شمالي وزیرستان:هدفي وژنو کې درې نور کسان وژل شوي
په شمالي وزیرستان کې دپاکستان پوځ په کال 2014 کې د وسله والو پرضد عملیات کړي وو چې پکې ددغه سیمې د وسله والو نه د پاکولو دعوې شوې وې خو بیا هم وخت په وخت پکې په امنیتي ځواکونو د بریدنو او د ځایي خلکو د هدفي وژنو راپورتونه تر لاسه کیږي
ملګري ملتونه: طالبان دې د ښځو خلاف منظم ظلم پای ته ورسوي
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې له طالبانو وغوښتل څو په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ښه والي او د هغوی خلاف د منظم ظلم د پای ته رسولو لپاره د نورو اسلامي هېوادونو په پل پل کېږدي. میشل باچلې پرون (جمعه) په جینیوا کې د ملګروملتونو د بشري حقونو په شورا کې د وینا په ترڅ کې د افغان ښځو او نجونو وضعیت نهیلوونکی وباله. د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېشنرې وویل، له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، ښځو او نجونو د بشري حقونو په برخه کې په ډیر سرعت شاتګ کړی دی. د ښځو د حقونو منلو ته د طالبانو د اړایستلو لپاره د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د اسلامي هېوادونو د هڅو د همږغۍ غوښتنه وکړه. د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي، چې د افغان ښځو او نجونو په اړه د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا په ځانګړې غونډه کې ګډون کړی و، په اوسني وخت کې چې د نړیوالو لپاره نورې مسئلې لومړیتوب لري، د افغان ښځو په ملاتړ کې د نړیوالو څرګندونې مهمې وبللې. دې ازادي راډیو ته همداراز وویل: "په دې غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو او د بشري حقونو د دفاع ټولنو استازو ګډون کړی او ټولو په دې حیرانتیا ښووله چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې ښځې په کې د کار او ټولنیزو فعالیتونو حق نه لري او نجونې له زده کړو محرومې شوې دي." د اغلې کوفي په وینا د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا د غونډې نهايي اعلامیه به د روانې جولای په اوومه صادره شي. د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېشنرې په مارچ میاشت کې د افغانستان له سفره وروسته وویل، چې څه باندې یو میلیون نجونې له زده کړو راګرځول شوي. همداراز ښځې له کار او ټولنیزو فعالیتونو بې برخې کړای شوې دي. اغلې باچلې پرون وویل، له تضمینونو سره سره په افغانستان کې د ښځو خلاف سیستماتیک ظلم دوام لري. طالبانو تراوسه پورې د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا د کمېشنرې د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې پخوا طالبانو ویلي چې ښځو ته یې تر بل هر هېواد ښه حقونه ورکړي دي. فوزیه کوفي وايي، چې د ښځو په اړه د طالبانو دریځ له شل کاله پخوا څخه بدل شوی نه دی او په پرونۍ غونډه کې وړاندیز وشو چې پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره دې د دوی د مشرانو پر سفر بندیز ولګول شي.
امنیتي ځواکونه وایي شمالي وزیرستان کې دافغان پولې ترڅنګ یې د داعش درې مهم ترهګر وژلي
دخیبر پښتونخوا دپولیسو مشر معظم جاه انصاري په دې وروستیو کې پخپله یوه مرکه کې ویلي وؤ چې دداعش وسله واله ډله په ملک کې امن ته تر ټولو ستر ګواښ دی
په پوځ له نیوکو وروسته صحافي ایاز امیر وايي نامعلومو کسانو پرې حمله کړې
دپاکستان یو پېژندلی صحافي اؤ څیړونکي ایاز امیر وروسته له هغې نامعلومو کسانو ډبولی چې اوړمه ورځ یې یوه دستوره کې له نوم اخستو پرته په پوځ سختې نیوکې کړې وې اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان ته یې پرمخ ویلي وؤ چې ولې یې دهیواد ټولې چارې "پراپرټي ډیلرانو" ته سپارلې وې. ایاز امیر رسنیو ته ویلي چې حمله پرې دجمعې په ماسختن لاهور کې دپینځه شپږو کسانو لخوا هغه وخت شوې ده چې دی له دفتره کور ته روان ؤ. دپاکستان سیاسي اؤ حکومتي مشرانو،دخبریالانو ، وکیلانو اؤ بشري حقونو تنظیمونو اؤ دمدني ټولنې غړو په ایاز امیر دشوي برید غندنه کړې ده اؤ دا یې د رېښتوني غږ غلي کولو یوه ناوړه هڅه بللې ده. وزیراعظم شهباز شریف په صحافي ایاز امیر دشوي برید دپلټنو امر کړی اؤ ویلي یې دي چې برید کې ککړ کسان به دقانون منګولو ته راوستلی اؤ دصحافت اؤ صحافیانو خوندیتوب به باوري کولی شي. ایاز امیر اوړمه ورځ اسلام اباد کې د وکیلانو دیو سیمینار په مهال پخواني وزیراعظم عمران خان ته پرمخ سختې اورونې کړې وې او ویلي یې وؤ پاکستان اؤ جمهوریت ته په زیان رسولو کې عمران خان هم خپله پوره برخه اچولې ده اؤ دهیواد ټولې چارې یې پراپرټي ډيلرانو یا د زمکو کاروباریانو ته پرېښې وې. هغه نیغ په نیغه دپوځ نوم نه ؤ اخستی خو خپله وینا کې یې دپوځ د استوګنې دیوې پروژې" ډي ایچ ای" نوم اخستی ؤ چې په دغه پروژه عموماً پاکستان کې پوځ د زمکو دکاروباریانو په نوم یادیږي اؤ وخت په وخت عدالتونو هم په پوځ ددې پروژې له امله نیوکې کړي اؤ پوښتنې یې راولاړې کړي چې ولې پوځ دخپلو اصل ذمه واریو پځائ د زمکو کاروبار ته لاس اچولی دی؟ ایاز امیر له برید وروسته خپل هغه عکسونه په ټولنیزو رسنیو خپاره کړي چې دی یو موټر کې ناست دی اؤ جامې یې شلول شوي دي. پاکستان کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت هغه خبریالان وژل شوي،تښتول شوي اؤ یا هم وهل شوي ځورول شوي چې دهیواد دطاقتور پوځ یا داستخباراتي شبکو دکړنو پرضد یې غږ پورته کړی دی. د پاکستان پوځ دا خبره ردوي چې امنیتي او یا استخباراتي ادارې په خبریالانو حملو کې لاس لري. پخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په ایاز امیر دشوي برید غندنه کړې ده اؤ په ټویټر یې یې لیکلي دي کله چې ریاست اخلاقي بالادستي وبایلي نو تشدد ته لاس واچوي. هغه زیاته کړې ده چې په وګړو،خبریالانو اؤ دمخالفو ډلو په سیاستمدارانو تشدد پاکستان دفسطائیت بدترین دلدل ته ورکوزوي دپاکستان وتلی خبریال حامد میر چې پخپله هم په جبر دلادرکیو پرضد له غږ پورته کولو وروسته تیره موده کې د نامعلومو کسانو له لوري په یو وژونکي برید کې سخت ژوبل شوی ؤ، وایي پروسکال دمئ میاشت کې اسلام اباد کې نامعلوم کسان اسلام اباد کې دخبریال اسد طور کور ته ورننوتل اؤ په هغه یې تشدد وکړو. حامد میر وایي په اسد طور برید کوونکي تر ننه نه دي نیول شوي اؤ که چرې هغه ته انصاف ورکړل شوی ؤ نو نن به نامعلومو کسانو په ایاز امیر دحملې جرائت نه ؤ کړی. مشر خبریال شاهین صهبایي هم په ایاز امیر شوی برید په سختو ټکو کې غندلی اؤ په ټویټر یې لیکلي "پرون هغه څه سپینې سپینې خبرې کړې وې، دومره زر په هغه شوی برید دا خبره څرګندوي چې ځینې خلک ډیر پریشانه ، ویریدلي اؤ دسخت نفسیاتي فشار سره مخ دي، دومره عدم تحفظ ولې ـ مخکې خو داسې هیڅکله نه وؤ" پاکستان کې دخبریالانو دحقونو لپاره غږ پورته کوونکي غیر دولتي سازمان فریډیم نیټ ورک، دپاکستان دخبریالانو مرکزي اتحادیې فیډرل یونین اف جرنلسټس، دپېښور دخبریالانو اتحادیې خیبریونین اف جرنلسټس،داسلام اباد د وکیلانو سازمان اؤ دهیواد ګڼ شمیر سیاستمدارانو هم په ایاز امیر دشوي برید غندنه کړې اؤ ددې دپلټنو غوښتنې یې کړې دي. دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي اؤ وزیراعظم شهباز شریف هم دا برید غندلی اؤ پخپلو بیلابیلو بیانونو کې یې دصحافت اؤ صحافیانو خوندیتوب ارزښتناک بللی دی. وزیراعظم شهباز شریف پخپل بیان کې ویلي دپنجاب وزیراعلا ته یې ددې برید دپلټنو امر کړی اؤ ولس ته یې باور ورکړی چې برید کې ککړ کسان به دقانون منګولو ته راوستل کیږي. صدر عارف علوي ویلي په صحافیانو دتشدد پېښې دجمهوري اقدارو اؤ د اظهار دڅرګندونې د ازادۍ پرضد دی اؤ دې پېښه کې دککړو ملزمانو زر تر زره نیونه باید باوري کړل شي. دپاکستان په طاقتور پوځ اؤ استخباراتي ادارو تر دې وړاندې هم دمخالفه غږ پورته کوونکو د وژلو، تښتولو اؤ ځورولو تورونه لګول شوي خو پوځ دا تورونه تل په سختۍ سره رد کړي دي.
امریکا به اوکراین ته د ځمکې نه په هوا کې هدف وېشتونکي مزایل ورکوي
د امریکې د دفاع وزارت پېنتګان د جمعې په ورځ وویل د صدر بایډن حکومت تر اوسه پورې اوکراین ته د اووه اشاریه شپږ بېلین (ارب) ډالرو مالیت پوځي امداد ورکړی دی چې پکې هغه د اووه بېلین ډالرو هغه امداد هم شامل دی چې واشنګټن کییف ته په اوکراین د روس د یرغل نه وروسته ورکړي دي
د وکي لیکس باني برطانوي عدالت ته خواست کړی هغه دې امریکې ته و نه سپارل شي
د خفیه معلوماتو د رابرسیره کولو په سر امریکې په هغه د جاسوسۍ الزام هم لګول او امریکايي مامورین وايي د دغو معلوماتو د څرګندېدو له امله د ګڼ شمېر کسانو ژوندونه د خطر سره مخامخ شوي دي
سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
د هندوستان سپریم کورټ: د پېغمبر اسلام په اړه د بي جی پي د پخوانۍ تجرمانې خبرو هېواد ته اورلګولی
د وي او ای رپورټ وايي سپریم کورټ په خپلو غېرمعمولي سختو الفاظونو کې وویل دې مېرمن په ټول ملک کې جذبات راپارولي دي او دا وخت چې په هندوستان کې څه کېږي یوازې دا "مېرمن" یې ذمه واره ده
ترکي د وي او ای د ترکي ژبې خپرونو ته لاس رسی ځنډولی دی
د وي او ای موقتی مشری یولېنډا لوپېز اداره یې په کلکه د ار ټي یو کی د فېصلې مخالفت کوي. هغه وویل د ناخوښې نشریانو د مخنیوي دپاره دا د سېنسرشپ یو غیرمستقیم ګام دی. د جمعې په ورځ په یو بیان کې مېرمن لوپېز وویل د پېچلې ګامونو دلارې د وي او ای مخه نشي نیول کېدی
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
ستاسو غږ
په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه
نن او وضعیت
د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
ترکیې د امریکاغږ او دویچهویلې خپرونې بندې کړې
ترکیې د پنجشنبې په ورځ ناوخته جون ۳۰ (چنګاښ ۹) اعلان وکړ چې د امریکا غږ او دویچهویلې د ترکي ژبې خپرونې یې ددې هیواد د رسنیو د مقراراتو د تنظیم له ادارې څخه د جواز نه اخیستلو په وجه بندې کړې دي.