ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ایران وايي ۱۲ بهایان یې د اسرائیل سره د اړیکو په تور نیولي

د ایران دولتي رسنیو د شنبې په ورځ ناوخته راپور ورکړی چې ایراني مقاماتو د بهايي مذهبي اقلیت ۱۲غړي د اسلامي جمهوریت له «لوی دښمن اسرائیل» سره د اړیکو په تور نیولي دي.

04.09.2022 امریکا غږ

حماس پنځه فلسطینیان اعدام کړي؛ وایي دوو یې اسرائیل سره همکاري لرله  

په غزه کې د حماس واکمنه ډله وايي چې پنځه فلسطینیان یې اعدام کړي دي چې د دوی په وینا دوو یې له اسرائیل سره «همکاري» لرله.  

04.09.2022 امریکا غږ

دترهګرو په ضد دپاکستان لخوا داخستل شوؤ ګامونو ارزؤلو لپاره دایف ای ټي ایف ډلې پاکستان ته سفر کړی

د ترهګرۍ د مالي سرچینو د وچولو او دپېسو د غېرقانوني لېږد د څار نړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف 15کسېزه ډلې د ترهګرو د مالي مرستو دتړلو او دغیرقانوني لارو دپېسو لېږلو په ضد د پاکستان لخوا داخستل شوؤ ګامونو دجاج اخستو لپاره د هېواد خپله ان ساېټ یا دموقعې کتلو دوره سرته رسولې ده. ورځپاڼه اېکسپرېس ټريبيون د سرکاري سرچينو د قوله لیکي چې پاکستان ته د ایف ای ټي ایف د ډلې دا څلور ورځنۍ دوره پټه ساتل شوې ده. د ایف ای ټي ایف  او ترهګریزو چارو نظر لرونکي کارپوهان وايي د کال 2018 راهیسې د ایف ای ټي ایف په خړ فهرست کې د پاتې کيدو له امله پاکستان د نړیوالو پانګونو څخه محروم پاتې شوی او د هېواد اقتصاد ته هم زیان رسېدلی دی. د ترهګرو د مالي مرستو د وچولو او پېسو د غېرقانوني لېږد را لېږد د څار نړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف د 15 کسېزه ډلې د موندنو جاج به د یادې ادارې د فرانس سرښار پېرس کې د اکتوبر میاشت کې کيدونکې غونډه کې اخستل کیږي. ورځپاڼه ایکسپرېس ټريبيون د پاکستان د سرکاري سرچينو د قوله وايي چې هغوى د اګست د 29 او ستمبر د 2مې نېټې ترمنځ موده کې د ایف ای ټي ایف په پاکستان کې د موجودیت پخلې کړی او ویلي یې دي که څه هم دا دوره پټه ساتل شوې وه خو د ایف ای ټي ایف 15 کسيزه ډلې د اړونده چارواکو سره ليدل کتل کړي او د هغو ګامونه تصدیق یې هم کړی چې پاکستان د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني لېږد دمخنیوي په تړاو پورته کړي دي. دکارپوهانو په وینا د فنانشنل اېکشن ټاسک فورس د 15 کسيزه ډلې په میدان دموجود وضعیت د ارزونې مثبتې پایلې به بلااخر پاکستان ته د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني ترسيل په نظام کې د کمیو پوره کولو فرصت په لاس ورکړي. د ایف ای ټي ایف او د پاکستان په اقداماتو نظر لرونکي اقتصاد پوهه او اسلام اباد کې دخپلواکه څېړنیزې ادارې اېس ډي پي اي مشر عابد قيوم سلهري ډيوه ته وايي پاکستان د ایف ای ټي اېف ټول شرطونه په عملي توګه پوره کړي او باید چې نوم یې د څارنې د خړ فهرست څخه وويستل شي. هغه وايي په پاکستان کې د څو کلونو راهیسې دا احساس بېدار شوی چې ترهګري به نوره په يو شکل کې هم نه زغمل کېږي. نوموړي وويل د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني ترسيل ضد د پاکستان وروستي ګامونو د لا قانونه ډلو خلاف پرله پسې شکنجه تنګه کړې او مثال یې دا دی چې اوس د تېر وخت په پرتله لاقانونه ګرځول شوې ډلې په بدل نوم هم فعاليتونه نه شي کولى. د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني ترسيل د څار نړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف تېر جون میاشت کې د پاکستان دنوم خړ فهرست څخه د ويستلو اشاره هغه مهال ورکړه کله چې واضحه شوه چې پاکستان د ادارې په 34 نکاتي کاريز پلان عمل بشپړ کړو او بيا یې د پاکستان د ګامونو د ارزونې لپاره د خپلې ډلې اسلام اباد ته په استولو رضا مندي وښودله. له دې وړاندې ایف ای ټي ایف پاکستان ته په 27 او 7 نکاتو ګډ دوه برغ کاريز پلانونه هم ورکړي وو. د ایف ای ټي ایف د خړ فهرست څخه دپاکستان دنوم  په وتلو کې لويې خنډ د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل لخوا د نومول شوو لا قانونه ډلو فعالیتونه او د ددغو ډلو په مشرانو لګیدونکي د ترهګرۍ د مالي مرستو تورونه دي. خو د جون میاشت  کې په جرمني کې د ایف ای ټي ایف له غونډې څو ورځې مخکې د پاکستان دترهګرۍ ضد عدالت ساجد مير ته د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني ترسيل په تور کې سزا واوروله او دې ګام د فنانشنل ایکشن ټاسک فورس غړي د پاکستان پرمختګ منلو ته اماده کړل. ښاغلی عابد قيوم وايي لا قانونه جماعت الدعوه ډله يو داسې ناسور ؤ چې وخت تېرېدو سره په سرطان کې بدليدو. پاکستان په دې وروستیو کې د جماعت الدعوه شتمنۍ ضبط کړي او د ډلې مشر حافظ سعید ته د ترهګرۍ ضد عدالت د ترهګرو د مالي مرستو په تور کې سزا ورکړې او نوموړي دا وخت جېل کې دی. دعابد قيوم په قول د کال 2018 راهیسې د فنانشنل اېکشن ټاسک فورس په خړ فهرست کې د پاتې کيدو له کبله د هېواد اقتصاد ته نقصان رسي. هغه وايي ددې له امله که يو خوا په نړيواله ټولنه کې د پاکستان انځور خراب شوی نو بلخوا پاکستان ته نړیوالې پانګونې هم نه راځي او د هېواد څخه د تلونکو راتلونکو پېسو هم سخته څارنه کېږي. ورځپاڼه ټربيون وايي پاکستاني چارواکي باوري دې چې د فنانشنل اېکشن ټاسک فورس ډله به د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني ترسيل په مخنیوي کې د هېواد د پرمختګ مثبته ارزونه وکړي.

04.09.2022 ډیوه

ملګري ملتونه:دپاکستان سېلاب ځپلو سیمو کې پینځه لکه امیندواره مېرمنې روغتیایي مرستو ته اړتیا لري

دملګرو ملتونو د پاپولیشن فنډ، چې دصنفي او تولیدي روغتیا اداره ده، وايي د سیلابونو له امله په سیلاب ځپلو سیمو کې تر پنځوؤ لکو زیاتې امیندواره یا حاملې میرمنې د ماشومانو د زېږیدون په اړه روغتیایي اسانتیاؤ ته سخته اړتیا لري او ډیرې نورې ښځې او نجونه د جنس پر بنسټ د تاوتریخوالي د زیاتیدونکي خطر سره هم مخ دي. په پاکستان کې ۳  کروړ اؤ ۳۰ لکه  خلک د وروستیو طوفاني  بارانونو اؤ سیلابونو له امله اغيزمن شوي  چې  بشري مرستو ته اړتیا لري چې په دوي کې ۱۶ لکه ښځې او نجونې دي. دملګرو ملتونو په دغه رپوټ کې ویل شوي  تمه کیږي چې په راتلونکې میاشت کې به تر 73,000 پورې میرمنې  ماشومان وزیږوي، د دوې لپاره  د تربیه شوؤ دایانو سره سره  دروغتیا نورو اسانتياؤ ته ضرورت دی، او د نوؤ زیږېدلو یا زېږیدونکو ماشومانو پاملرنه ډیره مهمه ده. د ملګرو ملتونو پاپولیشن فنډ وايي چې  ډیرې ښځې او نجونې دصنفي توپیر په پر بنسټ د تاوتریخوالي له خطر سره مخ دي. د UNFP په راپور کې ویل شوي چې امیندواره میندې او د ماشوم زیږونه د بیړني طبیعي پیښې انتظار نه شي کولی او دا یو داسې حالت دی چې مور او ماشوم دواړه ډیره پاملرنه غواړي . د ملګرو ملتونو د پاپولیشن فنډ زیاته کړې چې په پاکستان کې د دوې اداره په ډيرو سختو شرایطو کې د امیندواره میرمنو او د نوو زېږیدلو ماشومانو د ژوند ژغورنې  خدماتو  ته دوام ورکوي. د رپورټ ترمخه دسېلابونو له امله په سندهـ صوبه کې څه دپاسه زر روغتیایي مرکزونه په جزوي یا مکمله توګه تباه شوي او د بلوچستان په  متاثره شوؤ سیمو کې  هم ۱۹۸ د روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي دي. په بلوچستان کې د روغتیا دنړیوالې ادارې ډبلیو ايچ او  یو ماهر ډاکټر رحمت الله وي او ای ډیوه ته وايي دبلوچستان په ۳۱ ضلعو  کې لویې لارې او سړکونه اوبو  وړې دي اؤ د ښځو او د نجونو د روغتیا تر مرکزونه لاس رسی له ستونزو سره مخ دی. هغه وایي هغه ښځې چې ماشوم یې په نس وي،د ضلعې او د تحصیل تر  روغتون هم ځان نه شي رسولی.  د ملګرو ملتونو دپاپولیشن فنډ استازي ډاکټر قادروف ویلي چې  د دوي اداره د یو شمیر چلنجونو  سره سره د بشري مرستې او  روغتیایی اسانتياؤ  د ورکولو تکل کوی. د ملګرو ملتونو د پاپولیشن فنډ وايي  چې د پاکستان په سیند، بلوچستان، خیبرپښتونخوا او پنجاب صوبو کې یې د 8,311 د ښځو  دکټونو، د 7,411 د نوؤ زیږیدلو ماشومانو د کټونو، او 6,412 د کلین ډیلیوري یا پاکې زېږیدنې دکټونو ویش پیل کړی دی. د پاکستان  ۲۰۱۹  ډیموګرافک سروی وايي چې په بلوچستان کې په یو لک ښځو کې دماشومانو د زېږېدو په مهال ۲۹۸ ښځې د روغتیایي اسانیو د نه لرلو له امله خپل ژوند دلاسه ورکوي خو د طب ماهرین بیا دغه شمیره ۸۰۰   ښایي.

04.09.2022 ډیوه

پښتونخوا کې په پولیسو د ټي ټي پي پرله پسې حملې،ایا حکومت سره یې ډزبندي ماته شوې ده؟

دپاکستاني طالبانو تحریک د ډيره اسماعیل خان نه وروسته په پېښور اؤ لکي مروت کې هم په پولیسو د شوؤ بریدونوذمه واري  پغاړه اخستې ده اؤ ویلي یې دي دا بریدونه یې پخپله دفاع کې کړې دي. په عین حال کې پاکستان کې ایکسپریس ټربییون نومې انګریزي ورځپاڼې د ‌ټي ټي پي د ویاند محمد خراساني له خولې  ویلي چې دحکومت اؤ طالبانو ترمنځ اوربند مات شوی دی خو په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال طاهر خان وایي هغه طالب مشرانو سره په دې اړه خبرې کړې دي اؤ طالبان وایي چې اوربند لا پځائ دی. طاهر خان وایي هرڅو که طالبان دا نه وایي چې د پاکستان سره یې ډزبندي ماته شوې ده خو په نزدې ورځو کې چې یې په ډیره اسماعیل بیا پېښور اؤ لکي مروت کې په پولیسو دشوؤ بریدونو کومه ذمه واري قبوله کړې ده نو دې نه به خلک هم دا مطلب اخلي چې دا اوربند په یو لحاظ سره مات شوی دی. ټي ټي پي د روان کال د مئ په مياشت کې د وړوکي اختر په مهال حکومت سره د ډز بندي اعلان کړی او دغه ډز بندي بيا د پاکستان د حکومت سره د مذاکراتو په مهال د بل اعلان پورې غځول شوې وه چې تراوسه یې يې ټي ټي پي، د پاکستان حکومت او پوځ د ختمېدو په اړه څه نه دي ويلي۔ دا په داسې حال کې ده چې اوړمه ورځ دخیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کې د وسله والو په برید کې دیو پولیس عسکر د وژل کیدو پړه ټي ټي پي پغاړه اخستې وه ، پرون دخالي په ورځ یې دپېښور ریګي سیمه کې په پولیسو دشوي برید پړه منلې وه اؤ نن داتوار په ورځ یې لکي مروت کې په پولیسو دشوي هغه برید ذمه واري منلې ده چې یو پولیس افسر پکې وژل شوی اؤ یو بل عسکر پکې ژوبل شوی دی. پاکستاني طالبانو ددې بریدونو د ذمه واریو اخستو په اړوند خپلو اعلامیو کې ویلي چې بریدونه یې پخپله دفاع کې کړې دي. خو داتوار په ورځ دپاکستان ایکسپریس ټرییبون انګریزي ورځپاڼې دطالبانو د ویاند محمد خراساني له خولې پاکستان سره د اوربند ماتولو اعلان کړی دی. د اوربند ماتېدو په اړه ددې اعلان پخلی له یو لوري هم نه دی شوی اؤ دافغانستان په چارو ژور نظر لرونکی خبریال طاهر خان وي او ای ډیوه ته وایي هغه دطالب مشرانو سره په رابطه کې دی اؤ طالبانو ورته ویلي چې اوربند لا هم په هغه بڼه پرځائ دی لکه څنګه چې ؤ. طاهر خان وایي طالبانو چې په نزدې ورځو کې په پولیسو دشوؤ بریدونو په اړه کومې اعلامیې خپرې کړي نو هغې کې یې دریځ خپل کړی چې پخپله دفاع کې یې دا بریدونه کړي دي. خو دطاهر خان په خبره "خو بیا هم که دوي ورته ددفاع نوم ورکوي اؤ که هرڅه خو دا تازه درې کومې حملې چې په پولیسو وشوې اؤ طالبانو یې ذمه واري ومنله ،نو اوس که طالبان دا وایي هم چې ډزبندي پځاي ده اؤ ماته شوې نه ده خو له دې به خلک هم دا مطلب اخلي چې دا ډز بندي په یو لحاظ سره ماته شوې ده" طاهر خان زیاتوي له کله راهسې چې دحکومت اؤ‌ ټي ټي پي ترمنځ دنامعلومې مودې پورې د اوربند اعلان شوی ؤ نو طالبانو یا خو حملې نه وې کړې اؤ که کړې یې هم وې خو دحملو ذمه واري یې پغاړه نه وه اخستې خو اوس چې ذمه واري اخلي نو معنا دا چې دهغوئ په تګلاره کې یو بدلون راغلی. دطاهر خان په خبره که "اوس هغوئ(طالبان) وایي هم چې ډزبندي پځاي ده نو بیا خلک خو به پوښتنه کوي چې ډزبندي هم شته نو ولې بیا درې حملې په دې تېرو دریوؤ ورځو کې وشوې؟" د ټي ټي پي سره د خبرو په اړه د اطلاعاتو مرکزي وزيرې مريم اورنګزېب په (درېم جون) اسلام اباد کې د خبرې غونډې په مهال ويلي وو، "د کال 2021 د اکتوبر په مياشت کې دا خبرې پېل شوې وې، دا خبرې په حکومتي کچه روانې دي د افغانستان حکومت يې سهولت کاري کوي په دې کې حکومتي او پوځي استازي شامل دي". بيا د خېبرپښتونخوا نه د ملاکنډ ډويژن او قبايلي ضلعو د مشرانو 50 کيسزه جرګه، بيا د علماو او بيا يوه بله جرګه هم کابل ته تللې او د ټي ټي پي سره يې خبرې شوې وې. ټي ټي پي هم دغه خبرې کېدل تاييد کړي وو خو تراوسه د دې خبرو کومه نتيجه مخې ته نه ده راغلې. ټي ټي پي ويلي وو په بنيادي غوښتنو کې يې د قبايلي ضلعو پخوانی حيثيت بحالول او د تنظيمي ډهانچې سره خپلو سيمو ته واپسي ده. خو د جولايۍ په مياشت کې د پاکستان د کورنيو چارو مرکزي وزیر رانا ثناالله د ټي ټي پي سره د خبرو په اړه ويلي وو، "د تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات په خپله طريقه کيږي، خو د ټي ټي پي سره د مذاکراتو بنياد دا دی چې هغه به د ايين لاندې کيږي". رانا ثناالله ويلي وو "د ايین پرته به د ټي ټي پي سره هیڅ مذاکرات نه کيږي او نه به ورسره معاهده کيږي". ټي ټي پي د پوليس اهلکارو د وژلو زمه واري په داسې حال کې منلې چې لس ورځې وړاندې په 25 اګست د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په جنرل هېډ کوارټر کې د کور کمانډرانو غونډې ته په وېنا کې لارښوونه کړې وه چې فارمېشنونه/تشکیلات دې عملياتو ته چمتو وي او په ځانګړي ډول په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې دې د ترهګرۍ پرضد عمليات دوامداره وساتل شي

04.09.2022 ډیوه

دایشیا کپ کرکټ سیالیو کې نن دوه مخالف هیوادونه هند اؤ پاکستان مقابلې ته اوځي

دایشیا کپ کرکټ سیالیو په سپرفور پړاؤ کې نن دوه روایتي غلیم ګاونډي هیوادونه هند اؤ پاکستان دیو بل پرضد میدان ته اوځي. تر دې وړاندې دایشیا کپ د سیالیو په لړۍ کې پاکستان هند سره خپله وړومبۍ لوه په پینځوؤ وکټونو بایللې وه. دایشیا کپ په سپر فور پړاؤ کې به ټولې لوبډلې درې،درې سیالۍ کوي اؤ پاکستان به خپله راتلونکې سیالي په اووم ستمبر دسریلنکا اؤ په نهم ستمبر دافغانستان سره کوي. د هند اؤ پاکستان ترمنځ نن کېدونکې دا اهمه سیالي به دپاکستان په وخت ماښام اووه بجې د دوبۍ دکرکټ د لوبو په میدان کې پیل کیږي. تر دې وړاندې دخالي په ماښام شارجه کې دسپر فور پړاؤ په وړومبۍ سیالۍ کې دسریلنکا لوبډلې افغانستان ته په څلورو  وکټونو ماتې ورکړې وه . په دغه سیالۍ کې دافغانستان لوبډلې په ټاکلو 20 اوورونو کې د شپږو وکټو په تاوان 175 منډې جوړې کړې وې چې سریلنکا دغه هدف دشپږو وکټونو په زیان دلوبې په وروستي اوور کې ترسره کړو اؤ دافغانستان نه یې لوبه وګټله. له دې وړاندې په ګروپ سياليو کې د افغانستان لوبډلې په 27 اګست د سريلنکا او په 30 اګست د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړې وه. افغانستان به نورې دوه سيالۍ په اووم ستمبر د پاکستان سره او په اتم ستمبر د هند سره کوي. پاکستان د ګروپ په سيالیو کې په 28 اګست د هند نه ماتې خوړلې وه. د ایشيا کپ فاينل يا پائ لوبه به په 11م ستمبر کيږي.

04.09.2022 ډیوه

د هرات چاودنه؛ د امنیت شورا د نړیوالو ګواښونو په وړاندې د هیوادونو پر مبارزې ټینګار کړی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په هرات ولایت کې د «ګذرګاه» جومات چاودنې ته په اشاره ویلي تروریزم د نړیوال امنیت او سولې لپاره جدي ګواښ دی او باید په وړاندې مبارزه وشي.unun

04.09.2022 امریکا غږ

هلمند کې د هاوان مرمۍ سرګلولې چاودنې څلور ماشومان وژلي

په هلمند کې د طالبانو سیمه ییز مسؤلین وایي، په دغه ولایت کې د هاوان مرمۍ سرګلولې د چاودنې له امله څلور ماشومان وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

04.09.2022 امریکا غږ

امریکا کې یو قاضي د ټرمپ د کور څخه د تر لاسه شویو اسنادو جزیات خپاره کړل

په متحده ایالاتو کې یو قاضي د هغو حکومتي اسنادو او شیانو تفصیلي لست خپور کړ چې د فدرالي تحقیقاتو د ادارې اجنټانو تیره میاشت د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د اوسیدو د ځای څخه تر لاسه کړي و.

04.09.2022 امریکا غږ

د سېلابونو له امله سیند صوبه کې نور 22 کسان مړه شوي دي

سرکاري شمیرې ښایي چې دپاکستان سیند صوبه کې د روانو سېلابونو له امله په تیر یو شواروز کې نور 22 کسان مړه شوي دي. دقدرتي افتونو په مهال دمرستو د دولتي ادارې پي ډي ایم ای دسیند صوبې څانګې پخپل رپورټ کې ویلي د20 جون څخه تر 2 ستمبر په دغه صوبه کې 492 کسان مړه شوي اؤ 8321 نور ژوبل شوي دي. پي ډي ایم ای وایي تېرو څلېریشتو ساعتو کې دسیند صوبې په بیلابیلو سیمو کې دسیلابونو له امله مړو شوؤ 22 کسانو کې 10 ماشومان،10 میرمنې اؤ دوه سړي شامل دي. پرون د خالي یا شنبې په ورځ د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یونیسف) پخپل رپورټ کې ویلي وؤ چې په پاکستان کې بارانونو او سیلابونو نزدې 33 ملیونه وګړي زیانمن کړي او څه باندې 12 سوه یې وژلي چې 4 سوه پکې ماشومان دي. د سيند صوبې وزيراعلا مراد علي شاه تېره ورځ ويلي وؤ، ټوله صوبه په اوبو کې ډوبه ده کره شمېرې نه لري خو په صوبه کې 30 لکه کچه ابادي ده او په دغو کچه کورونو کې يو نه دی بچ شوی ټول خلک بې کوره شوي دي او که د يو کور په سر پينځه تنه شمار کړی شي نو دا شمېره يو نيم کروړ ته رسي دا خلک اغېزمن شوي دي. د پاکستان روغتیايي‌ چارواکو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی چې په سېلاب ځپلو سیمو کې زیاتره خلک اوس له ډول ډول نارغیو سره مخ دي. د روغتیايي چارواکو لخوا په خپور شوي راپور کې راغلي دي، چې یوازې په یو شواروز کې له سیند صوبې څخه د نس ناستې یا هیضې تر90 زرو زیاتې پېښې رپوټ شوي دي. دا مهال د پاکستان په اکثرو برخو کې د سېلابونو اوبه په کمېدو دي خو په جنوبي سیند صوبه کې لا هم زیاتې ضلعې تر اوبو لاندې دي. د سېلابونو له امله نږدې نیم میلیون بې ځایه شوي کسان دا مهال په مرستندویه کمپونو کې پراته دي.

04.09.2022 ډیوه

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ افغانستان کې د اساسي قانون په نشتوالي اندېښنه ښودلې

افغانستان کې دملګرو ملتونو دسیاسي استازولۍ  یوناما د دفتر مرستیال  مارکس پوټزل دغه هیواد کې داساسي قانون په نشتوالي اندېښنه ښکاره کړې اؤ د یو ټول شموله حکومت په رامنځته کولو یې ټینګار کړی دی. دافغانستان طلوع نیوز سره مرکه کې دیوناما ددفتر مرستیال ویلي دطالبانو د سرپرست حکومت کابینه ټول ګډونه نه ګڼي او زیاته کړې یې ده چې سرپرست حکومت د رسميت پېژندنې لپاره لومړی کورني مشروعیت ته اړتیا لري. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو نه نړیوالې ټولنې په کراتو،کراتو دټول شموله حکومت غوښتنه کړې ده اؤ امریکا هم وایي چې دقطر د سولې تړون کې طالبانو دټولشموله حکومت ژمنه کړې وه خو طالبان دنړیوالې ټولنې دا غوښتنه پرله پسې ردوي اؤ وایي د دوئ حکومت ټولشموله دی. د طلوع نیوز د رپورټ له مخې په افغانستان کې د یوناما دفتر سرپرست مارکس پوټزل ورته ویلي "له تولو مخکې مهمه ده چې حکومت د افغانستان کورنۍ مشروعیت ولري، یعنې د ټاکنو په توګه، د ریفرنډم په توګه لویه جرګه یعنې خلک راشي او رایه ورکړي" په دې مرکه کې هغه افغانستان کې د اساسي قانون پر نشتوالي اندېښنه ښکاره کړې  او دطالبانو سرپرست حکومت یې پر اوسنیو ستونزو د غور په برخه کې د پلان په نه لرلو تورن کړی. دمارکس پوټزل په وینا "موږ وینو چې هېڅ پروګرام شتون نه لري او همدارنګه اساسي قانون هم نشته او نور قوانین هم شتون نه لري اساسي قانون د اقتصادي بیارغونو لپاره ډېر مهم شرایط لري" د ملګرو ملتونو دسیاسي استازولۍ مرستیال مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې سږکال دجولایي په میاشت کې د افغان طالبانو مشر هبت الله اخند په افغانستان کابل کې دعلماؤ راجوړې شوې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي وؤ چې که پرې اټوم بم هم استعمال شي خو حکومت به یې د شریعت له لارې یو قدم هم شاته لاړ نه شي. همد دجولایي په میاشت کې  په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر تېره په خپل یو رپورت کې ويلي وو چې که څه هم په جنګ ځپلي هېواد  افغانستانکې د امنيت وضعه ښه شوې خو بیا هم په افغانستان کې 700 کسان وژل شوي او تر 1400 پورې نور ژوبل شوي دي۔ پروسکال د اګست په مياشت کې د امريکايي‌ پوځونو د وتلو سره سم په واک کې د راتلو وروسته تر اوسه د نړۍ يو ملک هم د طالبانو حکومت نه دی تسليم کړی او اکثر ملکونه د طالبانو د حکومت په اړه داسې اندېښنې لري چې د نړۍ سره د خپلو هغو وعدو نه په شا شوي چې ټولشموله حکومت به جوړوي،د افغان ولس د بشري حقونو احترام به کوي او د القاعده په شمول به ټولې ترهګرې ډلې د افغانستان د خاورې نه په نړۍ بريدونو ته نه پرېږدي. نړۍ د طالبانو په کابينه چې ټول په ټوله نارينه دي،‌ نيوکې کوي چې پکې د افغانستان نورو سياسي او قامي ډلو ته برخه نه ده ورکړل شوې. خو دطالبانو دحکومت چارواکي وایي د دوئ حکومت کې د ټولو قامونو استازولي شته او وایي حکومتي چارې دشریعت اؤ دافغان ټولنې دعنعناتو په رڼا کې پرمخکې وړي

04.09.2022 ډیوه

نبي: که کریم کیچ نیولی وی، حالات به په بشپړه توګه بل ډول وی

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان محمد نبي د آسیا جام په دویم پړاو (سوپر فور) کې د سریلانکا لوبډلې لخوا تر ماتې خوړولو وروسته وایي که کریم جنت د سریلانکا د لوبغاړي (دنوشکا ګوناتیلاکا) کیچ نیولی وی، ښایي "حالات به په بشپړه توګه بل ډول وی)

04.09.2022 امریکا غږ

لکي مروت: د وسله والو برید کې یو پولیس افسر وژل شوی، یو عسکر ژوبل

دخېبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې په دپولیسو په ګاډي د وسله والو برید کې یو پولیس افسر ای ایس ایي وژل شوی اؤ یو پولیس ژوبل شوی دی. داتوار په ورځ دسیمې نه دپولیس سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دا برید تیره شپه په انډس هایي وی دشهباز  خیل سیمې تر څنګ هغه مهال په پولیسو شوی چې دوئ په ګاډي کې ګزمه یا ګشت کولو. سرچینې وایي وسله والو په دپولیسو په ګاډي ناتاره ډزې کړي چې پکې دجمشید په نوم یو ای ایس ایي وژل شوی اؤ د انعام الله په نوم بل سپاهي ژوبل شوی دی. دپېښې ذمه واري په سمدستي توګه چا نه ده قبوله کړې خو تر دې دوه ورځې وړاندې په ډيره اسماعیل خان سیمه کې  یو پولیس عسکر وژل شوی ؤ چې ذمه واري یې دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې وه. طالبانو ددې برید ذمه واري په داسې حال کې پغاړه اخستې وه چې دا مهال دتحریک طالبان پاکستان اؤ دپاکستان دحکومت ترمنځ اوربند روان دی اؤ طالبانو لا ددې اوربند دختمولو اعلان نه دی کړی. خو په پاکستان کې ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې داتوار په ورځ دپاکستاني طالبانو دتحریک د ویاند محمد خراساني له خولې خپل یو رپورټ کې دعوه کړې ده چې ټي ټي پي پاکستان سره د اوربند ختمولو اعلان کړی دی. ددغې دعوې تصدیق د بل یو لوري څخه هم نه دی شوی. څيړونکی خبريال طاهر خان ویلي، ټي ټي پي چې په جون کې د نامعلومه وخته پورې ډز بندي کړې او درې مياشتې وروسته يې په لومړي ځل په ډېره اسماعيل خان کې د پوليس د وژلو ذمه واري ومنله خو ټي ټي پي د ډزبندۍ په اړه څه نه دي ویلي خو بيا هم يو شک به کيږي چې درې میاشتې خاموشي وه نو اوس به په دې عمل پوښتنې هم راولاړوي. د وي او ای ډیوه خبریال فضل عزیز  سره په خبرو کې هغه ویلي"دا کار به د بداعتمادۍ سبب جوړيږي کومه چې د وړاندې نه موجوده وه، اوس به وکتی چې د پاکستان حکومت يا هغه حکومتي استازي چې د طالبانو سره خبرې کوی هغوی څه وايي". څيړونکي اؤ خبريال رفعت اورکزی هم ډیوه ته ویلي وؤ ډیره اسماعیل خان کې د وژل شوي پولیس په اړه دطالبانو د ذمه وارۍ په بيان کې نه خو د ډز بندۍ څه ويل شوي او نه د مذاکراتو جاري ساتلو خو د دې نه دا ثابتيږي چې په مينځ کې څه مسلې شته. دخپلواکې څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز د رپورټ ترمخه په خېبر پښتونخوا کې د اګست په مياشت کې 8 ترهګریزې حملې رپورټ شوي چې پکې د 7 امنیتي اهلکارانو په ګډون 9 تنان وژل شوي دي. دغه رپورټ په ډاګه کوي چې د تېرې جولایي دمياشتې په پرتله د اګست په میاشت کې خېبر پښتونخوا او قبایلي ضلعو کې ترهګريزو بريدونه کې 42 سلنه کمی رېکارډ شوی دی خو بلخوا د اګست په میاشت کې په بلوچستان صوبه کې د ترهګرو په حملو کې 71 فيصدي اضافه ليدل شوې ده

04.09.2022 ډیوه

سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

04.09.2022 امریکا غږ

د طالبانو ستره محکمه: د ښځینه قاضیانو فعالیت ته اړتیا نشته

د طالبانو د حکومت ستره محکمه وایي چې د تیر یو کال راپدیخوا یې پدې محکمې کې د ښځینه قاضیانو کار کولو ته د اړتیا احساس ندی کړی.

04.09.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more