کابل کې د لاريون کوونکو خېمې لرې کړل شوې
کابل کې د پولیسو او مظاهره کوونکو ترمنځ په نښتو کې یو کس وژل شوی او ۵ نور ټپیان شول.
پولیسو د مظاهره کوونکو وروستنۍ خیمې ونړولې او ۵ مشران یې هم له ځانه سره یوړل.
مظاهرې وروسته له هغه بریده پیل شوې چې پکې تر۱۵۰ زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. له هغه وروسته مظاهره کوونکو د ۲۰ ورځو راهیسې د ښار په بېلا بېلو سیمو کې خیمې درولي وې.