ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


سپینه ماڼۍ: د سولې داسې معامله په میراث راپاته وه چې طالبان یې ځواکمن کړی وو

سپینې ماڼۍ نن د مۍ په ۲۱ (غوایي ۳۱) ویلي چې د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن حکومت ته د سولې یوه داسې معامله په میراث پاته وه چې طالبان یې ځواکمن کړي وو او د افغانستان په ملي حکومت کې زمونږ متحدین یې کمزوري کړي وو .

21.05.2022 امریکا غږ

ښځینه ویاندویانې د طالبانو د امر خلاف پر ټلویزیون لوڅ مخ راښکاره شوې

په افغانستان کې د وتلو ټلویزیونونو ښځینه ویاندویانې د شنبې په ورځ مې ۲۱ (غوایي ۳۱) پرته له دې چې مخونه پټ کړي، د ټلویزیونونو پر مخ راښکاره شوې. طالبانو دوه ورځې مخکې په یو حکم کې د ټلویزیونونو له ښځینه ویاندویانو غوښتي وو چې د اسلامي لارښونو پر اساس د خپرونو پر مهال مخونه پټ کړي. خو د طوع نیوز، شمشاد او یک ټلویزیون خپرونې د شنبې په ورځ مې ۲۱ په داسې حال کې د ښځینه ویاندویانو له خوا پر مخ یوړل شوې چې مخونه یې پټ نه وو. د شمشاد ټلویزیون د خبرونو مسول عابد احساس ویلي:"زموږ ښځینه همکارانې اندیښمنې دي که مخونه پټ کړ‌ي‌ نو په بل اقدام کې به ورته وویل شي چې کار پریږدي." د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د افغانستان د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د وروستیو څرګندونو په وړاندې هم غبرګون ښودلی دی. کرزي CNN سره په مرکه له افغان ښځینه ویندویانو وغوښتل چې د مخ د پټولو په اړه د طالبانو د لارښونو اطاعت ونکړي. د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت نن شنبه پر یو ټویټ لیکلي:"د حجاب په اړه د کرزي خبرې د تبصرې وړ نه دي، هغه په تیرو شلو کلونو کې د پردیو د خوشالولو لپاره نورو افغان خویندو ته د هر ډول ازادي غوښتنه کوله او اسباب یې برابرول خو خپله یې ترپايه کومه رسنۍ کې کور ودانه په هغه ډول راښکاره نشوه چې له نورو یې غوښتل." د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ټلویزیونونو ښځینه ویاندویانو ته امر وکړ چې سر له شنبې څخه دا حکم عملي کړي. له دې مخکې طالبانو ویلي وو چې میرمنې باید یوازې پوړني واغوندي. ددغه وزارت ویاند صدیق عاطف مهاجر د خبري آژانس ته ویلي، چې ښځینه خبریالانو د هغوی لارښونو ته پام ندی کړی. نوموړي زیاته کړه:"که یې هغوی عملي نکړي، موږ به د هغوی له مسولینو او د ویاندویانو له والدینو سره وغږیږو." مهاجر زیاته کړې هر څوک چې د یو نظام لاندې ژوند کوي باید د هغه نظام او حکومت عوامر او قوانین ومني او عملي یې کړي. طالبانو له دې مخکې د حکومت ښځینه کارکوونکو ته ویلي وو چې که د حجاب په اړه نوې لارښونې عملي نکړي، له دندو به ګوښه کړای شي. د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې طالبانو تیر کال واک ته له رسیدو وروسته، په تدریج سره پر مدني ټولنې چې ډیر تمرکز یې پر میرمنو او نجونو دی ګڼ شمیر محدودیتونه وضع کړي دي. د روانې میاشتې په پیل کې د طالبانو امیر المومنین هبت الله اخندازه د یو حکم په کولو له میرمنو وغوښتل چې د مخ پټولو په ګډون په عام محضر کې حجاب مراعات کړي.

21.05.2022 امریکا غږ

د طالبانو په واکمنېدو سره ولې ډېر محدودیتونه پر ښځو او خبريالانو لګېږي؟

پر ښځو او ژورنالیستانو د طالبانو د حکومت د فشارونو په دوام کې تېره اوونۍ د تلوېزیونونو ښځینه ویندویانو ته وویل شول، چې له لوڅ مخ سره په تلوېزیونونو کې ښکاره نه شي. د ځینو کسانو په وینا د تېر کال د اګست له میاشتې، چې طالبان واک ته رسېدلي، د دوی تر ټولو زیات پام د ښځو محدودیت ته دی. د ښځو چارو وزارت یې منحل کړ، او د دغه وزارت ځای یې د امربالمعروف وزارت ته ورکړ چې د ځینو ښځینه فعالانو په باور د طالبانو په حکومت کې تر ټولو فعال وزارت دی خو ټول پام یې د ښځو محدودیت ته دی. له هماغه مهاله له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته نه پرېښودل کېږي، په دولتي ادارو البته اکثرو دولتي ادارو کې یې ښځې له کار کولو منع کړي، بې محرمه په سفر یې بندیز لګولی او دې ته ورته نور اقدامات لکه لایسنس او موټر چلول. په دې خپرونه کې له درنو مېلمنو سره د دې موضوع تر څنګ په مجموع کې له رسنیو سره د طالبانو د چلند په اړه بحث شوى. د خبریالانو د نړیوال فدراسیون په وینا د طالبانو له واک ته رسېدو راوروسته په افغانستان کې ۱۵۳ خبري رسنیو فعالیت درولی دی. د خبریالانو د ملاتړ ټولنې دارنګه وايي، تېرو اتو میاشتو کې شاوخوا ۸۰ خبريالان او د رسنيو کارکوونکي نيول شوي او د دوى په وينا ربړول شوي دي. د دې خپرونې مېلمانه دي: - د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ - د سفما یا د جنوبي اسیا د ازادو رسنیو د ټولنې ريیس ضیا بومیا - د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویندوی عاکف مهاجر او همداراز خبرياله شکریه نیازۍ د دې بحث د اورېدو لپاره لاندې لينک کېکاږئ:

21.05.2022 ازادي راډیو

شهباز شریف سي پیک منصوبه کې د ترکیې شاملولو وړاندیز کړی

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د چين اؤ پاکستان په اقتصادي منصوبه سي پېک کې د ترکیې د شاملولو وړاندیز کړی خو څېړونکي وايي دا په لنډ وخت کې ممکن نه ده. د اقتصادي او پرمختيا د چارو څېړونکي وايي د چين اقتصاد د کلونو د ترقۍ او ودې وروسته خراب شوی او د ترکیې اقتصادي حالت هم ښه نه دې. خو وايي که ترکیه په دې منصوبه کې د سټراټيجکي پارټنر په توګه شاملېدلی شي خو په دې کې به اوس مهال د ترکیې اقتصادي ګډون او سرمايه داري ممکن نه وي. د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د سي پېک منصوبې د درې واړه هېوادونو چين، پاکستان او ترکیې ته د غځولو وړاندیز په داسې حال کې کړی چې د چين اقتصاد اوس مهال د کرونا دبندیزونو او کم صنعتي پېداوار له کبله د ویلي کیدو په حال کې دی. د چين وزېر اعظم شي جن پنګ د روان مالي کال لپاره د هېواد د اقتصادي ودې هدف  5.5 فيصدي ټاکلی چې دا په تېرو لسیزو کې تر ټولو ټيټ هدف دی. د اقتصادي چارو کارپوهه ډاکټر شاهد حسن صديقي ډيوه ته وايي ددې مطلب دا نه دی چې ګنې په دې وړاندېز به اوس نه کار پېل شي. دی وايي دا يو وړانديز دی، هرکلی یې پکار دی خو په دې به لمړی بحث او بيا وروسته لوظنامه کېږي. نوموړي وويل د چين اقتصاد دا وخت خراب دی او نړیوال اقتصاد هم ښه نه دی خو ددې معنا دا نه ده چې دغه اقتصاد به ټول عمر خراب وي. د جمعې په ورځ کراچۍ کې يوې دستورې ته په وېنا کې وزیر اعظم شهباز شريف ویلي وؤ چې تجارتي او صنعتي هلوځلو ته د ودې ورکولو په ترڅ کې هېواد پرمخ تللی شي. هغه سي پېک منصوبه د سيمه ايز تړون لپاره مهمه ګرځولې او ویلي یې دي ګوادر ددې مرکز جوړېږې. د چين سرکاري شمېرې ښايي چې د تېر اپریل په میاشت کې ددغه هېواد دننه د بې روزګارۍ کچه هم زياته شوې او دا کچه 6.1 فيصدي ته رسېدلې چې دا کال 2020 راپدېخوا تر ټولو لوړه کچه ده. پاکستان د 46 ارب ډالرو د سي پېک منصوبه د لوبې د بدلون په نوم یادوي  خو په دې وروستو کې په پاکستان کې په مېشتو چينايي وګړو پرله پسې ترهګر بريدونو چين هم اندېښمن کړی او ځنې څېړونکي ددغه حملو وروسته په پاکستان کې د چين په سرمایه کارۍ د بدو اغېزو اټکلونه کوي. په اسلام اباد کې د غېر دولتي څېړنېز ادارې اېس ډى پى اى اېګزګټيو ډاېرکټر عابد قيوم سلهرى ډيوه ته وايي د ترکیې په سي پېک کې د شاملولو د وزير اعظم شهباز شريف په وړاندېز په لنډ وخت کي عمل ممکن نه دې. هغه وايي دا وخت د چين خپل اقتصاد هم د کلونو د ترقۍ او ودې وروسته خراب دی. نوموړي وويل ترکيه په دې پروژه کې د سټراټيجکي پارټنر په توګه راتللی شي خو ترڅو چې د ترکیې د اقتصادي پارټنرشپ او سرمايه کارۍ خبره ده نو دا ممکن نه ده. وایي د ترکیې اقتصاد خراب دی، د ترکیې ليره د ډالر په مقابله کې لاندې راغلې ده او ګرانى هم زياته شوې ده.  هند هم د سي پېک په منصوبه اندېښنې لري او امریکا دا منصوبه د پاکستان لپاره د چين د قرضو يو لټ ګرځوي. اخوا دبلوچ بېلتون غوښتونکو وسله والې ډلې د سي پېک منصوبې ته د پاکستان او چين لخوا د بلوڅانو په وسيلو د قبضې د هڅې په سترګه ګوري او وخت په وخت په چينايي وګړو حملې کوي.  د چينايي مطبوعاتو سره کار کوونکي خبريال خالد عزیز چې په پاکستان کې د چين پاکستان د راهدارۍ په منصوبه نظر لري،وایي ترکیې هم د سي پېک پشان يوه پروژه په پام کې لري.  وي او ای ډیوه سره خبرو کې  هغه وايي ترکیه غواړي چې ځان د اذر بايجان او قازقستان د لارې د چين او دا ډول بيا ځان د قازقستان، ازبکستان او افغانستان د لارې پاکستان سره پېوست کړي.  وزیر اعظم شهباز شريف دا وړاندیز په داسې حال کې کړی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بھٹو زرداري نن څخه د چين په دوه ورځنۍ سرکاري دوره چين ته روان شوی دی.  د پاکستان دخارجه دفتر وياند وېلي چې بلاول به د خپل سفر په ترڅ کې د خپل چينايي هم منصب سره د پاکستان او چين ترمنځ په تجارتي او اقتصادي همکارۍ خبرې کوي او  د دوه اړخیزه اړيکو جاج به هم اخلي.

21.05.2022 ډیوه

ملي جمهوري غورځنګ وایي د ادریس خټک راخوشې کولو لپاره به په هر فورم مبارزه کوي

د ملي جمهوري غورځنګ دمرکزي کمېټۍ يو غړي تيره ورځ د بشري حقونو دمبارز ادريس خټک سره په اډياله زندان کې لیدنه  او ويلي چې ملي جمهوري غورځنګ به د ادريس خټک د جېل څخه راخلاصولو لپاره په سياسي، قانوني او نورو فورمونو اواز پورته کوي۔ د ادریس خټک کورنۍ او وکيلان وايي چې د کال 2019م د نومبر په 13مه نېټه هغه په صوابۍ انټر چينج نامعلومه کسانو تښتولی ؤ او بيا شاوخوا اووه مياشتې وروسته يې درک ولګېدو چې پوځي استخباراتي ادارې اوچت کړی دی۔ دادریس خټک د کورنۍ د غړو په وېنا نوموړي ته د قامي رازونو رسوا کولو په تور پوځي عدالت د 14 کالو د بند سزا اورولې ده۔  د دغې ملاقات په هکله دملي جمهوري غورځنګ ګوند د مرکزي کمېټۍ د خزانې سېکتر خوشحال خان وي او ای ډيوه ته وايي دنوموړي سره د ملاقات کولو مقصد د هغه خیر خبر اخستل او د قضیې پرمختګ په اړه مالومات کول وؤ او په دې هم بحث کول وؤ چې په کوم ډول ياد ګوند د هغه د خلاصولو لپاره مؤثر اواز پورته کولې شي۔ هغه زياته کړه "د ګوند چېرمېن محسن داوړ مخکې هم په دې اسمبلۍ کې خبره کړې او اوس به يې هم کوي، د نورو پارټو مشرانو سره چې کله مونږ ملاقات کوؤ نو د نورو مسلو ترڅنګ په دې ( د ادريس خټک په کېس) هم مونږ خبره کوؤ او د بشري حقونو تنظيمونو سره چې کله هم ناسته کېږي نو په قبايلي سيمو کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه چې خبرې کېږي نو دا مسله پکې هم را اوچتوو"   دخیبر پښتونخوا د نوښار ضلعې د بشري حقونو فعال ادریس خټک د کال 2019 د نومبر په 13مه اسلام اباد نه د راتګ په وخت د صوابۍ انټرچینج سره نزدې نامعلومه تنانو تښتولی و۔ د پېښې وروسته په پېښور هايي کورټ کې د مقدمې چلېدو او په نړیواله کچه د هغه د خوشې کولو غوښتنې زور نیولو له کبله د دفاع وزارت عدالت ته وويل چې ادریس خټک د پوځ په ولکه  کې دی۔  د ادريس خټک پرضد دجوړې کړل شوې مقدمې په هکله د پېښور هايي کورټ وکیل طارق افغان ایډوکیټ وي او ای ډيوه ته وايي" په يوه مقدمه کې د ادريس خټک مونږکېس وچلوؤ خو په دغه قضيه کې دده خلاف کوم داسې څه ثبوت نه ؤ چې مونږه وګڼو چې په ده باندې دغه جرم ثابتېدلی شي، او بل که دغه جرم په ده  ثابت کېږي هم نو په هغې کې زيات نه زيات درې کاله قېد دی او ده ته اوس د غې نه سېوا قيد اورولی شوی دی"   نوموړي زياته کړه پوځي عدالت چې ادريس خټک ته کومه سزا اورولې د هغې خلاف دوي د پاکستان د پوځ سر لښکر ته خواست کړی خو لا تر دې دمه څه فېصله مخې ته نه ده راغلې۔ طارق افغان دا هم وويل اوس چې د ادريس خټک خلاف د فيلډ کورټ مارشل جنرل فېصله راغلې نو د هغې خلاف ارمي چيف ته اپيل کېږي هغه دوئ کړی دی۔ هغه وايي چې د ادريس خټک خلاف کومه فېصله شوې نو د هغې نقل هم ده  ته نه دی ورکړل شوی او د هغې پرته دفېصلې خلاف ارمي چيف ته اپيل شوی دی۔ د ادريس خټک وکيلان وايي چې د هغه په ضد د پوځي قانون او حکومتي رازونو د مالوماتو د قانون 1923 لاندې مقدمه جوړه کړی شوې ده۔  په یاده مقدمه کې تور لګول شوی چې ادريس خټک د برتانيي د استخباراتي ادارې يو تن مايکل سېمپل ته د پاکستان د سلامتۍ خلاف حساس مالومات ورکړي دي۔  تېر کال د دسمبر په مياشت کې پوځي عدالت نوموړي ته په دغه قضيه کې د 14 کالو د قيد سزا اورولې وه۔

21.05.2022 ډیوه

پنجشېر ته د ملا یعقوب سفر؛ هیچا ته د امنيت خرابولو اجازه نه ورکوو

له پنجشېر ولایت څخه د جګړو او نښتو راپورونو سره هم مهاله د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب د امنیتي وضعیت ارزولو لپاره دغه ولایت ته تللی دی.

21.05.2022 امریکا غږ

طالبان: یونیسف په افغانستان کې ۵۰۰۰ نور درسي ټولګي جوړوي

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت وایي چې د ملګرو ملتونو د ماشومان د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) په دغه هیواد کې د ۵۰۰۰ نورو درسي ټولګیو رامنځته کولو ژمنه کړې ده.

21.05.2022 امریکا غږ

دپاکستان دبشري حقونو پخوانۍ وزیره شیري مزاري ونیول شوه،دعمران خان دنیولو اندېښنه هم ښودل کیږي

دپاکستان تحریک انصاف په تیر حکومت کې دبشري حقونو مرکزي وزیره شیري مزاري د خالي په ورځ پولیسو دغبن په یوه مقدمه کې دپلازمینې اسلام اباد څخه نیولې ده. په عین حال کې څیړونکي اؤ پاکستان مطبوعات دپخواني وزیراعظم عمران خان دنیولو اندېښنې هم ښایي اؤ پېښور کې دیو شخصي ټيلي ویژن مشر یا بیورو چیف طارق افاق وایي عمران خان دنیولو نه دځان بچ کولو په خاطر پېښور کې ناست دی. دپاکستان وتلی خبریال حامد میر وایي دشیري مزاري په ضد مقدمه چې په ډيره غازي خان کې درج ده هغه ډیره پخوانۍ د زمکې دشخړې مقدمه ده چې دهغې دپلار پر ضد ۱۹۷۴ کې هغه وخت درج شوې کله چې شیري مزاري ماشومه وه اؤ بیا دزمکې دمنتقلۍ په دې مقدمه کې شري مزاري هم را لړل شوې ده. دپاکستان تحریک انصاف ګوند مشرانو فواد چوهدري، شهباز ګل اؤ پخپله د شیري مزاري لور زینب ایمان مزاري هم دخپلې مور شري مزاري دنیول کیدو پخلی کړی دی . دعمران خان سره دکار کوونکو مامورینو مشر شهباز ګل په ټویټر دخپل ګوند په فعالینو غږ کړی دی چې شیري مزاري دخپل کور نه نیول شوې ده اؤ دګوند ټول فعالین دې کوهسار ته تاڼې ته ځانونه ورسوي. خو هغه نه ده واضحه کړې چې خپل فعالین یې تاڼې ته دکوم غرض لپاره بللي دي. دتحریک انصاف ګوند یو بل مشر فواد چوهدري دشیري مزاري په نیولو دخپل غبرګون ښودلو په وخت مطبوعاتو سره خبرو کې ویلي که دشیري مزاري په نیولو حکومت دجګړې اعلان کړی دی نو زمونږ له لوري دې هم د جګړې اعلان ومني. په عین حال کې په پاکستاني رسنیو داسې اندېښنې هم ښودل کیږي چې دپخواني وزیراعظم عمران خان دنیولو هڅې هم روانې دي اؤ په دې لړ کې تیره شپه اسلام اباد بني ګاله ته دعمران خان دکور ترڅنګ دسوؤنو په شمیر پولیس هم لیږل شوي وؤ. خو داسلام اباد پولیسو پخپل یو بیان کې سپیناوی کړی چې عمران خان بني ګاله ته پولیس دعمران خان دنیولو لپاره نه بلکې دسیمې خوندي کولو اؤ جاج اخستو لپاره ورغلي وؤ. پېښور لپاره دپاکستان دیو شخصي ټيلي ویژن سیمه ییز مشر طارق افاق په ټویټر لیکلي عمران خان دګرفتارۍ نه دځان بچ کولو لپاره پېښور کې دیره شوی دی، هغه وایي تیره ورځ ملتان نه بني ګاله ته په واپسې دعمران خان دنیولو لپاره ټول انتظامات بشپړ کړل شوي وؤ خو په وخت دخبریدو له امله عمران خان دپېښور مخه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې تحریک انصاف ګوند د وړاندې نه خبرداری ورکړی چې که عمران خان ونیول شو نو دوئ به سخت احتجاج کوي اؤ بیا چې هر وضعیت رامنځته کیږي نو ذمه وار به یې حکومت وي. دپاکستان موجوده وزیراعظم شهباز شریف ویلي په سیاسي انتقام باور نه لري اؤ نه به خپل مخالفین زندانونو ته اچوي خو ورسره یې دا هم واضحه کړې ده چې قانون به خپله لار پخپله وباسي.

21.05.2022 ډیوه

ایا عمران خان خپلو سیاسي فعالیتونو لپاره د پښتونخوا صوبې سرکاري وسیلې استعمالوي؟

د پاکستان پخواني وزير اعظم عمران خان ويلي دخپل ګوند تحریک انصاف دکور کميټۍ غونډه يي د اتوار په ورځ رابللې چې پکې به د اسلام اباد په لوري د لانګ مارچ د نېټې اعلان کوي.دغه غونډه به په پېښور کې کيږي. څيړونکي وايي پښتونخوا نه د عمران خان د سياسي هلو ځلو پېل ښايي چې دی پخپلو سیاسي فعالیتونو کې دسرکاري مشينرۍ او د صوبې وسایل کاروي، خو د پاکستان تحريک انصاف غړي وايي دغه بې ځايه  تورونه دي، د عمران خان مقبوليت په دې صوبه کې زيات دی، ځکه د سياسي هلو ځلو پېل هم دې صوبې نه کوي. څيړونکي وايي عمران خان د سياسي هلو ځلو د پاره خو دې صوبې ته راځي او جلسو ته وېنا ګانې کوي خو صوبه کې روانې ترهګرۍ،د وفاق سره پاتې د صوبې مالي حساب کتاب او په نورو مهمو مسلو غلې پاتې کيږي، او یوازې د مرکزي حکومت خلاف سياسي بيانونه ورکوي۔  دپخواني وزير اعظم عمران خان خلاف د بې باورۍ دتحريک کاميابېدو او د حکومت نه د هغه له کوزیدو وروسته نوموړي خپله وړومبۍ جلسه په پېښور کې کړې وه. دغسې عمران خان په کوهاټ،مردان او صوابۍ کې هم د صوبايي حکومت د مشرانو په موجودیت کې د مرکزي حکومت په ضد جلسې کړې دي۔ د پېښور اسلاميه کالج پوهنتون د سياسياتو د څانګې استاذ فياض مشال وايي د عمران خان د حکومت ختميدو روسته چې کومې جلسې په خېبر پښتونخوا کې  شوي دي هغې ته عمران خان د خېبر پښتونخوا د حکومت په هېلي کاپټر کې راغلی دی او د صوبایي حکومت مشينري هم کارول شوې ده . نوموړي وويل عمران خان  اسلام اباد ته دلاریون اعلان ځکه د پېښور نه کوي چې دغه لاریون د پاره به د صوبایي حکومت لخوا انتظامي مرسته ورکړل کيږي او اندازه ده چې له دې امله ددې صوبې نه خلک هم لاریون کې په ګڼ شمېر کې برخه واخلي۔  "دلته د هغوي پارټي په واک کې ده، ايم پې اېز يې دي نو دلته نه ورته ډيره مرسته ترلاسه کېدای شي" شاه نواز مشال زياته کړه په يوه جلسه په لکونو روپۍ خرچه راځي، عمران خان سره د جهانګير ترين او عليم خان په څېر هغه خلک هم اوس نشته چې د سياسي هلو ځلو د پاره پېسې ورکړي نو دا لويه پوښتنه ده چې دومره وسایل د دې جلسو د پاره د کوم ځايه راځي؟ څيړونکي او خبريال شاه رضا شاه ويل د خېبر پښتونخوا د حکومت ټول وسایل د عمران خان د مرکزي حکومت مخالفه جلسو کې کارول کيږي، هم ددې صوبې نه ډير خلک د مرکزي حکومت په ضد احتجانو کې ګډون کوي. نوموړي وويل عمران خان وړاندې ويلي وو چې د لانګ مارچ اعلان به د جمعې په ورځ د ملتان جلسه کې کوي خو هلته يې ونه کړو او د اتوار په ورځ به په خېبر پښتونخوا کې اعلان کيږي. "د عمران خان په اسټېبلشمنټ کې مضبوط ملګري په پېښور کې دي او حکومت يې هم په دې صوبه کې دی، نو هم دغه وجه ده چې د خېبر پښتونخوا زمکه، حکومت او وسایل د مرکز خلاف کارول غواړي، او هر څه چې هغه(عمران خان) نن سبا په پاکستان کې کوي نو د هغې مرکز خېبر پښتونخوا دی" د عمران خان د خېبر پښتونخوا د حکومت د هېلي کاپټر د استعمال د خبرونو روسته د وزير اعلا د اطلاعاتو سلاکار محمد علي سېف پخپل سپیناوي کې  ويلي وؤ د صوبې وزير اعلا محمود خان د سرکاري چارو په ترڅ کې په اسلام اباد کې ؤ او هم د هغه ځائ نه دمردان جلسې ته راتلو چې د پارټۍ مشر عمران هم ورسره يو ځائ ؤ او دا د وزيراعلا واک دی چې ځان سره په هېلي کاپټر کې څوک يو ځائ کښینوي۔ د مرکزي حکومت مخالفه جلسو کې د صوبې د وسیلو د کارولو په اړه د خېبر پښتونخوا د پاکستان تحريک انصاف د اسمبلۍ غړې رابعه اسد وي او ای ډیوه ته ويل دغه ټول بې ځايه تورونه دي او دوي يې ردوي،  "د عمران خان ګوند دلته په دويم ځل په واک کې دی، خلک پرې اعتماد کوي ځکه ددې ځائ نه د سياسي هلو ځلو پېل کوي، او تر څو چې د وسائلو د استعمال خبره ده دا تورونه بې ځايه دی، په پنجاب کي چې کومې جلسې شوي بيا د هغې ملاتړ چا کړی ؤ؟" څيړونکي وايي عمران خان د سياسي هلو ځلو د پاره خو دې صوبې ته راځي او جلسو ته وېنا ګانې کوي خو صوبه کې روانې ترهګرۍ،د وفاق سره پاتې د صوبې مالي حساب کتاب او په نورو مهمو مسلو غلې پاتې کيږي، او یوازې د مرکزي حکومت خلاف سياسي بيانونه ورکوي۔

21.05.2022 ډیوه

د شيراني په غره لګېدلی اُور لا هم بلیږي، وزیراعظم يې نوټس اخستی

د بلوچستان او خېبرپښتونخوا صوبو په پوله د پرتې ضلعې شيراني په ځنګل (کېسه غره/ کوه سلېمان) لګېدلی اُور لا هم بليږي، وزيراعظم شهباز شريف يې نوټس اخستی دی، پوهان وايي دغه ځنګل 35 فيصده سوځېدلی او د اربونو روپو تاوان يې اړولی دی، چارواکي وايي د اُور مړولو هڅې کوي.

21.05.2022 ډیوه

جرمني کې توپانونو یو تن وژلی او ۴۰ نور ټپي شوي

په جرمني کې پولیس او سیمه ایز مطبوعات وایي د دې هیواد په لویدیځه برخه کې شدیدو بادونو د جمعې په ورځ مې ۲۰ (غوایي۳۰) لږ تر لږه یو تن وژلی او څلویښت نور یې ټپي کړیدي.

21.05.2022 امریکا غږ

د مریم نواز په اړه د عمران خان بيان ته سخت غبرګون وېل شوی

د پاکستان مخکني وزيراعظم عمران خان چې پرون د پنجاب په ملتان ښار کې يوې جلسې ته په وېنا کې د مريم نواز په اړوند کوم بيان ورکړی، دغه بيان ته سياسي ګوندونو او په ټولنيزو رسنيو سخت غبرګون ويل شوی دی.

21.05.2022 ډیوه

پر ښځو د طالبانو د نویو محدودیتونو هدف څه دی؟

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي ویلي، د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه د بحث لپاره یې یوه دوه ورځنۍ غونډه جوړه کړې ده. د طالبانو حکومت د ښځو پر سفر له محدودیت او د حجاب له جبري کولو وروسته د ټلوېزیونونو د ښځینه ویندویانو لپاره د مخ پټول جبري کړي دي. پر افغان ښځو د طالبانو محدودیتونه به تر کله دوام وکړي او دوام یې ښځې له کومو ستونزو سره مخامخ کولای شي. په دې اړه احمدتکل له افغان سیاستوالې او د ښځو د حقونو له فعالې شکریې بارکزۍ سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتلي چې پر ښځو د طالبانو د نویو محدودیتونو هدف څه دی؟ د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:  

21.05.2022 ازادي راډیو

په امریکا کې په عارضي ډول پاتې کېدو دپاره د افغانانو د نوم لیکنې عمل شروع شوی

د امریکې داخله وزارت یا ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سکیورټي افغانانو دپاره په امریکا کې د پاتې کېدو په لړ کې د "ټېمپرېري پروټېکټېډ سټېټس" ټي پي اېس يا دعارضي تحفظ په غرض د رېجسټرېشن یا نوم لیکنې عمل د جمعې په ورځ شروع کړو. د وي او ای د رپورټ ترمخه، ډپارټمڼت اف هوم لېڼد سکیورټي په خپل بیان کې وویل هغه افغانان د ټي پي اېس دپاره اهلیت لري چې د سږ کال د مارچ د میاشت د 15 نېټې راهسې امریکې ته راغلي او هم د دغه وخت راهسې مسلسل په امریکا کې موجود پاتې شوي وي. د رپورټ ترمخه ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سېکیورټي وویل ممکنه ده چې هغه 72500 افغانان د ټي پي اېس دپاره اهلیت ولري چې دافغانستان نه راویستل شوي دي. د وي او ای رپورټ وايي د ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سېکیورټي د اعلان نه څو ورځې وړاندې د امریکې د کانګرس ایوان نمایندګان یا هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز اوکراین سره د مالي امداد په قانون کې هغه ماده لېرې کړه چې افغانانو دپاره یې په امریکا کې د مستقل رهایش لاره هواروله. د امریکې سېڼېټ دغه قانوني مسوده چې د افغانانو په اړه دغه مجوزه ماده نه لري، د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یې منظور کړو. د صدر جوبایډن دستخط به د کانګرس نه مظوره شوي مسوده په قانون کې بدله کړي. د افغانستان سره ملاتړ په کمېدو دی؟ که څه هم په مجوزه قانون کې د ترمیم او د مجوزه قانوني مسودې مادې لېرې کولو او یا د بدلوولو اختیار د کانګرس غړي لري خو د وي او ای رپورټ وايي افغانان او په امریکا کې د افغانانو د ابادولو فعالان ګڼي دا فېصله چې په امریکا کې د افغانانو د ابادېدو په اړه ماده دې د مجوزه قانون نه لېرې کړی شي دا امکان څرګندوي چې په کانګرس کې هېواد نه د راوېستل شویو افغانانو دپاره حمایت په کمېدو دی. افغان اييوېک نومې تنظیم افغانستان نه د راویستل شویو افغانانو مرسته کوي، د دې باني شان وېن‌ ډایور وي او ای ته وویل د دې باوجود چې افغانانو په کلونو کلونو د امریکایانو سره مرسته کړې ده خو چې د مهاجرت خبره شي نو د افغانانو په باره کې هم د عامو کډوالو په شان بیان بازي اورېدل کېږي.    د سېنټر فار ایميګرېشن سټډیز یا د مهاجرت د مطالعې مرکز نومې رابرټ لا وايي اوکراین سره د مالي مرستې دپاره د قانوني مسودې نه د افغانان په اړه ماده ممکنه ده په دې فکر لېرې کړی شوي وي چې په اوکراین د روس یرغل سره د افغانانو موضوع تړون نه لري. تېره هفته د وایټ هاوس ترجمانې جېن ساکي نه پوښتنه وشوه چې په امریکا کې افغانانو بالاخر ابادېدو دپاره به څه لرې لارې چارې لټولی شي نو هغې وویل په دې لړ کې د کانګرس غړو سره خبرې دوام لري. په داسې حال کې چې د وایټ هاوس توجه په اوکراین کې د روس په یرغل ده او د کانګرس غړي اینده میاشت د منځنۍ مودې انتخاباتو سره مخامخ دي، ماهرین وايي داسې نه ښکاري چې د واکمن ډېموکرېټک او یا د حزب اختلاف ريپبلېکن ګوند غړي به د افغانانو په اړه په نوي قانون سازۍ  کې ډیره دلچسپي ولري. د سېنټر فار ایميګرېشن سټډیز یا د مهاجرت د مطالعې مرکز نومې رابرټ لا وویل هغه فکر کوي چې د اینده څو کلونو پورې به افغانانو دپاره په امریکا پاتې کېدو دپاره هم دغه عارضي اجازت نامه وي چې دوام به ورته ورکړی کېږي.  د وي او ای د رپورټ ترمخه چونکه زیاتره افغانان لکه د "سپېشل ايمیګرېشن ویزه" اېس ايي وي په شان د خصوصي ویزو مستعملو پروګرامونو دپاره اهلیت نه لري نو کانګرس به ضرورت لري چې په امریکا کې افغانانو د مستقل رهایش دپاره قانون جوړ کړي. رابرټ لا وویل یوازې د هغو افغانان دپاره په امریکا کې د مستقل رهایش لاره هواره ده چې په اېس ايي وي او یا د کډوالو دپاره د ویزو په پرواګرام امریکې ته راغلي دي. امریکايي مامورینو ویلي په امریکا کې د ابادېدو په لړ کې به د هغو افغانانو مرسته کوي چې د اېس ايي وي ویزې دپاره اهلیت لري او یا په افغانستان کې امریکایانو سره د همکارۍ له امله یې په افغانستان کې ژوند د خطر سره مخاخ دی. تېر کال د اګست د میاشت په 30 نېټه افغانستان نه د امریکې د انخلا بهیر د ختمېدو د اعلانولو په موقع د امریکې خارجه وزیر اېنټي بلېنکن وویل ګڼ شمیر افغان همکاران د افغانستان نه وېستل شوي دي خو اوس هم ګڼ شمېر نور افغانان راوېستل پاتې دي. "دوی ته زمونږ ژمنه مېعاد نه لري."  د وي او ای رپورټ وايي دا نه ده معلومه چې په اینده کې به د اېس ايي وي او یا د پرای ارټي ټو نومې پروګرام دلاندې په څومره شمېره کې افغانان به امریکې دا راوستل شي خو داسې رپورټ شوي ده چې 45000 افغانانو د انساني خواښوږۍ په بنیاد په امریکا کې پاتې کېدو دپاره د عارضي اجازت نامو دپاره خواستونه کړي دي. د مهاجرت قانون پوهه لیله ایوب وي او ای ته وویل چې د اېس ايي وي او پي ټو نومې پروګرامونه ځنډول شوي دي او دوی د هغو افغانانو په اړه تشویش لري چې د امریکې حکومت سره د کار کولو سابقه نه لري او نه هم د پي ټو او اېس ايي وي پروګرامونو دپاره اهلیت لري چې پکې 45000 هغه افغانان هم شامل دي چې د انساني خېر ښېګړې په بنیاد یې امریکا کې د پاتې کېدو خواستونه کړي دي. یادونه: د دې خبر معلومات د اکمل داوی د رپورټ نه اخیستل شوي چې هغه د وي او ای د انګریزۍ څانګې دپاره تیار کړی  

21.05.2022 ډیوه

شهباز شريف: د عمران خان حکومت 22000 اربه روپۍ قرضونه اخستي دي

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف د عمران خان په وزيراعظمۍ کې د پاکستان تحريک انصاف په تېر حکومت نيوکې کړي او ويلي يې دي، "د کال 2018م د اګست په مياشت کې ډالر په 115 روپۍ وو، او  چې کله روان کال د اپرېل په 11م ما د وزيراعظمۍ سوګند پورته کړو ډالر په 189 روپۍ وو".

21.05.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more