BBC
 شاته

الوتونکی موټر

د فرانسې پلازمېنه پاريس کې هر کال یوه ننداره کېږي چې الوتکې او ورته ماشینونه پکې نندارې ته ایښودل کېږي.

دا څو میلیاردیز کاروبار دی. ډېره برخه یې د لویو کمپنیو په لاس کې ده خو څو واړه شرکتونه هم په کې شته.

ځینې ډېر خلاق نظرونه لري لکه الوتونکي موټر چې په دې اوس اوس کې یې دنیا په سر اخیستې ده. ژمنه کوي چې الوتونکي موټر به له ترافیکي ګڼې ګوڼې سره مرسته وکړي