ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

08.08.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه

08.08.2022 امریکا غږ

د امریکا سنا د حکومت له لورې د ۷۰۰ میلیارد ډالرو لګولو وړاندیز منظور کړ

د متحده ایالتونو سنا، د یکشبنې په ورځ ۷ اګست (اسد ۱۶) د انفلاسیون د مخنیوي، اقلیم بدلون او نورو برخو کي د بایډن د حکومت د ۷۰۰ میلیارد ډالرو پیشنهاد شوې لایحه منظور کړه او ټاکل شوې ده چې په روانه اونۍ کې په کانګرس کې د ولسي جرګې له لوري هم تصویب شي.

08.08.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

08.08.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

08.08.2022 امریکا غږ

د ملګرو ملتونو خبرداری: نړۍ بیا د اټومي مقابلې له ګواښ سره مخامخ ده  

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش، پدې خبرداري سره چې د څو لسیزو ورویته یو ځل بیا د اټومي مقابلې ګواښ نړۍ ته مخ کړې، د اټومي وسلو لرونکو هیوادونو څخه وغوښتل چې د اټومي وسلو څځه "لومړی استفادې نه کولو" اصل ته ژمن پاته شي.

08.08.2022 امریکا غږ

چین د تاېوان چارچاپېره پوځي مشقونه پراخه کړي دي

د امریکي یو چارواکي وېلی دي چې تېره هفته د تاو تریخوالي په وخت د چين چارواکو د پېنټاګان چارواکو ته ځواب نه دی وېلی خو زیاته کړی يې ده چې د دې دا معنا هم ده چې د امریکې د دفاع وزیر لاېډ استن غوندې د لوړپوړو چارواکو سره هم په رسمي توګه رابطې ختمې کړل شوی دي

08.08.2022 ډیوه

په ملاکنډ ډېوېژن کې د ناامنۍ او د وسله والو ډلو د موجودګۍ په اړه اندېښنې پیدا شوي دي

د خېبر پښتونخوا په ملاکنډ ډويژن کې کاروبار کوونکو او سياستوالو په سيمه کې د وسله والو مبينه موجودګۍ باندې د اندېښنو څرګندونه کړې او ويلي که حکومت يې د مخنيوي لپاره په وخت ګامونه وا نه خېستل نو د امن وضع به يو ځل بيا ډېره خرابه شي. دوی وايي چې د ډويژن په بېلابېلو سيمو کې خلکو ته د وسله والو لخوا دړکې ورکول کېږي او په زوره ترې د پېسو غوښتنه کېږي چې له وجې يې په خلکو کې تشويش ورځ تربلې سېوا کېږي. بلخوا د خېبر پښتونخوا حکومت ترجمان وايي چې پوليسو او اړونده ادارو ته د بتې غوښتلو او خلکو ته د دړکو ورکولو په اړه کوم شکايت نه دی موصول شوی او دا خبرې يوازې د تورونو تر حده مخې ته راځي. په سوات کې د هوټلونو د اتحاديي مشر او د وسله والو په ضد مبارزه کوونکی زاهد خان وي او اې ډيوه ته ويلي چې د ټي ټي پي سره د امن مذاکراتو شروع کېدو وروسته يو شمېر وسله وال او د هغوی مشران د جيلونو څخه ازاد کړل شوي دي. هغه وايي اوس مهال د سوات او بونېر په بېلابېلو سيمو کې ځينو مشکوکو تنانو سرګرمۍ پېل کړي چې له وجې يې په خلکو کې ويره خوره شوې ده. نوموړي وي او اې ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل: "کوم مشکوک تنان چې دي هغوی اوس هم دلته راغلي دي او ځای پرځای د هغوی کاروايانې روانې دي، اوس هم په چپريال کې ويل کېږي چې هلته يې کېمپونه جوړ شوي دي، په دې غرونو کې دي، پرون دلته کې لېدل شوي، بېګا په چپريال کې د پوليسو په تاڼه ډزې شوي او جوابي ډزو سره بيا دغه خلک تښتېدلي دي". تحريک طالبان پاکستان د کال ۲۰۰۷ دوران  په سوات کې خپل فعاليتونه پېل کړل او دې دوران يې ګڼ شمير خلک او حکومتي چارواکي وتښتول او ووژل. بيا د پاکستان پوځ د دغې وسله والې ډلې په ضد عمليات وکړل او په ۲۰۰۹ کې يې دا علاقه د وسله والو څخه د صفا کولو دعوه وکړه. د بره دير نه منتخب شوی د جماعت اسلامي ايم پي ای عنايت الله خان وايي چې د علاقې په خلکو کې د ناامنې سېوا کېدو ويره موجود ده. هغه وايي داسې ګنګوسې کېږي چې په علاقه کې يو ځل بيا بد امني سر راوچتوي. نوموړي وي او اې ډيوه ته وويل: "کوم حکومتي ايجنسۍ او ادارې دي د هغو طرف نه هم د معاشرې مشرانو ته وويل کېږي چې تاسو احتياط کوی دغه شان د افغانستان نه د ټي ټي پي خلک را اوښتلي دي." هغه وايي چې دا د پاکستان تحريک انصاف صوبايي حکومت او د مرکزي حکومت ذمه واري ده چې دلته امن قائم کړي. عنايت الله خان په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې په بره دير کې خلکو سره تشويش شته ځکه چې دلته داسې خبرې روانې دي چې يو ځل بيا بدامني سر اوچتوي. د خلکو نه د پېسو غوښتلو يا بتهې اخېستلو د سوال په حقله د هغه وېنا وه چې د باجوړ، مېدان او کوز دير په څېر په بره دير کې د چا نه د پېسو د غوښتنې مالومات د دوی په علم کې نشته. دوه ورځې وړاندې د کوز دير د پاکستان تحريک انصاف ايم پي ای ملک لياقت علي خان په يو وسله وال بريد کې ژوبل شو او نور څلور تنان ووژل شول. کوز دير د خېبر پښتونخوا هغه سيمه ده چرته چې مولانه صوفي محمد په کال ۱۹۹۲ کې د تحريک نفاذ شريعت محمدي په نوم اسلامي تحريک شروع کړې و چې وروسته د هغه زوم او د تحريک طالبان پاکستان پخواني مشر ملا فضل الله سوات ته وغځولو. د خېبرپښتونخوا د وزیراعلی د اطلاعاتو مرستيال بېرسټر محمد علي سیف وي او ای ډيوه وايي چې د وسله والو لخوا خلکو ته د دړکو ورکولو او د پېسو غوښتلو خبرې يوازې د تورونو ترحده  محدوده دي، ځکه چې په دې اړه پوليسو ته کوم شکايت نه دی موصول شوی. نوموړي وي او ای ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل: " په وسله والو کې به ډېر داسې وي چې هغه به راغلې وي خو هغه د روغې چې دا کومې خبرې روانې دي نو په هغې کې يو شرط وو چې ډزبندي به کېږي نو د ډزبندۍ په دې وخت کې عملي نفاذ جاري دی نو اوس د هغې ډزبندۍ په مينځ کې که څوک راځي او خپلو علاقو کې حالات سمول غواړي نو په هغې باندې خو زه دا ګڼم چې مونږه له داسې غټ اعتراض نه دی پکار". هغه زياته کړه چې که چرې دغه تنان چانه د پېسو مطالبه کوي يا په مجرمانه سرګرميو کې ککړ وي نو بيا دې خلکو له پکار دي چې هغوی کوم چې متعلقه سرکاري اداري دي، پوليس دی يا نورې داسې ادارې دي هغوی ته دې کم ازکم باقاعده ګۍ سره رپورټ وکړي چې مونږه نه دې پلاني سړي بهته غوښتې وه۔ محمد علي سېف دا هم وويل: "اوس مهال دا خبره يوازې د خبرو يا د الزماتو حده پورې راوچتېږي نور په عملي طور باندې زما په خيال څوک هم نه دي راغلي چې هغه دا ويلي وي چې مانه په باقاعده طور باندې پېسې غوښتل شوي او زما د حفاظت لپاره دې حکومت اقدمات وکړي" د پاکستان حکومت منلي چې د ټي ټي پي سره د تير اکتوبر په میاشت کې د خبرو لړۍ پېل شوې وه، په هغو ورځو کې ټي ټي پي د يوې میاشتې ډز بندي کړې وه کومه چې وروسته وغزل شوه خو بيا د دغه ډز بندۍ وروسته په امنيتي ځواکونو، سياسي او عامو وګړو بريدونه هم سېوا شول.

08.08.2022 ډیوه

د امریکې سېنېټ د موسمي بدلون او صحت د خېرښېګړې په اړه قانون منظوره کړو

د نوي قانون ترمخه په نړیواله کچه د تودوخي اثرات کمولو دپاره به امریکا ۳۷۰ بېلین ډالر مصرف کوي، د امریکایانو حوصله افزايي به کولی شي چې په بجلۍ چلېدونکي موټرې واخلي او د تودوخي مخنیوي دپاره به د زهرجنو ګېسونو اخراج د ۲۰۳۰ پورې تر ۴۰ فیصد پورې کموي

08.08.2022 ډیوه

ایراني چارواکي: یو افغان کډوال 'په شخصي شخړه' کې لس تنه وژلي دي 

په ایران کې چارواکي وايي یو افغان کډوال، د شخصي اختلافاتو له کبله، د ایران د کرمان ولایت د رفسنجان په سیمه کې لس تنه د چړو په ګوازونو وژلي دي. 

08.08.2022 امریکا غږ

د طالبانو له لوري په ښځو باندې محدودیتونه لګول شریعت، دود که سیاست دی؟ 

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کیدو د کالیزې په درشل کې د اساسي حقونو او فردي آزادیو مسله لا هم د دغه هیواد د خلکو او په ځانګړې توګه د افغانستان د ښځو لپاره یو تود بحث دی.  

08.08.2022 امریکا غږ

شمالي وزيرستان: د امنيتي ځواکونو په کاروان ځانمرګي بريد کې درې عسکر او يو ملکي تن وژل شوی

امنيتي چارواکو او پوليسو دغه پېښه تاييد کړې ده. د شمالي وزيرستان د پوليس دفتر ويلي، د ابتدايي معلوماتو ترمخه دا ځانمرګی بريد وو

08.08.2022 ډیوه

د کوټې په سېول هسپتال د حملې شپږ کاله وشو، په پېښه کې د وژل شویو کسانو خپلوان وايي تراوسه د انصاف په انتظار دي

په هغه ورځ په ځانمرګي بريد کې ټپي شوي وکيل انور نسيم کاسي وي او اې ډيوه ته وويل د اتم اګست په سهار د بلوچستان بار ايسوسيېشن مشر ايډوکيټ بلال انور کاسی د نامعلومو کسانو له لوري پر منوجان سړک په نخښه کړل شوی وو ، او د هغه جسد د کوټې سيول روغتون ته رواړل شو

08.08.2022 ډیوه

د پاکستاني طالبانو یو مشر په افغانستان کې وژل شوی- راپور 

پاکستاني رسنۍ وايي‌ چې د «تحریک طالبان پاکستان» یو مشر عبدالولي،‌ چې په عمر خالد خراساني هم مشهور و، په افغانستان کې د سړک غاړې ماین په یوې چاودنې کې وژل شوی دی. 

08.08.2022 امریکا غږ

اېمل ولي خان په ملک لیاقت شوي بريد په اړه پوښتنې را ولاړ‎ې کړ‎ي

د خېبرپښتونخوا په کوز دير ضلع کې د خالي/ شنبې په ماښام چې په صوبه کې د واکمنه ګوند تحریک انصاف د صوبايي اسمبلۍ په غړي ملک لياقت وسله وال بريد شوی، د عوامي نيشنل ګوند صوبايي صدر اېمل ولي خان په دغه بريد پوښتنې را ولاړې کړي چې "د ملک لياقت په قاتلانه حملې د پي ټي ايي د مشرتابه خاموشي معني خيزه ده".

08.08.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more