امریکا په سوریه کې 'ایران جوړه' بې پیلوټه الوتکه غورځولې
د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) وايي، د سوریې سوېل کې یې د بشار اسد د ملاتړو ځواکونو بنګنه یا ډرون الوتکه غورځولې ده.
د پنتاګون د څرګندونو له مخې دا بنګنه (بې پیلوټه الوتکه) ایران جوړ "شاهد۱۲۹ " وه.
پنتاګون وايي، له هغه وروسته یې دا الوتکه په نښه کړه، چې د امریکا په مشرۍ د "اسلامي دولت" (داعش) ضد ایتلاف سره یې "دوښمنانه نیت وښود او د ایتلافي ځواکونو پر لور لاړه."
امریکا وايي، کله چې دا بنګنه د ایتلافي ځواکونو لور ته لاړه، لارښوونه ورته وشوه، خو لار یې بدله نه کړه ځکه د امریکا اېف- ۱۵ الوتکې وغورځوله.
- قطر ولې د ترهګرو پر ملاتړ تورن شو؟
- ایران منلې چې سعودي یې وګړي نیولي
- د داعش ضد کارېدلي ایراني توغندي څومره خطرناک دي؟
د امریکا د دفاع وزارت د بیان له مخې، دا پېښه د چهارشنبې په شپه د عراق او سوریې له پولې سره په تنف سیمه کې شوې ده.
په وروستیو اونیو کې دا څوم ځل دی چې د بشار اسد ملاتړي ځواکونه او د امریکا په مشرۍ ټلواله په سوریه کې خپلمنځي ټکر او نښته کوي.
له دوو اونیو لږ مخکې هم امریکایي ځواکونو په دغه سیمه کې ورته بنګنه وغورځوله.
امریکا دوه ورځې وړاندې هم د سوریې پوځي الوتکه وغورځوله او دا ګام یې له ځان دفاع وبلله.
د سوریې حکومت د امریکا دا ګام "شرموونکی" وباله او ویې ویل، امریکا په داسې مهال د سوریې الوتکه وغورځوله چې "د سوریې پوځ او ملګرو یې له داعش ترهګرې ډلې سره جګړه کې څرګند پرمختګ کړی دی".
عراقي او سوریايي ځواکونه هڅه کوي خپله ګډه پوله د داعش له ولکې وباسي.
د امریکا په مشرۍ ټلواله هم د سوریې په سوېل او شمال کې شته او له رقه د داعش اېستلو لپاره یې عملیات پیل کړی او پرمختګ یې هم کړی دی.
بنګنه څومره پېژنو؟
امریکايي چارواکو له سي اېن اېن تلوېزون سره خبرو کې ویلي، دا بنګنه ۱۲۹ شاهد وه، چې ایران پر ۲۰۱۲ کال پرده ترې پورته کړه.
ایران وایي، دا ډرون دوه زره کیلومتره واټن وهلی او بم او توغندی وړلی شی.
فرانس خبري اژانس هم د یوه امریکایي چارواکي له خولې وایي: "هغوی پر ځمکه زموږ ځواکونه ګواښل، پر هغه کرښه تلله چې موږ خپلو کسانو ته د مهماتو اچولو پر لار و".
د رپوټونو له مخې امریکا په تنف کې هم له هغه وروسته پخوانۍ بنګنه وغورځوله چې د داعش ضد ایتلاف د ځواکونو پر لور یې ډزې وکړې.
د لوېدیځ ځانګړي ځواکونه او سوریايي وسلوال له تنف د اډې په توګه کار اخلي.
د سوخوی ۲۲ په نوم د سوریې الوتکه هم یکنشبه له هغه وروسته وغورځول شوه، چې د رپوټونو له مخې د رقه ولایت په طبقه سیمه کې د امریکا ملاتړ لرونکو وسلوالو سره نژدې یې بمونه وغورځول.
روسیې په ځواب کې وویل، که امریکايي الوتکې د فرات سیند لوېدیځ ته ورشي، په نښه به یې کړي.
- امریکا ته د روسیې خبرداری
- امريکا د سوريې پوځي الوتکه نسکوره کړې ده
- د ایران سپاه پاسدران سوریه کې پر 'ترهګرو' توغندیز برید کړی
مسکو له واشنګټن سره د تماس هغه لار هم وځنډوله چې د الوتکو د خپلمنځي ټکر د مخنیوي لپاره جوړ شوی و.
د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف د سې شنبې په ورځ امریکا په سوریه کې " له ترهګرو سره په ښکاره همکارۍ" تورنه کړه.
حالت څومره خطرناک دی؟
د بي بي سي د دفاعي چارو خبریال جنتن مارکس وايي، دا پېښه د سوریې د ختیځ د کنټرولولو لپاره د جګړې د سختېدلو پر مهال په سیمه کې د ټکر ډېرېدلو په مانا ده.
هغه وايي، په رقه کې پر داعش د فشار زیاتېدلو سره د دې سیمې د ولکې لپاره جګړه روانه ده.
د سوریې حکومت پلوه او ایران ملاتړي ځواکونه له څو لورو پرمختګ کوي او امریکا هم په همدومره اندازه د هغه څه په مقابل کې مقاومت کول غواړي چې د ایران زیاتېدونکی نفوذ یې بولي.
ایران د یکشنبې په ورځ وویل، چې د سوریې ختیځ کې یې د داعش مرکزونه په لر واټنه توغندیو وویشتل.
په دې ډول د امریکا او بشار اسد حکومت د ملاتړو ځواکونوـ د روسیې او امریکا - یا د تهران او واشنګټن ترمنځ ټکر زیاتېږي.
زموږ خبریال زیاتوي چې له دې پېښو ان سخت پوځي ټکر ته هم لار اوارېدلی شي.
د داعش " لوی مفتي"
په ورته مهال امریکا وایي، د ترکي البنعلي په نوم د داعش نامتو سټه یا " لوی مفتي" یې وژلی دی.
ترکي البنعلي د بحرین و، خو پر ۲۰۱۴ کال له داعش سره یو ځای شو.
هغه د دې ډلې د مهم مذهبي مشر په نوم پېژندل کېده.
د امریکا د قومندو مرکز وایي، په هوایي برید کې نوموړی درې اونۍ وړاندې په میادین ښار کې وژل شوی دی.