BBC
 شاته

بريتانوۍ دفاعي کمپنۍ منځني ختيځ کې پر حکومتونو د څار ماشينونه پلورلي

د بي بي سي عربي څانګې او یوې ډنمارکۍ ورځپاڼې یو کال د بریتانیا یوه دفاعي کمپنۍ څېړله او موندلې یې دي چې بي اېم اې سیستمس په منځني ختیځ کې پر حکومتونو د څار ډېر ماشیونونه او سامان الاټ پلورلي دي.

په دې حکومتونو کې ځینې یې ډېر ولس ځپونکي دي. په پلورل شویو وسایلو کې شفر معلومونکي ځینې داسې دي چې ښايي د بریتانیا د حکومت او ملګرو پر ضد یې وکارول شي.

د یادې ټکنالوژۍ ډېری برخه په بریتانیا کې جوړه شوې ده. دا سامان الات د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې مهمه ونډه لري خو لکه د نوال المغفي په رپوټ کې چې به یې وګورئ کېدای شي حکومتونه دا ټکنالوژۍ د خپلو مخالفانو او بشري حقونو کمپاین کوونکو پر ضد وکاروي.