شاته

د ترکیې د ناکامې کودتا د رهبرانو محکمه پیل شوه

د ترکیې د حکومت پر ضد د کودتا د رهبري کولو په تور د ٢٧ جنرالانو په شمول، د ٢٢١ کسانو محاکمه پیل شوه.

جنرال اکین اوزتورک د هوایي ځواکونو قوماندان و. ده د خپلو ملگرو سره د کودتاچیانو د رهبري شورا جوړه کړې وه، او د کودتا اعلامیه د همدې شورا لخوا پر تلویزیون لوستل شوې وه.

د کودتاچیانو د محاکمې لپاره ځانگړې محکمه جوړه شوې ده او اټکل کیږي چې د رهبري شورا غړي به د عمر قید په سزا محکوم شي.

یوشمیر ترکان د کوداچیانو د اعدامولو غوښتنه کوي خو په ترکیه کې له تیرو دریو لسیزو د اعدام سزا لغوه شوې ده.

اضطراري حالت

په ترکیې کې د تیر کال د ناکامې کودتا راهیسي اضطراري حالت نافذ دی، او اوس ولسمشر رأب طیب اردوغان بیا تمدید کړ.

ښاغلي اردوغان وویل "اضطراري حالت به تر هغه وخت نافذ وي، چې اړیتا وي، یعنې تر هغه پورې چې په هیواد کې بشپړه سوله او ثبات ټینگ شي."

پرون په انقره کې د واکمن گوند "عدالت او پرمختگ" زرگونه غړي راټول شوي و او ښاغلی اردوغان یې یو ځل بیا د گوند مشر وټاکه.

انقره، مې ٢١، ٢٠١٧: رجب طیب اردوغان د "عدالت او پرمختگ گوند" په ملي کنگره کې گډون وکړ
انقره، مې ٢١، ٢٠١٧: رجب طیب اردوغان د "عدالت او پرمختگ گوند" په ملي کنگره کې گډون وکړ

​اردوغان د عدالت او پرمختگ د گوند د موسسینو څخه دی خو د ولسمشر کیدو وروسته د گوند د مشري پریښودلو ته اړ شوی و. خو د اساسي قانون د تعدیل په ریفرنډم کې تر بریالیتوب وروسته، ولسشمر کولی شي د گوند غړیتوب او یا مشري وکړي.

د بشري حقونو موسسات د جمهوري ریاست د واک پر زیاتوالي نیوکه لري او وایي په ترکیه کې یو ډول انتخابي دیکتاتورۍ ته لاره جوړه شوې ده.

د اردوغان ملاتړي استدلال کوي چې د ترهگرۍ د ځپلو او اقتصادي نوښتونو د عملي کولو لپاره یو قدرتمند جمهوري ریاست گټور دی.