BBC
 شاته

داعش ډلې ومنله چې عمر الشیشاني وژل شوی

Image copyright AFP

څو میاشتې وروسته له هغه چې امریکایي چارواکو وویل، د اسلامي دولت (داعش) ډلې یو مهم مشر عمر الشیشاني یې په نښه کړی، داعش د هغه د مرګ پخلی کړی.

اعماق خبري اژانس چې د داعش خبرونه خپروي، لیکلي چې شیشاني عراق کې د موصل په سوېل کې د شرقاط ښار جګړه کې وژل شوی دی.

پنتاګون په مارچ میاشت کې ویلي و چې نوموړی د سوریې په شمال ختیځ کې امریکا په یوه هوایي برید کې په نښه شوی.

د هغه اصلي نوم تارخان باتیراشویلي و، خو په "عمر چیچني" مشهور و. الشیشاني وړاندې د سوریې په شمال کې د داعش پوځي مسؤول و.

ویل کېږي چې دغه سورږیری جهادي د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي ته له نژدیو سلاکارانو و.

دا خبر د اعماق اژانس له لارې خپور شوی چې ویل کېږي داعش یې له لارې خپل خبرونه خپروي. همدې اژانس په مارچ میاشت کې د پنتاګون ادعا رد کړې وه.

اعماق ویلي، شیشاني په داسې حال کې ووژل شو چې هڅه یې کوله له موصل نه عراقي ځواکونه په شا وتمبوي.

Image copyright TWITTER
Image caption داعش پورې اړوند اعماق نومې خبري اژانس کې د الشیشاني د وژل کېدو بیړنی خبر

دغه خبري اژانس د هغه د وژل کېدو نېټه نه ده ښوولې، خو جزییات یې د پنتاګون د مارچ میاشتې له بیانیې سره په ټکر کې ده.

پنتاګون هغه مهال ویلي وو، برید د مارچ په څلورمه د سوریې شمال ختیځ الشدادي ښار ته نژدې شوی، چېرته چې نوموړی د داعش سیمه ییزو ځواکونو د پیاوړي کولو لپاره تللی و.

خو وروسته د امریکايي ځواکونو یوه ویاند ویلي، عمر الشیشاني ښایي د امریکا بې پیلوټه الوتکې له بریده روغ وتلی وي.

امریکا تېر کال د الشیشاني پرسر د ۵ میلیون ډالرو جایزه اعلان کړه.

اعماق راپور ورکړی چې الشیشاني څو مهم پوځي پوسټونه لرل، یو یې داعش کې د "جګړې وزیر" و.

الشیشاني د "اسلامي دولت" د شورا غړی و، چې په ۲۰۱۴ کال د داعش له خوا په یوه خپره شوې وېډیو کې د دغې ډلې د پوځي قومندان په توګه معرفي شوی.