنه ده د هند سره د ترهګرۍ په شمولو پر نورو چارو خبرې وشي. هغه وویل  په افغانستان کې هم بدلون راغلی اوپه داسې حال کې د سیمې د سولې د پاره دواړه ګاونډي هیوادونه د ترهګرۍ د مخنیوې په اړه خبرو ته اړتیا لري- کال ۲۰۰۸م کې د نومبر په ۲۶مه نیټه د هندوستان ممبۍ ښار کې د ترهګرو پرله پسې بریدونو کې ۱۶۶ کسان وژل شوي وؤ. هم دغه ډول کال ۲۰۱۶م کې د جنورۍ په دوهمه نیټه دهند پټان کوټ کې په یو ترهګریز برید کې اووه امنیتي کسان او یو بهرملکی وګړی وژل شوي وؤ. هندوستان د دواړو بریدونو تور په پاکستان کې په میشت ترهګرو ډلو لګوي. بل پلو ته پاکستان د هندوستان سمجهوتا ایکسپریس د برید  ذمه واره کسانو ته دسزا ورکولو غوښته کوي.  کال ۲۰۰۷م کې مخې ته راغلي د غه برید کې د ۴۴ پاکستانیانو په شمولو ۶۸ کسان وژل شوي وؤ. پاکستان پر هندوستان په بلوچستان صوبه کې د لاس وهنې تورونه لګوي- البته داړه هیوادونه د یوبل دغه تورونه ردوي او په دې اړه د یوبل څخه د څرګنده ثبوتونو غوښتنې هم کوي. څیړونکي د هندوستان او امریکا دغه بیان پر پاکستان په داسې حال کې هم فشار ګرځوي چې په راتلونکې جون کې دغیر قانوني پیسو د لین دین دمخنیوي دنړیوالې ادارې فنانشل ایکشن ټاسک فورس  په غونډه کې د پاکستان دنوم د خړ لسټ څخه د ویستل کیدو یا نه ویستل کیدو په اړه پریکړه کیدای شي. د پاکستان پخوانی سفارت کار اصف دراني وي او ای ډیوه ته واېي پاکستان د ایف ای ټي ایف دپلان پر زیاتې برخې عمل کړی او امریکا فشار اچوي خو دهغه په وینا امریکا او پاکستان به د یوبل سره اړیکې خرابول  هم نه غواړي ولې چې دا به د یوه هیواد هم په ګټه کې نه وي- د  پاکستان نوم دکال ۲۰۱۸م د جون د میاشتې راهسې ایف ای ټي ایف په خړ فهرست کې شامل دی. د پاکستان وینا ده چې د کالعدم ګرځول شوو ډلو او د دوئ د مشرانو په ضد یې یو شمیر ګامونه پورته کړي دي اؤ  په دې لړ کې یې د کالعدم کرځول شوې ډلې جماعت الدعوه مشر حافظ سعید د کال ۲۰۲۰ راهسې نیولی اؤ هغه ته محکمې دغیر قانونې پیسو د لین دین په مقدمو کې په مجموعې توګه د۳۱ کالو دبند سزا اورولې ده- هندوستان حافظ سعید د ممبۍ د چاودنو منصوبه ساز ګرځوي-

13.04.2022 ډیوه

پاکستان وايي امریکا سره د "مهمو" اړیکو د قوي کولو په لټه کې دی

په پاکستان کې د شهباز شریف په مشرۍ نوي حکومت ویلي دي چې د سیمه ایزې سولې، امنیت او پراختیا د«ګډو اهدافو» د ترلاسه کولو لپاره د امریکا له متحدو ایالتونو سره «مثبت او رغوونکی» تعامل کوي. 

13.04.2022 امریکا غږ

د بخښنې سازمان: نړۍ باید له طالبانو سره خبرو کې د ښځو حقونه سره کرښه مطرح کړي

په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د ښځو د حقونو د نقض په اړه د اندېښنو په دوام، د بخښنې نړیوال سازمان وايي نړۍ باید له طالبانو سره د خبرو پر مهال د ښځو حقونه د سرو کرښو په توګه مطرح کړي. د افغانستان لپاره د دې سازمان کمپاینرې سمیرا حمیدي ازادي راډیو ته وویل، طالبانو د ښځو د حقونو په اړه په خپلو ژمنو عمل نه‌‌دی کړی او نړیواله ټولنه باید په دې اړه له طالبانو حساب وغواړي. مېرمن حمیدي زیاتوي: "د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښمن دی. موږ په افغانستان کې د ټولو انساني حقونو د له‌منځه تلو شاهد یو. طالبانو د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو په اړه په خپلې ژمنې عمل نه‌دی کړی. موږ په افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوو." د بخښنې نړیوال سازمان په جنوري میاشت کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره درې میاشتنی کمپاین پیل کړ او له ټولې نړۍ یې د افغان نجونو او ښځو د ملاتړ په هدف د نږدې ۸۰ زره لاسلیکونو له راټولولو وروسته، د دې کمپاین غوښتنې ملګرو ملتونو ته واستولې.  له بلې‌خوا فوزیه کوفي چې په قطر کې یې له طالبانو سره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي د ټیم د غړې په توګه خبرو کې ونډه درلوده وايي، طالبانو په خپلو هغو ژمنو عمل نه‌دی کړی چې د سولې د مذاکراتو پر مهال‌یې کړي. دا وايي: "هغه روایت چې نړیوالو جوړ کړی و دا و چې طالبان بدل شوي، خو په عمل کې ولیدل شول چې طالبان نه‌دي بدل شوي او هغوی چې بدل شوي، نه‌‌غواړي له خپلې فکري حلقې راووځي او د خلکو په ملاتړ په ځانګړي ډول د ښځو لپاره څه وکړي." په ورته وخت کې د ښځو د حقونو یوه فعاله مسعوده کوهستاني وايي: "زمونږ وړاندیز دا دی چې د طالبانو ټول چارواکي له استثنا پرته تر تحریم لاندې راشي، سفرونه‌یې منع او په بهر کې یې پانګې کنګل شي، هغه هېوادونه چې له دوی په یو ډول ملاتړ کوي باید تحریم شي، د طالبانو له‌خوا بشري جنایتونه باید د نړیوالې محکمې له‌خوا وڅېړل شي." خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د بخښنې نړیوال سازمان په ځواب کې وايي: "په افغانستان کې بشري حقونه تأمین دي، په هغه کچه چې په شریعت او اسلام کې ویل شوي، که څوک زموږ د څارنې لپاره وي موږ ستونزه نه‌لرو، موږ د بشر حقونو خوندیتوب ته ژمن یو، ستونزو ته په ورځني ډول رسېدنه کېږي، له هغو حقونو چې په ټوله نړۍ کې خلک برخه‌من دي دلته هم خلک برخه‌من دي او موږ کومه اندېښنه نه‌لرو." د طالبانو له واکمنۍ د اتو میاشتو په تېرېدو سره ښځې په ډېری دولتي بنسټونو کې له کار کولو بې‌برخې دي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړل شوي او په یو شمېر نورو برخو کې هم پر ښځو محدودیتونه لګېدلي چې په افغانستان کې دننه او بهر کې غبرګونونه راپارولي دي.

13.04.2022 ازادي راډیو

باجوړ:بمي چاودنه کې دسکول استاذ وژل شوی

افغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه باجوړ کې په یوه بمي چاودنه کې دسکول یو استاد وژل شوی دی. پولیس ددې چاودنې پخلی کړی اؤ وایي چاودنه دنهې په ورځ دباجوړ دماموندو په سیمه کې شوې ده. دسیمې نه دترلاسه شوؤ اطلاعاتو له دماموندو سیمې دیو سرکاري سکول استاد مفتي شفیع الله دنهې په ورځ دخپل کور نه سکول ته روان ؤ چې لاره کې پرې زمکه کې دښخ ماین چاودنه وشوه. سرچینې وایي دې چاودنه کې مفتي شفیع الله سخت ژوبل شوی ؤ خو کله چې هغه روغتون ته رسول ورسول شو نو هلته یې د زخمونو توان رانه وړو اؤ ساه یې ورکړه. په سمدستي توګه لا ددې چاودنې پړه کومې وسله والې ډلې پغاړه نه ده اخستې خو روانه اوونۍ د ماموندو لغړۍ سیمه کې ديو پخواني صوبېدار  د وژنې پړه وسله والې ډلې داعش پغاړه اخستې وه. پولیس ویلي وؤ دغه ریټایرډ صوبیدار کور ته په لار روان ؤ چې نامعلومه وسله والو پرې ډزې کړې اؤ هغه یې وژلی ؤ. دباجوړ دپولیسو ضلعي مشر دبیلابیلو رسنیو سره خبرو کې ماموند سیمه کې شوې چاودنه کې دسکول د استاد د وژل کیدو پخلی کړی  اؤ ویلي یې دي دپېښې سره سم پولیس ځائ ته رسیدلي اؤ ددې چاودنې پلټنې یې پیل کړي دي. هغه ویلي پولیس سیمه کې دپلټنو ترڅنګ دلټونې عملیات هم پیل کړي اؤ زر به ددې پېښې جرړو ته ورسیږي. دباجوړ ماموندو سیمه کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت په امنیتي ځواکونو،قامي مشرانو اؤ دولتي کارمندانو بریدونه شوي چې ګڼ شمیر کسان پکې وژل شوي اؤ‌ ژوبل شوي دي. باجوړ د افغانستان کونړ ولایت سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه ده اؤ ویل کیږي په کونړ دداعش ډلې غړې شتون لري او وخت په وخت په باجوړ کې هم کارروایۍ کوي،

13.04.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more