ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


 د ډالر په مقابله کې پاکستانۍ روپۍ نوره لوېدلې، ډالر 209 روپو ته رسېدلی

په پاکستان کې مطبوعات خبر ورکوي د امريکايي ډالر په مقابله ډالر پاکستانۍ روپۍ نوره بې قدره شوې او په پرانستي مارکيټ کې يو ډالر 209 روپو ته رسېدلی دی. خو د پاکستان مرکزي بېنک [سټېټ بېنک] نن د جمعې په ورځ 17 جون ويلي، د يو ډالر بيعه 207.6 روپو ته رسېدلی دی.

17.06.2022 ډیوه

طالبانو پنجشیر کې د خپل هلیکوپتر بیړنۍ ناسته تائید کړه

د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د پنجشیر په ولایت کې د مقاومت د ملي جبهې له خوا د یو پوځي هلیکوپتر نسکوریدل رد کړي، خو ویلي دي چې د دوی یو پوځي هلیکوپټر د تخنیکي ستونزو له امله په دغه ولایت کې بیړنې ناسته کړې ده.

17.06.2022 امریکا غږ

پاکستان به د اېف اې ټي اېف په خړ فهرست کې پاتې شي، که به ووځي؟ اداره نن اعلان کوي

 پاکستان کې په ټولنيزو داسې دعوې شوي چې د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو غېر قانونه انتقال د څار نړیوالې ادارې [اېف اې ټي اېف] پاکستان د خړ فهرست څخه بهر کړو خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، اېف اې ټي اېف به نن د پاکستان په وخت ماښام خپل اعلان کوي، د اوازو څخه دې ډډه وشي.

17.06.2022 ډیوه

ريچارډ بينيت: طالبانو ګام په ګام ښځې له ټولنې ګوښه کړي دي

په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینیت وايي، طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیله تر دې دمه ګام په ګام ښځې له ټولنې ګوښه کړې دي. ریچارډ بنییت چې پرون پنجشنبه ناوخته د اروپا پارلمان ناسته کې د افغانستان اړوند خپل راپور وړاندې کاوه ټینګار یې وکړ، چې په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو له بشري حقونو سرغړونې روانې دي او د دې ښځو د حقونو په تامین کې پاتې راتلل د نړیوالې ټولنې "ناکامي" ده. په افغانستان کې د دغه هېواد لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي له څو ورځو پاتې کېدو وروسته، د اروپا په پارلمان کې د دغه هېواد د بشري حقونو په ځانګړې توګه د افغان ښځو په تړاو د نوموړي له اندېښنو ډکې څرګندونې کړي دي. وروسته له هغې چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري حقونو د څار لپاره د روان کال د وري په ۱۳ ریچارډ بنییت د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه وګماره، پرون پنجشنبه د غبرګولي په ۲۶مه نېټه یې د اروپا پارلمان ناسته کې افغانستان ته د خپل سفري راپور وړاندې کولو پر مهال اندېښنه وښوده، چې طالبانو د خپل حکومتولۍ له پیله تر دې دمه افغان ښځې او نجونې په ټولنه کې له فعالې ونډې ګوښه کړي دي. ښاغلي بنییت په دې ناسته کې وویل: "له تېرې اګست میاشتې راهیسې د طالبانو لخوا ګام په ګام تر سره شوي اقدامات د بشپړ جنسیتی بېلولو له نښو سره مطابقت لري او موخه یې په ټولنه کې د ښځو نامرئی کول دي. د دوی عامه هویت او په ټولنه کې ګډون له منځه وړل دي." ښاغلي بنیت ټینګار وکړ چې دا مهال په افغانستان کې د ښځو او نجونو له بشري حقونو سر غړونې روانې دي او وضعیت د خرابېدو په حال کې دی. نوموړي وويل: "په حقیقت کې دا مهال په افغانستان کې د بشري حقونو ډېرې سرغړونې روانې دي او وضعیت مخ په خرابېدو دی، خو په افغانستان کې د بشري حقونو تر ټولو لوی سرغړونې د ښځو او نجونو سرغړونې دي. په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې شاته تګ یو ناورین دی. دا په معاصر تاریخ کې د بل هر ځای په پرتله د ښځو لپاره د شاته کېدو تر ټولو لوی ګام دی." خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي دغه څرګندونې د کافي اطلاعاتو د نه‌لرلو له امله بولي. نوموړي وويل: "اوس مهال د نظام په بېلابېلو برخو لکه د روغتیا، لوړو زده کړو، امنیتي او عدلي او قضایي او څارنوالۍ برخه کې ښځې فعاله دي کار کوي، ان دا چې هغو ښځو ته چې تر اوسه کاري چاپېریال برابر نه دی، له کار کولو پرته یې موږ معاشونه وراستوو چې دا له دوی سره ستر احسان دی چې کار نه کوي خو معاش اخلي." ښاغلی مجاهد دا خبرې داسي مهال کوي چې په افغانستان کې دننه د ښځو د حقونو فعالانې له دې ډلې نفسیه دانش ازادي راډیو سره په خبرو کې دا مني، چې د طالبانو له لوري د ښځو حقونه نقض شوي دي. نوموړې وويل: "دوی (طالبانو) د افغان ښځو او نجونو راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی، اوس اکثره ښځې د خپلو کورنیو سرپرستانې دي، کونډې دي کورونو کې نارینه نشته چې کار وکړي، نو هغوی ته دوی څه کولای شي؟ چې په کورنو یې کښېنولي، نه یې د کار او نه یې عم د تعلیم زمینه شته." دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په اړه ځانګی راپور ورکوونکي ريچارد بینیت هم په خپلو څرګندونو کې نړیوالې ټولنې ته په خطاب ټینګار کړی چې که په افغانستان کې د ښځو د حقونو په دفاع کې پاتې راتلل به یوه نړیواله ناکامي وي او په دې برخه کې ټول ښځې او نارینه مسؤل دي. دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې د طالبانو د حکومت مشرتابه پر افغانستان د دوی د بیا ځلې واکمنۍ له پیلېدو راهیسې د بېلابېلو فرمانونو او لارښوونو په خپرولو د افغان ښځو پر تعلیم، کار او سفر بندیزونه لګولي دي.

17.06.2022 ازادي راډیو

ادبي راډيويي مجله؛ د طالبانو له واکمنۍ را وروسته ادبي بهیرونه

په بلخ کې مشاعرې شروع شوي. په هلمند کې لیکوال انتظار دي چې چارواکي به یې پرمخ تړلې لارې پرانیزي. پښتو ژبې ته د هنري، دیني او تخنیکي ژباړو ستونزې او اسانتیاوې. د اوونۍ ادبي او فرهنګي فعاليتونه او خبرونه په ادبي راډيويي مجله کې چې احمد شيبر يې چمتو کوي، د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

17.06.2022 ازادي راډیو

ملګري ملتونه: په نړۍ کې د کډوالو شمېره په ريکارډ کچه سېوا شوې

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې [يو اېن اېچ سي ار] ويلي، په کال 2021 کې اته کروړه خلک د جنګونو، تشدد، زور زیاتي او بشري حقونو د سرغړونو له امله کډال شوي دي. ويل شوي د کډوالو شمېره د 2020 په مقابله کې اته فيصده سېوا شوې ده.

17.06.2022 ډیوه

کراچۍ: په ضمني انتخاباتو کې د تشدد په پېښو کې يو تن وژل شوی، څو نور ژوبل

د پاکستان په غټ صنعتي ښار کراچۍ کې د قومي اسمبلۍ په حلقه اېن اې 240 باندې ضمني انتخابات شوي او د انتخاباتو په مهال د تشدد په پېښو کې یو تن وژل شوی او څور نور ژوبل شوي دي.

17.06.2022 ډیوه

سيند هايکورټ د پي ټي اېم د فعال قاضي طاهر د خوشي کولو امر کړی

سيند هايکورټ د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] فعال قاضي طاهر ته د عمر بند اورول شوې سزا لا قانونه ګرځولې، هغه يې بري کړی او د خوشي کولو امر يې کړی دی.

17.06.2022 ډیوه

امریکې په هند کې د پېغمبر اسلام په اړه لانجمنه بيانونه غندلي

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د پېغمبر اسلام په اړه چې په هند کې د واکمنه ګوند [بي جی پي] دوه مشرانو کوم بیانونه ورکړي امریکا يې غنده کړې او کوي يې.

17.06.2022 ډیوه

سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

17.06.2022 امریکا غږ

په کوز دير کې د یو ځایي مسجد د امام په خلاف د کرکجنې وینا په تور مقدمه درج شوې

د خېبر پښتونخوا په کوز دير ضلع کې د يو جومات د ملا خلاف د مذهبي جذباتو د مجروحه کولو ضد مقدمه درج کړی شوې ده. خو نوموړي ملا د ګرفتارۍ نه وړاندې د عدالت نه ضمانت ترلاسه کړی دی.

16.06.2022 ډیوه

بنګله دیش کې د هندي سیاستوالې لخوا د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي خلاف مظاهرې شوي

په بنګله دیش کې نن د پنجشنبې په ورځ جون ۱۶مه (غبرګولي ۲۶) شاوخوا ۱۰ زرو کسانو د هندي چارواکو د هغو څرګندونو په غبرګون کې مظاهرې وکړلې چې د اسلام د پیغمبر په هکله یې کړي او په ټولې اسلامي نړۍ کې د خلکو قهر او غصه یې پارولې ده.

16.06.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

16.06.2022 امریکا غږ

په رواني ناروغیو د اخته افغان ځوانانو زیاتېدونکی شمېر

د افغانستان تت اقتصادي لیدلوري او د راتلونکي په هکله د بې باورۍ له امله، یو شمیرافغان ځوانان په رواني ناروغیو او ژورخپګان اخته شویدي او دغه شمېر مخ په زیاتېدو دی.

16.06.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

16.06.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more