ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


روغتیايي چارواکي: افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې کمي شوي

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، اوس مهال په دغه هیواد کې د کرونا ویرویس مثبتو پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

10.04.2022 امریکا غږ

داعش باجوړ کې د ریټایرډ صوبېدار د وژلو ذمه واري پغاړه اخستې

په باجوړ کې د وژل شوي ريټایرډ صوبېدار د وژلو ذمه واري داعش ډلې په غاړه اخستې ده اؤ څيړونکي وايي سیمه کې د داعش بريدونه زياتيدل د اندېښنې وړ خبره ده. د باجوړ پوليسو وي او ای ډيوه ته منلې د جمعې په ورځ د ماموندو لغړۍ علاقه کې يو پخوانی صوبېدار کور ته په لار روان ؤ چې نامعلومه وسله والو پرې ډزې وکړې اؤ وئ وژلو. پوليس وايي دوي د پېښې هر اړخيزه جاج اخلي او پلټنې روانې دي۔  ددغې پېښې پړه داعش خراسان ډلې په غاړه اخستې ده، او د خپل پروپيګنډه چېنل او انسټګرام د لارې يې دغه خبر خپور کړی دی. باجوړ د افغانستان کونړ ولایت سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه ده اؤ ویل کیږي په کونړ دداعش ډلې غړې شتون لري او وخت په وخت په باجوړ کې هم کارروایۍ کوي،  د څيړونکو لخوا د راجمع کړل شوؤ شمېرو ترمخه سږکال داعش ډلې په پنجاب، بلوچستان او سیند صوبه کې د لسو بريدونو ذمه وارۍ په غاړه اخستې دي، داعش وایي دې بریدونو کې یې دوه په پنجاب ، یو په پلوچستان کې ، اووه په خېبر پښتونخوا کې کړي دي دداعش د دعوې له مخې خیبر پښتونخوا کې یې  پينځه بریدونه په پېښور او دوه په باجوړ کې کړې دي۔  څيړونکي او خبريال مشتاق يوسفزي ډيوه ته وويل پاکستاني حکومت تر ډير وخته دا ويل چې داعش په  پاکستان کې شتون نه لري خو اوس حکومتي چارواکي وايي چې داعش د تحريک طالبان پاکستان نه لويه خطره ده۔  "په پاکستان کې یې مضبوط مرکزونه نشته، کسان يې لږ وي خو د بريد په وخت زيان اړوي"  د تېر مارچ دمياشتې په شروع کې داعش په پېښور کې په يوه امام بارګاه د بريد ذمه واري هم منلې وه په دغه بريد کې تر ۶۰ پورې تنان وژل شوي وو او نزدې دوه سوه پکې ژوبل شوي وو، پوليسو ويلي دغه بريد کې ککړ تنان يي د پېښې څو ورځې وروسته یوه  مقابله کې وژلي دي. له دغې پېښې وړاندې په باجوړ، کوهاټ، پېښور، وزيرستان، کرمه ، سبي، پينډۍ او نورو يو شمېر سيمو کې داعش ډلې د هدفي وژنو او د بمي چاودونو ذمه وارۍ منلې وې۔  د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ تیره شپه پارلیمان ته خپله وینا کې وويل تر ټولو ستره مسله چې مونږ ورسره مخ یو هغه ترهګري ده. هغه ویلي وؤ  "هر ورځ هدفي وژني کيږي،د هغې د ودرولو د پاره به واضحه پاليسي خپلول وي، او واضحه پاليسي به دا وي چې زمونږ حکومت او رياست دې د کوم وسله وال تنظيم د پاره زغم ونه لري"  د سنټرفار سټريټجک ريسرچ انټرنېشنل سټډيز څيړنيزې ادارې ترمخه د داعش خراسان ډلې په نوم وسله واله ډله کال ۲۰۱۴م کې د پاکستاني وګړي حافظ سعيد خان په مشرۍ کې جوړه شوه او دداعش مرکزي مشرالبغدادي سره يې د بيعت اعلان وکړو۔ حافظ سعيد خان د تحريک طالبان پاکستان غړی ؤ او سره د نورو ملګرو يې داعش کې د ګډون اعلان کړی ؤ. اداره ليکي د پاکستان پولي ته نزدي د افغانستان ننګرهار ولایت کې داعش خراسان د کال ۲۰۱۰م نه فعاليتونه کول چې پکې د تحريک طالبان پاکستان او لشکر اسلام غړي شامل وؤ۔ حافظ سعيد بيا په کال ۲۰۱۶م کي په افغانستان کې د امريکا په يو هوایي بريد کي ووژل شو۔

10.04.2022 ډیوه

یوناما طالبانو ته: د نجونو د ښوونځیو په اړه اقدامات او رسنیو سره رغنده خبرې وکړئ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ یا (یوناما) مشرې د رسنیو او خبریالانو د وضعیت په اړه خپلې اندېښنې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر سره شریکې کړي دي.

10.04.2022 امریکا غږ

دپاکستان پوځ عمران خان پسې د وزیراعظم ماڼۍ ته د ورتګ دعوه دروغ بللې

دپاکستان پوځ دا دعوه بې اساسه بللي چې ګنې دعمران خان د واکمنۍ ختمیدو نه لږه شیبه وړاندې دوه لوړپوړي چارواکي هیلي کاپټر کې د وزیراعظم ماڼۍ ته ورغلي وؤ اؤ دهغه سره یې لیدنه کړې وه. په میډیا اؤ ټولنیزو رسنیو داسې اطلاعات مخې ته راغلي چې ګنې پرون دخالي په شپه دپاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان ددغه هیواد دطاقتور پوځ دمشر له خپلې دندې له ګوښه کولو امر کړی ؤ . دخالي اؤ اتوار په منځ شپه کې دخپل اقتدار دختمیدو نه وړاندې دپاکستان پخواني وزیراعظم عمران خبریالانو سره په لیدنه کې دپوځ دمشر دبدلولو ګنګوسې رد کړې وې اؤ ویلي یې وؤ چې هغه دپوځ دسرلښکر بدلولو هیڅ اراده نه لري اؤ خپل کار به دایین اؤ قانون په اساس پرمخ وړي. بي بي سي اردو پخپل یو رپورټ کې دعوه کړې ده چې څه وخت دپاکستان په قامي اسمبلۍ کې د وزیراعظم پرضد دبې باورۍ دتحریک جنجال روان ؤ په دغه مهال دشپې تیاره کې یو هیلي کاپټر کې دوه "نابللي میلمانه"په سختو امنیتي تدابیرو اؤ دچمتو ولاړو سرتیرو په بدرګه کې د وزیراعظم ماڼۍ ته رسیدلي وؤ. دبي بي سي په رپورټ کې دعوه شوې ده چې د هغه وخت وزیراعظم یوازې یو ساعت وړاندې ددغو دوؤ چارواکو څخه دیو لوړپوړي چارواکي دخپلې دندې څخه دګوښه کولو امر کړی ؤ ځکه نو وزیراعظم لپاره ددغو نابللو میلمنو داسې یو ناساپه ورتګ دهیلو برعکس ؤ. بي بي سي پخپل رپورټ کې ویلي عمران خان دهیلي کاپترو منتظر ؤ خو ددې هیلي کاپتر دمسافرو په اړه دهغه اند اؤ هیلې بیخې ناسمې وختلې. د رپورټ له مخې عمران خان په تمه ؤ چې دې هیلي کاپټر کې به دهغه لخوا ټاکل شوی نوی چارواکی د وزیراعظم ماڼۍ ته رارسیږي اؤ دهغه له رارسیدو وروسته به هغه شور شغرب یو څه کښیني چې دسپریم کورټ له پریکړې وروسته دپارلیمان څخه راپورته شوی ؤ. خو دپاکستان دپوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار دبرتانوي نشریاتي ادارې دا رپورټ دروغ بللی اؤ اؤ وایي دپروپیګنډې په دې خبر کې دهیڅ معتبرې،مستندې اؤ اړونده سرچینې حواله نه ده ورکړل شوې. داتوار په ورځ ایي ایس پي ار پخپل بیان کې ویلي دبرتانوي نشریاتي ادارې دا خبر دبنیادي صحافتي اخلاقیاتو څخه سرغړونه ده اؤ په دې کې هیڅ حقیقت نه شته. پوځ ویلي دبرتانوي خبري ادارې دا خبر به ددغه ادارې دچارواکو سره هم راپورته کوي. پاکستانۍ خبریالې غریده فاروقي په ټویټر د بي بي سي ددې رپورټ تاید کړی اؤ لیکلي یې دي په نهم اپریل دسیاسي اړي ګړي په منځ کې دکابینې دغونډې پرمهال "دمهم سرکاري شخصیت" دخپلې دندې نه په ګوښه کولو سنجیدګۍ سره غور شوی ؤ خو دهغه د کوښه کیدو اعلامیه نه وه خپره شوې. غریده فاروقي وایي "ددې ګام له پورته کیدو وړاندې معاملې راجوړې شوې اؤ دقیدیانو ګاډی نه بلکې هیلي کاپټر دمعاملې دسمیدو سوب جوړ شو" پېښور کې میشت د دي نیوز ورځپاڼې خبریال مشتاق یوسفزي بیا په ټویټر لیکلي "دځېنو ملګرو دعوه ده چې لا ایله بهر دالان کې ددې پلان زکر شوی ؤ چې پېریانو خبره تر هغوئ ورسوله اؤ بیا دسترګو رپ کې معامله سرچپه شوه" دا په داسې حال کې ده چې پرون دخالي په شپه دپاکستان دپخواني وزیراعظم عمران خان حکومت دمخالفو ګوندونو دبې باورۍ دتحریک دلارې ختم کړل شوی خو دبې باورۍ په دغه تحریک د رایو ورکولو نه وړاندې پاکستان کې یو سخت سیاسي جنجال هم لیدل شوی ؤ. دپاکستان سترې محکمې امر کړی ؤ چې دخالي په ورځ باید دبې باورۍ په تحریک د رایو ورکولو لپاره دقامي اسمبلۍ غونډه راوبلل شي چې ددغه امر په اساس پخواني اسپیکر اسد قیصر داسمبلۍ غونډه رابللې وه خو تر وروستي ساعته یې دعمران خان پرضد دبې باورۍ په تحریک د رایې اخستلو څخه ډډه کوله. د شپې ناوخته په پاکستاني رسنیو هم داسې دعوې شوې وې چې د وزیراعظم ماڼۍ ته یو هیلي کاپټر کې دوه مهم شخصیات ورغلي اؤ هغه سره یې لیدنه کړې چې تر هغې وروسته دقامي اسمبلۍ اسپیکر له خپل منصب نه داستفا اعلان کړی ؤ اؤ دبې باورۍ په تحریک رایې شوې . دغو رایو کې دبې باورۍ دتحریک په پلوۍ دقامي اسمبلۍ ۱۷۴ غړو خپلې رایې ورکړې وې اؤ داسې دعمران خان حکومت ختم شوی ؤ. خو دعمران خان دحکومت ترختمیدو لږه شیبه وړاندې دمولوي اقبال حیدر په نوم یو تن دپاکستان دپوځ دسرلښکر جنرال قمر باجوه په احتمالي ډول دګوښه کیدو پرضد اسلا اباد هایکورټ ته شپه په شپه عریضه هم کړې وه چې له هغې وروسته دشپې لس بجې داسلام اباد هایکورټ دروازې پرانستل شوې وې اؤ سپریم کورټ ته هم مشر قاضي اؤ نور ججان رسیدلي وؤ. دمولوي اقبال حیدر په اړه زیاتره په رسنیو داسې دعوې کیږي چې هغه داستخباراتي کړیو اؤ‌ پوځ سره لار لري اؤ مدام په داسې قضیو کې محکمو ته عریضې کوي چې پوځ یې پرضد وي. دمولوي اقبال حیدر لخوا دخالي په شپه اسلام اباد هایکورټ ته دپوځي سرلښکر په احتمالي توګه دګوښه کیدو پرضد له شوې عریضې وروسته داسلام اباد په سړکونو نه یوازې دپوځ ګاډي لیدل شوي وؤ بلکې دقیدیانو ګاډي هم په میډیا ښودل شوي وؤ چې چمتو ولاړ وؤ. په عمران خان دهغه ځینې سیاسي مخالفین تورونه لګوي چې داستخباراتي شبکې ایي ایس ایي دپخواني مشر اؤ دپېښور دموجوده کور کمانډر جنرال فیض حمید سره نزدې اړیکې لري اؤ دهغه په کومک واکمنۍ ته رسیدلی ؤ . څېړونکي دعوې کوي چې پوځ سره په دې وروستیو کې دعمران خان داړېکو خرابېدو علت هم دا ؤ چې عمران خان غوښتل جنرال فیض حمید دجنرال باجوه پځائ دپوځ نوی سرلښکر وټاکي.

10.04.2022 ډیوه

کابل کې د ایران سفارت هغه هیواد کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند رد کړ

په کابل کې د ایران سفارت وايي، له افغان کډوالو سره دایراني پولیسو لخوا د ناوړه چلند په اړه خپاره شوي معلومات بې اساسه او ناسم دي.

10.04.2022 امریکا غږ

دپاکستان دنوي وزیراعظم ټاکنه سبا کیږي

پاکستان کې د وزیراعظم عمران خان حکومت د درېوؤ کالو ،اوو میاشتو اؤ ۲۴ ورځو وروسته ختم شوی اؤ ټاکل شوې ده سبا ددغه هیواد لپاره دنوي وزیراعظم ټاکنه کیږي. دنوي وزیراعظم دټاکنې لپاره دخپور کړل شوي مهال ویش له مخې د وزیراعظم څوکۍ ته کاندید جوړیدونکي نن داتوار ترماسپین دوؤ بجو پورې خپل دټاکنې کاغذونه دقامي اسمبلۍ په سیکرټریټ کې جمع کولی شي چې دهغې کره کتنه به هم نن دماسپښین تر دریوؤ بجو کیږي. داسمبلۍ سیکرټریټ دمهال ویش له مخې سبا دګل یا دوشنبې په ماسپښین دوه بجې به د نوي وزیراعظم ټاکنې لپاره ایوان کې رایې ورکول کیږي. دا په داسې حال کې ده چې اپوزیشن ګوندونو تیره شپه د ورځ عمران خان پرضد دبې باورۍ تحریک قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړی ؤ چې دسخت سیاسي کړکیچ اؤ خنډونو نه وروسته دغه تحریک د۱۷۴ؤ رایو په پلوۍ کامیاب شوی ؤ اؤ وزیراعظم عمران خان د وزیراعظم له منصبه ګوښه شوی ؤ. اپوزیشن ګوندونو له وړاندې اعلان کړی دی چې دپخواني وزیراعظم نوازشریف کشر ورور شهباز شریف به د دوئ لخوا نوی وزیراعظم ټاکل کیږي. شهباز شریف د پخواني وزیراعظم عمران خان پرضد دبې باورۍ دتحریک کامیابېدو وروسته قامي اسمبلۍ ته خپله وینا کې ویلي وؤ چې دوئ به د چا پرضد انتقامي ګامونه نه اخلي خو ورسره سم یې دا هم ویلي دي چې "قانون به خپله لاره پخپله جوړوي " په عین حال کې پخواني وزیراعظم عمران خان هم دخپل ګوند پاکستان تحریک انصاف د کور کمیټۍ غونډه نن داتوار په ورځ رابللې ده. دعمران خان نزدې ملګري سینیټر فیصل جاوید په ټویټر لیکلي عمران خان به دې غونډه کې دخپلې راتلونکې تګلارې اعلان کوي. عمران خان دپاکستان په تاریخ کې هغه وړومبی وزیراعظم دی چې دبې باورۍ دتحریک دلارې دخپل اقتدار دمودې سرته له رسیدو وړاندې داقتدار نه لرې کړل شوی دی. دهغه ګوند په ۲۵مه جولایي کال ۲۰۱۸م کې شوؤ ټولټاکنو کې دقامي اسمبلۍ۱۴۹ څوکۍ ګټلې وې اؤ دایتلافیانو سره یې په ګډه دپینځوؤ کالو لپاره خپل حکومت جوړ کړی ؤ. خو دپاکستان دنورو وزیراعظمانو په څېر هغه هم دخپل اقتدار پینځه کلنه موده سرته ونه رسولی شوه اؤ د درېوؤ کالو ،اوو میاشتو اؤ ۲۴ ورځو له واکمنۍ وروسته یې تیره شپه حکومت دبې باورۍ دتحریک دلارې ختم کړل شو

10.04.2022 ډیوه

د اوکراین سره د څه باندې لس ملیارده یورو مرستو ژمنې وشوې

د روسیې د یرغل له کبله د بې ځایه شویو اوکراینیانو لپاره د مرستو د راټولولو په یو کمپاین کې مرسته کوونکو ادارو او هیوادونو د لس عشاریه ۱ ملیار یورو مرستو ژمنه وکړله چې ۱۱ ملیارده امریکایي ډالر کیږي.

10.04.2022 امریکا غږ

د پاکستان پارلمان عمران خان له واکه لیرې کړ

د پاکستان د پارلمان غړیو د شنبې په ورځ اپریل ۹ (وږي۲۰) صدراعظم عمران خان ته د نه باور رایه ورکړه او پدې سره د ښاغلي خان د نږدې ۴ کالونو واکمني هم پای ته ورسیده.

10.04.2022 امریکا غږ

د امریکا له تازه بندیزونو وروسته، ایران هم پر یو شمیر امریکایي چارواکو بندیزونه ولګول

ایران د شنبې په ورځ اپریل ۹ (وري ۲۰) وویل چې پر یو متقاعد امریکایي جنرال او ۲۳ نورو امریکایي اتباعو یې د هغه څه له امله چې تهران یې ترهګرۍ او د بشري حقونو سرغړونه بولي، بندیزونه لګولي دي.   دغه اعلان څو ورځې وروسته له هغه وشو چې واشنګټن په ویانا کې د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي قرار داد د احیا کیدو د مهمو خبرو پرمهال پر هغه هیواد تازه بندیزونه ولګول.   د امریکا مالیې وزارت د مارچ ۳۰ پر هغو څو بنسټونو بندیزونه اعلان کړل چې د ایران د بالیستیک توغندیو پروګرام ته د تجهیزاتو په برابرولو تورن دي.‌   د ماليې وزارت په بیانیه کې ویل شوي چې په تازه بندیزونو کې ایرانی محمد علي‌ حسیني او د هغه د کمپنیو شبکه چې د بالستیک توغنیدو ملاتړی بلل شوی، هم په نښه شوی دی.     د ترهګرۍ په چارو کې د امریکا د مالیې وزارت مرستیال براین نلسن په یوې بیانه کې وویل، دا اقدام د بالستیک توغندیو د جوړیدو په برخه کې د ایران مخنیوي په کار کې د واشنګټن تعهد پیاوړی کوي.     ښاغلي نلسن وویل په داسې حال کې چې متحده ایالات په بشپړ ډول د ۲۰۱۵ کال اټومي قرار داد ته د ایران د ستنولو هڅه کوي خو "د هغو کسانو په نښه کولو کې به ځنډ ونکړي چې د ایران د بالستیک توغندیو پروګرام سره مرسته کوي."     دغه جګپوړي امریکایي چارواکي وویل، په سیمه کې به له خپلو متحدینو سره کار وکړي څو ایران د خپلو ګاونډیو د حاکمیت د نقض په ګډون د خپلو اعمالو په اړه ځواب ویونکی وساتي.     د ایران له خوا په ۲۴ امریکایي اتباعو چې بندیزونه پرې لګیدلی یو هم د امریکا د مرکزي قومندانۍ پخوانی قومندان متقاعد امریکایي جنرال جوزف وټل دی. د ایران په لست کې د مالیې او پوځ نور چارواکي، سفیران او د کمنیو رئیسان هم شامل دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې پر دې کسانو یې "په ترهګریزو فعالیتونو کې د ښکیلتیا، د ترهګرۍ د ستایلو او ملاتړ او د بشري‌ حقونو د سرغړونو له امله بندیزونه لګولي‌ دي." امریکا په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیز ډول له ایران سره د نړۍ له قرار داد څخه ووتله او پر هغه هیواد یې سخت اقتصادي بندیزونه ولګول، ایران هم له هغه یو کال وروسته د قرار داد تعهداتو ته شاه کړه او اټومي فعالیتونه یې پیل کړل. په ویانا کې د ایران د اټومي قرار داد د احیا کیدو خبري کابو یو کال مخکې د ایران، فرانسې، جرمني ، بریټانیا ، روسیې او چین په مستقیم حضور او د امریکا په غیر مستقیم کډون سره پیل شوې. خبرو د قرار داد د احیا کیدو په طرف پرمختګونه درلودل. خو دا خبري د مارچ په ۱۱ نیټه وروسته له هغه چې روسیې یو لړ تضمینونه وغوښتل وځنډې . روسیې وویل داسې تضمینونه غواړي چې پر اوکراین د هغه هیواد د برید له امله د غرب بندیزونه د مسکو او تهران پر تجارتي اړیکي ناوړه اغیز ونکړي. مسکو څو ورځې وروسته وویل چې اړین تضمینونه یې ترلاسه کړل خو بن بست اوس هم دوام لري ځکه تهران او واشنګټن یو بل د ځنډ په رامنځ‌ ته کیدو تورنوي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند تر دې یوه ورځ وروسته وویل چې د واشنګټن وروستي بندیزونه د تهران په وړاندې د هغه هیواد ناوړه نیت ښکاره کوي.

09.04.2022 امریکا غږ

سعودي‌ عربستان به سږ کال یو میلیون کسانو ته د حج کولو اجازه ورکړي

واشنګټن – سعودي عربستان د شنبې یا خالي په ورځ وویل، دوی به سږ کال د هېواد دننه او له باندې څخه یو میلیون کسانو ته د حج د ادا کولو لپاره اجازه ورکړي. دا د کورونا وبا له امله د لګېدلو بندیزونو راوروسته چې دوه کاله یې دوام وکړ په لومړي ځل د سعودي لخوا د دومره شمېر حاجیانو منل دي. حج د اسلام پنځمه بنا ده، په ټولو مسلمانانو باندې فرض ده چې لږ تر لږه په ژوند کې یې یو ځل ادا کړي. په ۲۰۱۹ کال کې د حج په مراسمو کې کابو ۲.۵ میلیونه کسانو ګډون کړی وو. خو په ۲۰۲۰ کال کې د کورونا وبا له خپرېدو سره سعودي چارواکو یواځې یو زر (۱۰۰۰) کسانو ته د حج کولو اجازه ورکوله. ورپسې کال یې دغه شمېره ۶۰۰۰۰ ته لوړه کړه او یواځې هغو کسانو ته اجازه وه چې په بشپړه توګه واکسین شوي وي او خپله سعودیان به ورته د لاټرۍ له لیارې ورته ټاکل کېدل. په سږني حج کې چې په جولای میاشت کې به ترسره شي یواځې هغه کسانو ته اجازه ورکول کېږي چې عمرونه یې له ۶۵ کلونو څخه کم وي او په بشپړه توګه واکسین شوي وي. له هغو کسانو څخه چې له بهر څخه ورځي له سفر څخه ۷۲ ساعته مخکې به ترې د کورونا منفي (پي سي‌ ار) ټېسټ غوښتل کېږي. د شنبې یا خالي‌ د ورځې په بیان کې دا هم ویل‌ شوي، چې حکومت غواړي د حاجیانو خوندیتوب باوري کړي‌ او په ورته وخت کې له ټولې نړۍ څخه په زیات شمېر مسلمانان وکولای شي په حج کې برخه واخلي. د محدودیتونو کمول: حج یو شمېر دیني او مذهبي پړاونه لري چې په سپېڅلي ښار مکه او د سعودي عربستان په لویدیځو سیمو کې په پنځو ورځو کې بشپړېږي. د حج لپاره د ترتیبانو نیول د سعودي واکمنو لپاره یو دروند او عزتمند کار دی او د اسلام د سپېڅلو ښارونو درلودل د دوی د سیاسي ځواک تر ټولو ځواکمنه سرچینه بلل کېږي. له کورونا وبا څخه دمخه مسلمان حاجیان د سعودي عربستان لپاره د عایداتو یا پيسو ګټلو مهمه سرچینه وه چې په کال کې یې دغه هېواد ته ۱۲ بیلینه ډالره ګټه رسوله. په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې چې له حج څخه خلک منعه شوي وو په ګڼو لېرو اسلامي هېوادونو کې خلکو ژور خپګان څرګند کړی وو. د سعودي‌ عربستان د وګړو شمېر یا نفوس کابو ۳۴ میلیونو ته رسېږي او په دغه هېواد کې تر اوسه پورې د کورونا ۷۵۱۰۰۰ پېښو راپور ورکړل شوی. د سعودي د روغتیا وزارت ویلي، چې تر اوسه په دغه هېواد کې له کورونا څخه ۹۰۵۵ کسان مړه شوي دي. سعودي د مارچ په لومړیو کې د کورونا له امله اکثره لګېدلي محدودیتونه لېرې کړي دي. په دغو محدودیتونو کې د ټولنیز واټن ساتل، سعودي ته د ورتلونکو مسافرو قرنطین کول او داسې نور شامل وو. په سعودي کې اوس یواځې په تړلو او سرپټو ځایونو کې د ماسکونو اچول لازمي دي.

09.04.2022 ډیوه

روس وروستی ملک دی چې له طالبانو سره يې سفارتي اړيکي جوړې کړي

واشنګټن- د طالبانو حکومت لا په نړۍ کې چا هم په رسميت نه دی پېژندلی خو د افغانستان واکمنو يوه لار موندلې چې څنګه د نړيوال يواځېتوب نه راوځي او په دې خيال يې د هېواد د ګاونډيانو او نورو سره اړیکې جوړې کړي چې په رسميت پېژندنې ته يې لار جوړه شي. په تېرو څو مياشتو کې لږ تر لږه څلورو ملکونو چين، پاکستان، روس او ترکمنستان د طالبانو لخوا لېږل شوي سفارتکاران منلي خو يادو هېوادونو د طالبانو د اته مياشتني حکومت په رسميت پېژندلو نه انکار کړی. تېره مياشت روس وروستنی ملک و چې د بهرنیو چارو وزارت يې د طالبانو لخوا په ماسکو کې ټاکل شوی استازی جمال ناصر غروال په رسميت منلی و. د روس د خارجه چارو وزارت وياندې ماريا زخاروا په دې اړه ويلي “دا مونږ د مکمل سفارتي تعلقاتو په ځای کولو ته يو ګام بولو”. که هرڅو زخاروا په ډاګه کړې چې دا به د وخت نه مخکې وينا وي که د طالبانو په رسميت پېژندنې خبره وکړو خو ولې د روس دا ګام واشنګټن نه خوښوي او امريکايي چارواکي انديښمن دي چې داسې کول به طالبانو ته يو قانوني حيثيت ورکړي چې نه دی پکار. د امريکا د خارجه چارو وزارت يو وياند ويلي چې امريکا او ملګري يې د طالبانو په تازه پرېکړو ناقراره دي چې په جنکو يې تعليم بند کړی او ښځې جنکۍ سفر ته نه پرېږدي. وياند د وي او اې پوښتنې ته په ځواب کې ويلي “دا وخت نه دی داسې ګامونه واخستل شي چې طالبان تشويق شي او لا ورسره عادي اړيکې جوړې کړل شي. دا عمل طالبانو ته غلط سګنل پاس کوي”. د طالبانو لخوا د تېر کال په اګست کې د واک نيولو وروسته امريکا او نورو لویدیځو هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه وتړل خو تعلقات يې په څه نا څه بڼه په دې خيال ساتلي چې د افغانستان ولس ته بشري مرستې ورسوي او د طالبانو په پاليسيانو اغېز ولري. کومو ملکونو چې د طالبانو استازي یې منلي د دوی سفارتونه هم په کابل کې پرانیستي دي. په کابل کې د امريکا پخوانی سفير او امريکن اکيډيمي اف ډېپلوميسي صدر رونالډ نيومين وايي دا د روس او نورو هېوادونو يوه تېروتنه ده چې په داسې وخت کې د طالبانو استازو ته حيثيت ورکړي چې نوره نړۍ د طالبانو نه يو شمېر غوښتنې کوي. نيومين وايي “کله چې دوی د طالبانو استازي مني نو دا عمل د هغه فشار اثر کموي چې طالبان دې جنکۍ تعليم ته پرېږدي او نړيوالې خيريه ادارې دې پرېږدي چې اړمنو ته خوراکي مرستې ورسوي ګني په رسميت پېژندل نشته”. ملګرو ملتونو ته د طالبانو لخوا د افغانستان ټاکل شوی استازی سهيل شاهين وايي “په عمل کې خو دا رسميت پېژندنه ده خو دا پوره نه ده. هېوادونه دې اسلامي امارت په رسميت وپېژني”. شاهين چې ملګرو ملتونو لا د افغانستان استازی نه دی منلی وايي نزدې لسو ملکونو د طالبانو استازي منلي چې پکې چين، ايران، ملايشيا، پاکستان، قطر، روس، سعودي عرب او ترکمنستان شامل دي. په دې هېوادونو کې يواځې څلورو ملکونو چين، روس، پاکستان او ترکمنستان په رسمي توګه د طالبانو استازي منلي.

09.04.2022 ډیوه

د پاکستان یوې محکمې حافظ سعید په ۳۱ کاله نور بند محکوم کړ 

د پاکستان یوې محکمې د جمعې په ورځ اپریل اتمه (وري ۱۹) د لشکر طیبه ملیشه ډلې بنسټ ایښونکی حافظ سیعد د ترهګرۍ د مالي تمویل په جرم په ۳۱ کاله بند محکوم کړ. 

09.04.2022 امریکا غږ

په ارزګان کې د کوکنارو ګلان سم په اوج کې دي

سره له دې چې یوه اونۍ وړاندې د طالبانو د مشر له لوري د کوکنارو د کښت د بندولو امر وشو، خو په ارزګان کې د کوکنارو کروندې لا هم شنې او ډکې دي. کروندګر وايي، تر هغه به د کوکنارو کښت پرې نه ږدي چې بدیل حاصلات ورته نه وي برابر شوي. د تېرې یکشنبې په ورځ د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده یو فرمان صادر کړ او د کوکنارو په کښت یې بندیز ولګاوه. طالبانو په ۱۹۹۰ لسیزه کې هم د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال د کوکنارو کښت صفر ته نږدې کړی و، خو د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالو سازمانونو په تېر کې ویلي چې تریاک او نشه یي توکي د پخواني حکومت او د ناټو ځواکونو پر وړاندې د طالبانو د جګړې د تمویل اصلي سرچینې وې. په دې راپور کې مو د ارزګان ولایت د کوکنارو کروندو ته بیایو او د هغو کروندګرو د ژوند له حالاتو مو خبروو چې کوکنار یې کرلي دي.

09.04.2022 ازادي راډیو

طالبان: مسکو کې د افغانستان سفارت د طالبانو دیپلومات ته وسپارل شو

‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي نن شنبه اپریل ۹ (وري ۲۰) په مسکو کې د افغانستان سفارت د هغوی دیپلومات ته وسپارل شو. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر یو ټویټ لیکلي چې د طالبانو حکومت د هغوی استازي ته د باور لیک د ورکولو له امله د روسیې له حکومت څخه مننه کوي. ښاغلي بلخي ویلي په دې کار سره په هغه هیواد کې د افغانستان سفارت د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په تامين ‏او په روسيه کې مېشتو هېوادوالو ته پر وخت خدماتو وړاندې کولو کې خپل رول لوبولی شي. که څه هم د طالبانو حکومت تر اوسه د نړۍ د هیڅ هیواد له خوا په رسمیت پيژندل شوی ندی خو پر هغه هیواد واکمنانو د نړیوالې انزوا د ماتې لار پیدا کړېده، له ګاونډیو او نورو هیوادونو سره یې دیپلوماتیکې اړیکي رامنځ‌ ته کړي او رسمیت پيژندلو ته سترګي په لار دي. په وروستیو میاشتو کې حد اقل څلورو هیوادونو چین، پاکستان، روسیې او ترکمنستان د طالبانو دیپلوماتان منلي دي. که څه هم واک ته د طالبانو له رسیدو څخه د اتو میاشتو په تیریدو دغو هیوادونو په رسمیت د طالبانو له پيژندلو ډډه کړې ده. تیره میاشت روسیه وروستی هیواد شو چې له طالبانو سره یې دیپلوماتیکې اړیکي رامنځ ته کړي. مسکو د جمال ناصر غروال په نامه د طالبانو یو دیپلومات ته په هغه هیواد کې د افغانستان د شارژدافیر په توګه اعتبار لیک ورکړ. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخروفا د چهار شنبې په ورځ وویل:"موږ دا د بشپړو دیپلوماتیکو اړیکو په طرف یو ګام بولو." که څه هم میرمن زاخروفا وویل "په رسمیت د طالبانو د پيژندلو په اړه خبري" له وخته مخکې دي. په واشنګټن کې ددې اقدام هرکلی ندی شوی، چارواکي په دې باور دی چې دا طالبانو ته غیر مناسب مشروعیت ورکوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند وایي چې متحده ایالات او متحدین یې "د طالبانو په وروستیو اقداماتو له هغې جملې د نجونو او میرمنو پر تعلیم او سفر د محدودیتونو د لګیدو له امله سخت اندیښمن شوي دي." د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د امریکا غږ د پوښتنې په ځواب کې وویل:" اوس ددې وخت ندی چې طالبانو ته د اعتبار ورکولو او یا هم د اړیکو د عادې کیدو لپاره کوم ګام واخیستلی شي. دا اقدام طالبانو ته غلط پیغام استوي." د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسیدو سره امریکا او نورو غربي هیوادونو په کابل کې خپل دیپلوماتیک دفترونه وتړل. خو هغوی له طالبانو سره یوازې هغه هیواد ته د بشري مرستو د انتقال د سهولت او د طالبانو په سیاستونو کې د نفوذ لپاره خپل اړتباط ساتلی دی. هغو هیوادونو چې د طالبانو دیپلوماتان منلي په افغانستان کې یې سفارتونه فعال دي. په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر رونالد نیومن وایي دا د روسیې او یو شمیر نورو هیوادونو اشتباه ده چې د طالبانو دیپلوماتان یې منلي دي ځکه نړیواله ټولنه په یو شمیر برخو کې له طالبانو څخه د همکارۍ غوښتنه کوي. ښاغلي نیومن وویل:" کله چې هغوی دیپلوماتان ومني نو بیا د فشارونو تاثیر کموي کوم چې وایو نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړئ او تاسې باید د غیر دولتي موسساتو سره همکاري وکړئ چې بیوزلو سره مرسته وکړي او له دې پرته به په رسمیت ونه پيژندل شئ." دغه امریکایي دیپلومات وایي د بهرني دیپلومات منل په رسمیت له پيژندلو سره مساوي ندی خو طالبان دې ته‌ په هغه شکل نه ګوري. سهیل شاهین چې ملګرو ملتونو یې په دغه سازمان کې د استازولی وړاندیز ندی منلی امریکا غږ ته ویلي دي چې د چین، ایران، مالیزیا، پاکستان ، قطر، روسیې، سعودي عربستان او ترکمنستان په ګډون کابو لسو هیوادونو د طالبانو استازي منلي دي. په چین، پاکستان ، روسیې او ترکمنستان کې د افغانستان د سفارتونو د اعلامیو او ددغو هیوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو په وینا، هغوی په رسمي ډول د طالبانو دیپلوماتان منلي دي. شاهین وویل په ایران، مالیزیا ، او سعودي عربستان کې د افغانستان په سفارتونو کې له پخوا ګمارل شوي دیپلوماتان اوس د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت "لارښونې" تعقیبوي. افغانستان اوسمهال په ټوله نړۍ کې ۴۵ سفارتونه او ۲۰ قونسلګرۍ فعالي ساتلي چې د اکثرو چارې یې د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د پخواني‌ حکومت د دیپلوماتو په مرسته پر مخ وړل کیږي، هغوی د طالبانو له حکومت سره کار کول رد کړي دي. تیره میاشت په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت او او په نیویارک او لاس انجلس کې یې قونسلګرۍ وروسته له هغه وتړل شوې چې مالي مشکلاتو سره مخ شول.

09.04.2022 امریکا غږ

د جرمني صدراعظم: بوچا کې د ملکیانو وژنه جنګي جنایت دی

د جرمني صدراعظم اولاف شولتس د شنبې په ورځ اپریل نهمه (وري ۲۰) وویل چې د اوکراین په بوچا ښارګوټي کې د ملکي وګړو د وژنې مرتکبینو جنګي جنایت کړی او باید مسول وګڼل شي. 

09.04.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more