BBC
 شاته

د عکسونو البوم: د یوازې مېرمنې عسل میاشت

همامبین او ارسلان سیور د سږ کال په لومړیو کې واده وکړ. دوی غوښتل د عسل میاشت په یونان کې تېره کړي، خو د یونان سرحدي ادارې داسې نه غوښتل او ارسلان ته یې د ویزې له ورکولو ډډه وکړ. خو دوی چې د دغه سفر لپاره له مخکې چمتووالی درلود، هما د ارسلان له مور، پلار سره یونان ته لاړه. د دغه ډول غیر عادي تصویرونو دود خپله ارسلان پیل کړی و. له کوژدنې سملاسي وروسته نوموړی اړ شو، چې یوتازې بوداپست ته لاړ شي. هلته یې داسې حال کې تصویرونه واخیستل، چې غېږ یې پرانیسې وه او یایې د خفګان څرګندولو په انداز خوله کږه کړې وه. هما د بي بي سي له ورلډ سروس اوټ سایډ سورس سره خبرو کې ویلي، موږ کولای شو تصویرونو کې وښیو، چې یو بل مو یادیږي. د هما دغه تصویرونه پر ټولنیزو رسنیو ډېر لاس په لاس شوي او نوموړې اوس لاهور کې له خپل میړه سره یو ځای ده. هغه وايي هیله کوي، چې راتلونکې رخصتۍ به یوځای تېروي.

Image copyright HUMA MOBIN
Image caption هما له میړه پرته د عسل میاشتې رخصتیو کې ځان خواشینی ښيي
Image copyright HUMA MOBIN
Image caption هما وايي، له میړه یې پرته یې د رخصتیو تېرولو پرمهال تصویرونو کې خفګان څرګند کړی
Image copyright HUMA MOBIN
Image caption هما وايي د ژوند ملګری یې ډېر یادیده
Image copyright HUMA MOBIN
Image caption هما وايي کله چې له موږ دواړو نه هر یو یوازې سفر کولو ته اړ کېږي، د خفګان څرګندولو لپاره دغه ډول تصویرونه شریکوو
Image copyright HUMA MOBIN
Image caption هما وايي دغه تصویرونه ورنه د ارسلان پلار اخیستي
Image copyright HUMA MOBIN
Image caption هما وايي، کله چې دغه تصویرونه اخلي شاوخوا خلک د سیلفي اخیستو داسې بوخت وي، چې وايي دې ته پام هم نه وي