ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د بلاول د امریکا سفر:د واشنګټن او اسلام اباد اړیکې به ورسره ښې شي؟

څيړونکي وايي، د بلاول بټو زرداري د امریکا دوره لوی اهميت لري خو پوښتنه بيا هم دا ده چې ايا د پاکستان خارجه وزير دومره واک لري چې د امريکا سره د اړيکو ښه کولو پرېکړې وکړي؟.

18.05.2022 ډیوه

ټرافیکي‌ پيښو تیر کال امریکا کې کابو ۴۳ زره کسان وژلي

امریکایي چارواکي وايي‌ ‌چې په ۲۰۲۱ میلادي‌ کال کې په متحدو ایالتونو کې کابو ۴۳ زره کسان په ټرافیکي پيښو کې وژل شوي دي. دا رقم د ۲۰۲۰ میلادي‌ کال په پرتله په ترافیکي‌ پيښو کې ۱۰.۵ سلنه زیاتوالی ښيي. د امریکا د لویو لارو د خوندیتوب ملي اداره چې د ۱۹۷۵ ميلادي‌ کال راهیسې د ټرافیکي پيښو له امله د تلفات ارقام راغونډوي ویلي دي چې دا په تیرو ۱۶ لونو کې د ټرافیکي پيښو له امله ستر رقم دی. د ۲۰۲۰ میلادي‌ کال په پرتله، په ۲۰۲۱ میلادي‌ کال کې د امریکا په ۴۴ ایالتونو، په پلازمینه واشنګټن ډي سي او پروتو ریکو کې د ټرافیکي پيښو له امله مړیني زیاتې شوي دي. تر ټولو زیات تلفات په ټکساس، کالیفورنیا او فلوریډا کې ثبت شوي‌ دي. په داسې حال کې چې امریکایان د کرونا ویروس له محدودیتونو وروسته بیرته د عادي ژوند په طرف روان شوي او د تلفاتو دا شمیرې په تیرو ۱۶ کلونو کې تر ټولو زیاتې دي. شنونکي‌ وايي ددغه دوامداره مشکل د زیاتیدو علت، د کرونا ویروس پرمهال له خطر څخه ډکې چلونې، غیر مجاز سرعت او د محافظتي کمربند څخه کمه استفاده عمده دلایل ګڼل کیدای شي. هغوی زیاتوي‌ چې خلکو په ۲۰۲۱ کال کې له ایالتونو څخه بهر ډیرو سفرونو ته مخه وکړه. شمیرې ښيي چې امریکایانو د ۲۰۲۰ کال په پرتله په ۲۰۲۱ کال کې ۳۲۵ میلیارده مایله ډیر موتر چلولی دی چې ۱۱.۲ سلنه زیاتوالی ښي او دا د تلفاتو د زیاتیدو یو دلیل کیدلی شي. د امریکا د ټرانسپورت وزیر پټ بوتیجیج وایي‌ امریکا په خپلو سړکونو کې له کړکیچ سره مخ ده. د امریکا د خوندیتوب ادارې له ایالتونو او سیمه ایزو اداراتو، چلوونکو او د خوندیتوب له فعالینو غوښتي دي چې د مرګونو د لوړ رقم د کمیدو په هڅو کې ورسره یوځای شي. د یادې ادارې د شمیرو له مخې، تیر کال هره ورځ په ټرافیکي پيښو کې کابو ۱۱۸ کسان وژل شوي دي. د لویو لارو د خوندیتوب ادارې چارواکو، زیات سرعت، د نشې او نارام فکر پرمهال د موټر چلول او د خوندیتوب پرځای د سرعت لپاره د سړکونو برابرول په ترافیکي‌‌ پيښو کې د تلفاتو د زیاتیدو علتونه بللي دي.

18.05.2022 امریکا غږ

بلوچستان: د خودکش ښځې نيولو دعوه، ځايي خلکو احتجاجا لوی سړک بند کړی

د ګل/ دوشنبې په ورځ (16 مې) چې د بلوچستان صوبې سي ټي ډي پولیسو دعوه کړې وه چې د کېچ ضلعې په هوشاب سيمه کې يوه مشکوک ښځه نيولې چا چې په بلوچستان کې په چينايي وګړو بريد کولو، ځايي خلکو د ښځې نيولو پرضد احتجاج کړی او احتجاجا يې د ګوادر او کوټې ترمنځ غټه لار (سړک) بند کړی دی. پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ (17) په دوېمه ورځ د کوټې او کېچ ترمنځ په غټ سړک د ښځې د نیولو پرضد احتجاجي پرلت دوام لرلو، چې پکې ښځې، ماشومان او د مدني ټولنې فعالو هم ګډون کولو. په احتجاج کوونکو کې شامل فضل بلوچ نومې تن ویلي، ښځه يې چې نورجهان نومیږي، د شپې په درې بجې د کوره نیول شوې ده. د ډيوه خبريال حامد سمسور د رپوټ ترمخه فضل بلوچ ويلي، دوی د کوم د ترهګر تنظيم سره تعلق نه لري. د پاکستان د سرکاري ميډيا (اې پي پي) ترمخه سي ټي ډي ويلي، مشکوک خودکش ښځه يې نيولې، او تور پرې لګول شوی چې د هغې تعلق د لاقانونه ګرځول شوې ډلې بلوڅ لبرېشن ارمي د مجيد بريګېډ سره دی. د بلوچ لبرېشن ارمي مجيد بريګېډ په  26م اپرېل په کراچۍ پوهنتون کې په چينايي استازانو د ځانمرګي بريد زمه واري منلې وه او ویلي يې وو دغه بريد يې لومړۍ ښځينه ځانمرګې فداي شاري بلوچ کړی وو. سي ټي ډي دعوه کړې چې نيول شوې مشکوک خودکش ښځې پلان لرلو چې د چين- پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) په کار کوونکو چينايي چارواکو بريد وکړي، د هغې نه یې خودکش جېکټ او نوره وسله هم ترلاسه کړې ده. ویل شوي سي ټي ډي په نورو ځايونو کې هم د لټون عمليات پېل کړي دي. د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې په خپل خبر کې ويلي، د تربت او خوشاب سړک د دوه ښځو د نیولو پرضد احتجاجا د څو ساعتونو دپاره تړل شوی وو. د مطبوعاتي رپوټونو ترمخه نيول شوې ښځه نور جهان پرون په تربت کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړی شوې او هغه او د هغې سره بله ملګرۍ د اووه ورځو په ريمانډ پوليس ته ورکړي دي. په کراچۍ پوهنتون کې د ځانمرګي بريد وروسته بلوڅ زده کوونکو ويلي وو په اسلام اباد، لاهور او کراچۍ کې د دوی زده کوونکی نيول شوی، ځورول شوي او پښتنې ترې شوي دي.

18.05.2022 ډیوه

پنجاب: اوکاړه کې يو احمدي وژل شوی

پاکستان کې د احمدي ټولنې وياند ويلي، د پنجاب صوبې په اوکاړه سيمه کې د احمدي ټولنې سره تعلق لرونکی يو تن د مذهب په بنیاد د خنجر په ګوازونو وژل شوی دی.

18.05.2022 ډیوه

د پاکستان پوځ وایي د پاکستاني طالبانو دوه قومندانان یې وژلي

د پاکستان پوځ وایي د سه شنبې په ورځ مې اولسمه (غوایي ۲۷) د هغه هیواد په شمال لودیځ کې د امنیتي‌ ځواکونو او پاکستاني طالبانو ترمنځ نښته کې د پاکستاني طالبانو دوه قومندانان وژل شوي دي. د هغه هیواد پوځ په یوې اعلامیه کې ویلي چې دا اورپکي د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي‌ دي. د پاکستاني طالبانو ډله چې په تحریک طالبان پاکستان یا "TTP" هم مشهوره ده ، د افغانستان له طالبانو سره نږدې روابط لري. افغان طالبان د تیر کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې واک ته رسیدلي دي. اسوشیټد پرس لیکلي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، پاکستاني طالبان هم زړه ور شوي او پر پاکستاني ځواکونو یې بریدونه ډیر کړي او دا ویره یې زیاته کړې چې په اورپکي ډلې په خیبرپښتونخوا کې بیا ځانونه سره جوړوي. پاکستاني چارواکي وايي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک په زرګونه تندلارې په افغانستان کې په خپلو پټنځایونو کې پټ دي او په اکثریت مواردو کې د افغانستان له خاورې څخه د هغه هیواد پر قواوو بریدونه پلانوي. خو افغان طالبانو په تکرار سره دا څرګنده کړې چې هیڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې څخه د ګاونډیو هیوادونو په وړاندې کار واخلي. بلخوا د پاکستان پولیسو د سه شنبې په ورځ ویلي دوه تنه یې د جنوري په شلمه نیته د لاهور ښار د نارخیل بازار په برید کې د لاس لرلو په تور نیولي دي. په هغه برید چې درې کسان پکې ووژل شول او ۳۳ نور ټپیان شول. د هغه اعلامیې له مخې چې د پاکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې خپره کړې، نیول شویو کسانو اعتراف کړی چې د لاهور په برید کې یې لاس درلود. خو په اعلامیه کې روښانه شوې نده چې آیا نیول شوي کسان د بلوچستان له آزادوي غوښتونکي ځواکونو سره تړاو لري که نه، هغه ډله چې د یاد برید مسولیت یې منلی وو.

18.05.2022 امریکا غږ

د هند سترې محکمې په 'ګیانواپي' جومات کې د لویو جماعت لمونځونو د نه کیدو حکم رد کړ 

د هند سترې محکمې د سه شنبې په ورځ مې ۱۷ (غوایي ۲۷) د یاد هیواد‌ په شمال کې د یوې سیمه ایزې محکمې هغه حکم رد کړ چې د مسلمانانو په یو مشهور جومات کې یې د لمانځه د لویو جماعتونو جوړیدل منع کړي وو. د هند د اوتار پرادیش ایالت د مسلمانانو په ګیانواپي جومات کې د پراخو جماعتونو د نه کیدو پریکړه وروسته له هغه وشوه چې د سروې یوه ټیم وویل په یاده سیمه کې یې د هندوانو د خدای "شیوا" او نورو هندو مذاهبو نښنې نښانې موندل شوي دي. د هند د سترې محکمې حکم یوه ورځ وروسته له هغه راغی چې د اوتار پرادیش ایالت یوې سیمه ایزې محکمې، حکم وکړ  د مسلمانانو په ګیانواپي جومات کې له ۲۰ څخه ډیر کسان راټول نشي. د هند سترې محکمې په یو موقتي حکم کې ویلي دي چې د مسلمانانو د لمانځه حق باید مختل نشي او په ورته وخت کې یې زیاته کړې ده په هغو ځایونو کې چې د هندوانو مذهبي آثار موندل شوي، باید وساتل شي. د مسلمانانو په ګیانواپي جومات کې د عبادت د حق پر سر اختلافات د یوې لسیزې راهیسې روان دی. یو شمیر هندو فعالان وایي چې په هند کې د مسلمانانو مهمې ودانۍ د هغوی پر سپیڅلو ځایونو جوړې شوي دي. رویټرز خبري اژانس لیکلي چې دیرش کاله وړاندې د همدې موضوعاتو پر سرجنجال د وژونکو تاوتریخوالو لامل شوې. د یاد ایالت محکمې وروسته له هغه د جومات په اړه د سروې حکم وکړ چې پنځو میرمنو د جومات په یوې برخه کې د مذهبي مراسمو د جوړیدو غوښتنه وکړه. دغو میرمنو ویل چې یو وخت د هندوانو یو معبد په همدې ځای کې وو. د هند د شاوخوا ۱.۴ میلیارد نفوس څخه ۲۰۰ میلیونه مسلمانان دي. د هند د مسلمانانو مشرانو ددې جومات د سروې په غبرګون کې ویلي دي چې دا ډول کړنې د هغوی د عبادت د حق او مذهبي مناسکو د کمزوري کولو‌ په مانا ګڼل کیږي. د ګیانواپي جومات د هند د لومړي وزیر نرندرا مودي په انتخاباتي حوزه یعني د اوتار پرادیش ایالت په شمال کې دی چیرې چې یو شمیر هندوان په دې باور دي دا جومات د هندوانو په ویجاړو شویو معابدو جوړ شوی دی. افراطي هندوانو په ۱۹۹۲ میلادي ‌کال کې بابري جومات ویجاړ کړ، هغه اقدام چې په هغه هیواد کې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ د مرګونو نښتو لامل شو. په دې خونړیو نښتو کې ۲۰۰۰ کسان ووژل شول چې اکثریت یې مسلمانان وو.

18.05.2022 امریکا غږ

بایډن: کرکه امریکا کې نشي بریالۍ کیدای

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د سه شنبې په ورځ مې اولسمه (غوایي ۲۷) د نیویارک د بفلو ښار د وروستۍ پيښې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په هدف یاد ښار ته ولاړ. نوموړي کورنیو، سیمه ایزو چارواکو او د ژغورنې مامورینو ته په وینا کې وویل چې په امریکا کې به د سپین پوستانو د برتري مفکور وروستۍ خبره ونکړي. بایډن وویل چې د بریدګر دغه اقدام د سپین پوستانو د برتري غوښتنې له "منحرفې ایډلوژي" څخه الهام اخیستی دی. بایډن د هغو کسانو په غندلو سره چې د قدرت، سیاسي ګټو او منفعت لپاره درواغ وویل:"د سپین پوستانو برتري غوښتنه هغه زهر دی چې زموږ په بدن کې جاري دي." د شنبې د ورځې برید د یو ۱۸ کلن سپین پوستي هلک له خوا چې زرهي خولۍ او واسکټ اغوستی وو د بغلو ښار د یوې مغازې په مخ او منځ کې وشو او له امله یې حد اقل لس تورپوستي امریکایان ووژل شول. بایډن وویل:"هغه څه چې دلته وشول ساده ده او روښانه ده چې ترهګري، ترهګري او کورنی تروریزم دی." جمهور رئیس بایډن څرګنده کړه چې قومي تنوع د امریکا د قوت یوه نقطه ده او د امریکا ملت باید د یو اقلیت له خوا چې د کرکې افکار لري، منحرف نکړای شي. ښاغلي بایډن له ټولو امریکایانو وغوښتل چې په یو غږ او ډله ایزه توګه د سپین پوستانو د برتري غوښتنې مفکوره رد او محکوم کړي. ښاغلي بایډن د خپلې وینا پرمهال همدارنګه په متحدو ایالتونو کې د وسلې پر مالکیت او لیږد باندې د محدودیتونو د وضع کیدو غوښتنه وکړه. د وسله والو تاوتریخوالو د ارشیف د شمیرو له مخې، د روان میلادي کال له جنوري‌ میاشتې څخه بیا د مې تر ۱۴ نیټې پورې په امریکا کې د ډزو ۲۰۰ موارد ثبت شوي دي. دا شمیرې ښکاره کوي چې په دې موده کې د ځان وژنې په ګډون په بیلابیلو وسله والو پيښو لږ تر لږه ۱۵۹۷۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. د متحدو ایالتونو د اساسي قانون له مخې، د یاد هیواد وګړي کولی شي چې وسله ولري، خو دا موضوع تل په واشنګټن کې په سیاسي او انتخاباتي بحثونو کې یوه توده او جنجالي موضوع ده، ځکه هر کال په امریکا کې په زرګونه کسان د وسله والو تاوتریخوالو له امله ژوند له لاسه ورکوي.

18.05.2022 امریکا غږ

ممکن القاعده د طالبانو په فرمایش افغانستان کې خپل فعالیتونه محدود ساتلي وي _ راپور 

د امریکا د دفاع وزارت د متحدو ایالتونو ګانګرس ته په یو تازه راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې د القاعده ډلې د فعالیت محدود پاتې کېدل ښايي د طالبانو د نړیوال رسمیت پېژندنې د ترلاسه کولو لپاره وي.   

17.05.2022 امریکا غږ

طالبان وايي په افغانستان کې عیسایان ژوند نه کوي، امریکايي تنظيمونو په دې اړه تشویش څرګند کړی

حسين اندرياس د 1980 په لسيزه کې په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د يرغل خلاف د يو مذهبي جنګيالي په توګه جنګېدلی خو د شوروي اتحاد د افغانستان نه د وتلو نزدې يو کال وروستو هغه عساييت مذهب ته واوړېدو. اندرياس تر نهه کالو پورې د سيمې په هېوادونو کې تېر کړل، شکنجې او ځورول يې وګالل چې اخر ورته د امريکا په ورجينيا ايالت کې په يو کليسا کې روزګار ورکړل شو او د دې جوګه شو چې امريکا ته راشي. اوس هغه په ټېنسي سيمه کې د خپل کور نه په يوټيوب او فيس بک په ژوندۍ بڼه خورونې کوي او په درۍ او پښتو ژبه د عساييت تبليغ کوي. اندرياس وي او ای ته وايي “مونږ دلته په ټېنسي کې يو افغان کليسا لرو چې پينځلس غړي يې دي. مونږ نورې غټې افغانې کليساګانې په کينټکي، لاس اينجلس او نورو ځايونو کې هم لرو”. د اندرياس په وينا ډېری افغان عيسايان تېر کال په افغانستان کې د طالبانو د واک نيولو وروستو امريکې ته راغلل.  تېره مياشت د امريکا د نړيوالو مذهبونو د ازادۍ کمېشن يو ايس سي اي ار ايف د امريکا د خارجه چارو د وزارت نه غوښتنه کړې چې د طالبانو د واک لاندې افغانستان دې د مذهبي ازادۍ ضد هېواد وګرځوي. که داسې وشي دا به د ملک مالي حيثيت نور هم اغېزمن کړي او د طالبانو چارواکو په سفرونو به بندېز ولګي. کمېشن په خپل يو رپورټ کې ليکلي “دوی داسې رپورټونه تر لاسه کړي چې طالبان د خپل واک لاندې سيمو کې د خپل سخت دريځه اسلامي قانون لاندې لږکۍ مذهبي ډلې ځوروي.”  د افغانستان په نزدې 38 ميليونه ابادۍ کې د 85% نه زيات خلک سني مسلمانان دي او نزدې 12% شيعه مسلمانان دي. يو شمېر پکې سيکان، هندوان او د نورو مذهبونو منونکي هم شته خو ډېر لږ دي د داعش خراسان ډلې په افغانستان کې په شيعه ګانو، سيکانو او هندوانو د مرګوني بريدونو وروستو د امريکا يو غير سرکاري تنظيم انټرنيشنل کرېسچن کنسرن لا اي سي سي ويلي افغان عيسايان په خصوصي توګه د خطر سره مخ دي د ياد تنظيم د منځني ختيځ د پاره د پروګرام مشره کلير ايوانز وي او ای ته ويلي “اي سي سي د يو شمېر افغان عيسايانو د کورنيو سره په رابطه کې دی چې د طالبانو نه پټ ګرځي. ډېر پکې په بد حال کې دي ځکه چې طالبان پسې چم ګاونډ او کله کله پوره پوره ولسوالۍ لټوي.” د افغانستان يواځيني افغان يهود زېبولون سيمېنټوف تېر کال په سيپټمبر کې خپله مورنۍ خاوره پرېښوده. په دې وخت کې په سلګونو افغان سيکانو او هندوانو هم افغانستان پرېښود چې په يو وخت کې يې ابادي نزدې 250,000 وه خو اوس ويل کيږي د دواړو عقيدو د منونکو شمېر د 300 نه ډېر نه دی. په افغانستان کې د عيسايانو په اړه کوم سرکاري شمېر نشته خو يو ايس سي اي ار ايف وايي د دوی د شمېرو تر مخه د 10,000 تر 12,000 پورې افغان مسلمانان عيساييت ته اوړېدلي دي. ايوانز وايي “هغوی په ويره کې دي او د طالبانو په هدف دي. که چرې ونيول شول نو د دوی او د خپلو خپلوانو ژوند يې د سملاسي خطر سره مخ دی.” ايوانز وايي حالات داسې جوړ دي چې څوک په څه وجه هم ځان پټ ساتل غواړي ولې رابهر کړل شي ځکه دا د خطر ګام دی خو ولې طالبان وايي په افغانستان کې عيسايان نشته. د طالبانو وياند انعام الله سمنګاني په دې حقله وايي “په افغانستان کې يو عيسايي هم نشته. عيسايان کله دلته نه دي پاتې شوي او نه يې کوم ثبوت شته. دلته يواځې سيکان او هندوان لږکۍ ډلې ژوند کوي او په خپلو عقيدو کې په بشپړه توګه ازاد او خوندي دي.

17.05.2022 ډیوه

صدر بایډن: د سپین پوستو د برترۍ نظریه په امریکا کې ځای نه لري

د امریکې صدر جوبایډن ویلي د سپین پوستو د برترۍ نظریه د امریکې په ټولنه ځای نه لري او پکار ده چې د دې په غندلو کې څوک خاموشه پاتې نه شي. صدر بایډن دغه خبرې د نهې، سه شنبې، په ورځ د نیویارک ریاست په بفېلو ښار کې د هغو لسو کسانو د کورنیو سره د غمرازۍ په دستوره کې وکړې چې د خالي، شنبې، په ورځ د یو مسلح تن په ډزو وژل شوي دي. اتلس کلن حمله کوونکي پېټن جېنډران په موقع نیول شوی دی او د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې د رپورټ ترمخه جېنډران د خپل معصومیت دعوه کوي. اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي د حملې نه مخکې جېډران په انټرنېټ د نسلي تعصب او د یهودیانو خلاف خپلط وېنا شریکې کړې وه. په بفېلو کې دستورې ته وېنا کې چې د وایټ هاوس په وېب پاڼه او نشریاتي ادارو په ژوندۍ بڼه نشر کړی شوي وه، صدر بایډن دغه پېښه د کور دننه ترهګري وبلله. هغه وویل د سپين پوستو د برترۍ نظریه ځینې خلک د خپل سیاست د خپلې ګټې دپاره استعمالوي چې د امریکې په ټولنه کې ځای نه لري. صدر بایډن غوښتنه وکړه چې په امریکا کې مېشت ټول قومونه دې د نسل پرستۍ په ضد غږ پورته کړي. هغه وویل خاموش پاتې کېدل به په جرم کې د شاملېدلو په شان وي. دستورې ته د صدر بایډن د خبرو نه وړاندې د هغه مېرمن جېل بایډن هم د وژل شویو کسانو د کورنیو سره غمرازي وکړه. صدربایډن په خپله وېنا کې د بفېلو ښار مامورینو او د قانون عملي کوونکو چارواکو شکریه ادا کړه. امریکايي صدر په حمله کې د وژل شویو ټولو کسانو نومونه واخیستل او هغه تن یې هم یاد کړو چې د درې کلن زوي د زېږون ورځې دپاره کېک اخیستلو په غرض سپر مارکېټ ته ورغلی و خو ووژل شو. چارواکي وایي حمله کوونکي د بفېلو ښار دغه سپر مارکېټ تورپوستو امریکایانو په هدف کولو دپاره غوره کړی او د ۲۰۰ مېله لېرې ځای نه هلته ورغلی و؟‎‎ په بفېلو کې د حملې په اړه خپل رپورټ کې ای پي خبري اداره وايي تفتیش کوونکي دې امکان ته هم کتنه کوي چې ایا جېنډران خو دي ګرېټ ريپلېسمنټ تیوري یا د دې نظريي سره تعلق خو نه لري چې په امریکا کې د نورو قومونو خلک د سپين پوستو ځای نېسي او دا عمل د امېګرېشن یا مهاجرت د او د پېدایش د زیاتې شرحې دلارې ترسره کولی شي. ای پي وايي د ګرېټ ريپلېسمنټ نظریې پېروکاران د خپلې دعوط سره یهودیانو خلاف کرکه بدرکه کوي او په کال ۲۰۱۷ کې په شارلټسوېل ښار کې د سپين پوستو نسل پرستانو به دا نعرې هم کولې چې یهودیان زمونږ ځای نه شي نیولی د ای پي او نورک سېنټر فار پبلېک افېیرز ريسرچ نومې ادارې د نظرپوښتنې یا سروی ترمخه، د امریکایانو دریمه برخه دا ګڼي چې په امریکا کې د داسې خلکو یوه ډله موجود ده چې دا کوښښ کوي چې د اميګرېشن یا د مهاجرت دلارې په امریکا کې د زېږېدلو امریکایانو ځای د نورو قومونو هغو خلکو ته ورکړي چې د دغې ډلې سیاسي نظريي سره اتفاق کوي.    د بفېلو دستورې ته وېنا کې صدر بایډن د ريپلېسمنټ نظريه دروغ وبلله او ویې وېل نفرت او د سپین پوستو بربري به بریا نه مومي.

17.05.2022 ډیوه

امریکا رسمآ د افغانستان د سفارت او کونسلګریو بشپړ کنترول واخیست

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن سه شنبه مۍ ۱۷ (غوايي۲۷) اعلان وکړ چې په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان د سفارت او په نیویارک او کالفورنیا کې یې د کونسلګریو کنترول واخیست.

17.05.2022 امریکا غږ

ټوېټر کمپنۍ: مونږ هره ورځ د نیم میلین نه زیات فېک/سپېم اکاونټونه بندوو

واشنګټن - ټوېټر کمپنۍ وایي د دوی د شمېرو ترمخه په ټویټر کې د جعلي/سپېم اکاونټونو فیصدي د ٪۵ راښکته ده، مګر دوی بیا هم هره ورځ څه د پاسه پنځه لاکه دغسې اکاونټونه بندوي. ټوېټر کمپنۍ دا خبره په داسې وخت کې کړې ده چې د تېسلا کمپنۍ خاوند او مشهوره بلینیئر ایلان مسک تېره میاشت د دې کمپنۍ د اخېستو دستاوېزات امضا کړل، خو اوس پخپله اېلن مسک د جعلي/سپېم اکاونټونو په اړه ژورې اندېښنې رااوچتې کړي دي. د ټوېټر کمپنۍ اوسني مشران وایي، کله چې ایلان مسک د هغې کمپنۍ د اخېستو د سودا خبرې کولې، نو هغه مهال یې دا پوښتنې نه وې کړې کومې چې اوس یې رابرسېره کړي او د څلورڅلوېښت بلینه ډالرو په ارزښت د دې سودا د ځنډولو ایلان مسک اوس وایي دا باید معلومه شي چې په ټوېټر باندې څومره جعلي اکاونټونه موجود دي، ځکه د فېک یا جعلي اکاونټونو د شمېر زیاتوالی، د ټوېټر په تجارتي ګټې غټ اثر اچولی شي. ټوېټر کمپنۍ د نهې/سې شنبې په ورځ د خپل د طرفه یو وضاحتي بیان خپور کړ چې د هغه له مخې داسې ښکاري چې ایلان مسک د ټوېټر کمپنۍ په اخېستو کې ډېره تعدي درلوده او هغه وخت یې دا ګواښونه نه و کړي چې که د جعلي اکاونټونو شمېرې معلومې نشي هغه به دا سودا فسخه کړي. د ټوېټر بیان نه دا هم ښکاري چې اېلن مسک د اپرېل په ۲۴-۲۳ نېټو، د ټوېټر د سودا فېصله کړې او په کې یې ډېر غور ندی کړی. د هغه کله نه چې ایلان مسک د ټوېټر اخېستلو دستاوېزات دستخط کړي دي، د جعلي/سپېم اکاونټونو په اړه چې ټوېټر کمپنۍ وایي د پنځو فیصدو نه کم دي، پوښتنې راپورته کړي دي. ایلان مسک وایي، د جعلي اکاونټونو شمېره لږ تر لږه شل فیصده ده. ایلان مسک وایي، ټوېټر ته په کار ده چې د جعلي اکاونټونو د شمېرې یا فیصدي په اړه هغه ته ثبوت وړاندې کړي. د ټوېټر چیف اېکزېکټیو افیسر (سي اي او) پاراګ اګروال وایي چې هغوی هره ورځ څه دپاسه نیم میلین سپېم اکاونټونه له منځه وړي.   اګروال پخپل ټوېټر پاڼې ویلي چې سپېم/فېک اکاونټونه هم د انسانانو او هم د کمپیوټري وسایلو په ذریعه جوړېدلی شي، او کله کله یې فرق کول ګرانه وي.

17.05.2022 ډیوه

رپورټ: د ايي اېس ايي پخوانی مشر د ټي ټي پي سره خبرو دپاره کابل ته تللی دی

د امریکا غږ خبریال ایاز ګل وایي حکومتي اؤ د وسله والو سرچینو ورته پخلی کړی چې دپاکستاني طالبانو سره خبرو اترو دپاره دپاکستان داستخباراتي شبکې ایي ایس ایي پخوانی مشر اؤ دپېښور موجوده کور کمانډر جنرال فیض حمید کابل ته په سفر تللی دی. دپاکستان دپوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار لا تر دې دمه کابل ته دجنرال فیض حمید دسفر په هکله کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې. په کابل کې دپاکستاني طالبانو اؤ دپاکستان ترمنځ دسولې دمذاکراتو دا رپورټونه په داسې حال کې مخې ته راغلي دي چې تیره اوونۍ دپاکستان لخوا دمسیدو یوه قامي جرګه هم دټي ټي پي مشرانو سره مذاکراتو لپاره افغانستان ته لیږل شوې وه. خبریال  ایاز ګل په ټویټر لیکلي جنرال فیض حمید دټي ټي‌ ټي استازو سره د تازه خبرو لپاره افغانستان ته رسیدلی چې په دغو خبرو کې د طالبانو حکومت د منځګړي په توګه رول لوبوي. په ټولنیزو رسنیو مخې ته د راغلو دعوؤ له مخې دپاکستان اؤ ټي ټي پي ترمنځ دسولې په دې خبرو کې په نړیواله کچه ترهګره ګرځول شوې ډله حقاني شبکه منځکړتوب کوي څوک چې څیړونکي دپاکستان یوه لاسپوڅي ډله ګڼي. دتحریک طالبان پاکستان د مختلفو اسلامپالو وسله والو ډلو یو ګډ تنظیم دی چې د افغانستان او پاکستان په پوله کې فعالیت کوي اؤ له افغان طالبانو سره یې بیعت کړی دی. دسرچينو ترمخه دپاکستان داستخباراتي شبکې ایي ايس ایي پخوانى مشر ليفټننټ جنرل فيض حميد هم په دغو خبرو اترو کې دګډون لپاره دگل په ورځ دکابل سرينا هوټل ته رسيدلى دى. افغان خبریال اؤ څېړونکي بلال سروري پخپل یو ټویټ کې دعوه کړې ده چې پاکستاني طالبانو سره دخبرو اترو لپاره دپېښور کورکمانډر جنرال فیض حمید دیو پلاوي مشرۍ دکابل سرینا هوټل ته رسیدلی دی. هغه په خپل یو بل ټویټ کې وایي کابل کې د روانو خبرو اترو په نتیجه کې دپاکستان حکومت دټي ټي پي هغه ۳۰بندیان له زندانونو خوشې کړي چې دمرګ په سزا یا هم په عمري بند محکوم شوي وؤ. هغه دعوه کړې چې کابل کې په خبرو کې ښکیلو سرچینو ورته منلې ده چې خوشې شوؤ طالبانو دوئ سره په ټيلیفون خبرې کړي دي اؤ هغوئ خپلو کورونو ته هم رسیدلي دي. پېښور کې میشت وتلي خبریال افتخار فردوس هم په ټویټر کابل کې دپاکستاني پلاوي دموجودیت خبره کړې ده اؤ لیکلي یې دي چې دپاکستان اؤ ټي ټي پي ترمنځ دسولې خبرو کې افغان دولت دثالث رول لوبوي.  تیرو دریوؤ ورځو نه روانې دي خو کوم واضحه پرمختګ پکې نه دی لیدل شوی ځکه نو مذاکراتو کې پرمختیا لپاره به نور وخت ته هم اړتیا وي. هغه دسرچینو له خولې زیاتوي چې تیره شپه دخبرو دا لړۍ دسهار تر نمانځه وخته پورې دوامداره پاتې شوې ده اؤ دواړو خواؤ یو بل ته خپل غوښتنلیکونه وړاندې کړي خو نوموړي دسرچینو له خولې ویلي چې دخبرو نتیجه کې دمرګ په سزا محکوم هیڅ بندي نه دی خوشې کړل شوی. په ټولنیزو رسنیو کابل ته دجنرال فیض ددې ناتایده سفر په اړه تاوده بحثونه روان دي اؤ څېړونکي زرعلي خان موسی زی وایي ولې دپېښور کور کمانډر فیض حمید دخپلو نیابتي وسله والو سره دلیدنې لپاره کابل ته تللی دی. هغه په ټویټر لیکي عمران خان،دپښتونخوا وزیراعلا،دپېښور کورکمانډر اؤ حقانیان په کابل د واکمنۍ یا کنټرول په اړه په یوه لیکه ولاړ دي (اؤ دافغان پالیسۍ په اړه )دپاکستان پوځ خپلو کې ویشل شوی دی. هغه پوښتنه راولاړه کړې ده چې ایا افغانستان دپاکستان دپوځ یوه چاوڼۍ ده ؟ څنګه جنرال فیض افغانستان ته سفرکوي؟ دپاکستان دپوځي ویاند په پام راګرځولو سره هغه وایي تاسې وایئ چې پوځ سیاست کې مه رالړۍ خو په کابل کې څه روان دي؟ په کابل کې دپاکستاني طالبانو اؤ دپاکستان ترمنځ دسولې دمذاکراتو دا رپورټونه په داسې حال کې مخې ته راغلي دي چې تیره اوونۍ دپاکستان لخوا دمسیدو یوه قامي جرګه هم دټي ټي پي مشرانو سره مذاکراتو لپاره افغانستان ته لیږل شوې وه. ددغې جرګې یو غړي وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ دټي ټي پي مشرانو سره یې بریالۍ خبرې اترې کړې دي اؤ هغوئ دپاکستان حکومت سره خبرو ته اماده شوي دي. خو دخبرو د روانۍ لړۍ په جریان کې بیا دپاکستان دننه په امنیتي ځواکونو دبریدونو لړۍ هم چټک شوې ده. څیړونکي وایي کله چې هم پاکستاني طالبان دحکومت سره دمذاکراتو په میز کښیني نو په دغه مهال هغوئ دخپلې برترۍ ښودلو اؤ فشار زیاتولو لپاره پاکستان کې په امنیتي ځواکونو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

17.05.2022 ډیوه

د فنلنډ پارلمان په ناټو کې د دغه هېواد د شمولیت طرحه تائید کړه

د فنلنډ د پارلمان غړو نن د سه شنبې په ورځ مۍ ۱۷ (غوایي ۲۷) تقریبا په یوه خوله د شمالي اتلانتیک د تړون (ناټو) کې د غړیتوب په پلوۍ رایه ورکړه او پدې توګه یې د سویډن سره په ګډه په ناټو کې د شمولیت درخواست ته لاره هواره کړه. 

17.05.2022 امریکا غږ

طالبانو ولې شېرخان بندر وتاړه؟

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سرحدي دروازه شېرخان بندر، له ۱۰ ورځو راهیسې تړلی دی. په افغانستان کې په لسګونو لارۍ او تاجک موټرچلوونکي راګیر پاتې دي او خپل هېواد ته نه شي تللی. اکثر باروړونکي موټرونه له تاجکستانه د ډبرو سکاره او بوره افغانستان ته لېږدوي او له افغانستانه تاجکستان ته سمنټ وړي. خو شېرخان بندر ولې ناببره وتړل شو؟ په دې راپور کې یې وګورئ

17.05.2022 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more