ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د خېبرپښتونخوا حکومت وايي وفاقي حکومت د قبایلي ضلعو ترقیاتي فنډونه ودرولي

ښاغلي جګړه وویل امید نه لري چې وفاقي حکومت به د خېبرپښتونخوا قبایلي ضلعو ته فنډونه جاري کړي.  "زه تاسو ته ليکلي درکوم چې دا حکومت به قبايلي ضلعو ته پېسې نه جاري کوي، په څلويښتو کالو کې تاسو ته پته ولې ونه لګېده چې د نواز شريف يو هدف دی او هغه د پنجاب صوبه ده."

09.12.2022 ډیوه

ځايي خلک وايي د ترهګرۍ له امله لکي مروت نه ګڼو خلکو کډې کړې دي

لکی مروت  دخېبر پښتونخوا هغه سيمه ده چې په دې وروستیو کې پکې د ناامنۍ پېښې سیوا شوي او دغلته په امنیتي ځواکونو د بریدونو ترڅنګ د پاکستان پوځ د عملیاتو په پایله کې د وسله والو د وژلو دعوې کړې دي. د لکي مروت د قامي جرګې یوه غړي او سیاست مدار منصور کمال وايي د ناامنۍ د لاسه شتمنو خلکو خپلې سیمې پریښودې او سره د خپلو کورنيو یې کډې وکړي او یوازې غریب خلک دغلته ژوند کوي. هغه ویل ناامني د علاقې په کاروبار، روایاتو او تعلیم بدې اغیزې کړي دي وي او ای ډیوه ته هغه وویل په حکومتي کچه دوی ته ویل کیږي چې د ناامنۍ پرضد به احتجاجي مظاهرې نه کوٸ او په خپله د ناامنۍ لوري ته توجو نه کوي. دهغه په وينا په سيمه کې د وسله والو لخوا هم عام ولس د ګواښونو سره مخ دى.  دلکي مروت پولې د پنجاب میانوالي ضلعې تر څنګ د خیبر پښتونخوا ټانک، ډیره اسماعیل خان، بنو، کرک او قبایلي ضلعو وزیرستان سره لګېدلې دي . ځایي خلک وایي د ستمبر نه را پديخوا زیات بریدونه په پولیسو شوي دي.   د لکی مروت د پولیسو په وینا په ضلعه کې په دې نزدې وختونو کې د پولیسو دنهو عسکرو په ګډون خواشاه 14 امنیتي عسکر په بېلابيلو پېښو کې وژل شوي او ددې په دوه چنده نور ژوبل شوي دي. دغلته دشوو زياتره ترهګريزو پېښو ذمه داري تحریک طالبان په غاړه اخستې ده. چارواکي وایي د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې هم ددې شمیرې برابر وسله وال هم کسان وژل شوی دي. په 16م نومبر په لکي مروت کې شپږ پوليس عسکر په يو بريد کې وژل شوي وو. هغه وخت د خیبر پښتونخوا د پوليسو مشر معظم جاه انصاري ویلي وو، پوليس د ولس سره په ګډه د امنيت دپاره اقدامات کوي او په ولس يې غږ کړی چې ترهګرو ته دې پناه ورکولو نه ډډه وکړي او د ترهګرو د موجودګۍ په صورت کې دې سړکونو ته د راوتلو په ځای په وخت پولیس خبر کړي. بیا لس ورځې وروسته په 26م نومبر د پاکستان د پوځ لکي مروت ګمبلا سیمه کې د وسله والو سره جګړه شوې وه چې پکې د پاکستان د پوځ دوه عسکر وژل شوي او د یو افسر په ګډون دوه نور ژوبل شوي وو. ددغو بريدونو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه. د شمالی وزیرستان سره تړاو لرونکى د ترهګرۍ په پېښو پوهه خبریال ناصر داوړ وایي یو خو دا سیمه انتهایي وروسته پاتې ده هیڅ حکومتي واک پکې نه لیدل کیږي بل دا سیمه د پنجاب او وزیرستان سره پولې لري. دهغه په وينا افغانستان کې دتیر جمهوري نظام پرمهال دا د پنجاب نه د وسله والو افغانستان ته داخیلېدو مهمه لار پاتې شوې ده خو هغه وخت د دغې سیمې پاکولو د پاره هیڅ ګامونه نه دي اخستل شوي.  په لکي مروت کې په دې وروستیو کې د ناامنۍ پرضد په ولسي کڅه لویې احتحاجي غونډې شوې دي چې پکې وینا کوونکو ویلي داخاوره د ترهګرۍ زغم نه لري خو هغه وخت ضلعي پولیسو ویلي وو په ضلعه کې پولیس او نور امنیتي عسکر موجود دی د حلکو د خوندي ساتلو د پاره ګشتونه کوي او چاته به اجازه ور نه کړي چې د علاقې امن خراب کړي

09.12.2022 ډیوه

یوناما په پروان کې 27 کسانو ته د طالبانو د دورو سزاګانې د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي بللې 

په تېرو څو هفتو کې طالبانو د کابل په شمول د افغانستان په ځینو نورو برخو کې یو شمېر ښځو او سړو ته د "اخلاقي جرمونو" غلا، جنسي فعل، هم جنسي فعل، د ناجایزو تعلقاتو او د کور نه په تښتېدو په شان الزاماتو د دورو سزاګانې ورکړي دي

09.12.2022 ډیوه

سيند: په لسو مياشتو کې 1865 ښځې تښتول شوې، په 142 جنسي تېری او 114 وژل شوې دي، رپورټ

پاکستان کې د دوامداره ټولنيزې پرمختيا يوې غېر دولتي ادارې [SSDO] ويلي، د پاکستان په سيند صوبه کې د روان کال په لسو میاشتو کې د ښځو تښتولو، جنسي تيري، کورني تشدد، ښځو او ماشومانو تښتولو شمېرې زياتې شوي او د اندېښنې وړ دي.

09.12.2022 ډیوه

منظور پښتين: مونږ په خپله خاوره نور جنګونه نه غواړو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين وايي، مونږ [پښتانه] نور په خپله خاوره جنګونه نه غواړو، د امن دپاره به د سوات نه تر چمن پورې يو غږ پورته کوو. په پښتون وطن کې يو انتشار جوړ دی او په نوي وخت کې د تشدد جوړولو په دې خاوره بيا جنګ جوړول غواړي.

09.12.2022 ډیوه

یونیسف وايي، راتلوونکی کال ۶۰۰زره افغان ماشومانو ته ۲۰زره درسي ټولګي جوړوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (يونیسف) په ۲۰۲۳ میلادي کال کې په دغه هیواد کې د خپلو ښوونیزو پروګرامونو د پراخولو خبر ورکړی دی.

09.12.2022 امریکا غږ

پروان کې د طالبانو 'تعزیري سزا' ته د یوناما غبرګون:د نړیوال قانون له مخې جسمي سزا بنده ده

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (يوناما) د طالبانو حکومت لخوا په پروان ولایت کې د یو شمېر کسانو درو وهلو ته په غبرګون کې ویلي چې د «نړیوال قانون له مخې جسمي سزا ورکول منع ده»

09.12.2022 امریکا غږ

نېکټا: لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان د مذاکراتو په مهال ځان پياوړی کړی

د پاکستان د ترهګرۍ ضد قومي ادارې [نېکټا] د سېنېټ د کورنيو چارو کمېټۍ ته ویلي، چې د امن مذاکراتو په مهال وسله والو [تحریک طالبان پاکستان] خپل فعاليتونه سېوا کړي ځان یې پياوړی کړی او د هغې وروسته ترهګر بريدونه سېوا شوي دي.

09.12.2022 ډیوه

ازادي راډيويي مجله؛ د پوهاند رشاد اتلسم تلين

د پوهاند علامه عبدالشکور رشاد اتلسم تلين، د شلګر ادبي بهير په اړه مالومات، له ډاکټرې نګين کرګر سره مرکه، غزني کې د نکلونو پر دود راپور، افغانستان کې د چپنې دود د کمرنګه کېدو په اړه مالومات او يو شمېر نور مطالب. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي په‌کې هنري، فرهنګي، ادبي او ټولنيز مطالب راټوليږي. دا خپرونه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

09.12.2022 ازادي راډیو

خېبرپښتونخوا کې په يوه اوونۍکې د مذهب په سپکاوي تورنو دوه کسانو ته د مرګ سزاګانې اورول شوي

د خېبرپښتونخوا په مردان ضلع کې د ترهګرۍ ضد عدالت د مذهب د سپکاوي په تور يو تن ته د مرګ سزا اورولې ده، دا په صوبه کې په يوه اوونۍ کې د مذهب د سپکاوي په تور دويم تن دی چې د مرګ سزا ورته اورول شوې ده.

09.12.2022 ډیوه

ایران کې د محسن شکاري اعدام کیدو ته د نړۍ تند غبرګون

د ایران حکومت اعلان وکړ چې پنجشنبه ډسمبر ۸ (لیندۍ۱۷) یې د حکومت ضد مظاهرو په تړاو لومړنی تن غر غره کړی.

09.12.2022 امریکا غږ

د خزانې وزیره: امریکا کې د اقتصادي رکود راتګ "حتمي" ندی

د متحده ایالاتو د خزانې وزیرې جنیت یلن پنجشنبه ډسمبر ۸ (لیندۍ۱۷) وویل چې باور لري د اقتصاد له پلوه د نړۍ دا تر ټولو ستر هیواد د انفلاسیون د کچې د ټیټولو لپاره په سم لوري روان دی خو تر څنګ یې دا هم وویل چې د اقتصادي رکود راتګ "حتمي" ندی.

09.12.2022 امریکا غږ

پوتین: د اوکراین د برښنا په زیربناوو بریدونه به دوام ولري

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین ویلي چې د اوکراین د برښنا په شبکې بریدونه به دوام ولري او د دا ډول بریدونو د پیل ملامتي یې په اوکراین واچوله.

09.12.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

08.12.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

08.12.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more