هندوستان ټایمز: د امریکا کانګرس کې د پاکستان پر سیاستونو نیوکې
هندوستان ټايمز:
هندوستان ټايمز په خپلې نننۍ گڼې کې د امريکا په کانگرس کې هغې غونډې ته اشاره کړې چې په کې د پاکستان پر سياستونو نيوکې وشوې. ورځپاڼې ليکلي امريکايي سناتورانو وويل د دې وخت را رسېدلى چې د دغه هېواد په وړاندې پر سختو تدبيرونو غور وشي، او کېداى شي چې پيل کې ورباندې مالي مرستې ودرول شي.
ورځپاڼې د يوۀ امريکايي سناتور په وينا ليکلي که دا تدابير اغېزمن نه پرېوځي بيا کېداى شي چې امريکا د سوريې، سوډان او ايران په څېر پاکستان هم د ترهگرو ملاتړى هېواد په ډاگه کړي، او ورباندې ځپونکي بنديزونه ولگوي.
ډان:
خو بيا پاکستان چاپې ډان ورځپاڼې د امريکا په کانگرس کې د پاکستان په تړاو شوې غونډې په اړه په بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز غبرگون را اخيستى. ښاغلي عزيز ويلي؛ دا د امريکا د سياستوالو او پوهانو يواځې يوه برخه ده چې فکر کوي پاکستان سره دې د امريکا د غليم په څېر چلند وشي.
سرتاج عزيز ويلي دا اندېښنه د هند او افغانستان د تبليغاتو له امله رامنځته شوې او له امله يې د کانگرس ځينو غړو پاکستان ضد ليد لورى خپل کړى.
ښاغلي عزيز ويلي؛ "موږ هڅه کوو د کانگرس د دغو غړو چې اندېښنه لري او يا يي مالومات تازه نه دي، اندېښنو ته ځواب ووايو."
واشنگټن پوست:
دغه امريکا چاپې ورځپاڼې په خپل يوۀ خپاره کړي مطلب کې ويلي هغه کس چې ادعا کېږي په ٢٠١٤ م کال کې په پېښور کې پر يوۀ ښوونځي د شوي بريد اصلي سمبالونکى و، په افغانستان کې د بې پيلوټې الوتکې په بريد کې وژل شوى دى.
د امريکا د دفاع وزارت په وينا خليفه عمر منصور له څلورو نورو کسانو سره تېره شنبه په ننگرهار کې ووژل شو. د پاکستان د پوځ پر فېسبوک پاڼې هم د دې خبرې پخلى شوى. په پېښور کې پر ښوونځي د اورپکو په بريد کې څه دپاسه ١٣٠ ماشومان وژل شوي و.
اکسپرېس ټريبيون:
اکسپرېس ټريبيون د پاکستان د احوالو ثبت ادارې په وينا ليکلي چې له کوچني اختر راهيسې ٦٨ کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې شوې دي، او سږکال افغانستان ته د اوښتو کورنيو شمېر ١١٦٤ ته رسېږي.
د ورځپاڼې په وينا د پېښور ښار په لېرې پرتو سيمو کې ډېر شمېر هغه افغانان چې نومونه يې نه دي ثبت شوي غواړي افغانستان ته ستانه شي خو د ستنېدو لپاره اړينې آسانتياوې نه لري.
يوۀ افغان کډوال ورځپاڼې ته ويلي چي د بېرته ستنېدو لپاره د گاډي کرايه نه لري او افغانستان کې یې هم د عايد کومه سرچينه نشته.
د کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو اداره يا يو ان اچ سي آر يواځې هغو افغانانو سره افغانستان ته په بېرته ستنېدو کې مرسته کوي چې نومونه يې له دوې سره ثبت وي.